شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سولې د روانې پروسې په اړه د علماوو د پام وړ!
بسم الله الرحمن الرحيم
د سولې د روانې پروسې په اړه د علماوو د پام وړ!

دا سمه ده چې په افغانستان کې د جګړې اوسنۍ تګلاره له اسلام سره اړخ نه لګوي او په جګړه کې ښکېلې خواوې افغان مسلمانان دي، نو له همدې امله بايد روانه جګړه و درول شي. مګر بنسټيزه پوښتنه دا ده چې آیا د سولې اوسنۍ پروسه په افغانستان کې د جګړې درولو په معنی ده او که په کومه بله معنی!؟ سره له دې چې علما د اسلامي ټولنې هغه برخه ده چې له منبرونو څخه يې انسانانو ته د الهي لارښوونکو انبياوو ميراث (د وحی پیغام) خورېږي او د دوی په اصلاح سره ټولنه اصلاح او د دوی په فساد سره ټولنه فاسدیږي. نو:

علما باید د سولې په اړه له تبليغ کولو مخکې په افغانستان کې پر روان ترور او وحشت فکر وکړي او له سياسي پلوه د هغه رېښې او عوامل بشپړ و پېژني. وروسته له هغې د اسلام پر بنسټ دغې جګړې ته اسلامي حللاره استنباط کړي او بيا له ټول ولس څخه د هغې حللارې د تطبیق او ملاتړ غوښتنه وکړي. هغه مهال به مسلمان علما د خپل مسلمان ولس په ملاتړ د روان ترور او وحشت جرړې له بېخه وباسي او جګړه به زموږ په خاورو کې په ټپه ودرېږي او د ترورېست او وحشي دښمن خاورو ته به ولېږدول شي.

تاسو ټول د دې شاهدان ياست چې افغانستان او سيمې ته د امريکا له راتګ مخکې ولې دلته ترهګري نه وه!؟ ولې ځانمرګي بريدونه نه کېدل!؟ که څه هم کورنۍ جګړې مو تجربه کړې، مګر د وحشت دغه ډول د امريکا له يرغل او له هغې سره د ستراتيژيک او امنيتي تړون له لاسليکېدو وروسته تجربه کوو. ولې مو له انګریزانو او شورويانو سره د جګړو پر مهال په جوماتونو کې دا ډول ترهګريز بريدونه نه کېدل!؟ ولې مو هغه مهال ماشومان، خويندې او ميندې په سپيو نه داړل کېدې!؟ ولې او ولې او ولې!؟

دا ټولې پوښتنې داسې ځوابونه لري چې د اوسني دښمن د مکر او سياست په پېژندلو کې راسره ژوره مرسته کولای شي. مګر ولې تر هر چا د مخه علما دغو او دې ته ورته پوښتنو ته سوچه ځواب نه وايي او په اړه يې اسلامي حللاره نه بيانوي!؟ ځکه اوسنی دښمن، د وخت دجال له ځان سره دنيوي جنت او دوزخ دواړه لري. که اسلامي حللاره بيان کړي او خلک ور ته راوبولي، نو خامخا د دجال د دنيوي جنت او د هغه له نعماتو څخه محرومېږي او د هغه له دوزخ سره مخ کېږي.

که د سولې او جګړې قضيه له افغانستان څخه اخوا د اسلامي امت په سطحه مطالعه کړو، بايد و پوښتو چې د فلسطين او اسرائيلو کړکېچ چا رامنځته کړ!؟ د ايران او سعودي ترمنځ په یمن، سوريه، عراق او بحرين کې روان ناورین ته چا لمن وهلې!؟ د افغانستان او پاکستان تر منځ د نفاق، کرکې او دښمنۍ اورونه چا بل کړي!؟ او ... د دغو ټولو ناورينونو او جګړو تر شا د اسلامي امت انحطاط، پر هغوی باندې د خاينو، لاسپوڅو چارواکو او غير اسلامي ملي نظامونو حاکمیت، د هغوی د ګڼو علماوو نه ويښوونکی رول او د امت د ستونزو لپاره د اسلامي حللارو نه پېژندل او د هغو نه پلي کول دي.

افغانستان هم د دغو قضيو په څېر د اسلامي امت يو بل ناورين دی، چې ولس يې د امريکا او ناټو د استعماري ګټو قرباني شوی دی. ځکه امريکا او ناټو دلته زموږ د سوکالۍ لپاره نه دي راغلې، بلکې د خپلو استعماري ګټو لپاره يې افغانستان اشغال کړی دی او له افغانستان څخه په سيمه کې د خپلې جنګي پروژې په توګه کار اخلي. دلته اوسمهال د امريکا لپاره تر سولې جګړه ډېره اړينه ده. نو له همدې امله پر جګړه ييزو فعاليتونو تمرکز کوي، سياسي او پوځي مشران يې هره ورځ د سختو جګړو وړاندوېنې کوي، افغانستان ته نوي تازه دمه پوځيان را استوي، پر طالبانو خپلو بمباريو ته زور ورکوي، ترڅو د پوځي فشار له لارې هغوی د سولې خبرو اترو ته حاضر کړي. امريکا د دغه جګړه ييزې ستراتيژۍ له لارې غواړي په افغانستان او سيمه کې خپل شتون ته مناسبه توجيه ومومي او له بل پلوه د ځینو غير سياسي اسلامي ډلو د اعمالو پر مټ د چين او روسيې نفوذ، سيمه ييزې پروژې او هيجموني له ستونزو سره مخ کړي. ترڅو د چينايي او روسي استعمار پرځای د سيمې له شتمنو خاورو څخه امريکايي او غربي استعمار ګټه پورته کړي.

په داسې جګړه ييزو شرایطو کې له علماوو څخه يوازې د وسيلې په توګه کار اخیستل کيږي، ترڅو د امريکا د تروريستي پروژو په توجيه او انتقال کې له هغوی څخه د عامه افکارو د اغواګرو په توګه کار واخلي. ځکه ولې له دومره ډېرو کلونو سختو جګړو وروسته اوس امريکا او د هغې ګوډاګي دولت له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پروسه دومره ګړندۍ او خبر جوړوونکې کړې ده!؟ ولې دغه پروسه د طالبانو ترڅنګ د داعش په شمول، د دوی په وينا له شلو نورو تروريستي ډلو سره هم نه اعلانيږي!؟ دلته بايد ستاسو دماغ جرينګ وکړي او ووايي چې امريکا د سولې له اوسنۍ پروسې څخه د جګړې د پای ته رسولو په موخه ګټه نه اخلي، بلکې د حکمتيار د اسلامي حزب په څېر د طالبانو د تسليمۍ او سېکولر کولو په هڅه کې ده. ترڅو د وخت په تېرېدو سره د افغانستان لپاره امريکايي حللارې ته غاړه کېږدي. نو که هغوی تسليم او ډيموکرات شول، د افغانستان اساسي قانون يې ومانه او د تېرو ۱۷ کلونو لاسته راوړنې يې وزغملې، نو کولای شي د يوه فعال ملي سياسي حزب په توګه د افغانستان په سياسي پروسه کې برخه واخلي، مګر د داعش او شلو نورو «ترهګرو» ډلو جګړه به بيا هم په افغانستان او سيمه کې دوام مومي، ترڅو د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د تروريزم تر نامه لاندې د امريکا او ناټو روانې جګړې ته مشروعيت ورکړي. نو د امريکايي سولې پروسې ته کولای شو د لېبرالې سولې نوم هم وکاروو، چې اصلاً د جګړې د ختمېدو معنی نه لري، بلکې په امت کې د يوې مسلمانې وسله والې ډلې د تسليمېدو او سېکولر کولو په معنی ده.

مګر که راشو د اسلامي امت اوسنی حالت له ملي کچې لوړ د امت په کچه وڅېړو، مومو چې کفارو اسلامي امت د ملي پولو، ملي ګټو، ملي بيرغونو، ملي افتخاراتو او ... په واسطه يو له بله بېل کړی، آن یو له بل سره يې دښمن کړی، چې شته واقعيت بشپړ د اسلامي عقيدې له غوښتنې سره توپير لري او دا هرڅه يې د اوسنيو لاسپوڅو چارواکو او درباري علماوو په لاس ترسره کړي او په امت کې يې شته انحطاط لا ډېر ژور او بنسټيز کړی دی. دا ځکه چې اسلامي امت اوسمهال د خپلې عقيدې پر بنسټ سياسي دولت نه لري، ترڅو د امت ټول ولسونه پکې راټول او پر دوی باندې يوازې اسلام تطبيق کړي او د هغوی د مقدساتو، وينو، شتمنيو او خاورو دفاع او ساتنه وکړي. حال دا چې اسلامي امت تر لسو پېړيو زيات د دنيا زبر ځواک و، امريکا به خلافت دولت ته جزيه ورکوله، فرانسې به د هغه عدالت ته پناه وړله او ... ځکه چې اسلامي امت د واحد الله بندګي کوي، د خاتم پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پیروان دي، قرآن د هغوی د ژوند نظام جوړوي او په شپه او ورځ کې پنځه ځله واحدې قبلې ته د عبادت پر مهال مخ کوي، هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د عرفات پر غره ستره کلنۍ سياسي-اسلامي غونډه ترسره کوي. نو دا ډول امت ته واحد سياسي نظام د هر وخت تر ټولو ستره، مهمه او جدي اړتيا ده. ځکه دغه سپېڅلي او غوره امت ته يوازې په فقهي او اجتهادي مسايلو کې د اختلاف اجازه شته او له عقيدوي، سياسي او جغرافيوي پلوه هېڅکله يو له بل سره اختلاف او تفرقه نه شي کولای. ځکه دغه اختلاف حرام او د دوی د واک او ځواک د تجزيې او ضعف سبب کيږي.

نو راځئ تر هرچا دمخه تاسو علما په دې سره يو غږ شئ، چې له ترهګرۍ سره د امريکا او غرب نړيواله جګړه، له اسلامي امت سره جګړه وګڼئ. ځکه بوش په صراحت سره هغه صليبي وبلله. دا موږ يو چې د هغوی د تبليغاتو ښکار شوي يو او ګومان کوو چې ترهګري د اسلام او مسلمانانو زېږنده ده. حال دا چې ترهګري د پانګوالي ايډيولوژۍ د ډيموکراتيکو دولتونو د بهرني سياست (استعمار) هغه اسلوب دی، چې له امله يې غواړي په اسلامي امت کې د پياوړيتوب او قدرت عناصر له منځه يوسي او امت تر شته وضعيت لا ډېر په ډول-ډول ناورينونو اخته کړي. ترڅو په راتلونکي کې اصلاً د دې جوګه نه شي چې داسې يو اسلامي دولت رامنځته کړي، چې يو ځل بيا کفار په خپلو خاورو کې کلابند او سيمې يې يو په بل پسې فتحه کړي. هغوی د کمونېزم له ماتې وروسته اسلام او اسلامي امت علناً خپل ستراتيژيک دښمنان اعلان کړل، نو پر تاسو څه شوي چې هغوی هم د قرآن او نبوي سنتو په رڼا کې خپل بنسټيز دښمنان اعلان کړئ، د هغوی له هر ډول فرهنګي، سياسي، اقتصادي او نظامي پروسو سره پرېکون وکړئ او پر ځای يې د اسلامي شريعت پر حللارو منګولې ولګوئ!؟

هغوی چې مسلمانان لومړۍ په ديني افراطيت او ترهګرۍ تورنوي او بيا تاسو ته پروژې درکوي چې هغه وغندۍ، دلته او هلته کنفرانس جوړ کړئ، دا ټول د هغې جګړې بنسټيزه برخه ده، چې له ۲۰۰۱م کال وروسته یې پيل کړې. دا هغوی او د هغوی امنيتي کمپنۍ او استخبارات دي، چې په امت کې ستر ترهګريز فعاليتونه ترسره کوي. زه دا نه ردوم چې کله ناکله به له ځينو غير سياسي او ناپوه مسلمانانو او يو شمېر اسلامي ډلو څخه د هغوی د تروريستي وسايلو په توګه کار نه اخیستل کيږي، بلکې دغه ډول اسلامي ډلې او منحط مسلمانان هم د کفارو او يا د هغوی د لاسپوڅو حکومتونو د استخباراتو او درباري علماوو له خوا اغوا کيږي او د خپلو نظامي او سياسي فعالیتونو له لارې په امت کې د امريکا او غرب د روانې جګړې لپاره د مشروعيت شواهد او ثبوتونه جوړوي. راځئ قرآن پرانېزو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په رڼا کې د شرعي اجتهاد له مخې د اسلامي نظام د تاسيس لپاره مټې بډ وهو او د کفارو له هر ډول ناروا پروسو سره مقاطعه وکړو او پر وړاندې يې امت هم اسلامي حللارو ته راوبولو، د هغوی د قدرت خاوندان د تفاهم له لارې د کفارو په ناوړه موخو او اسلامي حللارو قانع کړو او په ترڅ کې يې جذري بدلون ته لاره هواره کړو. دا هغه فکري او سياسي کړنې دي چې په ټولنه کې د بدلون په موخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سيرت، سنت او د قرآن سياسي نزول يې د تغيير لپاره د يوازنۍ نمونې په توګه وړاندې کوي. له همدې امله امام مالک رحمه الله فرمايلي؛ چې د امت آخر په هغه څه اصلاح کيږي، چې اول یې ورباندې اصلاح شوی و.

﴿إِنَّ فِي هَٰذَا لَبَلَاغًا لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ﴾

 [الأنبياء: ١٠٦]

له شک پرته په دې کې د عبادت کوونکي قوم لپاره روښانه ابلاغ دی!

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر – ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

Last modified onدوشنبه, 14 می 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې