سه شنبه, ۱۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د داعشي بریدونو په تړاو څو بې ځوابه پوښتنې
بسم الله الرحمن الرحيم
د داعشي بریدونو په تړاو څو بې ځوابه پوښتنې

په افغانستان کې د داعش تر نامه لاندې وسله وال پر ډېره کمه ځمکه فعالیت لري. دوی د ننګرهار په دریو ولسوالیو کې وسله وال لري، خو ویل کیږي چې په کونړ کې هم په ځینو ولسوالیو کې فعال دي. د افغانستان په شمال کې د داعش مرکز درزاب و، چې وسله والو طالبانو یې پر ضد عملیات وکړل او له هغه ځایه یې د داعش ټغر ور ټول کړ. لکه چې ومو ویل داعش کمه جغرافیه لري، خو د ډېرو خونړیو او وژونکو پېښو پړه اخلي. له دې سره څو جدي او مهمې پوښتنې شته چې له خلکو سره دي او ځوابونه یې ښکاره کوي چې ددغو بریدونو تر شا څوک دي او داعش د چا پروژه ده. تر ټولو جدي او اساسي پوښتنه دا ده چې ۳۵۰ زره افغان امنیتي ځواکونه او ۱۵ زره بهرني ځواکونه چې په پرمختللو وسله سمبال دي او پراخ ځمکنی او هوايي ملاتړ لري، څنګه په دریو ولسوالیو کې دوه زره داعشیان نه شي ختمولی؟  وسله والو طالبانو په جوزجان کې ۲۴ ورځې عملیات وکړل، طالبانو نه پرمختللې وسلې لرلې او نه یې هم هوايي ځواک، خو داعشیان یې محاصره کړل، ویې وژل او پاتې یې حکومت په الوتکو کې یووړل. اوس چې کله طالبان په دومره قوت سره داعش ختموي، نو امنیتي ځواکونه یې ولې نه شي ختمولی؟ یو بل بحث چې هېرول یې نه دي پکار هغه دا دی چې څنګه داعش په درزاب کې خوندي شو؟ د ملي یووالي حکومت خپلو محاصره شوو عسکرو ته هوايي ځواک نه ور لیږي، سرتیري یې محاصره وي، شپېته - اویا په یو ځل وژل کیږي، خو الوتکې د مرستې لپاره نه ورځي، خو محاصره شوي داعش ته څنګه حکومتي الوتکې پر وخت ورسیږي؟ په جوزجان کې د داعش مشر وايي: (( د ملي امنیت رییس ته مې ټیلیفون وکړ او ورته ومې ویل چې موږ تسلیمیږو.) د طالبانو له خوا محاصره شوي داعشیان څنګه د ملي امنیت د رییس شمېره پیدا کوي او هغه هم له ځنډ پرته مرسته ورته را لیږي؟ په کابل کې څو خونړي بریدونه وشول چې پړه یې داعش واخیستله، په دغو بریدونو کې یو په شش درک کې دوې پرله پسې چاودنې وې چې به دویمه چاودنه کې ډېرو ژورنالېستانو ته مرګ ژوبله واوښته. د برید په ځای کې لسګونه امنیتي کامرې شته، حکومت ددغه برید د څېړلو ژمنه وکړه، خو لا پایله معلومه نه ده او حکومت ولې نه حاضریږي چې د کمرو له خوا اخیستل شوي تصویرونه له خلکو سره شریک کړي؟

دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې شته چې ښيي داعش یوه پرژوه ده. حکومتي مشران یې د ختمولو نه اراده لري او نه هم اجازه، بلکې دوی باید غلي وي او په ځینو موارد کې باید مرسته وکړي. له همدې امله په کابل او نورو ولایتونو کې روان وحشت د سني او شیعه جګړه نه ده، په دې جګړه کې اسلامي اړخ نشته، یوازې یوه پردۍ او تپل شوې دسیسه ده چې غواړي په افغان مسلمانانو کې نفاق خپور کړي. له نیکه مرغه خلک دا دسیسه درک کوي او پوهیږي چې ددغو بریدونو تر شا څوک دي. له همدې امله سني او شیعه، هزاره او ناهزاره ټول یو غږ دي او دا جګړه خپله نه ګڼي.

زمری افغان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې