پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ادليب کې پېښېدونکې فاجعه!
بسم الله الرحمن الرحيم
په ادليب کې پېښېدونکې فاجعه!

په دې وروستیو کې رسنیزو راپورنو د روسیې، ایران او سوریې لخوا پر ادلیب باندې د برید یو خورا ناوړه انځور ورکړی دی. غرب هم د ادلیب د مسلمانانو د تباه کېدو په اړه بې ګناه ننداره کوونکی نه دی؛ غرب د مسلمانانو په وژلو که کیمیاوي وسلې نه ورباندې کارول کېږي خوشاله دی. ایا نړۍ خپل ټول حواس له لاسه ورکړي دي او هغه لوی ناورین چې په ادلیب کې پېښېدونکي دی نه شي احساسولئ؟

تبصره:

له څو ورځو راهیسې؛ پر ادلیب باندې د قریب الوقوع برید اوازې زیاتې شوې دي او تقریبا ټوله نړۍ ورباندې خبره ده. روسیه، ایران او د سوريې رژیم سخت تمایل لري چې د خپلو وحشي وسلو خولې پر ادلیب ور پرانیزي او د لسګونو زرو کلابند شوو خلکو هېڅ پروا هم نه لري. غرب هم سخت خوشاله دی چې د مسلمانانو د مقاومت وروستی سنګر هم له منځه لاړ شي او په دې اړه یې روسیې ته هم شین څراغ ښوودلی دی، چې خپل وحشي برید سرته ورسوي او د اختلاف یوازینی ټکی دا دی چې روسیه او سوریه به کیمیاوي وسلې نه کاروي. غرب څه څه ډول اخلاقي چلند کوي؟ روسیه او متحدین یې تر غاښونو وسله وال دي؛ دوی به ادلیب له خاورو سره خاورې کړي او ملکي خلکو ته به لږ پام هم ونه کړي. روسیه او سوریه دې ته اړتیا نه لري چې کیمیاوي وسلې وکاروي، ځکه دوی نورې درنې وژونکې وسلې کاروي.

تر ټولو د حیرانتیا خبره دا ده چې روسیه په خورا بې شرمۍ د کیمیاوي وسلو د کارولو پړه پر مخالفو مسلمانو جنګیالیو اچوي. روسیه له دې وېره لري چې که کیمیاوي وسلې وکاروي، ځکه امریکا او متحدینو ته به یې پلمه جوړه شي او عملا به مداخله وکړي. له شک پرته چې امریکا په دې هڅه کې ده چې څه ډول په یوه پلمه مداخله وکړي، مګر د ملکي وګړو د ساتنې لپاره نه، بلکې یوه داسې سیمه د ځان لپاره خوندي کړي چې تر جګړې وروسته یې د خپل نفوذ د کارولو لپاره وکاروي. 

روسیه هم د سوریې لپاره ځانته طرحه لري او هغه دا چې یو ځل به ادلیب ویجاړوي. روسیې امریکايي ځواکونو ته خبرداری ورکړی دی چې دوی د دې تضمین نه شي ورکولی چې امریکايي پوځونه چې په وژونکې سیمه کې یې اډې جوړې کړي دي، خوندي پاتې شي او روسان چمتو دي چې د خپلې دبدې لپاره قیمت ورکړي. امریکايي ځواکونو هم په دې اړه غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې امریکا ځواکونه پوره چمتووالی لري چې د برید پر مهال ورته غبرګون وښيي او د روسیې د برید پر وړاندې ودرېږي. نو کله چې بهرني ځواکونه د برید په جزیاتو یو له بل سره اختلاف لري، نو تر جګړې وروسته به د سوریې وضعیت څنګه وي، مهمه پوښتنه دا ده چې نړۍ ولې د ادلیب د ملکي وګړو د برخلیک په اړه هېڅ نه وايي.

غرب پر خپل ځان د جګړې پر مقرراتو چې د جینوا په کنوانسیون کې یې جوړ کړي دي ویاړي، مګر دا مقررات د ادلیب د موضوع او په نورو سیمو کې د مسلمانانو په اړه هېڅ په پام کې نه نیول کېږي. له نن څخه څو میاشتې وړاندې، غرب او روسيې د مسلمانو جنګیالیو سره هغه ژمنه ماته کړه چې بشار اسد به ادلیب ته دوی او د دوی کورنیو ته خوندي لار پرانیزي. اوس امریکا او روسیه دواړه داسې پلان جوړوي چې دا لوبه پای ته ورسوي او په زرګونه ملکي وګړي په ادلیب کې تر تېغ تېر کړي.

دا د نړۍ مسلمانانو ته یو ستر شرم دی چې د ادلیب د مسلمانانو ټولوژنه په خپلو سترګو ووینې او هېڅ ونه وايي. تر ټولو لومړی ترکیه، ایران او د سعودي عربستان په شمول نور عرب هېوادونه په دې لوی خیانت کې شریکان دي. دغه هېوادونه د امریکا او روسیې په توطیه خوښ دي چې ادلیب ویجاړ شي.

 د ژرغورنې یوازینۍ لاره داده چې اسلامي امت یو بل ته لاس ورکړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړي؛ هغه خلافت چې بهرنیو ځواکونو ته به د دې اجازه کله هم ورنه کړي چې په سوریه، لیبیا، یمن او نورو اسلامي خاورو کې خپلو نیابتي جګړو ته ادامه ورکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:

إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِه (رواه مسلم)

ژباړه: امام [خلیفه] هغه څوک دی چې تر شا یې جګړه کېږي او ځانونه ورباندې ساتل کېږي

 

لیکنه: عبدالمجید باتی

ژباړه: انجنیر احرار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې