پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ناټو یو صلیبي اېتلاف دی
بسم الله الرحمن الرحيم
ناټو یو صلیبي اېتلاف دی

خبر:

«د ناټو د غړو هېوادونو د جدول د سر هېوادونو د پوځي تمرینانو په جریان کې چې د ناروې هېواد په ګډ جنګي مرکز کې د ۲۰۱۷کال درې سري خنجر تر نامه لاندې تر سره شول او پکې زموږ د رهبر او زموږ د جمهوريت بنسټ اېښودونکي د مجسمې انځور د دروغجنو مخالفو هېوادونو د مشرانو په منځ کې وښودل شو. پر دې سربېره د تړلي مدار د پيغام رسولو په سیسټم کې زموږ د ولسمشر په نوم جعلي اکونټ جوړ شوی او هڅه شوې، چې ترکیه له دښمنو هېوادنو سره د همکار په بڼه وښیي. زموږ په اند دا کار د اندښنې وړ، غیر اخلاقي او د منلو نه دی».(د بهرنیو چارو وزارت)

له دغې پېښې وروسته ترکیې فورا خپل سرتېرې را وباسل، په داسې حال کې چې دغه پېښه په ډیپلوماټیکو لارو وغندل شوه او ناټو هم بښنه وغوښته.

تبصره:

ترکیه د اسلامي خاورو په هېوادونو کې یوازینی هېواد دی، چې له دغه صلیبي اېتلاف سره، چې بنسټ اېښودنکي یې امریکا او کافر غربي دولتونه دي یو ځای شوی دی. د ناټو بنسټ په ۱۹۴۹م کې کېښودل شو او ترکیه په ۱۹۵۲کې له هغې وروسته، چې د هغه وخت لومړي وزیر عدنان مندیریس، د ملګرو ملتونو په غوښتنه یوه ډله سرتېري د کوریا جګړې ته ولېږل، ورسره یو ځای شوه. په دغې جګړه کې ۷۴۱ تنه سرتېرې ووژل شول او له ۲۰۰۰زیات ټپیان شول. ناټو  په افغانستان، پاکستان، بوسنیا، هرزګوېنا، منځني ختیځ، افریقا او په دې وروستیو کې په لیبیا کې د زرګونو مسلمانانو په وژنه کې فعاله ونډه درلوده....د کوریا پر جګړې سربېره؛ ترکیه  په افغانستان کې له ایساف او په بوسنیا کې له سوله ساتو ځواکونو سره یو ځای شوه او په نورو سیمو کې یې هم پوځي ملاتړ وکړ. په دې وروستیو کې یې په لیبیا کې د ناټو له هوایې بریدونو ملاتړ وکړ، چې د مدیترانې له لارې ورشي او په اېزمیر کې یې هوایي هډې پرانېزي.

د ناټو خونړی تاریخ دا ښیي، چې دغه شیطاني اېتلاف صلیبي اېتېلاف دی. نو ولې ترکیه خپل سرتېري، چې په نورو هېوادونو کې د ناټو خدمت کوي، له دغه اېتلافه نه باسي؛ لکه څنګه چې په دغه پېښه کې یې وایستل؟ ایا هغه ۲۸ پېژندل شوې نظامي سیمې چې په سر کې یې انکرلیک، افیان او اېزمیر دي، او نورې ډېرې نا پېژندل شوې نظامي سیمې د دغه شیطاني اېتلاف د تحریک د مرکز په توګه پاتې شي؟ ولې د دغو اشغالګرو پوځیانو اډې او بندرونه نه تړل کېږي؟

د ناټو موخه د اسلام له منځه وړل دي. دغه موخه د انګلستان د وخت لومړي وزیر، ټاچر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې په ۱۹۹۰ کې یې د ناټو په سرمنشیزه غونډه کې وکړې: « شوروي اتحاد له منځه لاړ. موږ نور کوم دښمن نه لرو؛ خو هېڅ ایدیولوزی له دښمن پرته ژوندۍ نشی پاتې کېدی، نو باید یو نوی دښمن پیدا کړو، اړتیا نشته چې ورپسې وګرځو. زموږ نوی دښمن اسلام دی. »  بیا د ۲۰۱۵م کال په ډسمبر کې د ناټو عمومي منشي، جینز سټولټینبرګ دغه وینا: « ... موږ نشو کولای د دوی(مسلمانانو) لپاره دغه جګړه مخته یوسو.»، یو ځل بیا دا ښيي چې دغه اېتلاف د مسلمانانو ځمکې د اډو په توګه کاروي او د مسلمانانو لپاره به هېڅکله مثبت ګام وانخلي.

نو اې مشرانو! ولې همدا ډول غبرګون چې د ځان او رهبر لپاره مو وښود، د اسلام لپاره نه ښیئ؟ ایا تاسو ته ځانونه او هغه، چې د رهبر په توګه یې احترام لرئ؛ تر اسلام ګران دي؟ ایا تاسو نه شئ کولای له ۶۰کالو راهیسې د ناټو ظلم، عام وژنې او ښارونو ویجاړول ووینئ، په داسې حال کې چې د دوی په عمالو کې تاسو ورسره شریک یاست؟ که یې وینئ! نو ولې ورسره یو ځای یاست؟ ایا تاسو به له دغه شیطاني اېتلاف سره همداسې یو ځای پاتې شئ؟ دغه خاورې د مسلمانانو په وینو فتح شوي. تر کومه به د دغه شیطاني اېتلاف پر وړاندې ستاسو اډې پرانیستې وي؟ ایا تاسو به د ناټو د لګښتونو لپاره د هغې درنې مالیې لګولو ته دوام ورکړئ، چې له خپلو بېوزلو خلکو څخه یې راټولوئ ؟ په یاد مو وي، چې رب مو خبرداری درکوي، چې د هغو خبره مه منئ چې شیطاني کارونه کوي، هسې نه چې د دوزخ د اور سونتوکي شئ! د دغه کار لامل به تاسو پخپله نه یاست؟ نو اصلاح شئ، ناټو، ملګري ملتونه او ټول شیطاني اېتلافونه پرېږدئ او د راشده خلیفه تر رهبرۍ لاندې د امت د وحدت لپاره کار وکړئ، څرنګه چې د الله سبحانه و تعالی خوښه ده.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 لیکوال: موسی بای اوغلو

ژباړن: عبادالله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې