جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سولې خبرې اترې؛ له اشغالگرو سره خونړۍ ملگرتيا
بسم الله الرحمن الرحيم
د سولې خبرې اترې؛ له اشغالگرو سره خونړۍ ملگرتيا

په افغانستان کې د امریکايي جګړې د شدت او د طالبانو پر سنګرونو د هوايي بريدونو د بې ساري زياتوالي سره په یوه وخت، په عامه افکارو کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه انګازو سخت زور اخيستی او هسې يوه لويه غوغا یې جوړه کړې. پخوا د امریکا او افغان دولت له خوا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته درې اساسي شرطونه وړاندې شوي وو: وسله پر ځمکه اېښودل (د جګړې درول)، له نړیوال تروریزم څخه جلا کېدل او د هغه غندل، اساسي قانون منل او د ۱۷ کلونو په اوږدو کې د تر لاسه شوو لاسته راوړنو ساتنه او د هغو درناوی. په داسې حال کې چې اشرف غني د  "کابل پروسې" په دویم کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پيل له هر راز مخکیني شرايطو پرته اعلان کړ؛ مګر په کنفرانس کې يې د رسمي وینا په ترڅ کې اوو ټکو ته چې په حقیقت کې يو لړ مخکيني شرطونه دي، داسې اشاره وکړه: «د سولې سیاسي اډانه بايد جوړه شي، اوربند اعلان شي، طالبان د یو سیاسي حزب په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات پيل شي، آزادو او عادلانه ټاکنو ته لاره هواره شي، د سولې لپاره حقوقي اډانه وضع شي او د غوښتنې په صورت کې د اساسي قانون د پروسې له لارې اساسي قانون بیا وکتل شي.»

       طالبانو هم د هوايي بریدونو د شدت او د دغو او دې ته ورته وړاندیزونو په پايله کې د سولې خبرو اترو ته یو څه تمایل ښودلی او یو لیک یې هم د امریکا کانګرس ته لېږلی دی.

       د سولې لپاره د مخکينیو او اوسنیو شرایطو له تجزیې او تحلیل څخه دا په ډاګه کېږي، چې د امریکا او افغانستان دولتونو په ایډيولوژیک دریځ کې کوم اساسي بدلون نه دی راغلی، بلکې ټول پخواني شرطونه يو ځل بيا د نوو الفاظو په اډانه کې وړاندې شوي، چې د طالبانو پر بې قیده او شرطه تسلیمېدو باندې دلالت کوي. لکه څنګه يې چې تېر کال د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب هم بې له کوم قید او شرطه سیکولر اساسي قانون او ۱۷ کلنو ډیموکراتیکو ارزښتونو ته تسلیم کړ.

       بل پلو د سولې له مفهوم څخه د عامو خلکو، افغان دولت او امریکایانو تعبير يو نه دی، بلکې يو له بل څخه پراخ توپير لري. د افغانستان عام خلک سوله د "د جگړې پای ته رسول" ګڼي؛ په داسې حال کې چې امریکایان سوله د خپلو سفارتونو، نظامي اډو او خپلو اتباعو او ملکي ادارو د امنیت له نظره ویني. له سولې څخه د دغو متضادو تعبيرونو نه درک، خلک او آن ځينې سطحي فکره سیاسي شنونکي هم د سولې بهیر ته هيله‌من کړي دي.

       له همدې امله لکه څنګه چې د حکمتیار له اسلامي حزب سره سولې، په افغانستان کې د جګړې پر شدت او بهیر کوم اغېز ونه کړ، په ورته بڼه که له ځينو طالبانو او يا طالب ډلو سره سوله هم وشي، پر روان تاوتریخوالي به کومه مثبته اغېزه ونه کړي. ځکه له یوه لوري طالبان اوس د پخوا په څېر یوه متحده ډله نه ده. که له یوې ډلې سره سوله وشي، نورې ډلې يې مخالفت او جګړو ته ادامه ورکولی شي او له بله اړخه له ډېرې مودې راهیسې په افغانستان کې د داعش فعالیتونو هم فضا نیولې او هره کړنه يې د ځانګړيو استخباراتي کړيو له خوا ستره ښودل کېږي، په داسې حال کې چې دا ډول غټ ښودنه د ځمکې پر سر له ريښتيني واقعیت سره سمون نه لري. د داعش تر څنګ د افغانستان دولت په افغانستان کې د شلو نورو تروریستي ډلو د شتون خبره کوي. البته دا شل ډلې روښانه نه دي، چې کومي دي. نو په ډاګه کېږي، چې د افغانستان جګړه د ستراتیژیکو موخو لپاره د سترو نړیوالو قدرتونو جګړه ده، چې د سولې له بهیر سره به د ځينو طالبانو یو ځای کېدل ورباندې هېڅ کوم اغېز ونه لري او د دې تر څنګ نورې بالقوه ډلې شته، تر څو روانه ناامني و غځوي.

       له دې امله اوسمهال په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي د جګړې د دوام ستراتيژي ده، نه د سولې. ځکه هغوی له یوې خوا د افغانستان له جیوپولیټیک موقعیت څخه په سیمه کې د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا د جنګي پروژې په توګه ګټه اخلي او له بلې خوا د جګړې تر ګواښ لاندې سیمې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د ځمکو په توګه کاروي، تر څو له نفتو او وسلې وروسته د درمل او اعتیا لپاره د نشه‌يي توکو د خورا ستر نړیوال مارکېټ اړتیاوې پوره کړي او له دې لارې د امریکا د مخ پر زوال اقتصاد د رغولو لپاره ښې پرېمانه پيسې ترلاسه کړي.

       نو د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس باید دا درک کړي، چې د یوې اسلامي خاورې مستقیم اشغال؛ د اشغال شوې خاورې آزادۍ او د اشغال دفع کولو ته اړتیا لري، نه خبرو اترو ته. حال دا چې اوس اسلامي امت په ټولو اسلامي خاورو کې داسې دولت نه لري، چې د اسلامي عقیدې پر بنسټ رامنځ ته شوی وي او د دوی د وینو، مال، نوامیسو او خاورې دفاع وکړي. نو له اشغالګرو سره هر ډول خبرې اترې له هغوی سره خونړۍ ملګرتيا ده او له تسلیمۍ او د استعمار د رېښو له ټينګولو پرته امت ته بل څه نه شي ورکولی. نو موږ باید د اسلامي دولت (خلافت) او د هغه د بهرني سیاست په اړه خپل اوسنی لیدلوری تصحیح کړو، تر څو هسې نه د اسلامي نړۍ د ډېرو نورو غیر سیاسي ډلو په څېر د امت او دولت په استازولۍ له اشغالګرو سره خبرو اترو ته کېنو او بالاخره له استعمار سره د مبارزې پر ځای د کفري نظامونو د مشروعیت لامل او د استعمار رېښو ته اوبه ورکړو.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې