چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روسیې انقلابونه چېرته ورسېدل؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د روسیې انقلابونه چېرته ورسېدل؟

(ژباړه)

د یوې پېړۍ په تېرېدو، کله چې د تزار حکومت غصب او وروسته یې روسان ځايناستي شول، په روسیه کې له همغې ورځې تر اوسه د تېرو ۱۰۰ کلونو په په پرتله هېڅ د پام وړ پرمختګ نه ليدل کېږي. د روسیې له تزار وروسته، دویم نیکلای و، چې دی او کورنۍ یې په ۱۹۱۷م کې د روسیې د انقلاب په لړ کې له څوکۍ او مقامه ولوېدل. وروسته د ۱۹۱۸م کال په جون کې د بلشویکیانو لخوا اعدام شول. په تېرو پېړیو کې به هر مشر مجبور و چې له یوې قهرجنې څېرې سره مخ شي، ځکه چې د روسیې هېواد ذاتاً بې ثباته و. هغه غبرګونونه چې اوس په یاد هېواد کې ورسره مخ دي، د هغې قضیې په څېر دي، چې د شوروي اتحاد جمهوریتونو او د روسیې امپراتورۍ د ماتې لامل شوې وه.

که نن روسیې ته وګورئ، لوی ملت دی چې له ۱۸۵ زیاتو قومي ډلو، ۲۱ ملي جمهوریتونو او ۸۵ سیمه ییزو برخو، چې ۹ زماني سیمې (Time Zone) تشکیلوي؛ جوړ دی. روسي رهبرانو که د تزار، شوروي او یا هم وروسته له شوروي څخه  شهزادګان وو ، هڅه وکړه چې یاد جیوپولیتیک اختلافونه تحکیم او حل کړي. د پراخې جغرافیې پر درلودلو سربېره، د روسیې ۷۵ سلنه عملا د اوسېدو وړ نه ده؛ په داسې حال کې چې ډېری سیمې یې د دې پر ځای چې په اوړي کې په ځنګلونو بدلې شي، منجمدې وي.

بحري تجارت هم روسیې ته ستونزمن دی، ځکه چې اوسمهال یې یوازینی د ګرمو بندر رقیبانو تړلی دی. سربېره پر دې د روسیې مرکزي سیمه (heartland) له سن پترزبورګ څخه د مسکو پر لور د والګا سیمې ته لېږدول شوې، نږدې ورته یو لړ دښتې دي، چې له هرې زاویې ورته خطر پېښوي. دې چارې روسیه اړ کړې چې خپلو پولو ته پراختیا ورکړي او له مرزونو څخه لرې نفوذ وکړي، تر څو وکولی شي د خپل ځان او رقیبانو تر منځ یوه ساتونکې او ډال ډوله سیمه را منځ ته کړي. لکه څنګه چې په روسیه کې مشهور شخص کانترین (Catherine) وویل: «زه د خپلو مرزونو د دفاع لپاره د هغو له پراختیا پرته بله هېڅ لاره نه لرم.»

په ۱۹۱۷م کال د تزاریستانو د حکومت ناڅاپي پای، چې د کمونیزم په دوران کې رامنځته شو، دا د ولادمیر پوتین د راضي کولو لپاره وه پیچلې پدیده. نوموړی بریا ته احترام کوي، خو په لوی لاس انقلاب د سیاسي ماتې له امله چې کرملېن غواړي خپل خلک ترې منع کړي، کمزوروی او له بنسټه یې خرابوي. په حقیقت کې په تاریخ کې د مارچ ۱۲مه د انقلاب د ورځې د پیل په توګه پېژندل شوې، چې روسیې په دغه ورځ هېڅ ملي رخصتي ونه کړه او همدا راز یې په اړه کرملین هم هېڅ خپل اصلي دريځ او واقعي تعبیر نه دی ښودلی.

د روسیې په اړه دا استدلال سم دی چې د هېواد د دا ډول تاریخي واقعاتو چې په تېرو وختونو کې د اختلافونو او داخلي وېش له امله رامنځ ته شوې وې، بې باکه ده. بیا هم، د باور وړ توضیح دا ده چې پوتین یې د هېواد په اوبو او هوا شرمېږي او د نظام د بدلون په اړه د خلکو له هر ډول احساس څخه په وېره کې دی، چې داسې نه چې خلک اعتراض وکړي او د ده د ماتې لامل شي. د روسیې د اتحاد او یو موټي کولو لپاره خورا ډېر کوښښونه وشول. تزاریانو له مطلقې سلطنت غوښتنې څخه د خلکو د راټولو لپاره د وسیلې په توګه کار اخیسته، خو کومه پایله یې نه لرله، چې وروسته په ۱۹۱۷م کې د ځپل کېدو لامل شو. بلشویکانو د ولادمیر لینن او د اوکتوبر د انقلاب د موسس په رهبرۍ هم کوښښ وکړ، چې د روسیې خلک د کمونیزم د نظام تر چتر لاندې سره متحد کړي؛ خو هېڅ کومه ګټه یې نه درلوده، چې په ۱۹۹۱م کې د شوروي اتحاد د ماتې لامل شول.

پوتین هم د روسیې د تېرو ظالمو حکامو په څېر په دغه ډګر کې ماته خوړلې ده. په حقیقت کې پر تزار حکومت او د کمونیزم پر ماتې سربېره، روسانو لکه د تېرو او د تېرو وختونو په څېر ژوند کړی دی او د یوې بې ثباته ټولنې او سیاسي نوسانونو تر منځ ژوند کوي. دا هغه پدېدې دي چې ولادمیر پوتین  یې د حل لپاره لږ خدمت کړی دی. له ټولو څځه بد دا چې له انقلابي تاریخ څخه د خلکو د لرې کولو لپاره، د هېواد دننه له اقتصادي او سیاسي ستونزو سره د مبارزې هر ډول هڅې له بنسټه ویجاړې شوې دي.

په اوسني عصر کې هم روسیه له اقتصادي رکود څخه ځورېږي. که څه هم اوسمهال برنت (Brent) نفتي کړکېچ د ۲۰۱۲م په فبروۍ کې له ۱۲۵ ډالرو ګټې څخه ۲۷ ملیاردو ډالرو ته په ۲۰۱۶م کې راښکته شوی دی، خو د روسیې پولي ارزښت هم د ډالرو په پرتله ۵۰ سلنه راښکته شوی، چې د کارګرانو د دست مزد او د تیلو د کارونکو د کمښت لامل شوي دي. مرکزي کمپنۍ او سکتورونه په ډېر سخت زیانمن شوي چې روسیه د تیلو د پرمختګ د راټيټوالي له امله د امریکا د مخکیني اقتصادي بحران په پرتله ډېره ځورېږي.

پر دې سربېره  په یاد هېواد کې فقر د ګراف په سر کې دی او بې عدالتي ورځ تر بلې زیاتېږي. بندیزونه پر تجارت غلبه کوي او له هېواده بهر د روسیې لاسوهنې پر ملي بودیجې اغېزه کړې ده. څوک چې د روسیې له تاریخ سره اشنا دي، په یاد یې دي چې د لوی اقتصاد ورته شرایطو د دواړو تزارو (دویم نیکلاس) پلان له ماتې سره مخ کړ، چې په يایله کې پوتین په یاده لوبه کې د بریا چانس نه لري. نو له دې امله داسې ښکاري چې په یاده برخه (د اقتصادي کړکېچونو د نوي بدلون په رڼا کې) د سیاسي قدرت پر لېږد سربېره، یاد هېواد د وخت په اوږدو کې بدلون کړی دی.

د پوتین په سیاسي رهبرۍ کې له واقعي قدرت پرته، په کلکه نهیلې کوونکې ده چې هغه به سل کلن انقلاب تر شا ایښی وي. نو جوته شوه چې ماته، په خپل نفس کې له حاکم سره تړاو نه لري، بلکې له هغو مفاهیمو سره چې خلک یو موټی کوي، تړاو لري. په حقیقت کې د اېډیولوژۍ نشت د روسیې د وېش لامل شوی، چې په پایله کې یې ماته حتمي ده. روسیې ته یوازینۍ  حل لاره دا ده چې د هغې اېډيولوژۍ پیروي وکړي، چې د بشر له فطرت سره سمون لري او خلک به یې هم باورمن (متقاعد) کړي. نه هغه مفکوره او مفاهېم چې د بشر له ذهنه راوتي وي، بلکې هغه چې له اصلي سرچینې (خالق) څخه یې منشا اخیستې وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: قیصر عبدالطیف

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې