جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د زرګونو ستونزو لپاره یوازې یوه حل لاره شته
بسم الله الرحمن الرحيم
د زرګونو ستونزو لپاره یوازې یوه حل لاره شته

(ژباړه)

د ۱۳۴۲هـ.ق د رجب ۲۸مه د خلافت د ړنګېدو ورځ ده. چاپریال ته لږ کتنه هم بسنه کوي چې د اسلامي امت پر ستونزو وپوهېږو؛ خو د دغه حالت د پوهېدو لپاره موږ باید نه یوازې اسلامي خاورو ته د غرب د داخلېدو څرنګوالی وڅېړو، بلکې دا باید وڅېړو چې موږ ولې دوی پرېښودل چې زموږ خاورو ته داخل شي؟ ایا علت یې د حکامو بې غوري، د غرب نویو نوښتونو ته د رسېدو هیله ده او که له قرضونو څخه خلاصون یا پر نړۍ د حاکمیت د واقعي علت هېرول او که د اسلام له مسیر څخه انحراف دی؟ دغه ټول موارد باید په پوره توګه درک شي، چې د مخکنیو ستونزو په دام کې ونه لوېږو.

اسلامي نظام د قدرت پر مرکزیت باوري دی، دا چې قدرت الله سبحانه وتعالی لره دی، نو د کعبې له طواف څخه نیولې بیا ان له نورو بیرغونو څخه د اسلام د بیرغ تر لوړوالي پورې. دیموکراسي خلکو ته حاکمیت ورکوي. هغه جوړجاړي چې د واک د څښتنانو په واسطه د بقا تر سرلیک لاندې کېږي، د بې ګناه مسلمانانو د ځان او عزت په قېمت تمامیږي. د مسلمانانو عام وژنې چې په سوریه، غزه، افغانستان، برما، کشمیر او یمن کې دوام لري، د داخلي نښتو په توګه ښودل کېږي. دغه نښتې تر هغه وخته چې اشغالګرو پر دغو خاورو برید نه و کړی او فاسدو چارواکو دیموکراتیک نظام ته اجازه نه وه ورکړې، هېڅ نه وې. هغه امت چې په پټو سترګو یې د دغو چارواکو په علم او حکمت باور وکړ، هېڅکله یې د مړینې او بې عزتۍ تصور د دغو اصلاحاتو په منلو سره نه کاوه.

نن ورځ ډېری اصلاحات عملي کېږي، لکه په سعودي عربستان کې د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان وروستي اصلاحات، چې د مډرن جوړونې لپاره بېړني تصمیمونه نیسي او له هغو کسانو څخه پیروي کوي چې د غرب د پام اړولو لپاره د دغه هېواد د نظام د بدلولو هڅې کوي؛ خو د هغه فکري فساد اساسي علت انحطاط و، چې لومړی وتپل شو او وروسته په خپله خوښه ومنل شو، چې د بیدارۍ اصلي خنډ دی.

کله چې اروپا د صنعتي انقلاب له پرمختګ څخه خوند اخیستل پیل کړل، مسلمانان وروسته پاتې شول او د هغوی د دغې وېرې له امله یې په جګړو کې ماتې پیل شوې او ور سره سم یې خپل باور هم له لاسه ورکړ. هغوی د نظامي پرمختګ په هیله په اسلامي خاورو کې د پانګوال نظام منل پیل کړل او هغه وخت چې د یو او بل ملاتړي وو، خو د ملتپالنې په منلو سره د یو او بل دښمن شول. نن ورځ وینو چې د پاکستان، ترکیې، اردن او سعودي عربستان په څېر هېوادونه له خپل ټول نظامي ځواک سره چپ دي او په خپلو پولو کې یې د مسلمانانو عام وژنه ورته هېڅ ارزښت نه لري. ایا زړونه یې «وهن» لري؟ په داسې حال کې چې د مسلمان لپاره یوازنۍ وېره، له الله سبحانه وتعالی څخه وېره ده.

دغه کړکېچونه یوې نظامي حل لارې ته اړتیا لري او اوس مهال له دغو ټولو مخ پر ودو جګړو سره امت خلافت ته اړتیا لري، چې د مسلمانانو په زړونو کې یو ځل بیا شجاعت راپیدا کړي، له دغه شجاعت څخه به څه شی غوره وي؟ دولت-ملتونو په خپلو ملي ژبو سره له عربي ژبې څخه اړیکه پرې کړه. نو ځکه له قرانکریم سره اړیکه کمزورې شوې ده او دا د اسلامي دولت تاسیس دی، چې یو ځل بیا به د مسلمانانو د ژوند په چارو او اړیکو کې اسلام را وګرځوي. د پانګوالو (کپیټلېستانو) په پرتله مسلمانانو ته اقتصادي ځواک، د خاورو کنټرول او علم بېله معنا لري. هغه وخت را رسېدلی چې د یوه مسلمان په توګه فکر او عمل وکړو او د خپل ژوند په موخه پوه شو او له هغې سره سم عمل وکړو، چې په دې سره خپل، زموږ د وروڼو او خویندو درد د تل لپاره له منځه یوسو او هغه کار وکړو چې د جاهلیت په مرګ مړه نشو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: او هر هغه کس چې په داسې حال کې مړ شي چې د مسلمانانو له خلیفه سره یې بیعت نه وي کړی؛ د هغه مرګ د جاهلیت مرګ دی.

لیکوال: اخلاق جهان

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې