پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ټاکنو کې درغلۍ، که په درغلیو کې ټاکنې؟
بسم الله الرحمن الرحيم
په ټاکنو کې درغلۍ، که په درغلیو کې ټاکنې؟

له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې ټاکنې هر ځل تر پخوانیو هغو چټلې وې. د ۲۰۱۴ کال ټاکنو خلک ډېر وځورول او نور یې د ټاکنو له نوم څخه بد راتلل. خلک تیار نه وو چې د ۴۰۱۴ کال له مسخره شوو ټاکنو وروسته په ۲۰۱۵ کې د ولسي جرګې ټاکنو ته را ووځي. حکومت او امریکايي ملګرو یې دا حالت درک کاوه او له همدې امله یې د ولسي جرګې ټاکنې تر اوسه ځنډولې دي. اوس ټاکل شوې چې د راتلونکې مېزان میاشتې په ۲۸مه ټاکنې وشي، خو له اوسه ښکاري یا به دا ټاکنې ځنډیږي او یا به هم تر پخوا لا زیاتې چټلې وي.

د ټاکنو کمېسیون وايي چې څه باندې نهه میلیونو کسانو نوملیکنه کړې ده، خو ویل کیږي چې ددې شمېرو شپږ نیم میلیونه یې جعل دی او یوازې څه باندې درې میلیونه کسانو نوملیکنه کړې ده. سر له اوسه د درغلیو په تړاو اسناد او شواهد را ښکاره شوي دي. د سیاسي ګوندونو یوه ایتلاف یو لک جعلي تذکرې او پرې وهل شوي سټیکرونه رسنیو ته وښودل. اوس چې کله یو لک جعلي تذکرې او سټیکرونه د یوه ایتلاف لاس ته ورځي، نو ښکار ده چې دا درغلي تر هغه ډېره ده چې ادعا یې کیږي. د ټاکنو په تړاو ټول بدلونونه داسې ښيي چې راتلونکې ټاکنې به تر پخوا ډېرې چټلې وي. دا به په ټاکنو کې درغلۍ نه وي، بلکې په درغلیو کې به ټاکنې وي.

له نیکه مرغه اوس خلک هم پوه دي او دا هر څه درک کوي. له همدې امله ډېره کمه برخه افغانان په ټاکنو کې برخه اخلي. دا کمه برخه هم یا د ولسي جرګې د کاندیدانو د کورنۍ غړي، نږدې خپلوان او دوستان دي او یا هم هغه کسان دي چې غواړي خپله رایه وپلوري او په دې ډول یو څه پیسې پیدا کړي. که تاسې په عامه ځایونو کې له خلکو وپوښتی چې د رایې ورکولو لپاره یې نوملیکنه کړې او که نه، ډېری به نه یوازې منفي ځواب در کړي، بلکې آن درته وبه وايي چې دوی د تېرو ټاکنو لانجه نه هېروي او نور نه غواړي ددې لانجو او بدبختیو برخه شي.

نه یوازې حکومت، بلکې نړیوال ملاتړي یې هم درک کوي چې د دوی له خوا تحمیل کېدونکې ډیموکراسي ماته شوې، مسخره شوې او خلک یې نه مني. دوی لا هم هڅه کوي چې خپل کار وکړي او له همدې امله هم راتلونکې پروسه ټاکنې نه، بلکې درغلي ده او دا ادعا سمه ده چې په درغلیو کې ټاکڼې کیږي. خلک په ټاکنو کې برخه نه اخلي، خو دوی د جعلي شمېرو په خپرولو سره غواړي ووايي چې خلک لا هم د دوی لاره خوښوي او په ټاکنو کې برخه اخلي.

زمری افغان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې