جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
حَبلُ‌المـَتین (۲): د افغانستان د روان حالت تحلیل د قران په هنداره کې
بسم الله الرحمن الرحيم
حَبلُ‌المـَتین (۲): د افغانستان د روان حالت تحلیل د قران په هنداره کې

افغانستان په وروستیو ورځو کې د څو مرګونو او خونړیو بریدونو شاهد و، چې کابو ۵۰۰ کسان پکې ووژل شول او په زرګونه نور پکې ټپيان شول. هغه خونړۍ اونۍ چې د پېچلو او مرمزو وژنو لړۍ یې تر هر ځایه ورسېده جوماتونه او اډې یې موخه وګرځول. په ضمن کې، دغه ماټ او ګوډ سیاسي حالت د خلکو او رهبرانو تر منځ ژروه بې باوري رامنځته کړې او د افغانستان خلک یې له اقتصادي او ټولنیز کړکېچ سره مخ کړي.

د افغانستان او په ټوله کې د سیمې د مات شوي سیاسي حالت او ظلمونو ډېرېدو د دلیلونو په اړه ډېرې خبرې شوې دي؛ چې هره یوه یې پر خپل ځای د پام وړ ده؛ خو په دغه بحث کې دا هڅه کېږۍ چې دغه مات او ګوډ سیاسي حالت د قران د ايتونو په رڼا کې وڅېړو. زموږ د روان حالت په اړه د قران لیدلوری څه دی او موږ ته څه ډول تحلیل وړاندې کوي؟ الله سبحانه وتعالی د عنکبوت په سورت کې فرمایي:

﴿مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا ۖ وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ ۖ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ

[عنکبوت:41]

کومو کسانو چې له الله سبحانه وتعالی څخه پرته نور سرپرستان نيولي دي، د هغو مثال د غڼې په څېر دی چې خپل ځان ته يو کور جوړوي او تر ټولو کورونو څخه ډېر کمزوری کور د غڼو  کور وي. کاشکي دغو خلکو علم درلودلای.

البته د «اولیا» کلمه چې په دغه ایت کې راغلې ده، د «ولي» جمع ده او «ولي» په پخوانۍ عربي کې د نورو معناګانو ترڅنګ د سرور، سرپرست، لارښوونکي، د واک او چارو څښتن ته کارول شوی دی. اوس د «ولي» کلمې معنا ته په کتو باید وویل شي چې الله سبحانه وتعالی په دغه ایت کې دغه کسان له هغې غڼې سره ورته او تشبه کړي چې د ځمکې او اسمان د خالق پر ځای یعنې له الله سبحانه وتعالی پرته (غرب، امریکا او ناټو) د خپلو سیاسي او ټولنیزو چارو سرپرستان ټاکي؛ خو دلته موخه څه ده چې قران دغه خلک د غڼې له کور سره ورته کړي دي؟ د دغو دوو تر منځ کومه اړیکه شته؟

له شک پرته، قرانکریم چې هره بېلګه بیانوي، مهم حکمتونه پکې وي. په دغه ایت کې په نغښتي حکمت د پوهېدو لپاره هغو څېړنو ته ورځو چې د ژوند تګلاره او د غڼې کور یې مطالعه کړی؛ چې د دغو ځانګړنو یو څو ته یې په لاندې ډول اشاره شوې او اړیکه یې له روان مات او کوډ حالت سره ټينګوو:

لومړی: د غڼې د کور تر ټولو ښکاره ځانګړنه دا ده چې یوځای نه اوسېږي او تر منځ یې دښمني وي او ډېرې کمې داسې پیدا کېږي چې په ټولیز ډول ژوند کوي. نارینه او ښځینه یوازې د یوځایوالي په وخت کې له یوبل سره وینې او ډېری وختونه له یوځایوالي وروسته ښځینه غڼې نارینه وژني. په ځینو ډولونو کې ښځینه غڼې  نارینه غڼې تر هغه وخت پورې چې بچيان يې له هګۍ څخه بهر کيږي خوشې کوي او د وژلو او خوړلو اقدام یې کوي. په یو بل ډول غڼو کې مور تر هغه پورې چې بچيان يې لوی شي د خپلو وړو بچیانو د تغذیې اقدام کوي، خپله مور وژني او خوري يې.

یعنې د غڼې ښکاره ځانګړنه ذلت او خواري، جګړې او شخړې، وژل او وروروژنه وي. ایا دغسې حالت وروسته له دې چې امریکا او ناټو مو د خپل «ولي» او د چارو واکمانان وټاکل، پر موږ نه دی حاکم شوی؟ حتی زموږ حالت تر غڼې ناوړه شوی نه دی؟

لکه څنګه چې زموږ عزت په ذلت او دوستۍ مو په دښمنیو بدلې شوې دي. قومي، قبیلوي، سمتي، ژبني  او په اوس کې مذهبي اختلافونه تازه د مسلمانانو منځ ته راغلي او له خلکو یې باور او یووالی اخیستي دي. هغو ډلو چې تر پرون ورځې یې په یو واحد کتار کې په ورورولۍ د طاغوت پر وړاندې مبارزه کوله، حالت یې څه شو؟ د «ولي» په توګه د امریکا او ناټو تر نیولو وروسته یې حالت د غڼې د کور غوندې شوی دی. لیکې یې تیت، دښمنۍ یې ډېرې شوې او یووالی يې له منځه تللی. هغوی اوس د یو بل پر وړاندې دسیسې جوړوي او یو بل ته په کمین کې دي. دغه ډله اوس په لسګونه نورو سیاسي حزبونو او سازمانونو وېشل شوې ده.

په ضمن کې، د هغو کسانو برخلیک څه شو چې د امریکایي ښکېلاک لپاره یې سړک د پاکوونکي رول پر غاړه درلود او د «ولي» په توګه د امریکا نیول ویاړ ورته ښکارېدل او په ډېر لنډ وخت کې له ډېرو ستونزو سره مخ او برخليک يې څه شو؟ مشران یې یو پر بل پسې له منځه ولاړل، پاتې شوني یې ذلیل شول، په خلکو کې نفوذ یې له لاسه ووت او د خلکو تر پام بد شول. ایا د هغوی ډېر شمېر همدا اوس له شرمه ډک ژوند نه تجربه کوي او د زړه او سرطان په ناروغۍ نه دي اخته شوي؟ رښتیا هم چې قران موږ ته هر څه په هنداره کې راښیي، تر څو د هغه پر بنسټ پر خپلو عملونو او افکارو قضاوت وکړو.

دویم: د غڼو د ژوند تګلارې له مخې څرګندېږي چې د هغوی ټولنیز نظام او کورنۍ اړیکې د لنډ مصلحت پر بنسټ دي، لکه څنګه چې هر وخت دغه مصالح پای ته رسېږي، یو د بل دښمنان کېږي او یوه ډله بله ډله وژني.

په دې مانا چې د غڼو په کورونو کې کورنۍ اړیکې، مینه او ورورولي نشته او اړیکې یې یوازې د مادي او دنیوي ګټو پر نبسټ پیل شوې وي او کله چې دغه مصلحت او ګټې پای ته ورسېږي؛ نو بیا د دوی کورونه په وژنتونونو بدلېږي او وژنې خپل سیوری پرې غوړوي.

ایا دغه اړیکې د افغانستان په مشرانو او رهبرانو کې نه وینو؟ تر کومه وخته چې دوی د امریکایانو مصلحت ته مشروع بڼه ورکوله، د وسيلې په توګه یې وکارول؛ خو کله چې دغه مصلحت پای ته ورسېد، یو پر بل پسې په ډول ډول نومونو سره د مرګ په کاروان کې ګډ او نومونه یې د ځنځیره يي ترورونو په لېست کې شامل شول. یو شمېر نور له واکه ګوښه شول او خپل قدرت، نفوذ او پانګې یې له لاسه ورکړې او د «پیپسې» په بوتل بدل شول. باید وویل شي: یو شمېر نورو ته چې امریکایانو په خپل څنګ کې ځای ورکړی او هغوی ته یې نوم او قدرت ورکړی؛ دغه ناز ورکول د لنډ وخت لپاره دي او کله چې د مصلحت پاڼه بدله شي، د هغوی ځای به هم د تېرو په څېر د تاريخ چټل ځای دی.

درېیم: د غڼې ځاله هېڅ پنا غوښتونکي ته پنا نه ورکوي، ځکه دغه ځاله داسې کور دی چې نه یې د څښتن لپاره د ډاډ وړ ځای دی او نه هم د مېلمنو لپاره؛ ځکه دغه کور په اصل کې د ارامۍ او دمې لپاره نه دی پیل شوی او په دغه کور کې هېڅ ډول مینه او دوستي نشته. په داسې ډول چې د نورو حشرو په پرتله په هغه کور کې وحشت تر ټولو ډېر دی.

اوس فکر وکړئ: د سټراټیژيک او امنیتي تړون په لاسلیک سره چې په پایله کې یې د غرب واکمني اوږدمهاله شوه، د افغانستان حالت کومه بڼه خپله کړې ده؟ ایا ارامي مو له لاسه نه ده ورکړې، جګړه پراخه او سخته شوې نه ده؟ چاودنې او ځانمګري بریدونه چې مخکې معمول نه وو، تر هر ځایه رسېدلي. جومات، ښوونځی، دفتر، کور او کوڅې د جګړې په لومړۍ کرښه بدل شوي دي. لکه څنګه چې د «بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې» په وروستي راپور کې راغلي چې په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد د ټروریسټي پېښو له امله کابو ۱۰۰ زره کسان وژل شوي دي. یعنې د ملي وحدت د حکومت له پیل او د امنیتي تړونونو په لاسلیک سره د خلکو وژنه په بې سارې ډول ډېره شوې ده.

ورسره د خلکو رواني امنیت په بشپړه ډول له منځه تللی دی. لکه څنګه چې د روغتیا وزارت په وروستي راپور کې راغلي چې د افغانستان ۶۷ سلنه خلک له رواني ستونزو سره مخ دي. دغې تراژیدۍ افغانستان د غڼې د کور په څېر په وحشتناکه خاوره بدل کړی چې د سیاسي، ټولنیز او اقتصادې جوړښتونو بنسټونه له يو بله د پاشل کېدو په حال کې دي او افغانستان یې د لویو قدرتونو تر منځ د جګړې په ډګر بدل کړی دی.

څلورم: په قرانکریم کې د غڼې کور له ((أَوْهَنَ الْبُيُوتِ)) سره تشبه شوی، یعنې تر ټولو سست کورونه؛ خو (وهن) چې په ایت کې راغلی، هغه صفت دی چې د مخلوق کړنو ته یې نسبت ورکول کېږي. یعنې په دغه مانا چې کارکوونکی کمزورو کسانو ته ورته کار وکړي. د بېلګې په توګه؛ کله چې یو څوک د کمزوري په څېر کار پیل او یا پای ته ورسوي، نو داسې وایي: ((وهن في الأمر يهن وهنًا، وهو واهن)) یعنې هغه په کار کې سستي او ټمبلي کړې، هغه په کار کې ټمبلي کوي او یا خپله نوموړی سست دی. نو پر همدغه اساس، د غڼې کور ډېر سست، کمزوری او ناامنه وي. داسې کور دی چې دېوال، چت (بام)، ساتونکی او پايه نه لري او دغسې کور د طبیعي پېښو او ښکاریانو له ګواښ سره مخ دی.

دغه حالت ته په کتو سره ویلای شو چې د «ولي» په توګه د غرب په ټاکلو سره افغانستان رسماً د لویو قدرتونو تر منځ د سیالۍ په ډګر بدل شو. اوس هغه جګړې چې ټاکل شوې وه په واشنګټن، پاریس، برلین او مسکو کې پر مخ ولاړې شي، په افغانستان کې زموږ د بې دفاع خلکو په غوښو، وینو او هډکو پر مخ وړل کېږي. افغانستان له دېوال، دروازې او ساتونکي پرته لکه د غڼې د کور په څېر شوی، چې د دښمن د برید له خطر سره مخ دی.

له بل لوري، کوم رهبران چې پر موږ ټاکل شوي، کمزوري، سستي او مزدوري یې د شخصیت ځانګړنې دي. دغه رهبران هغو وسایلو ته ورته دي چې د امریکا د ریموټ په مرسته کنټرولېږي. له ستوني او خولې يې له باطل او ښکېلاک پرته بل څه نه راوځي. لکه څنګه چې په وروستي ځل اشرف غني او ډاکتر عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدو لپاره بګرام ته سفر وکړ او د هغو لیدنو فوتوشاپ شوي تصویرونه یې د عامو افکارو د دوکې او فرېب لپاره خپاره کړل؛ چې خپله غلامي پټه کړي؛ په داسې حال کې چې خلک د دغو غلامانو رګ او رېښه هم پېژني.

وروستۍ خبره دا چې: قرانکریم چې کوم تصویر د غڼې د کور او د هغو کسانو په اړه چې یاد کور ته پنا وړي، وړاندې کوي، ډېر ښکاره تصویر او کره پیغامونه لېږدوي؛ چې له فردي چارو نیولې بیا تر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو پورې ډېر حقیقتونه ښکاره کوي؛ هغه حقیقت چې ډېری خلک ترې ناخبره دي. هغه تصویر چې په لږ غور سره د افغانستان د وروستیو لسیزو د ستونزو ګرداب او کړکېچ  پرې تحلیلولی شو.

لکه څنګه چې په دغو وروستیو لسیزو کې زموږ هڅې د دغه پرځای چې زموږ تمرکز برخلیک ټاکوونکې قضیې ته وي، ترڅو الله سبحانه وتعالی خپل ((ولي)) او اسلامي شريعت د لارې څراغ او د خپلو ټولو چارو بنسټ وګرځوو؛ برعکس موږ داسې هڅې کوو چې شرقي غڼې ته ورته قدرتونو ته پنا یوسو او عزت له هغوی سره په ملګرۍ کې ولټوو. همدارنګه د خپلې حکومتولۍ، سیاست او چارو بنسټ دغو غڼو ته ورته قدرتونو پر بې بنسټه او لړزېدونکي څانګه پورې ونښلوو. نو پر همدې بنسټ، تر هغه چې زموږ محور د غڼې کور وي، امنیت، سیاسي ثبات او حکومتولي یو سراب دی.

نو اوس هغه وخت رارسېدلی چې له دغه حالته خپل ځانونه وژغورو او که داسې ونه کړو، برخلیک به مو له اوسني حالته ناوړه او له وینو ډک وي. ځکه هر هغه قوم او یا خلک چې له الله سبحانه وتعالی پرته پر نورو لکه امریکا او اروپا توکل وکړي، له هغوی نصرت وغواړي، د خپلو سیاسي، اقتصادي، نظامي او ټولنیزو چارو واګې هغوی ته په غاړه ورکړي؛ دغه قوم په خپل دغه کار سره باطله، پوچه او سسته لاره ټاکلې ده.

د غڼې کور ډېر کمزوی، بې بنسټه او په هوا کې راځوړند دی او دا د هغه قوم حالت دی چې د خپلو چارو واګې الله سبحانه وتعالی ته نه سپاري او فکر کوي چې دښمنان یې ګټه ورته رسوي. همدارنګه د دوی لپاره امنیت ټینګوي، خو دغه یوه بې بنسټه او سسته هیله ده؛ ځکه هغه کور چې په پیسو، منفعت او د غڼو پر تارونو پیل شوی وي، نو یوازې د یو باد په راتګ به هم له منځه یوړل شي. ایا د بن تر کنفرانس وروسته په افغانستان کې پلان شوي سیاسي او ټولنیز جوړښتونه همداسې نه دي؟ ایا مات او ګوډ سیاسي او ټولنیز حالت او اقتصادي کړکېچ د دغه حالت ښکارندوی نه دی؟!

﴿وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۖ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ

[عنکبوت:43]

دغه بېلګې د خلکو د پوهولو لپاره راوړو، خو هغه کسان پرې پوهېږي چې د علم څښتن وي.

مصدق سهاک

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: بهیر «ویاړ»

Last modified onپنج شنبه, 16 نومبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې