پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې د حساسیت له منځه وړلو پروگرامونه: د هغو واقعیت، موخې او پايلې
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې د حساسیت له منځه وړلو پروگرامونه: د هغو واقعیت، موخې او پايلې

یوه حیله چې له شیطانانو سره مله کفار یې کاروي، له جګړه‌ییزې تندلارۍ سره د مبارزې په نامه د پروژو عملي کول دي، چې په انګریزي کې د Counter Violent Extremism (CVE) په نامه یادېږي. زیاتره سفارتونو د دغه ډول پروژو د پلي کولو لپاره میلیونونه ډالر ځانګړي کړي، چې له کورنیو اجنټانو او د افغانستان د لاسپوڅي دولت سره په همغږۍ او جوړجاړي د خلکو د ژوند په مختلفو اړخونو کې تطبیقېږي. د دغو پروژو د عملي کولو طریقه پر افغاني ټولنه د څېړنو پر اساس ولاړه ده، ترڅو حساسیت پاروونکي موضوعات چې د دغه هېواد د مسلمانانو په افکارو او فرهنګ کې ځای لري، وپېژني.

په دغو حساسیتونو کې کورني موضوعات لکه: د ښځې او خاوند، خور او ورو اړیکې او یا نورو ټولنیزو موضوعاتو لکه د نر او ښځې ګډون، د مسلمانانو تر منځ اخوت او وروري، د سیکولر نظامونو پر وړاندې حساسیتونه، په اسلامي خاورو کې د غرب له بهرني سیاسته نفرت او داسې نور موضوعات راتلی شي. دا ډول افکار د مسلمانانو په اوسنیو ټولنو کې ډېر حساس دي او د یو دوو مواردو په استثنا چې د یوې ټولنې په عنعناتو او فرهنګ پورې تړلي دي، په حقیقت کې نور ټول په دیني او عقیدتي مفکورو کې رېښې لري. حتی داسې موضوعات دي چې په دیني نصوصو کې د فریضې تر کچې تاکید ورباندې شوی، لکه: حجاب.

کله چې دا ډول موضوعات وپېژندل شول، په مختلفو کټګوریو یې وېشي او په مختلفو نومونو د افراطیت ټاپه ورباندې وهي او وروسته له نړیوال ترورېزم سره تړاو ورکوي. بیا هڅه کوي، داسې لارې چارې طرحه کړي ترڅو په تندلاري افراطیت باور پيدا نه کړي، له هغه يې لرې وساتي او د دغه ډول افکارو په مقابل کې عادي یا Desensitize شي.

د CVE یو پروګرام دا دی چې قطعي او متفق علیه موضوعات د بحث او مناظرې پر موضوعاتو بدل کړي. هڅه کوي چې په رسنیو کې د مقالو، په پوهنتونو کې د مباحثو او د مدني ټولنو د شبکو په وسیله د رسالو د چاپ له لارې پر دغو موضوعاتو بحث وکړي. کله چې یوه قطعي او ناجنجالي موضوع د بحث وړ شوه، تر دې چې هر سړی وکولی شي چې هغه نقد یا رد او تایید کړي، نو دا مفکوره خپل اهمیت له لاسه ورکوي او نور د یوه قطعي حقیقت په توګه نه منل کېږي.

په دویم قدم کې د دغه ډول موضوعاتو د لاښې پېژندنې لپاره ترتیب شوي پيغامونه او رسالې د سیاسي او مدني فعالانو، رسنیو او حتی تبیلغاتي شرکتونو په لاسرسي کې ورکول کېږي، ترڅو په مناسبو فرصتونو کې په تدریجي ډول کار ورباندې وکړي او په خاصو شرایطو کې بحث پرې وکړي. ښايي کله یو دوه کسه د حجاب د لرې کولو پر موضوع خبرې وکړي؛ خو کله چې درې څلور کسه او وروسته یوه ډله د حجاب په مقابل کې مخالفت ښکاره کړي، په پایله کې حجاب چې یوه الهي فریضه او په افغاني ټولنه کې یو قطعي ناجنجالي دیني حقیقت دی، پر یوه عادي چاره او د نقد وړ موضوع بدلېږي او په پایله کې ټولنه د هغه په اړه بې احساسه یا Desensitize کېږي.

دا باید په یاد ولرو چې د کفارو دغو ټولو شیطاني هڅو په لومړیو مرحلو کې د دې خاورې پر پخو عمر لرونکو مخاطبانو کومه نتیجه نه ورکوي؛ خو د دویم او درېيم نسل پر مخاطبانو هرو مرو اغېز کوي او له همدې امله په پوهنتونو او مکتبونو کې پر ځوانانو زیات تمرکز کېږي. ځکه دا مسئله ټولو ته روښانه ده، چې ننی افغانستان د اجتماعي اخلاقو له نظره له ۱۷ کاله مخکې افغانستان ډېر توپير کړی او دا تغیر داسې ورو و چې شاید ډېر کم خلک ورته متوجه شوي وي او یا هم ښايي هغه مهال ورته متوجه شي چې ډېر عقیدوي او قطعي مسایل په ټولنه کې عادي او غیر حساس شوي وي.

بل ټکی چې مسلمانان باید ورباندې وپوهېږي دا دی، چې کفار په هر حال کې زیاتې پيسې او سختې هڅې دې ته ځانګړې کوي چې مسلمانان بې‌لارې کړي. مګر د الله سبحانه وتعالی دغه قول ته په کتو دوی په دنیا او آخرت کې له ماتې سره مخ کېدونکي دي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾

[الأنفال:٣٦]

ژباړه: کافران د (خلکو) د بې‌لارې کولو لپاره خپل مالونه لګوي. هغوی به خپل مالونه مصرف کړي، خو وروسته به یې د حسرت او پښېمانۍ لامل شي او ماتې به هم وخوري. بېشکه چې کافران به ټول دوزخ ته راټول کړل شي.

الله سبحانه وتعالی خپل کتاب د بشر د هدایت لپاره رالېږلی، چې په هغه کې یې شیطان د انسانانو ښکاره دښمن معرفي کړی، ترڅو خپل بنده ګان یې د دغه ښکاره دښمن له شره په امن کې وي. هغه سبحانه وتعالی یوازې د دغه دښمن په معرفي بسنه نه ده کړې، بلکې د شیطان هغه حیلې او مکر یې د خپل هدایت په کتاب (قرآن) کې لا ډېر روښانه کړی، چې له صراط مستقیم څخه د بنده‌ګانو د بې‌لارې کولو لپاره یې کاروي.

د شیطان یو مکر د ګناه او ناوړه اعمالو په مقابل کې د حساسیت او نفرت له منځه وړل دي. یعنې مخکې له دې چې یو بنده د ناوړه عمل تر سره کولو ته تحریک کړي، د دغه عمل په مقابل کې د ده حساسیت په تدریج له منځه وړي. له همدې امله الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې مومنانو ته دستور ورکړی، ترڅو د شیطان په لاره ولاړ نه شي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ﴾

[بقره:٢٠٨]

ژباړه:اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! ټول اسلام بشپړ ومنئ او په هر اړخیز ډول پکې داخل شئ او د شیطان د وسوسو پيروي مه کوئ (د هغه په لاره مه ځئ). بېشکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.

د شیطان خطوات یا ګامونه همغه مکرونه دي، چې شیطان یې له مفسدینو او ګمراهانو سره په جوړجاړي د مسلمانانو د غولولو لپاره کاروي. ځکه ډېری وخت ذاتاً خپله همغه عمل په واقعیت کې ښکاره ګناه نه ګڼل کېږي؛ خو بالاخره په خلکو کې په ناوړه ګناهونو او فساد تمامېږي. د خپل ويښتابه او له فتنې څخه په امن کې پاتې کېدو لپاره پر موږ مسلمانانو واجبه ده، چې د کفارو (چې خپله د شیطانانو استازي او ملګري دي) مختلفې حیلې او مکرونه مطالعه کړو او ویې پېژنو. دا مکرونه اوسمهال په اسلامي خاورو په تېره بیا په افغانستان کې د ډېرو سنجول شوو پروژو او پروګرامو په اډانه کې تطبیقېږي. زیاتره د دغه پروګرامونو موخه د امت ځوانان دي، چې د اسلامي نظام د نشت پر اساس یې مناسب فرصتونه او ظرفیتونه نه دي موندلي، ترڅو له خپلو دیني سرچينو سره سم، لازم او دقیق فهم پيدا کړي.

دا پروګرامونه د ډېرو جذابو پروګرامو لکه سوله، زغم او یو بل منل، د کثرت‌ګرا ټولنو جوړولو او نورو جذابو نومونو په اډانه کې تطبیقېږي؛ خو په حقیقت کې دا پروګرامونه د (Desensitization Programs) یا حساسیت له منځه وړونکي پروګرامو په نامه یادېږي. منشاء او نهايي هدف یې په ټولنه کې د منکراتو عادي کول او د منکراتو او استعمارګرانو په مقابل کې د مسلمانانو حساسیت او نفرت له منځه وړل دي.

جمال تره‌کی

Last modified onجمعه, 09 نومبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې