شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ترکیه او اروپایي اتحادیه؛ هغه له سپکاوي ډک موقف چې وځنډېد
بسم الله الرحمن الرحيم
ترکیه او اروپایي اتحادیه؛ هغه له سپکاوي ډک موقف چې وځنډېد

(ژباړه)

د اروپایي اتحادیې هسته د تېرې پېړۍ د پنځوسمې لسیزې په اوږدو کې د څو دولتونو په یوځای والي سره رامنځته شوه، چې وروسته د وخت په تېرېدو له هغې سره د اوسنۍ اروپا یو شمېر غربي او شرقي ملاتړي دولتونه یو ځای شول او اوسمهال یې د غړو شمېر ۲۸ هېوادونو ته رسېدلی دی او دغه هېوادونه تر اوسه واحده ایډیالوژي، واحد دین، ارزښتونه او موخې لري او تر دې مهاله هېڅ اسلامي هېواد له دغې اتحادیې سره نه دی یو ځای شوی.

همداراز د اروپایي اتحادیې هېوادونه داسې قوانین او پالیسۍ لري چې د دغې اتحادیې پر ټولو غړو پلي کېږي. په دغې اتحادیه کې داسې بنسټونه او سازمانونه جوړ شوي چې پر غړو هېوادونو برلاسي دي. د اروپایي اتحادیې قوانین او پالیسي پر ۲۸ غړو هېوادونو لازمي دي او دغه قوانین د اروپایي پارلمان نومي بنسټ په واسطه تصویب کېږي. د دغې اتحادیې د هېوادونو  اړیکې د هغې اساسي قانون او نور قوانین جوړوي، چې د پارلمان اتحادیه یې تصويبوي. اروپایي اتحادیې د تېرې پېړۍ د نويیمې لسیزې په اوږدو کې د «ماستریخت» په تړون کې یو لړ ګامونه واخیستل او د اقتصاد، سیاست، امنیت، دفاعي چارو او پولي واحد په برخه کې یې د خپلو غړو لپاره هر اړخیز قوانین جوړ کړل، چې تر اوسه هم د دغه تړون قوانین د پلي کېدو وړ دي.

په حقیقت کې د لومړي خلیج جګړه وه چې دغه تړون ته یې هیلي راوټوکولې، په ځانګړې توګه هغه څه ته چې د امنیت، دفاع او پولي واحد له موضوع سره یې تړاو درلود؛ ځکه نژدې وه چې امریکا د لومړي خلیج له جګړې وروسته نړۍ تر خپل نفوذ لاندې راوستلې وه او د ځمکې اوسېدونکي یې خپل غلامان ګرځولي وو. په هغه وخت کې د «ماستریخت» تړون اروپا ته یوه حیاتي موضوع وه. په همدې دلیل فرانسه او آلمان د دغې اتحادیې د قوي غړو هېوادونو په توګه لاس په کار شول او اساسي قانون یې وضع کړ، چې د دغې اتحادیې ټولو غړو هېوادونو ته د دفاعي او اقتصادي قوانینو په برخه کې ګډ او لازمي و  او هغو ته په لاس رسي سره دغه اتحادیه ورځ تر بلې ځواکمنېده. اساسي قانون او نورو تقنیني اسنادو د ځواکمنو هېوادونو (فرانسې او المان) په ګډون د اتحادیې ټول هېوادونه په چټکۍ سره ونیول؛ په ځانګړې توګه کله چې انګلیس له اروپایي اتحادیې بېل شو.

په اتحادیه کې فرانسه او المان ځکه تر ټولو ځواکمن هېوادونه دي، چې که له اتحادیې څخه یې جلا کړو، نو داسې هېوادونه نه پاتې کېږي چې پرې حساب شي؛ بلکې یوازې هغه خلک به پاتې شي چې قوانین پرې تپل شوي او د هغو د نه منلو توان هم نه لري. په اروپایي اتحادیه کې په غالب ګومان فرانسه او المان قوانین جوړوي او پاتې غړي هېوادونه باید هغو ته ژمن وي. زموږ د ادعا دلیل دا دی، چې کله د دغې اتحادیې یو شمېر غړي هېوادونه د اروپا په وروستي اقتصادي کړکېچ کې زیانمن شول او حل لاره یې ورته د دوی د غوښتنې خلاف وضع کړه. نو بلژیک، یونان او انګلیس په دغې اتحادیه کې هېڅ واک نه درلود، هغه دولتونه چې اروپایي اتحادیه رهبري کوي فرانسه او المان دي او د دغې اتحادیې داخلي او بهرنی سیاست د همدې دوو هېوادونو په لاس کې دی.

ترکیه په اروپا کې یوازنی اسلامي هېواد دی. که څه هم ترکیه پر ځان بسیا جغرافیوي موقعیت لري او همدا هېواد دی چې اسیا له اروپا څخه جلا کوي؛ خو د دې خاورې یوه کوچنۍ برخه په اروپایي لویې وچې پورې تړلې ده. ترکیه ډېر نفوس لري او د وګړو د شمېر پر اساس د اروپا له لوی هېواد یعنې المان سره برابر دی او د اوبو د سرچینو د صادراتو له مخې د نړۍ تر ټولو غني هېواد بلل کېږي. همدارنګه د خپل صنعتي او زراعتي اقتصاد په ډولونو کې ځانګړی هېواد دی. دا د دې لپاره څرګندوم چې د ترکیې سیاسیون د هغو امکاناتو او برکتونو خلاف چې الله سبحانه وتعالی دغې خاورې ته ورکړي، تل په ذلیلانه ډول هڅه کوي چې خپل هېواد له اروپایي اتحادیې سره یوځای کړي؛ لکه څنګه چې څو ورځې وړاندې اردوغان په ډېرو عاجزانه او له ذلت څخه په ډکو الفاظو سره ـچې تمایل هم ورته لري ـ څرګنده کړه: «ترکیه له ۵۰ کلونو راهیسې د خپل غړیتوب د منلو لپاره د اروپا دروازو ته په تمه ده.» همداراز اردوغان له رومانیا څخه اروپایي اتحادیه په خطاب کې وویل: «ترکیې په بریالیتوب سره ټول هغه شرطونه پرځای کړي، چې اروپا پرې اېښي و؛ خو اروپا اوس هم د دغه هېواد غړیتوب نه مني؛ باور وکړئ په دلیل یې نه پوهېږم، چې څه شی دی؟!» خو د فرانسې ولسمشر ماکرون داسې وویل: «د ترکیې غړیتوب باید هېر کړو.» خو د ترکیې ولسمشر اردوغان اوس هم د نړیوالو او اروپایي اتحادیې په مخ کې په ذلت سره ټینګار کوي چې اروپایي اتحادیه یې د هېواد غړیتوب ومني.

د ترکیې سیاستوال په ځانګړې توګه اردوغان د ترکیې په ارزښت او هغو امکاناتو چې الله سبحانه وتعالی پر دغې خاوره لورولي، نه پوهیږي. ته به وایې اردوغان نه پوهېږي چې په ترکیه کې حکومت کوي که په سومالیا کې؟! دا ټول ذلتونه یې منلي او نه پوهیږي چې د ترکیې ستونزه جغرافیوي او تاریخي ستونزه نه ده، بلکې د ترکیې ستونزه د خپلو حاکمانو د حاکمیت په کمزورتیا کې ده. اوسنۍ ترکیه چې د اروپایي نقشو او پالیسیو د پلي کېدو لپاره هر ډول رول لوبوي او ورته ژمنه ده؛ همغه د «سلیمان قانوني» او «محمد فاتح» ترکیه ده؛ هغه کسان چې اردوغان یې خپل اجداد بولي؛ په داسې حال کې چې د قانوني او فاتح په وخت کې به د اروپا اتلان د ترکیې له وېرې لړزېدل. کله به چې د دوی خلیفه د مبارزې لپاره لښکر په شور یا سړه سینه تیارولو، اروپایانو به د دوی د لښکر پر وړاندې د مقابلې او درېدلو خوب هم نه لیدو او چا به چې د دوی له لښکر سره د مقابلې تصور وکړ، په رواني ناروغۍ به یې تورناوه او ورته ویل به یې چې باید تداوۍ شي.

هغه ترکیه چې اردوغان یې له اروپایي اتحادیې څخه د غړیتوب د تر لاسه کولو په لټه کې دی، همغه ترکیه ده چې خلیفه یې هغه ننداره منعه کړ چې غوښتل یې پکې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خونې سپکاوی وکړي. له هغې وړاندې «درېیم سلطان سلیم» په فرانسه کې د ښځو او نارینه وو ګډه نڅا هم منعه کړی وه، که څه هم چې فرانسه یې هغه مهال په واک کې نه وه. نننۍ ترکیه همغه د پرونۍ ترکیه ده –له همغې ځمکې، اوبو او جغرافیوي موقعیت سره- یوازې کوم شي چې په ترکیه کې بدلون کړی د هغې حکام دي او که سلطان قانوني او محمد فاتح راوګرځي، په یقیني توګه چې ترکیه به همغه شان او دبدبه یو ځل بیا پیدا کړي.

په ریښتیا چې د ترکیې اوسني حکام له اروپایي اتحادیې سره د یو ځای کېدو لپاره تر خپلو هر څه تېر شول؛ خو اروپایي سیاسیونو (فرانسې او المان) یې له پوره غړیتوبه ډډه کوي او د اروپایي اتحادیې ډالۍ د ترکیې لپاره یوازې په نظامي مسایلو کې د ترکیې د شریکولو موافقه او ژمنه ده او کله چې اروپا د دې اړتیا وویني، نو د ترکیې وروستی سرتېری هم جنګوي؛ لکه څنګه چې ترکي سرتېرو د ناټو د تړون پر اساس د خپلو وروڼو پر وړاندې د افغانستان په جګړه کې ګډون کړی دی.

موږ د اروپایي اتحادیې او اردوغان تر منځ د خبرو اترو پر ناکامۍ خوښ یو، ځکه که په اروپایي اتحادیه کې د ترکیې غړیتوب ومنل شي، له خپل اهل، تاریخ او د خپلې خاورې له جغرافیې څخه به پردۍ شي او د وخت په تېرېدو به خلک له دغې اتحادیې سره محبت پیدا کړي او ځانونه به د اروپا لویې وچې یوه برخه بولي او د هغوی له فرهنګ څخه به اغېزمن شي، چې په دې مسله کې ډېره شر نغښتی دی. خو اروپا نه غواړي چې ترکیه ورسره یو ځای شي او دا یې یو غوڅ دریځ دی؛ لکه څنګه یې چې په کراتو دغه موضوع تکرار کړې ده. خو اردوغان نه غواړي دغه موضوع واوري، اروپایان اجازه نه ورکوي چې د ترکیې د اتیا میلیونه مسلمانانو په یو ځای کولو سره د اروپا د اوسېدونکو جوړښت تغیر کړي. موږ هم له الله سبحانه وتعالی غواړو چې ترکیه له اروپایي اتحادیې سره یو ځای نشي؛ ځکه که دا ډول وشي، طبعي ده چې د ترکیې فوځ به د وخت په تېرېدو سره هغه فوځ وي، چې په هره هغې جګړه کې چې د کفارو او مسلمانانو تر منځ پېښیږي، د مسلمانو وروڼو پر وړاندې به جنګېږي.

نو له الله سبحانه وتعالی غواړو چې ترکیه او فوځ یې همغه لومړني حالت ته وګرځوي او د دوی د دین او عقیدې په واسطه دوی ته عزت ورکړي، چې د نبوت پر منهج د خلافت سیاسي نظام پلی کړي.

سرچینه: الرایه جریده

لیکوال: استاد خالد اشقر (ابو معتز)

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې