شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ژبني اختلافات، رېښې او د اسلامي دولت حل
بسم الله الرحمن الرحيم
ژبني اختلافات، رېښې او د اسلامي دولت حل

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ، په مورنۍ ژبه د زده کړو حق، مورنۍ ژبې ته خدمت، ژبه مور ده او داسې نور شعارونه به مو اورېدلي وي. کله مو فکر کړی چې دا شعارونه د څه لپاره دي؟ څوک یې تر شا دي؟ لوېدیځ له ژبنیو اختلافاتو د استعماري موخو لپاره څنګه ګټه اخلي؟ اسلام ژبې ته له کومه اړخه ګوري او د اسلامي دولت ژبنی سیاست څه دی؟ په دې دغه بحث کې همدغو پوښتنو ته ځواب وایو.

د مسلمانانو د بېلولو لپاره له ملي پولو او قومي او نژادي توپیرونو ور هاخوا یو بل شی چې مسلمانان سره بېلوي، ژبه ده. غربي هېوادونه د اسلامي هېوادونو د ټوټه کولو لپاره له ژبنیو توپیرونو ګټه اخلي. دوی ژبه د یو ستر ارزښت په توګه را مخکې کوي او د وروڼو ترمنځ یې د ټکر لامل ګرځوي. د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یونیسکو او يونسیف په فرهنګي او تعلیمي کچه ددې لپاره کار کوي چې د مسلمانانو ترمنځ د ژبې تفاوته لوی کړي. د نورو ستونزو ترڅنګ ژبې هم د مسلمانانو د یووالي پر وړاندې د یو خنډ په توګه کاریږي. ژبني اختلافونه د اسلامي امت د بېلولو لپاره لا هم د غرب له خوا د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي. دوی د ځانګړو ادارو له لارې همدې چارې ته کمپاین کوي.

له ملي دولتونو سره د دولتونو ژبو هم ارزښت پیدا کړ. ژبه د دولت ملت د جوړېدو له اساسي توکو څخه ده. له همدې امله هغوی چې واحده ژبه نه لري، یا ژبني اختلافات لري، د ملت کېدو په لاره کې یې خنډونه شته. پیاوړي دولتونه د ملتونو د پیاوړي کولو لپاره ځانګړي ژبنیز سیاستونه لري. د بېلګي په ډول چین یو داسې قانون جوړ کړی چې وګړي یې له مخې بهرني کلمات او یا ناسمه چینايي ژبه نه شي کارولی. ددغه قانون له مخې پوتنګوا لهجه د چین رسمي ژبه ده او ټولې رسمي چارې، راډیو، ټلویزون او هر څه باید پر همدې ژبه وشي.  ګڼ نور دولتونه هم همداسې ځانګړي سیاستونه لري. لوېدیځ ژبنیو مسایلو ته په پراخه کچه کمپاین کوي.

موږ پوهیږو چې د اسلامي امت ترمنځ د ستونزو یو ستر لامل ژبنی توپیر دی. د پاکستان او بنګله دېش د جلا کېدو تر ګردو ستر لامل ژبنی و. بنګالیانو حق نه درلود چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. لودېځ همدا اختلاف لوی کړ او د اسلامي امت یوه لویه برخه یې دوې ټوټې کړه. موږ پوهیږو چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو یو لامل ژبنی توپیر و. جهادي ډلې سره له دې چې د اسلام دعوه یې کوله، خو د هغوی د رهبرانو په زړه کې لا هم قومي او ژبني تمایلات وو. له همدې لامله پر جمعیت زیات دری ژبي او پر حزب اسلامي ډېر پښتانه را ټول شول. ان دا خبره د خلق او پرچم ترمنځ هم وه، خلقیان لویه برخه پښتانه او پرچمیان لویه برخه دري ژبي وو.

لوېدیځ د ازادیو په لړ کې د ژبې ازادي هم په کاذبانه ډول وړاندې کوي، داسې چې نورو ته یې مهمه ښيي، خو خپله پرې عمل نه کوي. د جرمني د هانوفر یو روغتون د یوې ترکۍ ښځې د زړه عملیات له دې امله ونه کړل چې ګواکي هغه په الماني ژبه نه پوهېدله. د روغتون چارواکو د ناروغ او ډاکټرانو ترمنځ د تفاهم د ژبې نشتوالی ددغه کار لامل وګاڼه. دا یوازینۍ پېښه نه ده. په اروپايي هېوادونو کې ډېر داسې کیږي چې روغتونونه د ناروغانو له منلو انکار کوي او دلیل یې هم دا وي چې دوی له ناروغانو سره د تفاهم ژبه نه لري، نو له دې امله ښايي ناروغ ته ستونزې پیدا شي. دا ښايي رښتیا هم په ځینو حالتونو کې روغتیايي ستونزه وي او یوازې له دې اړخه ورته وکتل شي، خو ډېری وخت ورته له شک پرته د ژبنیز سیاست له زاویې کتل کیږي. روغتونونه په دغه ډول دریځ سره غواړي چې بهرني وکړي د خپلې ژبې زده کړې ته اړ باسي. یوازې روغتونونه نه دي، بلکې ښوونځي، پوهنتونونه او ګڼ نور مرکزونه هم همدغه ډول چلند کوي، چې بنسټ یې ژنبی سیاست دی.

دوی خپله دا ډول چلند کوي، خو د اسلامي امت د وېشلو لپاره بیا له هغوی سره په معاملو کې ژبني مسایل د شرایطو په توګه وړاندې کوي. دوی په اسلامي امت کې ژبني اختلافات پیاوړي کوي، له همدې امله ځیني پروګرامونه لري چې موږ یې دلته یادونه کوو:

د یونسکو پروګرامونه:

یونسکو په ظاهره یو ښکلی، خو مغرضانه شعار وړاندې کوي، دوی وايي، ژبې د بشریت ګډ میراث ګڼل کېږي چې باید ساتنه او پالنه یې وشي. ددې تر څنګ نور داسې نړیوال اسناد او اعلامیې خپرې شوې چې دا د هر ماشوم بشري حق ګڼي چې په خپلې مورنۍ ژبه زده کړه وکړي. دوی په دې ډول ژبې یو فرهنګي ممیزه ګڼي، داسې چې انسانان سره بېلوي. له همدې امله ژبني پروګرامونه نیسي، په مورنۍ ژبې زده کړې ته کمپاین کوي او ګڼ نور کارونه کوي چې ژبني اختلافات زیاتي شي. که څه هم په ظاهره ددغو شعارونو هدف ښه زده کړه او طبیعي حق دی، خو دوی ترې د سیاسي موخو لپاره کار اخلي.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ:

په ۱۹۹۹ کال کې ملګرو ملتونو د فبرورۍ ۱۹مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په نوم یاده کړه. په ۱۹۴۸زیږدیز کال د مارچ په ۲۱ پاکستاني ګورنر جنرل محمد علي جناح اردو ژبه د پاکستان یوازنۍ ملي ژبه اعلان کړه، خو بنګله دیشیانو ونه منله او په لاریونونه یې لاس پورې کړ، ځکه چې هغوی خپله بنګالي ژبه په رسمیاتو، نصاب او زده کړو کې هم شامله غوښته، خو پاکستاني پولیسو د ۱۹۵۲ کال د فبروري د ۲۱مې نیټې پر سوله ییز لاریون وسله وال برید وکړ، چې د ډاکې د ملکي او طِبي پوهنتون څو تنه محصلان یې ووژل. همدا اختلافات وروسته دومره زیات شول چې یو ستر هېواد په دوو برخو پاکستان او بنلګه دیش وویشل شو. غربیانو دا تجربه بریالۍ وبلله او د مسلمانانو د بېلولو لپاره یې همدا ورځ د مورنۍ ژبې په نامه یاده کړه. اوس هر کال په همدې ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ نمانځل کیږي چې تر بل هر ځای په اسلامي هېوادونو کې ډېره لمانځل کیږي، خو وروسته ژبني اختلافات زیاتیږي.

په مورنۍ ژبه د زده کړې حق:

دا شعار هم یو احساساتي او پاک شعار  ښکاري، خو رښتیا دا نه دي چې په دې شعار سره ماشومانو ته په مورنۍ ژبه دې د زده کړې زمینه برابریږي، بلکې ددغه شعار پر اساس مسلمانان نور هم سره ویشل کیږي. ملګري ملتونه، په ځانګړي ډوی یونسکو او یونسف داسې پروګرامونه لري چې دا توپیر زیات شي.

ژبني احساسات رښتیا هم په مسلمانانو کې اوس  پیاوړي شوي دي. اوس  ژبه داسې نه تعرفیږي چې ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده، بلکې په پوهنتونو کې د ژبې تعریف داسې دی چې ژبه د هویت برخه ده. له همدې لامله ژبه اوس تر وسیلې زیاته مهمه شوې او د مسلمانانو په منځ کې یې درځونه پیدا کړي دي.

په اساسي قوانینو کې د ژبو بحث

د افغانستان په شمول کې د هغو هېوادونو کې په اساسي قوانینو کې چې د غرب له خوا ورته قانون جوړ شوی دی، ژبنیو اختلافاتو ته پراخه لمن وهل شوې ده. د افغانستان اساسي قانون پښتو او دري رسمي ژبې ګڼي، خو نورې ژبې په خپلو سیمو کې رسمي ګڼي او د تعلم حق ورکوي. د افغانستان د حالاتو پر اساس دا بیخي ستونزمنه چاره ده چې پشه يي ته د کتاب او استاد په پشه یې برابر شي. که برابر هم شي، له نورو خلکو د بېلوالي احساس کوي. له همدې امله په قوانینو کې د یوه اوږده نفاق تخم کري. د همدې ژبني اختلاف په لړ کې یې ملي سرود په پښتو ژبه کړی دی چې تل یوه جنجالي او نفاق زېږدونکې موضوع ده. په حکومت کې بیا د رسمیاتو ژبه دري ته چې پښتانه پکې د پردیتوب احساس کوي او دا چاره مخامخ له ژبنیو اختلافاتو سره تړي.

په ترکیه کې بیا خبره د ترکي ژبې ده چې تر اوسه پورې لا کردان په خپله ژبه د زده کړو او ان کله کله د خبرو حق نه لري. دغه ډول کارونه هم د نفاق لپاره کیږي.

د ژبې د سوچه والي بحث

هغه ژبې چې د عربي تر اغېز لاندې دي، عربي کلمات پکې دي او یا یې لیک عربي دی، په منظم ډول پکې هڅه کیږي چې عربي ترې لرې شي. د عربي کلماتو د ایستلو پروګرام په منظم ډول روان دی. په پښتو او دري کې هم موږ همداسې هڅې وینو. عربي لیکدود بدلوي، لکه په ترکیه کې یې چې بدل کړ. تاجکستان روسي لیک کاروي. همداسې نور مثالونه هم شته. په دې ډول مسلمانان له عربي او اسلام نه لرې کیږي او دا چاره په خپله د عرب او غیر عرب ترمنځ د واټن سبب ګرځي.

په عربي کې بدلون:

په عربي ژبه کې هم پراخ بدلونونه راغلي. ځانګړي مرکزونه او بنسټونه ددې لپاره کار کوي چې عربي مفسده کړه او دومره بدلون پکې راولي چې خلک له قران او احادیثو سره نه اشنا شي. دا هڅې له پخوا روانې دي او اوس هم ځانګړي مرکزونه دې همدې لپاره کار کوي.

په خلافت کې دا ستونزه څنګه حل کیږي او د خلافت ژبنی سیاست څه دی؟

د اسلامي دولت دستور چې د حزب له خوا وړاندې شوی دی په اتمه ماده کې یې راځي:

عربي ژبه د اسلام یوازینۍ ژبه ده او یوازینۍ ژبه ده چې دولت یې کاروي.

دلته اوس درې بحثونه دي، لومړی عربي د اسلام ژبه ده. دویم دولت یوازې عربي ژبه کاروي. درېیم، له نورو ژبه سره به څه کیږي؟ د دستور شرحه همدغه بحثونه واضح کوي.

ټول مسلمانان پر دې متفق دي چې عربي د اسلام ژبه ده، قرانکریم په عربي ژبه دی. له همدې لامله عربي د اسلام ژبه ده. ددې معنی دا نه ده چې اسلام په بله ژبه نه شي بیانېدلی، خو ځیني کارونه له عربي پرته ناشوني دي. د قرانکریم ترجمې ته قرانکریم نه شي ویل کیدای. لمونځ له عربي پرته په بله ژبه نشي کیدای، اجتهاد پر عربي له پوهې پرته نه شي کیدای. خو اسلامي احکام په نورو ژبو تشریح کېدلی شي، قرانکریم ژباړل کیدلی شي او تفسیر یې هم بیانېدلی شي. دلته ډېر د بحث ځای هم نشته.

څه چې د بحث وړ دي، ددغه مادې دا برخه ده چې یوازې عربي د دولت ژبه ده. یعنې دولت له عربي پرته بله ژبه نه کاروي. دولتي ادارې، دولت له خلکو سره، دولت له نورو دولتونو سره یوازې غربي د رسمي او دولتي ژبې په توګه کاروي. رسوالله صلی علیه وسلم په مدینه منوره کې د دولت له تاسیس وروسته فارس، روم او مصر واکمنو ته په عربي ژبه لیکونه ولېږل. که څه هم د لیکونو د ترجمې امکان و، خو رسوالله صلی الله علیه وسلم دا کار ونه کړ او په عربي یې ولېږل، چې دا خپله ښيي عربي د اسلامي دولت ژبه ده. په اسلامي دولت کې ټول مسلمانان ملکف دي چې عربي ژبه زده کړي، ځکه عربي هم د اسلام او هم د دولت ژبه ده. امام شافعي هم ویلي دي، له دې لامله چې عربي د قرانکریم ژبه ده او هر مسلمان د قرانکریم مخاطب دی، نو د عربي ژبې  زده کړه فرض ده. دغه راز له دې لامله چې موږ خدای تعالی ته په همدې ژبه عبادت کوو، نو ځکه یې هم زده کړه فرض ده. د رسوالله صلی الله علیه وسلم کار موږ ته واضح کوي چې د عربي کارول شرعي حکم دی، نه وسیله، ځکه رسوالله صلی الله علیه وسلم تر پایه پورې بله ژبه د دولت د ژبې په توګه نه ده کارولې. که څه هم اصحاب کرام یې تشویق کړي چې نورې ژبې زده کړي، له غیر مسلمانانو ورته پیغامونه په نورو ژبو راغلي دي، خو د خپل دولت ټول کارونه یې په عربي ژبه کړې دي.

ددې معنی دا هم نه ده چې له عربي پرته د نورو ژبو کارول جواز نه لري. موږ نورې ژبې د افهام او تفهیم لپاره کارولی شو، اسلام پرې لېږدولی شو او په دې کې هېڅ ستونزه نشته. ځکه رسوالله صلی الله علیه وسلم خپله سریاني او عبري ژبې کارولي دي. له دې لامله عربي د اسلامي دولت رسمي ژبه ده او دا معنی نه لري چې پر نورو ژبو به بندیز وي.

د اسلام دولت رسنۍ به په عربي ژبه خپرونې کوي، خو نور خلک کولی شي له عربي پرته په نورو ژبو هم رسني ولري. یعنې تلویزیونونه او ورځپاڼې هم له عربي پرته په نورو ژبو خپرونې کولی شي.

که د قانون عملي کیږي مسلمانان به پر دې اختلاف نه پیدا کوي چې د کوم قوم ژبه دې په دولت کې وي او د کوم دې نه وي. څوک دې په مورنۍ ژبه د زده کړې حق ولري او څوک دې یې ونه لري. دا ټول به عربي وي او البته د تفاهم لپاره به نورې ژبې کارول کیږي. په دې سره به هم د مسلمانانو د ویشلو لپاره د غرب دسیه شنډه شي، ژبني اختلافات به کم شي او مسلمانان به د یو واحد دولت په توګه عمل کوي.

ځیني کسان فکر کوي چې په دې ډول نورې ژبې له منځه ځي، خو دا هغه فکر دی چې له اوسنیو غربي ارزښتونو سرچینه اخلي. ځکه اسلام یوه ژبه هم له منځه یو نه وړه. خو یوه ژبه د مسلمانانو د وحدت لامل ګرځي. که اسلامي دولت نورې ژبې له منځه وړلای، نو له عربو پرته په نورو سیمو کې د اسلامي دولت سلګونه کلونه واکمنۍ به نورې ژبې په بشپړ ډول له منځه وړې وې، چې داسې ونه شول.

زمری افغان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې