چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اسلامي واده د مستند فلم په خپرولو کې دروغجن حقیقت!
بسم الله الرحمن الرحيم
د اسلامي واده د مستند فلم په خپرولو کې دروغجن حقیقت!

(ژباړه)

د ۲۰۱۷م د نومبر په لومړۍ نیټه د «انګلیس ۴ تلویزیوني» چینل د «اسلامي واده حقیقت» تر سرلیک لاندې یو مستند فلم خپور کړ. په دغه مستند فلم کې یې پر اسلامي نکاح تور لګولی، چې د مسلمانو ښځو حقوق نه شي ورکولی. نو ځکه مسلمانان باید اړ شي، چې د انګلیس د حقوقي نظام پر اساس د واده شوو ښځو د حقوقو ساتلو لپاره د دغه هېواد له قوانینو سره سم واده وکړي. پر دغه مستند فلم باندې په تدبر سره لاندې حقیقتونو ته رسېدلی شو:

په دغې خپرونه کې هڅه شوې، چې اسلامي نکاح تر پوښتنې لاندې راولي او غواړي ثابته کړي، چې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره نکاح ګټه نه لري؛ خو دا په حقیقت کې د انګلیس د سیکولري دولت د قوانینو نیمګړتیاوې په ګوته کوي، چې تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د اسلامي او غیر اسلامي ودونو قوانین پرتله کړي.

د هغو مسلمانو ښځو حالت چې د نکاح له لارې یې واده کړی او نه دي توانېدلې، چې د خپل واده حقوق تر لاسه کړي، په حقیقت کې د انګلیس سیکولري نظام نیمګړتیاوې ښیي، نه د اسلام؛ ځکه د انګلیس دغه سیکولر نظام یې په پلي کولو سره د ټولو عقایدو لپاره ګټور نشي تمامېدلی. همدارنګه غربي سیکولر نظامونو پر ځینو اسلامي ارزښتونو لکه: نقاب او حجاب بندیزونه لګولي؛ په داسې حال کې چې اسلام د خلافت دولت په واسطه د خپل نظام په پلي کولو سره غیر مسلمانانو ته اجازه ورکوله، چې له کوم مزاحمت پرته خپل ودونه له خپلو عقیدو سره سم تر سره کړي؛ خو غربي سیکولران په ډېرې بې شرمۍ سره دغه نظام د ښځو د حقوقو د ساتلو لپاره ظالمانه او وروسته پاتې ښيي. 

د یادولو وړ ده، چې په دغه پروګرام کې ډېرو فرهنګیانو، حقوق پوهانو او د انګلیس هېواد حقوقی هیئت دا منلې، چې دغه قوانین په ۱۸۳۶م کې د واده لپاره جوړ شوي، د ۲۱مې پېړۍ لپاره نه دي او د داسې ټولنې ستونزې نشي حلولی، چې له بېلابېلو مذهبي عقیدو څخه جوړه شوې وي. دا یې یو بل دلیل دی، چې د سیکولر او د بشر په لاس جوړو شوو قوانینو اصلي کمزوري په ګوته کوي، چې په هر وخت او ځای کې د بشري ستونزو په حلولو کې پاتې راغلي دي او د بې ارزښته کېدو له امله بدلېږي؛ خو اسلامي قوانین ثابت او د بدلون وړ نه دي، ځکه چې په هر وخت او ځای کې د بشریت له فطرت سره سم دي او اصلاحاتو ته اړتیا نه لري. دغه خاصیت او ارزښت یوازې په هغه نظام کې نغښتی، چې د ټولو کایناتو د خالق په واسطه، چې له تېر، حال او راتلونکې څخه خبر دی جوړ شوی. هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

[حجرات: ۱۶]

ژباړه: ووایه: ایا الله سبحانه وتعالی مو  له خپل ایمان څخه خبروئ؟ په داسې حال کې چې هغه پر ټولو هغو شیانو، چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، پوهېږي او الله سبحانه وتعالی له هر څه نه خبر دی.

د پراخ داخلي تاوتریخوالي شتون، د ښځو د واده د حقوقو ستونزې او ناوړه چلند، چې په ټولیزه کچه یې انګرېزي واده شوې مرمنې تر پوزې راوستلې دي، طلاق او د کورني جوړښت له منځه تللو موضوعات د دغه هېواد د سیکولر قوانینو د ثبوت لپاره، چې په ټولنه کې د بریالیو ودونو د فضا له جوړولو څخه نه یوازې چې عاجز پاتې دي، بلکې د کورني جوړښتونو د له منځه تللو ناورین یې هم رامنځته کړی دی. پر دې سربېره د دغه حالت په زیاتېدو کې نور بېلابېل عوامل هم رول لري، لومړی جنسي ازادۍ، چې نامشروع اړیکو ته یې لار اواره کړې ده؛ دویم فیمینستي مفکوره؛ لکه: جنسي مساوات، چې د ښځو او نرانو په ژوند کې یې حقوقي رول ګډوډ کړی او په ګډ ژوند کې یې له یو بل سره د مرستې پر ځای د سیالۍ فضا جوړه کړې ده.

هغه ښځې چې له خپلو مېړونو څخه طلاق غواړي، په محکمه کې له ډېرو قانوني لګښتونو سره مخ کېږي. همداراز ځینې نور موضوعات لکه: په انګلیس کې «د اولاد او طلاق د حقوقو ساتلو» له نظام څخه د خلکو نه خوښي او د مالي حقوقو له ورکولو  پرته د مېړونو له لوري د ښځو پرېښودل ښیي، چې د دغه هېواد سیکولر نظام د ښځو د حقوقو د ورکړې او ساتلو وړتیا نه لري.

همدارنګه په دغه مستند فلم کې په شرمېدونکې توګه هڅه شوې، چې په اسلامي واده کې نیمګړتیاوې داخلې او خپرې یې کړي، خو حقیقت دا دی چې د اسلام کورنی او ټولنیز  نظام د ښځو لسګونو حقوقو لکه: هوساینې، د یو او بل منلو، د ښځو د مرتبې لپاره د احترام حس، نیک چلند، د مېراث حق، د مهر حق او داسې نورو حقونو ته لاره اواره وي، ترڅو دوی په هوساینه کې له خپل ژوند څخه خوند واخلي. که په عمیق ډول تدبر وشي، اسلامي نظام له سیکولري نظام څخه په پېړیو وړاندې شتون درلود. همداراز الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا

[نسا: ۱۹]

ژباړه: اې مومنانو! ستاسو لپاره روا نه ده، چې په زور له ښځو څخه میراث واخلی او هغوی مه اړ کوئ، چې له هغه څه (مهر) چې دوی ته مو ورکړی د یوې برخې څښتنان شئ؛ خو که هغوی په ښکاره  کوم بد عمل ترسره کړ(نو تاسې د هغوی د ربړولو حق لری). له دوی سره په ښه توګه چلند وکړئ او که له دوی څخه مو ښه نه راځي (سم لاسي د لرېوالي هوډ مه کوئ) شاید هغه څه چې ستاسو خوښ نه وي، په هغه کې الله سبحانه وتعالی ډېر خیر اېښی وي.

همداراز په دغې خپرونه کې د ودونو په شمېر هم نیوکه شوې او ویلي یې دي، چې دغه کړنه د مسلمانو ښځو پر وړاندې بې عدالتي کڼل کېږي؛ خو پر دغه امر یې سترګې پټې کړې دي، چې هغه کس چې له اسلام سره سم له یوې ښځې څخه زیاتې وکړي، پر دې مکلف دی، چې د خپلو ښځو ټولې بدني، غریزوي او مالي اړتیاوې پوره کړي او له ټولو سره په مساوي او عادلانه توګه چلند وکړي. دغه مستند فلم له دغه حقیقت څخه هم سترګې پټې کړې دي، چې په ازاده ټولنه کې نارینه دا حق لري، چې په یوه وخت کې له بې شمېره ښځو سره جنسي اړیکې ولري، د دوی او د دوی د اولادونو مسوولیت، بدني، غریزوي او د اوسېدلو مالي اړتیاوې په غاړه  وانخلي، خو په هره میاشت کې کله کله د پستي صندوق له لارې چک ورلېږي.

په دغه پروګرام کې حاضرو څېړونکو په دې اعتراف کړی و، چې په تر سره شوو پوښتنو کې هغه مسلمانې ښځې، چې د یوه مسلمان په نکاح کې دي له خپل ژوند څخه ډېرې خوشحاله او راضي دي. د دې تر څنګ دوی اندېښنه لري، چې که د انګلیس دولت د څو ودونه کول منعه کړي، د دوی ودونه له ستونزې سره مخ کېږي او جوړښت یې له منځه ځي؛ خو دغه پروګرام د دغو ښځو له حقوقو څخه د فیمینستي موضوعاتو لپاره سترګې پټې کړي.

دغه مستند په اسانۍ سره له دغه حقیقته سترګې پټې کړې، چې په واده کې د ښځو د حقوقو پر ځای کولو لپاره هغه نظام ته اړتیا ده، چې اسلامي قوانین په ټولیزه توګه پلي کوي او قضایي نظام یې د ښځو د واده له حقوقو څخه ساتنه کوي. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر منهج خلافت یوازنی نظام دی، چې په اسلامي خاورو کې یې له نشت سره سره د بې شمېره دا ډول قضیو لرونکی دی، چې د هغه په واسطه ښځې په ازاد ډول خپلو حقوقو ته رسېدلې دي. دغه ټکی د ټینګار وړ دی، چې مسلمانې ښځې د دغه ځواکمن دولت تاسیس ته سخته اړتیا لري، ترڅو له هغو حقوقو څخه برخمنې شي، چې الله سبحانه وتعالی ورکړي دي.

پر دې اساس «د اسلامي واده د حقیقت نه بیانول» د انګلیس تلویزیوني چینل لپاره د شرم وړ کړنه ده او په دغو دروغو سره، چې اسلام د ښځو حقوق له منځه وړي او د دوی لپاره د بد چلند، ناوړه استفادې او بې عدالتۍ لارې پرانيزي، یو ځل بیا خپل سیکولري ارزښت پر ځمکه وویشت. په واقیعت کې عکس العملونه د رسنیو اصلي دنده ده، چې اسلامی افکار او قوانین په غربي هېوادونو کې کمزوري او مسلمانان له خپل دین څخه د شک په رامنځته کولو سره بې لارې کړي. که څه هم چې دغه موضوعات د کم عقلو سیکولرانو لپاره غاښ ماتوونکی ځواب دی او تر څنګ یې دوی یو ځل بیا د اسلام پر وړاندې د سیکولر نظام ماتې او خپل جاهلانه او منافقانه تعصب څرګند کړ.

﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

[صف: ۸]

ژباړه: دوی غواړي د الله سبحانه وتعالی نور په خپلو خولو سره له منځه یوسي، خو الله سبحانه وتعالی خپل نور بشپړوي، که هر څومره  کافران ناخوښي شي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه

داکتر نسرین نواز

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې