سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له یو بل سره د اړیکو عادي کېدو پر لور
بسم الله الرحمن الرحيم
له یو بل سره د اړیکو عادي کېدو پر لور

(ژباړه)

په ښکاره د پاکستان رژیم د ډېرو موضوعاتو په پټولو سره په باخبره توګه له هند سره د اړیکو د عادي کولو ګام اخلي. دغه هېواد اعلان کړه چې که هند یو ګام واخلي، پاکستان به دوه ګامونه واخلي. د هند د بهرنیو چارو وزیره یې د کارترپور هوایي دهلېز پرانیستلو ته راوبلله، چې د هند دولت د دغه هوایي دهلېز له جوړېدو سره مخالفت کاوه. دا په یو اړخیزه توګه اعلان شوه چې جګړه ټاکنه نه ده، په داسې حال کې چې هند د کوم څه په اړه کوم ډاډ نه دی ورکړی. په حقیقت کې هند د سړې جکړه د بیا پیلېدو په هڅه کې دی او له اټومي ظرفیت سره مخ دی.

پر دې سربېره، پاکستان د هندوانو په جشنونو کې هند ته مبارکي ورکړه، په داسې حال کې چې د هند د پوځ مشر په تونده لهجه له پاکستان وغوښتل چې که سوله غواړي، باید لاډېر سېکولر شي. په افغانستان کې د ځای پر ځای کېدو موضوع په اړه له هند څخه غوښتنه وشوه څو مهم رول ولوبوي، هغه ځای چې هند یې د پاکستان په بلوچستان او شاوخوا په ناامنه کېدو کې مهم رول لري. دغه کار د ازادې سوداګرۍ تر نامه لاندې له هند سره ترسره کېږي؛ حتی پر دې سربېره چې هند د پاکستان د ګټو په له منځه وړلو تورن دی.

 له هند سره د اړیکو عادي کول د خبرو یوازینۍ لار او د یوې بریا په توګه ښودل کېږي. ادعا کېږي چې د پاکستان د اقداماتو پر وړاندې د هند چوپتیا به هند ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې لامل شي. پر دې سربېره د پاکستان رژیم خلکو ته ډاډ ورکوي چې له هند سره د اړیکو عادي کېدل د نېکمرغۍ او امنیت کیلي ده.

له هند سره د اړیکو د عادي کېدو په سیاست باید بیا کتنه وشي او پرېښودل شي. له هند سره د اړیکو عادي کېدو تر شاه د ددې هېواد رژیم، هند، د سیمې حالت او نړیواله ټولنه سمه نه مطالعه کوي. که یې دغه کار سم تر سره کړی وی، دغه سیاست یې پرېښوده.

له هند سره د اړیکو عادي کېدو قضیه رڼه او ښکاره ده، څنګه چې هند په ښکاره د اسلام او مسلمانانو دښمن دی. په اشغال شوي کشمیر کې د هند وحشت او همداراز په ګجرات کې د مسلمانانو پر وړاندې د BJP (د جاناتا ناسیونالېست ـ هندو حزب) د پروګرامونو رهبري د دوی د اسلام ضد کړنې ښيي. د هند لومړی وزیر نریندرامودي د پاکستان د نامنه کولو لپاره له افغانستان څخه د یو ابزار په توګه ګټه اخلي او په دې برخه کې یو بل دلیل دی. د مودي له خوا د اوبو بند پرګرام پر پاکستان د فشار راوړلو او د هغوی بې اوبو کول په دې برخه کې یو بل دلیل دی. په سرحدونو کې د عدالت او نېکمرغۍ رامنځته کېدو لپاره د هند بې وسي دا ښيي چې دغه هېواد د یو سیمه ییز سیاست لپاره مناسب نه دی. په حقیقت کې له هند سره د پاکستان د لسګونه لسیزو چلند او مبارزه د یو دښمن دولت په توګه له کوم حکمت پرته تر سره شوې ده. د نوي پاکستان د باورلیک له تاسیس سره مخالفت په سیمه کې د مسلمانانو د ګټو په اړه د دغه رژیم دوه مخیتوب ښيي.

هغه داسې چې د سیمې حالت د امریکا د سیاست پر مټ ټاکل شوی او د هغو هېوادونو له خوا چې پر بنسټ یې عمل کوي پلی کېږي. د هند حکومت د مودي په واکمنۍ کې په بشپړه توګه پر یو سیمه ییز حکومت د بدلېدو لپاره د امریکا د برنامو اړوند پر مخ ځي، چې د سیمې د مسلمانانو او چین لپاره د یو مخ کېدونکي دولت په توګه عمل وکړي. امریکا د افغانستان او بنګله دېش پر حکامو د نفوذ له لارې په دغو دوو هېوادونو کې د ستراتیژۍ پلي کېدو او له صحنې څخه د پاکستان بېرون کولو لپاره ګټه اخلي. امریکا د پاکستان په اوسني رژیم کې د یوې سیمه ییزې رهبرۍ په توګه د هند د رژیم پر وړاندې د یو خنډ له منځه وړلو په موخه ګټه اخلي، چې له امریکا وروسته دویمه خبره وکړي. د هند واقعیت ته په کتو څرنګه کولی شي چې د سیمې لپاره نېکمرغي او امنیت راوړي؟ ولې باید پاکستان هند ته د کار د اسانه کولو لپاره له صحنې لېرې شي؟ څنګه چې د نړیوالې ټولنې په نظر دغه هېواد له سیالو هېوادونو سره د مبارزې وس نه لري. په حقیقت کې د دغه هېواد په اړه هېڅ نړیوال څه نشته او دا یوازې د پنځو لویو هېوادونو، لکه امریکا، روسیې، فرانسې، انګلیستان او چین د ګټو لپاره یو ګواښ دی، چې په پایله کې دغه هېواد یو قدرت دی، خو په سیمه کې یوازې دی. د اسلام او مسلمانانو له نظره دغه پنځه قدرتونه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې سره یوځای دی، دښمن هېوادونه بلل شوي او په دې برخه کې یې ګټې هم تنظیم شوې دي. حتی چین له هند سره د دښمنۍ او سیالۍ پر درلودو سربېره پخپلو سرحدونو کې پر اسلام او مسلمانانو وحشیانه بریدونه کوي؛ چې مسلمانانو ته د جزا ورکولو لپاره محکمې لري. د میانمار له وحشي رژیم څخه د چین ملاتړ د اسلام پر وړاندې په سیمه کې د هند دښمن سیاست ښيي.

نو پر همدغه بنسټ امنیت او نېکمرغي د سیمې د مسلمانانو د اوږمهاله ځورېدو د پای ته رسېدو لپاره په اسلام کې نغښتي دي. دا اسلام و چې د پېړیو لپاره یې سیمه رهبري کوله او دا اسلام دی چې یو ځل بیا به همداسې وکړي. له همدغه امله پاکستان د بدلون ځای دی، ځکه په سیمه کې د مسلمانانو لوی هېواد دی، که څه هم د ټول امت په منځ کې نه دی. نو پر همدغه اساس دښمنو هېوادونو ته د امتیاز ورکولو لپاره پاکستان باید د نبووت پر تګلاره د خلافت تاسیسېدو لپاره د پیل ټکی شي، چې د اسلامي امت له ګټو څخه د ظرفیتونو له لارې په ټولیز ډول ساتنه وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ

[انفال: 72]

ژباړه: که هغوی د دین په اړه له تاسو مرسته وغواړي، مرسته ورسره وکړئ!

لیکوال: مصعب عمیر

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onپنج شنبه, 03 جنوری 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې