جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سعودي له قارونه پند وانه خیست او پرلپسې د امریکا پر پلونو روان دی
بسم الله الرحمن الرحيم
سعودي له قارونه پند وانه خیست او پرلپسې د امریکا پر پلونو روان دی

(ژباړه)

په هغو مستعمرو کې چې د «سان ریمو» هوکړې اړوند یې په ۱۹۲۱ م کال کې تړون شوی و، د پټرولو له هوکړه لیکونو څخه د امریکا د څنډې کولو لپاره د بریټانیا او فرانسې پرلپسې هڅې، په بحرین کې  د امریکا د کالیفورنیا د «سټنډرډ ایل» شرکت  د نفتو په برخه کې د امتیاز تر لاسه کولو بریا؛ چې بیا وروسته په ۱۹۳۳ م کال کې په سعودي کې پر امتیاز تر لاسه کولو بریالی شو او د ارامکو شرکت یې جوړ کړ؛ هغه شرکت چې بیا وروسته نور شرکتونه لکه «تګزاس ایل»، «اکسون» او «موبل ایل» ورسره یوځای شول. په ترتیب سره، په سعودي کې د خپلو اسهامو د امتیاز لپاره ډېر شمېر نور شرکتونه جوړ شول. دغو شرکتونو له نفتو او تیلو څخه ټول عواید خپلو ځانونو ته ځانګړي کړي وو. په ۱۹۵۰ م کال کې «ملک عبدالعزیز» د امریکا د تېلو شرکت وګواښه چې که په نیمه ګټه کې یې ونډه ورنه کړي، د تیلو شرکت به «ملي» کړي.

په پایله کې امریکا د هغې ګټې د جبران په موخه چې سعودي عربستان ته ورکول کېده، دې ته اړه شوه چې د ارامکو پر شرکت مالیه لېرې کړي. سعود عربستان د ۱۹۷۳ یم میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د جګړې له پیله، چې په ۱۹۸۸ م کال کې پای ته ورسېده؛ د ټولو امریکایي شرکتونو اسهام ځانته ځانګړي کړل؛ لکه څنګه چې ارامکو سعودي عربستان ته بشپړه چاپلوسي وکړه او نوم یې په «سعودي ارامکو» بدل کړ. ارامکو یا سعودي ارامکو اوس مهال په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی شرکت بلل کېږي، څنګه چې د نوموړي شرکت ارزښت په ۲۰۰۵ میلادي کا کې نېږدې ۷۸۱ میلیارده ډالر اټکل شوی دی او په بې اوبو او وښو ځمکه کې د ځمکې پر مخ د «غورا د تېلو» تر ټولو لوی او تر اوبو لاندې د «سفانیه د تېلو» لوی میدان په واک کې لري.

امریکا نه غوښتل چې سعودي دې د تېلو صنعت په لاس کې واخلي، که هر څومره یې د خپل بازار موندنې او تېلو بیو ټاکلو ځای وساته. څنګه چې د تېرې پېړۍ په اتیایمه لسیزه کې د امریکا سفیر ویلیام سافیر د امریکا دغه غوسه چې نه باید د تېلو کټه د شهزاد ګانو تر واکمنۍ لاندې وي، چې لوی ارزښت یې نه شي درک کولی، تر سرلیک لاندې وښودله. د دې تر څنګ نوموړي په سعودي کې د تدریجي بدلون او پر اقتصاد، سیاست، حکومت او مدیریت برلاسي منځیو کسانو د روزلو غوښتنه وکړه. د انګلیس د مزدورانو په واسطه د څوکیو اشغال او سیاسي شرایطو امریکا ته دا اجازه ورنه کړه چې په سعودي عربستان کې د نفتو او تېلو بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي. پر دې سربېره یې په وروستیو کلونو کې د نفتو د بیو ټیټېدو سیاست په ملموسه بڼه خپل کړ او په سعودي عربستان کې د نفتو د ذخیرو ټیټېدو او د مالي زیان ښکاره کېدو لامل شو؛ پرته له دې د شهزادګانو او شیخانو ګټې د نفتو د ټیټوالي تر اغېز لاندي شي. دولت د نفتو د بیې ټېټېدو د جبران لپاره د شهزادګانو د بودجې کمولو پرځای د دولت بودجه راټیټه کړه. وروسته له دې ټرامپ د امریکا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. نوموړي په ټول توان هڅه وکړه چې په سعودي عربستان کې محمدبن سلمان واک تر لاسه کړي. دا په داسې حال کې وه چې دغه شهزاده له ټرامپ سره ژمنه کړې وه چې سعودي به هغه ټول زیان جبران کړي چې امریکا ته د ارامکو شرکت له امله اوښتی دی. سلمان او پلار یې د معاملو، ډالیو او ملګرۍ په چوګاټ کې له امریکا سره د ۵۰۰ میلیارده ډالرو مرسته وکړه. دغه هغه ګټه وه چې امریکایي شرکتونو د ارامکو امریکایي شرکت د ملي کولو په دوام کې له لاسه ورکړې وه. د سعودي ولیعهد او پلار یې پر دې هم بسنه ونه کړه، بلکې د نفتو د ملي کولو هغه قانون یې هم تر پښو لاندې کړ چې ملک فیصل په ۱۹۷۳ م کال کې پیل او تر ۱۹۸۸ م کاله یې بشپړ کړ. محمد بن سلمان هوډ نیولی چې د سعودي ارامکو شرکت نېږدې نیم سهام ستراتیژیکو شرکتونو ته، چې لوی امریکایي شرکتونه دي؛ په لاس ورشي. سعودي عربستان له نړیوال بانګه (HSBC - JPMorgan Chase - Bank of Tokyo Mitsubishi) ۱۰ میلیارده ډالر پور اخیستي او په پام کې ده چې ۳۱ میلیارده ډالر نور د بودجې د کسر سرپټولو لپاره پور واخلي. تمه کېږي دغه کسر ۵۲ میلیارده ډالر وي. دا ټول د سعودي عربستان د مهمو مالي سرچینو یعنې نفتو و ګازو د له منځه وړلو پایله ده.

سعودي د نفتو د بیې ټیټوالي په وخت کې د شهزاده ګانو د لګښتونو مخنیوي پر ځای، چې یادول یې ناشوني دي، امریکا، متحدانو او مزدورانو ته یې د باج ورکولو او په اقتصادي ډول د نفتي سرچینو کارولو پر ځای؛ چې د کمښت پر ځای د نفتو له بیې ګټه تر لاسه کړي؛ په بشپړه بې شرمۍ یې د امت او د امت د بچیانو د مالونو باج ورکول پیل کړل. تر ټولو ناوړه دا چې د سهامو ډېر پلور یې د نفوتو له امریکایي سعودي شرکته اعلان کړ او له «فساد سره د مبارزې» تر سرلیک لاندې یې د معاصر تاریخ تر ټولو لوی دروغ اختراع، چې پر مټ یې یو شمېر کارکوونکي او شهزادګان ونیول او اوس هم هڅه کوي چې شتمنۍ یې لوټ کړي او امریکا ته چې ځان یې څښتن بولي، بیرته ورکړي. څنګه چې ټرامپ څو ځلې دغه مسله تکرار کړه.

دلته باید یادونه وشي چې په اقتصادي سیاست کې د اصلي شتمنۍ په توګه پر نفتو او تېلو تکیه کول ګواښوونکې تېروتنه ده. د تېلو پیسو ته باید د صنعتي پروژو لپاره د مالي سرچینو د تامین په توګه پاملرنه وشي؛ تر څو چې صنعت د مالي تولید او اقتصادي جوړښت بنسټ شي. ډېر داسې هېوادونه دي چې تېل نه لري، خو ښه صنعت په واک کې لري لکه ایټالیا او اسپانیا او د سعودي عربستان د نفتو له عوایدو څخه په ځلونه ډېر عواید لري.

په پایله کې، سعودي داسې مسیر طی کوي چې له سم مسیر څخه به یې ډېر لېرې کړي او پر دې به ونه توانېږي چې د نفتو او تېلو پیسې په یو رښتیني اقتصاد بدل کړي، تر دې چې د صنعتي هېوادونو په کتار کې یې راولي. د دې تر څنګ به د امریکا له واکمنۍ هم ځان ونه ژغوري او په پایله کې به د امریکا جنګي لګښتونه ورکوي او له نور هېوادونو سره به خپلو جګړو ته دوام ورکوي. له ټول وړاندې دغه هېواد په اسلام او احکامو یې د منګولو لګولو د څو لسیزو په ادعاوو سره د اسلام له ځانګړي اسلامي  فکر ، د مالونو له مفهوم، سیاست او اقتصاد څخه ګټه نه ده اخیستې. الله سبحانه وتعالی هغه کسان چې حلال او حرام مال یو ځای خوري، شتمني او مالونو ته پر اخرت لومړیتوب ورکوي، هغه کسان چې خپل مالونه د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره نه، بلکې د تکبر لپاره لګوي او هغه کسان چې پر خپل مال ویاړي او د «قارون» له کړنو پند نه اخلي؛ ګواښ کړی دی.

الله سبحانه وتعالی د قارون په حق کې فرمایي:

﴿فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِن فِئَةٍ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنتَصِرِينَ * وَأَصْبَحَ الَّذِينَ تَمَنَّوْا مَكَانَهُ بِالْأَمْسِ يَقُولُونَ وَيْكَأَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَوْلَا أَن مَّنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا لَخَسَفَ بِنَا وَيْكَأَنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ * تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ﴾

ژباړه: وروسته مو هغه او کور یې ویجاړ کړ او داسې څوک یې نه درلودل چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې مرسته ورسره وکړي او له الهي عذابه یې وژغوري. همدارنګه پخپله هم پر دې ونه توانېد چې له ځان سره مرسته وکړي. هغو کسانو چې هیله یې درلوده هغه ځای ته ورسېد او هغه ناوړه صحنه یې ولیده، نو ویې ویل: افسوس! هره څوک چې د الله سبحانه وتعالی اور ځانته وغواړي ورته پراخوي یې او پر هر چا روزي راکمولی شي او ولې موږ له دغه واقعیته بې خبره وو چې د مادیاتو درلودل او نه درلودل د خلکو د ازمایښتونو وسیله ده او بس؟! که الله سبحانه وتعالی پر موږ مهرباني نه کوله، زموږ د تېرې ورځې هیله یې پوره کوله او نن ورځ همدارنګه قارون. افسوس! د کافرانو ټمبلي نه رښتیا کېږي او ضرور به د الله سبحانه وتعالی عذاب ویني. موږ اخرت د هغو کسانو په برخه کوو چې په ځمکه کې تکبر او استکبار نه کوي او فساد او تباهۍ ته مخه نه کوي. همدارنګه د هغوی زړونه له مقام غوښتنې، شهرت غوښتنې او تباهیو څخه پاک دي او عاقبت د پرهېزګارانو دی.

لیکوال: دکتر محمد الجیلانی

سرچینه: جریدۀ الرایه

ژباړه: بهیر ویاړ

Last modified onدوشنبه, 12 مارچ 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې