پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې د خلکو اصلي قاتلین څوک دي!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې د خلکو اصلي قاتلین څوک دي!؟

په دې وروستیو کې کابل ښار د درېیو خونړیو بریدونو شاهد و، چې سلګونه کسان یې مړه او ټپيان کړل. د دوو بریدونو مسوولیت طالبانو او د بل داعش پر غاړه واخیست. حال دا چې په افغانستان کې د امریکا نظامي چارواکو په ډېره بې شرمۍ او غولوونکې توګه دغه خونړي بریدونه پر طالبانو د هغوی د ځواکونو د حملو د شدت پایله وبلله. دې ته ورته د امریکا ولسمشر په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره خبرې اترې رد کړې. نوموړي د دې مسئلې په اړه داسې وویل: «... ښايي د دغه کار (خبرو اترو) لپاره وخت راورسي؛ خو په دې نږدې کې به نه وي.»

د وخت دجال (ټرامپ) رښتیا ویلي؛ حال دا چې د نړۍ خورا ستر دروغجن دی. امریکا دا مهال په افغانستان کې اصلاً د سولې اراده نه لري، بلکې غواړي چې افغانستان په سیمه کې د خپلې نظامي پروژې په حیث وکاروي. په همدې دلیل جګړه، ناامني، د متنفذینو او قدرت‌مندانو تر منځ بې اتفاقي، بې باوري او په افغانستان کې د کمزوری دولت ساتل هغه اسلوب دی، چې تر چتر لاندې یې د خپلو استخباراتي، نظامي او قراردادي ځواکونو موجودیت توجیه کوي او په وسیله یې خپلې سیمه‌ییزې موخې تعقیبوي.

د امریکا په وروستۍ ستراتیژۍ کې طالبانو ته د پناه ورکولو له امله پر پاکستان فشار زیات شوی او امریکا په افغانستان کې له وروستيو بریدونو څخه هم د همدې موخې لپاره ګټه پورته کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د دغو بریدونو پېچلتیا او شدت ښيي، چې دا ډول سترې چاودنې په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو د استخباراتو له همکارۍ او مرستې پرته د وسله‌والو مخالفینو له توانه لرې ښکاري.

امریکایانو د افغان چارواکو له خیانته په ګټې اخیستنې د ستراتيژيکو او امنیتي تړونو له لاسلیک کولو وروسته خپل ځواکونه په اډو کې خوندي ساتلي او د دې جګړې یوازيني زیانمن یې افغانان ګرځولي. په دغه هیاهو کې د سولې پروسه د امریکا د جنایاتو د توجیه لپاره یوازینی په زړه پورې سرليک دی، چې يوازې د هغو وسله‌والو مخالفینو لپاره د عملي کېدو وړتیا لري، چې ۱۷ کلن ډیموکراتیک ارزښتونه مني او له جګړې لاس اخلي.

نو د امریکايي سولې پروسه هغه فرېب دی، چې د تازه دمو ځواکونو، تجهیزاتو او نظامي بریدونو له زیاتېدو سره، کوم چې د غیر نظامیانو وژنه ورسره تړلې ده، هره ورځ یې د خلکو ترمنځ د یوازینۍ هيلې په حیث د رسنیو او سیاسیونو له لارې ترویجوي. د دغو نظامي- استخباراتي لوبو په بهير کې باید د افغانستان مسلمان خلک پوه وي، چې که امریکا د سولې لپاره اراده درلودی، باید په تېرو ۱۷ کلونو کې راغلې وای، کومه چې تر اوسه نه ده راغلې.

باید ټینګار وکړو چې د سولې مسئله تر دې دمه یوازې له طالب وسله والو سره مطرح شوې، په داسې حال کې چې له داعش سره د سولې او خبرو اترو موضوع اصلاً شتون نه لري. پر دغو ټولو سربېره د داعش لپاره د جګړې او لوبې ډګر له څو کلونو راهیسې برابريږي؛ چې په افغانستان کې د امریکا تر نظامي حضوره او له یوې څخه بلې ته د جنګیالیو ډلو تر جامو تبدیلولو پورې به د جګړې او د خلکو د عاموژنې اور همداسې ګرم وي.

زما له نظره، په افغانستان کې حقیقي سوله هغه مهال امکان لري، چې خلک، د مجاهدینو مشران او نور ځواکمن د امریکا د ستراتيژيکو او امنیتي تړونونو پر وړاندې راپاڅېږي او د امریکايي سولې اغوا کوونکې پروسه رد کړي. همدارنګه وسله‌وال مخالفین د امریکا او ناټو د ماتولو لپاره له نورو دښمنانانو څخه مرسته قطعاً پرېږدي. دا هغه مهال ترسره کېږي، چې خلک، د مجاهدینو مشران، قدرت‌مندان او وسله‌‌وال مخالفین واقعاً د اسلامي دولت د تاسیس او د اسلام د تطبیق لپاره مبارزه وکړي او د داسې اسلامي نظام بنسټ کېږدي، چې غرب یې له تاسیسه تل په ډار کې دی.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر- ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې