سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ځوړتیا او لوېدل: اسلامپالو او پخوانیو مجاهدینو د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې څنګه ماتې وخوړه؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ځوړتیا او لوېدل: اسلامپالو او پخوانیو مجاهدینو د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې څنګه ماتې وخوړه؟

د افغانستان په ۲۵ ولایتونو د پارلماني ټاکنو د لومړیو پایلو اعلان ښيي، چې د ټاکنو په بریالیو څېرو کې په اسلامي حزب، پخوانیو مجاهدینو او اسلامپالو پورې اړوند کسان ډېر لږ لیدل کېږي او د بریالیو کسانو ستره برخه پخواني وکیلان او نوې څېرې دي، چې تجاران، د امریکایانو قراردادیان، ځوانان، تکنوکراتان او ډېر کم د رهبرانو زامن پکې شامل دي.

هغه څه چې د ټاکنو له لومړیو پایلو په ډاګه کېږي دا دي چې سیکولر قشر او هغه کسان چې مذهبي مخینه او په اسلامي ګوندونو کې غړیتوب او په ټولنه او خلکو کې موقف نه لري، په ټاکنو کې بریالي شوي او له اسلامپالو عناصرو او پخوانیو مجاهدینو څخه مخکې شوې دي. دغه ناکامي دغه ټکی په ښکاره بیانوي چې د پخوانیو مجاهدینو د محبوبیت کچه او ټولنیز موقف د ځوړتیا په حال کې دی.

په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې د ټاکنو ستره ځانګړنه درغلي، بدنامي او رسوايي ده او دا موارد په پارلماني ټاکنو کې بشپړ ښکاره وو، چې یو نابالغ ماشوم هم ورباندې پوهېږي. خو دولت هم هڅه وکړه چې له خپلو په لاس کې شته امکاناتو او د مقابل لوري له سیاسي غفلت څخه په ګټې اخیستنې د خپلو رقیبانو د بریا مخه ونیسي، چې ستره برخه یې پخواني مجاهدین او په اسلامي ګوندونو پورې اړوند کسان وو. دولت دا مهندسي په ناامنه سیمو کې د ټاکنو د نه ترسره کېدو، تخنیکي او بشري ستونزو، د رایو د بایومتریک مسئلې، د ځانګړو ساحو رایې قرنطین کولو او په پایله کې د یوې ټاکلې حوزې د رایو باطلولو تر نامه لاندې ترسره کړه.

په پارلماني ټاکنو کې د اسلامپالو او پخوانیو مجاهدینو ماتې یو تصادف نه دی او دا یوازې د ټاکنو ډګر نه دی چې دوی پکې ناکام شول، بلکې په ډېرو ډګرونو کې یې د افغانستان د دولت او د هغه د نړیوالو ملاتړو لخوا درنې ضربې لیدلې، چې جبران یې ډېر سخت دی.

هر د فکر او بصیرت خاوند غواړي وپوهېږي، چې د پخوانیو مجاهدینو پر سر څه بلا راپرېوته، چې داسې منزوي شول او د کار او سیاست واګې یې له لاسه ووتې؟

پر دغه رمز د پوهېدو لپاره باید هغو ورځو ته سر ورښکاره کړو، چې پخواني مجاهدین د افغانستان د سیاست په راس کې وو، په خلکو کې یې ځای درلود او په زړونو کې محبوبیت. خلکو له ډېرې مینې د دوی نومونه پر خپلو اولادنو اېښودل. د جهاد پر وخت د مجاهدینو د محبوبیت، شهرت، عزت او بري لامل یوازې یوه ټکي ته ورګرځېده، هغه هم پر اسلام منګولې لګول او د اسلامي ارزښتونو پالل وو. دغو ارزښتونو هغوی ته په نړیواله کچه شهرت ورکړ او د نړۍ په نورو ځایونو کې د ډېری مبارزانو الګو شول.

خو له ۲۰۰۱ وروسته هغوی ستراتيژيکه تېروتنه وکړه او د قوت، قدرت او عزت منبع یې چې په اسلام او د جهاد په ارزښتونو کې نغښتې وه، د جهاد د مبارزې په ډګر کې پرېښوده، د سیاست په ډګر کې يې اسلامي ارزښتونه ګوښې ته کړل او د ډیموکراسۍ لار یې غوره کړه. ته وا اسلام د سیاست او سیاسي چارو د پر مخ وړلو لپاره حللاره او ارزښت نه لري. دلته یې نو لوبه له لاسه ووته او داسې تېروتنې یې وکړې، چې تر اوسه لا دوام لري. داسې تېروتنې چې د افغانستان د خلکو څو کلنې مبارزې او سرښندنې یې د سیاست په ډګر پوپنا کړې.

دوی دا درک نه کړه چې یوه مجاهد ته د ډيموکراسۍ په ډګر کې سیاسي مبارزه ناممکنه ده او د جهاد له ارزښتونو سره په دغه ډګر کې مبارزه نه شي کېدی. په حقیقت کې ډیموکراسي د تکنوکراتانو، سیکولرانو او ډيموکراتانو د لوبې ډګر دی نه د مجاهدینو. ډيموکراسي نظام د جهاد له اساسي ارزښتونو سره په ټکر کې دی، ځکه جهاد د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمیت لپاره دی؛ خو په ډيموکراسۍ کې خلک د خلکو لپاره قانون جوړوي او حاکمیت کوي.

نو د سیاسي تېروتنو لړۍ یې د بن له کنفرانسه پيل شوه، چې معامله یې وکړه او امریکايي نظم ته ورګډ شول او ګومان یې کاوه چې تل به د امریکا ملاتړ ورسره وي؛ خو له دې غافل وو چې د وسیلې په توګه کارېدلې دي. دا کار یې د ډېرو کسانو په تعبیر د افغانستان د ميلیونونو شهیدانو او د جهاد د رهبرانو له آرمانونو سره خورا ستر خیانت ګڼل کېږي.

د لنډمهاله او انتقالي حکومت پر مهال پر لوړو دولتي څوکیو، باد راوړو بهرنیو مرستو او عیش وعشرت بوخت شول، چې ډېر دوام یې ونه کړ. د غفلت او په ناسم ډګر کې د مبارزې په پایله کې د خلیلزاد په مکارانه سیاستونو يو په بل پسې د جنګسالارانو په نامه د قدرت له ګدۍ ګوښه کړل شول، یو شمېر یې په مرموزه بڼه ووژل شول او ځينې نور په کور کېنول شول. یو بل قشر چې لا تر اوسه په سمبولیکه بڼه په دولت کې په کار بوخت دي، اجرايي قدرت نه لري، مجبور دي چې د دولت په مسیر او د امریکایانو پر اجنډا وڅرخي.

په تېرو ۱۷ کلونو کې د دوی سطحي کارنامه د دې لامل شوه چې له یوې خوا خپل واقعي او د خلکو قدرت له لاسه ورکړي او خلک پر دغه قشر خپل باور له لاسه ورکړي او له بلې خوا له دې امله چې په ناسم ډګر کې يې مبارزه وکړه، له سیاسي نظره یې هم کومه بریا تر لاسه نه کړه او په لاس کې شته جوړښتونه یې هم له لاسه ووتل. لکه څنګه چې د ملي یووالي حکومت په دوره کې ډېری ملکي او نظامي بنسټونه د اصلاحاتو او ځوانولو په نامه له اسلامپاله او مجاهدو عناصرو او څېرو پاک شول او په بدل کې يې سیکولر عناصر ځایناستي شول.

له داخلي نظره هم دا قشر تیت وپرک او ټوټې ټوټې شو، دا چاره لامل شوه چې ځينې یې د بهرنیو استخباراتو لمن ونیسي او له بهرني نظره یې هم د افغانستان په سیاست کې خپل ځای داسې کسانو ته پرېښود، چې تر څو کلونو مخکې يې هېڅ ارزښت نه ورکاوه او هغوی یې غربيپال، بې‌رېښې تکنوکراتان او ټولنیز موقف نه درلودونکي معرفي کول. خو همدا بې‌رېښې قشر نن د پارلماني ټاکنو په ډګر کې بریالی شوی، ځکه سیکولران په داسې ډګر کې لوبه کوي، چې له خپلو منل شوو ارزښتونو سره یې سمون لري. برعکس پخواني مجاهدین په داسې ډګر کې مبارزه کوي چې له فکري، عقیدتي او احساسي نظره خوار کوچینی ارتباط نه ورسره لري. په پایله کې اوس مجبور دي چې د همدغه بې‌رېښې قشر حاکمیت ومني او تر دې بده لا دا چې یو شمېر نورو لا تر اوسه هم لازم عبرت نه دی اخیستی او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د چوکۍ او مقام اخیستو لپاره له بې‌رېښې او تکنوکراتو انسانانو سره د معاملې او جوړښت په لټه کې دي، چې که هغوی بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړي، د پخوانیو مجاهدینو قشر به لا انزوا ته کش کاږي.

البته داسې فهم نه شي چې د لیکوال موخه دا ده، چې په پارلماني ټاکنو کې د پخوانیو مجاهدینو بریالي کېدل د دوی د بري او سم سیاست نښه ده، نه هېڅکله داسې نه ده، بریالي کېدل یې هم په ډيموکراتيک نظم د دوی ذوب کېدل ښيي. اساسي خبره دا ده چې دغه قشر خپلې اصلي ستونزې ته متوجه شي او له تېروتنې لاس واخلي. په واقعیت کې د پخوانیو مجاهدینو، اسلامي ګوندنو او اسلامپالو ستونزه دا ده چې تل یې د فکر او سیاست په ډګر کې بایللې او دا بایلل یې له دې امله دي چې په اشتباه ډګر کې مبارزه کوي. نو تر کله چې دا قشر درک نه کړي چې د مبارزې ډګر یې اسلام او د اسلامي ارزښتونو حاکمول دي، په بله هره مبارزه او سیالۍ کې به ماتې خوري.

نو اسلامي امت په ځانګړې توګه د ټولنې متنفذینو او قدرتمن قشر ته اړینه ده چې اسلام په ټولو ډګرونو کې د خپل فکر او سیاست اساس وټاکي او پر اسلامي ارزښتونو د منګولو په لګولو د خلکو واقعي قدرت لاس ته راوړي. قدرت ته له رسېدو وروسته هم په کورنیو اختلافونو او د نفس هوا کې ښکېل نه شي، بلکې له خپل قدرته د اسلامي نظام د حاکمیت او پلي کولو لپاره ګټه واخلي، ترڅو د تاریخ پاڼه واړوي او بری او دنیوي او اخروي عزت یې په برخه شي. له دې پرته بله هره لار یې قوت کمزوری کوي او د مال، سر، عزت او ناموس دښمن یې پر سیاسي برخلیک حاکموي.

په واقعیت کې په امریکایي-ډيموکراسي نظام کې عزتمن بې عزته او بې عزته عزتمن کېږي او په افغانستان کې د ډېرو ډيموکراتیکو پروسو پایلې دا ټکی په ښکاره ثابتوي. نو ځای لري چې د فاروق اعظم رضی الله عنه دا وینا د خپلو سیاسي مبارزو پر لوحه ولګوو، چې ویل یې: «موږ جاهل قوم وو، چې الله سبحانه وتعالی د اسلام په وسیله عزت راکړ او هرکله چې دا عزت بل ځای ولټوو، الله سبحانه وتعالی مو خواروي.»

مصدق سهاک

د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې