سه شنبه, ۱۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
۵. رمضان د فتحو او بریالیتوبونو میاشت ده
بسم الله الرحمن الرحيم
۵. رمضان د فتحو او بریالیتوبونو میاشت ده

د مکې فتحه (۳)

الحمد لله الذي فتح أبواب الجنان لعباده الصائمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين، المبعوث رحمة للعالمين وآله وصحبه الطيبين الطاهرين، ومن تبعه وسار على دربه، واهتدى بهديه واستن بسنته، ودعا بدعوته إلى يوم الدين

ژباړه: د هغه الله سبحانه وتعالی ثنا او ستاینه چې د روژه نیونکو بندګانو لپاره یې د جنتونو دروازې پرانیستې دي او له نبیانو او رسولانو څخه پر هغه غوره نبي او رسول الله سلام او درود چې د ټولې نړۍ لپاره رحمت رالېږل شوی همداراز د هغه پر کورنۍ او اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين دې سلام او درود وي او پر هغو کسانو دې سلام او درود وي، چې د هغه پيروي یې کړې او پر لاره یې روان شوي، د هغه په هدایت سره یې سمه لاره موندلې او د قیامت تر ورځې پورې یې د هغه په بلنه سره دعوت کړی وي.

اما بعد:

له تاسو سره یو ځای د مکې د فتحې خبرې اورم د مکې له اهل سره د پریکړې ګړۍ نږدې شوې ده، چمتوالی پوره شوی، د مسلمانانو پوځ په لسګونو زرو پوځیانو سره حرکت وکړ. رسول الله ﷺ چې کله له مدینې منورې حرکت وکړ، د رمضان د میاشتې لس ورځې تیرې شوې وې او د هجرت اتم کال و. په داسې ځواک او تیاري سره یې د مکې پر خوا حرکت وکړ، چې عربي ټاپوزمې له وړاندې هېڅ نه و لیدلی. خو د دغه پوځ له ډیروالي، ځواک او اهمیت سره سره د حرکت د لوري راز پټ پاتې شو او هېچا یې په اړه معلومات نه درلود.

د رسول الله ﷺ په مشرۍ پوځ وړاندې لاړ، هغه زیات خوښ شو، قریش یې ولیدل چې له مقاومت څخه عاجز دي، نو خپل سر یې د عاجزۍ په خاطر الله سبحانه وتعالی ته ټيټ کړ او دومره یې ټیټ کړ، چې نږدې و چې ږیره مبارکه یې د هغه د څاروي له شاه سره ونښلي.

سره له دې چې د قریشو ظاهري عزم په تسلیمېدو دلالت کاوه، مګر بيا هم رسول الله ﷺ له هغوی څخه د هر څه تمه کوله، نو تصمیم یې ونیو، چې له بیړني پوځي چمتووالي سره مکې ته ننوځي، له همدې املههې د بیړناک د قریشو ظاهري عزم یېنه چا ته ضرر رسوي او نه خپله هغه کوم زيار ته اړتيا لري. یې د مسلمانانو پوځ په لاندې ډول په څلورو برخو ووېشه:

  • د ابو عبیدة عامر بن جراح رضی الله عنه ډلګۍ، له مهاجرو څخه جوړه شوې وه او تر شاه یې د رسول الله ﷺ زرغونه کتیبه وه او مکې ته له شمال لویدیځ څخه ننوتله.
  • د سعد بن عباده الانصاري رضی الله عنه ډله، له انصارو څخه جوړه شوې وه او مکې ته له لویديځې خوا څخه ننوتله مکې ته د لویديځې خوا څخه داخلی.
  • د خالد بن ولید د ښي لاس پوځ، چې له مختلفو ډلو څخه جوړ شوی و او د پوځ درېیمه برخه یې جوړوله، مکې ته له جنوب څخه داخلېده.
  • د زبیر بن العوام په مشرۍ پوځي ډلګۍ مکې ته له شمال څخه ننوتله.

پوځي مشرانو ته یې امر وکړ، ترڅو چې اړ نه کړل شوئ جنګ ونه کړئخو؛ ترڅو له جنګ پرته مکه فتحه شي، خو هغه کسان چې ګناهونه یې ډېر شوي وو او اسلام او مسلمانانو ته یې سخت ضرر رساوه، د هغوی وینه تویول يې حلال وګرځول که څه هم د کعبې په پردې پورې ځان ځوړند کړي، د هغوی له ډلې څخه لاندې کسان وو:

۱. عكرمة بن ابي جهل

۲. صفوان بن اميه بن خلف

 ۳. وحشي چې حمزه بن عبد المطلب يې شهید کړی و.

۴. هند د ابو سفيان مېرمن

۵. عبد الله بن ابي سرح، چې اسلام يې راوړی و او وحی به يې ليکله؛ خو بېرته مرتد شو او په امين رسول الله ﷺ پسې يې دروغ وتړل او دې ته ورته ځينې نور.

د ایمان وروڼو!

څلور واړه پوځونو د رمضان په شلمه د خپلو موخو په لور حرکت وکړ او ځینو مسلمانانو له سعد بن عباده رضی الله عنه څخه اورېدلي، چې ویل به یې: نن د ملحمې ورځ ده، نن ورځ حرمت حلال ګرځول شوی. نو رسول الله ﷺ يې د هغه پر دغه وينا خبر کړ. هغه ﷺ وفرمایل: نن د رحمت او مرحمت ورځ ده، نن د کعبې د تعظیم ورځ ده، نن داسې ورځ ده چې الله سبحانه وتعالی قریشو ته عزت ورکړی دی.

امر یې وکړ چې له سعد څخه دې بیرغ واخیستل شي او د هغه زوی قیس ته یې ورکړئ، ځکه هغه یې تر پلار ډېر د آرام طبیعت خاوند و او په خپل نفس یې ډېره واکمني درلوده. نو سعد یې د دې لپاره له خپل منصب څخه لرې کړ، چې جنګ جوړ نه شي.

رسول الله ﷺ روان شو او مکې ته له پاس لوري څخه داخل شو. د خالد بن ولید له پوځ پرته د مسلمانانو ټول پوځونه بې له کوم مقاومت څخه ننوتل. د قریشو ځينې پس پاتې خلک د بني بکر له ځينو کسانو سره چې له هغوی سره یې ائتلاف کړی و، د عکرمه، صفوان او سهیل بن عمرو په مشرۍ يې د خالد لاره ونیوله، پر هغوی یې غشي واورول او دوی ګومان کاوه چې په دې سره به د مکې دفاع وکړي؛ خو خالد مهلت ورنه کړ، بلکې هغوی یې پر شا وتمبول او د هغوی اتحاد یې مات کړ. دوی هغه مهال وتښتېدل، چې دولس کسان یې ترې ووژل او نور ټول وتښتېدل. مکه مسلمانانو ته تسلیم شوه او مبینه فتحه بشپړه شوه.  

د ایمان وروڼو!

رسول الله ﷺ او مسلمانانو د کعبې طواف وکړ، قطار شوي بتان یې ټول مات کړل، په خپله ليندۍ به یې وهل او په ځمکې به ټوټې ټوټې راغورځېدل او دا آيت به یې تلاوت کاوه:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا

[الاسراء: ۸۱]

ژباړه: حق راغی او باطل له منځه لاړ، بېشکه باطل له منځه تلونکی دی.

بیا یې د کعبې د دروازې د پرانیستو امر وکړ، نو له انځورونو ډکه یې ولیده او په دې کې یې د ابراهیم او اسماعیل دوه انځورونه وليدل، چې پچې او غشي یې وېشل. نو پر مشرکانو یې په غوسې سره وویل: الله سبحانه وتعالی يې دې ووژني، والله چې په دې سره یې هېڅ هم نه دي تقسیم کړي او هغه ټول یې ړنګ او يا هم له منځه يووړل.

تر هغې چې مسجد له بتانو پاک شو. قریشو ته یې په داسې حال کې مخ ورواړاوه، چې هغوی له حرم، کورونو او د ابوسفیان له کور څخه په ډاډ سره راوتلي وو او د بتانو د ړنګولو ننداره يې کوله، چې له دې لږ څه وړاندې خدایان وو او عبادت به ورته کېده او اوس یوازې ډبرې دي، چې له مقاومت او دفاع څخه عاجزې دي، له خپل ځان څخه ضرر نه شي منع کولی او نه ځانته ګټه رسولی شي! رسول الله ﷺ کعبې ته مخ وګرځاوه او ویې فرمایل:

«لا إله إلا الله وحده, لا شريك له, صدق وعده, ونصر عبده, وهزم الأحزاب وحده»

ژباړه: له الله سبحانه وتعالی پرته د عبادت وړ بل څوک نشته، هېڅ شریک نه لري، خپله وعده یې پر ځای کړه، له خپل بنده سره یې مرسته وکړه او احزاب یې ناکام کړل.

بیا یې قریشو ته وویل: تاسو څه فکر کوئ، چې زه له تاسو سره څه کوم ؟ ویې ویل: خیر. کریم ورور او کریم وراره یې. رسول الله ﷺ وفرمایل: زه تاسو ته هغه څه وایم چې یوسف عليه السلام يې خپلو وروڼو ته ویلي وو: نن ورځ ستاسو ترټنه نه کېږي ... ځئ تاسو آزاد یئ.

 پر دغې اغیزمنې کلمې سره د مکې د اهل لپاره د عفوې اعلان وشو او رسول الله ﷺ ټوله هغه بدي چې ورته رسیدلې وه، د کامیابۍ پر مهال هېره کړه او بلال ته یې امر وکړ، چې آذان وکړي، هغه د کعبې سر ته وخوت او د لمانځه لپاره یې آذان وکړ. رسول الله ﷺ خطبه ورکړه او ډېر ډېر اسلامي احکام یې پکې بیان کړل. بیا یې وویل: قریشو! الله سبحانه وتعالی له تاسې څخه د جاهلیت دوران له منځه یووړ، چې په پلرونو به مو فخر کاوه، خلک د آدم اولاد دي او آدم علیه السلام له خاورې پیدا دی، بیا یې دا آیت شریف ولوست:

﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ﴾

[حجرات: ۱۳]

ژباړه: اې خلکو موږ تاسې له نارینه او ښځینه څخه پیدا کړي یاست او تاسو مو ځکه قبیلې او قومونه ګرځولي یاست، چې یو بل وپيژنئ، بېشکه په تاسو کې الله متعال ته ستاسو تقوا لرونکی تر ټولو عزتمن کس دی او  الله سبحانه وتعالی په هر څه عالم او خبير دی.

اې د ايمان وروڼو:

له دې وروسته يې له رسول الله ﷺ سره په اسلام بیعت وکړ او په همدې ورځ معاویه ابن ابي سفیان او ابوقحافه د ابوبکر صدیق پلار ايمان راووړ، چې د هغه په اسلام سره رسول الله ﷺ ډېر خوشحاله شو. خو له هغو کسانو څخه چې رسول الله ﷺ یې وینه تویول حلال ګرځولي وو، څینو درک کړه چې هغه د الله سبحانه وتعالی رحمت و، کله چې مسلمانانو له هغوی څخه د اسلام غوښتنه وکړه، ايمان يې راووړ، لکه عکرمة بن ابوجهل، چې لومړی د اسلام له سرسختو دښمنانو څخه و، خو له هغه وروسته د حنیفي دین لپاره تر ټولو غیرتي شخص وګرځېده.  

کله چې د سړیو بیعت پای ته ورسېد، نو د ښځو بیعت پیل شو، هغوی هم بیعت وکړ، چې له الله سبحانه وتعالی سره شریک ونه نیسي، غلا ونه کړي، زنا ونه کړي، خپل بچیان ونه وژني، له خپلو مېړونو سره په دروغو حرامي بچی ونه تړي او په نیک کار کې یې نافرماني ونه کړي.

رسول الله ﷺ په مکه کې ۱۵ ورځې تېرې کړې، لمونځ به يې قصر کاوه، ترڅو چې د مکې چارې یې تنطیم کړې او د اهل یې په دین کې پوه کړل او ځينې کسان یې د اسلام د دعوت لپاره واستول، ترڅو پاتې بتان هم مات کړي.

او په پای کې له الله سبحانه وتعالی غواړو چې د رمضان میاشتې په دغو غوره او مبارکو ورځو کې زموږ سترګې د خلافت دولت په لیدو خوږې کړي، موږ خپل وفادار او اخلاصمن پوځیان وګرځوي، اسلامي امت ته د عزت او برکت ورځې بېرته راوګرځوي او په ځمکه کې هر څه ورته چمتو کړي. له الله سبحانه وتعالی څخه غوښته کوو، چې دا هر څه په نږدې وخت په رمضان کې زموږ په لاسونو تر سره کړي او الله سبحانه وتعالی پر دغو ټولو ځواکمن او ولي ذات دی.

آمین

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته

*  *  *

ليکوال: استاد محمد احمد النادي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې