جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
حَبلُ‌المـَتین (۳): د عنکبوت په کور کې عزت لټول
بسم الله الرحمن الرحيم
حَبلُ‌المـَتین (۳): د عنکبوت په کور کې عزت لټول

﴿مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا﴾

[فاطر۳۵]

ژباړه: څوک چې عزت غواړي، نو باید یې له الله سبحانه وتعالی څخه وغواړي ، ځکه چې ټول عزت الله سره دی.

عزّت په لرغونې عربي ژبه کې د هغه شرف په معنی دی، چې په زور تر لاسه کېږي یا ماتې نه منونکي حالت ته ویل کېږي. دغه ایت د مکې په منځنۍ دوره کې نازل شوی. عربانو د هغه شخص په اړه، چې ځان یې پیغمبر معرفي کولو او د اسلام د دعوت بیرغ یې پورته کړی و؛ بحثونه کول، چې ورو ورو به یې خلک ځان ته جلبول او لامل شو، چې د خلک میل له بتانو او بت پالنې سره کمرنګ شي نو له همدې امله و، چې په خلکو کې د بتانو عزت کم شو.

 پخوانیو عربو په کعبه کې ۳۶۰ بتان ساتل او هرې قبیلې ځانګړی بت پاللو، چې  بیا د مکې له فتحې سره سم ټول له منځه یووړل شول. د بت پالونکو قبیلو تر منځ بوتان محور وو او هرې قبیلې ځانګړی بت درلود، د بېلګې په توګه: قریشو د «عزی»، سقیف د «لات» او د اوس او خزرج قبیلو د «مناة» په نامه بتان درلودل. خو په هغه وخت کې بتان یوازې د عبادت وسیله نه وه، بلکې دغه بتان د بت پالونکو او د دوی د نیکونو تر منځ د پیوند وسیله وه او تر ډېره د قدرت او سیاست وسیله وو. بتان د اقتصادي او سیاسي اړیکو او د موقف معیار ګڼل کېدل. لکه څنګه چې ابراهیم علیه السلام یې خپل قوم ته د بتانو په اړه ویل:  

﴿وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا﴾

[عنکبوت:۲۵]

او (ابراهیم(ع) خپل قوم ته) وویل: «تاسې خو په دنیوي ژوند کې د الله پر ځای بتان په خپل منځ کې د مینې او محبت وسیله ګرځولي دي».

«مَوَدَّةَ بَیْنَکُمْ» په خپل منځ کې د محبت لپاره. موخه دا ده هغه بتان، چې تاسو یې پالۍ، د صالح افرادو او یا د قوم د مشرانو مجسمې دي، یا دا چې خپل پلرونه مو د داسې بتانو په عبادت کولو لیدلي او تاسې هم له هغوی څخه یوازې د تقلید او سیالۍ پر اساس د هغو عبادت کوی. او یا دا چې د ځانګړو بتانو عبادت د هر قوم او قبیلې رمز او  وحدت ګڼل کېدو او بت پالنه یوازې له قوم او قبیلې سره د مینې او ترې د پلوۍ لپاره وه او بس.

نو د انبیا علیهم السلام په ټولو دورو کې له بت پالنې او شرک سره د مبارزې بحث یوازې عقیدتي او عبادي نه وه. بت د شرک یو سمبول و او د انبیاوو دعوت او مبارزه پر دې بنسټ وه، چې د بت او بتپالنې پایلې رد کړي؛  نه دا چې د بتانو مادي بڼې له منځه یوسي. کله چې اسلام ابوجهل غندي، موخه یې یوازې ابوجهل نه ، بلکې د تاریخ ټول ابوجهل صفتان دي، چې د حق دعوت پر وړاندې درېږي. ابو جهل د حق پر وړاندې یوازې د باطل یو سمبول و.

اصلي خطر د بتپالنې په پایله کې پټ دی. ځکه چې بتان د دوستۍ، موئدیت، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو وسیله ګڼل کېدل او بتانو د سیاسي او قبیلوي اړیکو د جوړښت په کیفیت او د قوم په عزت او ذلت کې اساسي رول لوبولو. له همدې امله له بتپالنې سره د انبیاوو مبارزې په سیاسي جوړښتونو او ټولنیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي اړیکو کې پراخ اړخونه درلودل.

لکه څنګه چې موږ په معاصره زمانه کې له معاصرو بتانو سره مخامخ یو، چې په مادي شکل کې بت نه دی، خو د خلکو د عبادت وسیله ده او په عقیدو کې یې ځای نیولی. خلک چمتو دي، چې تر وروستۍ سلګۍ او ورستۍ څاڅکي وینې د دغو بتانو لپاره ځانونه قرباني کړي.

معاصر بتان پر ملي ارزښتونو مونګولې لګول، پر دېموکراسۍ باور، د سیاسي او ملي ګټو له لاسته راوړلو پرته بل څه نه دي. په اوس وخت کې سیاسي جوړښتونه، اقتصادي – ټولنیزې اړیکې، د کتلو او ډېری کسانو سیاسي مبارزې د همدې بتانو پر اساس جوړېږي. سیاسي مبارزې یې د معاصرو بتانو لکه: واک ته د رسېدو، د دېموکراسۍ بنسټیز کول، د وطنپالنې مفکورې او ملی ارزښتونو لپاره دي.

دغه معاصر بوتان لامل شول، چې زموږ خورا کلک وحدت له منځه لاړ شي او پر ۵۰ مختلفو جغرافیاوو ووېشل شو او تر ټولو بد دا، چې د انګلیس او فرانسیې دغه رسم کړې جغرافیاوې مو ځانته ارزښتمنې کړي او اوس هره اسلامي خاوره پر خپلو ملي ګټو، پولو او حاکمیت غونډه شوې، لکه څنګه به چې د قریشو قبیلې پر خپلو بتانو راټولېدلې.

نو له همدې امله په قوم، قبیله، وطن او غربي ارزښتونو کې مو عزت لټول د ذلت لامل شوي. ان تر دې، چې د افغانستان یو شمېر مشران، نخبه ګان، متنفذین، قومي او سیاسي رهبران له امریکا څخه عزت غواړي. هڅه کوي، چې امریکا ته په ښه خدمت کولو کې سره سیالي وکړي، ترڅو امریکا ورته څوکۍ، عزت او قدرت ورکړي. عزت له امریکا سره په دوستۍ او ذلت له امریکا څخه په لرې والي کې ویني.

پر دې سربېره، په اسلامي ارزښتونو کې د عزت لټول او د الله سبحانه وتعالی رضا لاسته راوړل پر یوه ساده او  تمسخر وړ موضوع بدله شوې، چې تر ډېره پرې د لرغوني او زوړ فکرۍ ټاپه هم لګېږي. دغه حالت قران د عنکبوت په مثال سره  خورا جالب بیانوي:

﴿مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا ۖ وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ ۖ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ﴾

[عنکبوت:41]

ژباړه: کومو کسانو چې له الله پرته  نور سرپرستان ټاکلي، د هغوی مثال د عنکبوت په څېر دی، چې د خپل ځان لپاره یو(بې دېواله، بې چته او له ساتونکي پرته) کور جوړوي، او تر ټولو کورونو کمزوری کور د عنکبوت کور دی، که پر دغه واقعت باخبره او پوه وی؛ نو له الله پرته به یې نور سرپرستان نه غوره کولی.  

د عنکبوت په کور کې خاصه ځانګړنه، ذلت او خواري، جنګ او جګړه، وژل او ورور وژنه ده. د عنکبوت په کور کې دوستي پر دښمنۍ بدلېږي، بې عزته باعزت او باعزته بې عزته کېږي. د څو وروستیو کلونو پېښې موږ ته جالب تصویر وړاندې کوي، چې په اوسني نظام کې څوک د عزت او مقام خاوندان دي؟ کمزوري، مزدور، او بې ارادې انسانان لکه د بدبختو نانځکو په څېر د امریکا په خدمت کې دي. برعکس، با عزته انسانان په بې عزتۍ تورن شوي او له واکه ګوښه شوي دي.(۱)

اوس  له ډېرو قومي او سیاسي رهبرانو او ان د یو شمېر اسلامي حرکتونو له رهبرانو سره په واقعي ډول دغه مفهوم نه شته، چې  واقعی بریا او عزت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی. هغوی دا موضوع نه ده درک کړې، چې امریکا، اروپا، د ختیځ او لویدیځ قدرتونه ترې نه راضي کېږي او له هغوی سره د عزت لټول ستره تېروتنه ده. په داسې حال کې چې غربي دولتونه له افغان سیاسي او قومي رهبرانو یو ابزاري دید لري، ترڅو په سیاسي لوبو کې ترې ګټه واخلي او کله یې، چې د مصرف تاریخ پای ته ورسېد له واکه به ګوښه کېږي او له ذلت او خوارۍ سره مخ به کېږي. د عنکبوت (اروپا او امریکا) په کور کې عزت لټول هغه وژونکي زهر دي، چې لټوونکي یې له ذلت او خوارۍ سره مخ کوي. په داسې حال کې چې د عزت وسیله باید اسلامي ارزښتونه وي.

د افغانستان د زیات شمېر مجاهدینو او سترو قومندانانو، چې عزت او شرف یې درلود او د خلکو په زړونو کې یې ځای درلود، د عنکبوت په کور کې د عزت له لټون وروسته برخلیک څه و؟ له شک پرته چې د عنکبوت په کور او له امریکا سره په دوستۍ کې باعزته بې عزته او بې عزته باعزته کېږي.

لکه د عربو قومونه چې د اسلام د فضا په راتلو سره له خپل عزت او قدرت څخه په اندېښنه کې وه، برعکس کله چې په اسلام مشرف شول او د زړه له کومې اسلامي مفاهیمو ته تسلیم شول او خپل عزت یې په اسلام کې ولټوه، الله سبحانه وتعالی ورته تر پنځوسو کمو کلونو کې د نړۍ رهبري ورکړه او د هغه وخت ستر قدرتونه «روم او فارس» یې د «الله اکبر» په غږ سره لړزول.

نو زموږ عزت له امریکا او ناټو سره په دوستۍ، ښو اړیکو او یا د وطن پالنې، قوم پالنې، پوله پالنې، دېموکراسۍ او د بشر حقوقو په ارزښتونو کې نه؛ بلکې په اسلام او د هغه په لارښوودو ارزښتونو کې دی. خبرې مې د حضرت عمر رضی الله عنه په دې قول سره پای ته رسوم، چې ویل یې: «موږ جاهله قوم وو، چې الله سبحانه وتعالی موږ ته د اسلام په واسطه عزت راکړ او هر کله چې دغه عزت په بل ځای کې ولټوو الله به مو خوار او ذلیل کړي».

(۱): د عنکبوت د کور د ځانګړتیاوو په اړه د زیاتو معلوماتو لپاره د حَبلُ‌المـَتین دویمې برخې ته « د افغانستان د روان حالت تحلیل د قران په هنداره کې » تر نامه لاندې پیدا کړئ.

لېکوال: مصدق سهاک

د حزب التحریر-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: علي عمار

Last modified onسه شنبه, 21 نومبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې