جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب التحرير پر خلاف د شرق الاوسط دروغجنې څرګندونې
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب التحرير پر خلاف د شرق الاوسط دروغجنې څرګندونې

الله لره د ستاینه وي، چې تل د حق او باطل ترمنځ شخړه ډاګیزه کوي. د شرق الاوسط ورځپاڼه ځکه پړه نه ده، چې د سعودي له څېړنيز او خپرندوی مرکز څخه خپرېږي. ياده ورځپاڼه د پوتين وحشي رژيم له دروغو ملاتړ کوي، چې ان له ستالیني رژيم څخه په جنايتونو کې مخکې ده.

ياده ورځپاڼه نه يوازې د روسيې د فدرالي امنيتي خدمتونو د ادارې (FSB) د اطلاعاتو دفتر لخوا په مسلمان ميشت تاتاريستان کې د حزب التحرير د غړي د نيول کېدو خبر ورکوي، بلکې يادې ورځپاڼې د حزب پر وړاندې نور تورونه هم ولګول او له ځانه جوړ کړي دروغ يې خپاره کړل، چې «حزب په تروريستي کړنو سره خپلې موخې ترلاسه کوي». ( ګڼه: ۱۴۵۶۳، د ۱۴۴۰هـ.ق، د سفر ۲ مه د جمعې ورځ ـ د ۲۰۱۸م د اکټوبر ۱۲مه). ورځپانه زياتوي: « حزب التحرير د خپلو هلو ځلو ترڅنګ چې په روسيه کې ګڼ مسلمانان جذبوي او له ادارې جوړښت سره ورته سمې منظمې حلقې جوړوي، په منځني ختيځ کې د ناقانونه سازمانونو او جنايتکاره ډلو ملاتړ کړی دی، د هغوی لپاره يې د رضا کارانو په جلب وجذب کې مرسته کړې او هغوی يې تروريستي کړنو ته هڅولي دي». موږ غوښتل چې پر همدې راپور باندې خپله تبصره وليکو، خو يادې ورځپاڼې د همدې راپور پر وړاندې د تبصرې لیکلو مخه نيولې. هرې ويبپاڼې چې ياد راپور خپور کړی دی، موږ يې پر وړاندې خپله تبصره لیکلې، خو موږ و نه توانېدو چې د شرق الاوسط په ويبپاڼه کې خپله تبصره وليکو ځکه د تبصرې ليکولو ځای يې بند کړی دی!!

نو اوس موږ پوښتنه کوو، ايا موږ باید د پوتين د وحشي رژيم له جنایتکارو ساتونکو سره معامله وکړو، چې شپه او ورځ د الله سبحانه و تعالی د رڼا په وژلو بوخت دی، په بې رحمانه ډول مسلمانان ځکه ځپي او سختې سزاوي ورکوي، چې پر ځمکه د الله سبحانه و تعالی د قانون پلي کول غواړي. يا موږ بايد د سعودي د هغه څېړنيز او خپرندوی بنسټ دروغ خلکو ته ثابت کړو، چې واکمنانو يې له دوو سپیڅلو مسجدونو(حرمینو شریفینو) سره خيانت کړی دی. دوی په ښکاره داسې شعار بدرګه کوي: «له الله پرته بل هیڅ پر حق معبود نه شته او محمد صلی الله عليه وسلم د الله رسول دی». دوی دغه شعار د خپل ښکاره خيانت د پټولو په موخه کاروي!

 د حزب التحرير پر خلاف د دوی ناسم تورونه او څرګند دروغ چې ګواکې ياد حزب د تروريزم له لارې خپلې موخې ترلاسه کوي، هيڅ ځای نه نيسي. حزب له وېرې پرته د پوتين رژيم او په اسلامي هيوادونو کې د مستبدو رژيمو پر وړاندې په ډاګه حق وايې او حق ته دعوت کوي. حزب له پيل څخه د فکري او سياسي مبارزې له لارې د خلافت د تاسيسېدو پر مټ د اسلامي ژوند بېرته را ګرځول غواړي. حزب له امت سره کار کوي، ترڅو د الله سبحانه و تعالی قانون پر ځمکه نافذ او پلی شي. دا نه نوې هڅه ده او نه هم د جنايتکارو رژيمونو پرله پسې ناکامۍ دي چې په دوامداره توګه يې د حزب د کارونو د مخنيوي هڅه کړې. د دوی هره هڅه ځکه ناکامه شوې چې په حزب کې شته کسان پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رسول صلی الله عليه وسلم کلکه عقيده لري او ياد درانه پېټي ته يې اوږه ورکړې ده. الله سبحانه و تعالی دوی پر دې وياړلي دي چې نور خلک د هغه سبحانه وتعالی دين ته دعوت کړي، د هغه قانون پر ځمکه پلی کړي او دوی شاهدان واوسي پر هغو انسانانو باندې چې خلک اسلام ته رابولي، لکه څرنګه چې الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب قران کريم کې فرمايي:

 

﴿وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً

[البقره: ۱۴۳]

ژباړه: او همدارنګه موږ ستاسو منځنی امت غوره ګرځولی، د دې لپاره چې تاسو پر خلکو باندې شاهِدان شئ او رسول پر تاسو باندې شاهد شي.

لکه څرنګه چې مدعي اړ دی چې شواهد وړاندې کړي، موږ شرق الاوسط ننګوو چې د خپلې هغې دروغجنې ادعا لپاره ثبوت وړاندې کړي، چې ګواکې حزب التحرير تروريستي کړنې سرته رسوي، که يې نه شي وړاندې کولی چې وړاندې کولی يې هم نه شي، بيا نو موږ پر مخلصو مومنانو ږغ کوو چې د ورځپاڼې هغه ليکوالان محاسبه کړي، چې د دعوت کوونکو پر وړاندې دروغ خپروي او د دين د دښمنانو دروغو ته نوره  پراختيا هم ورکوي. ورځپاڼه مسلمان تاتاريستان د «روسانو» په څېر بولي! د هغه ځای د میشتو خلکو پر اسلام سترګې پټوي! د يادې سيمې خلک په خپله خوښه اسلام ته دننه شوي او په سر او مال له اسلام څخه دفاع کوي. موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو، چې د يادې ورځپاڼې او دې ته ورته ورځپاڼو له مسوولينو څخه زموږ غچ واخلي، چې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف له ټولو شريرو عناصرو سره یې يوځای خوله خلاصه کړې ده. که څه هم کافران، منافقين او د امت دښمنان چې د امت بچيان هم ورسره دي، له اسلام څخه کرکه لري، خو موږ د الله سبحانه و تعالی پر بري بشپړه عقيده او باور لرو. ثنا او ستاينه د هغه الله لره وي چې د مومنانو لپاره يې بری ډاډمن کړی دی او موږ پر الله سبحانه و تعالی تکيه کوو. هغه سبحانه و تعالی تر ټولو غوره ملاتړی دی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ

[غافر:۵۱]

ژباړه: بېشكه موږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند او هغې ورځ كې مرسته كوو  چې ګواهان به ودرېږي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ

[الروم:۴-۵]

ژباړه: او په دغې ورځ به مومنان د الله په نصرت خوشاله شي، هغه سبحانه وتعالی هر چاته چې وغواړي نصرت وركوي.

ډاکتر عثمان بخاش

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر رييس

ژباړن: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې