سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سولې خیال: د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د ترکیې رول
بسم الله الرحمن الرحيم
د سولې خیال: د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د ترکیې رول

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د وران میلادي کال د جنوري په څلورمه نېټه د جمعې په ورځ لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې، اردوغان په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې تر منځ له یوې درې اړخیزې ناستې د جوړېدو څخه خبر ورکړ. همداسې ځینې رپورټونه په ډاګه کوي چې د پاکستان او ترکیې تر منځ نظامي اړیکې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي.

ترکیې ته د عمران خان سفر داسې مهال تر سره کیږي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لخوا مخته وړل کېږي. د ۲۰۱۸ ز کال د ډسمبر پر ۱۷مه زلمي خلیلزاد له عربي متحده ایالاتو، سعودي عربستان او پاکستان سره یو ځای په ابوظبۍ کې د طالبانو له استازو سره خبرې اترې وکړې. د ځینو رپورټونو له مخې د آی اس آی نوی رئیس عاصم منیر هم په دې ناسته کې ګډون درلود. په حقیقت کې د پاکستان حکومت په ناسته کې د طالبانو د نظامي استازو د شتون منځګړیتوب هم کړی دی.

له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ډېرې محرمې ساتل شوې تر دې چې لا د خبرو اترو یو انځور یا ویډیو په رسنیو کې نشته. د ابوظبۍ په ناسته کې افغان استازو د طالبانو له استازو سره د ليدو په هیله په دهلیزونو کې ډېر ساعتونه منتظر پاته شول، مګر طالبانو د افغان دولت له استازو سره دا لیدنه رد کړه.

اوسنۍ اوضاع ته په دقیقه توګه له کتو سره داسې جوتیږي چې امریکا له طالبانو سره تر درې ځلو لیدو وروسته بیا هم کومه د پام وړ پایله نه ده تر لاسه کړې. له دې امله امریکا، پاکستان د یوه بنسټیز رول لوبوونکي په توګه چې د سولې په لړۍ کې بنسټیز رول لوبولی شي بولي او د سولې خبرې اترې چې په هر قیمت کیږي هغې پایلې ته چې امریکا یې غواړي ورسوي. له دې امله د ابوظبۍ له ناستې وروسته، امریکا نهه بیلیونه ډالر پاکستان ته د سیاسي بډې په توګه وعده ورکړل شوه، چې شپږ بیلیونه ډالر یې د سعودي عربستان لخوا او نور درې بیلیونه ډالر یې د عربي اماراتو لخوا پاکستان ته ورکول کیږي.

افغان حکومت په دې ښه پوهیږي چې څه لوبه روانه ده او پوهیږي چې په دې لړۍ کې د یوه بې کاره برخې ته بدل شوی دی، له همدې امله له ابوظبۍ ناستې وروسته، د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د یوې مطبوعاتي اعلامیې له لارې دا په ډاګه کړه چې پرته له افغان حکومت څخه نور هېڅوک د افغان سولې د خبرو اترو په هکله د تصمیم حق نه لري. دا جوته خبره ده چې د سولې خبرو اترو لپاره اجنډا او عملي پلان د امریکا په مشرۍ د پاکستان لخوا جوړیږي.

د دې لپاره چې امریکا بېړه لري چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو کې یوې پایلې ته وسیږي، له پاکستان سره د معاملې لپاره چمتو شوې، ځکه چې پاکستان دا وړتیا لري چې دا پرګرام په مخ بوځي، څرنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې پاکستاني حکومت یو شمېر طالبان له امریکایانو سره معامله کړل او همداسې له کراچۍ بندر څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو ته د تېرېدو د اجازې ورکولو په وسیله امریکا ته یې د افغانستان د ښکېلاک لار هواره کړه. ترکیې ته د عمران خان سفر د امریکا او پاکستان له مخکې پروګرام شوې اجنډا یوه برخه ده چې د هغې پر بنسټ به د پاکستان لوړ پوړي چارواکي په نږدې راتلونکې کې د سیمې هېوادونو ته ډېر زیات سفرونه ولري چې د هغوی تخنیکي او سیاسي مرستې تر لاسه کړي.

له بله پلوه پاکستاني چارواکي د سیمې هېوادونو ديپلوماتیک سفرونه د دې لپاره کوي دي چې له دې ډاډ ورکړل شي چې د امریکا او پاکستان تر منځ د سولې د خبرو اترو په هکله هوکړې د سیمې هېوادونو ګټو ته کوم تاوان نه رسوي.

په حقیقت کې روانه لړۍ چې د سولې خبرې اترې نومول شوې یوه امریکايي لړۍ ده چې پکې امریکا مرکزي رول لوبوي او نور لوبغاړي یې د سیمې هېوادونه لکه پاکستان، سعودي عربستان، ازبکستان، قطر، متحره عربي امارت او ترکیه دي. له دې امله په داسې حالت کې داسې نه معلومیږي چې امریکا دې ترکیه په فعاله توګه په دې مسله کې ښکېل کړي لیکن د هغې سیاسي او تخنیکي مرستې به د یوه ملاتړ کوونکي په توګه د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې تر لاسه کوي. همداسې ترکیه هغه اغېزه پر طالبانو نه لري چې پاکستان، ایران او روسیه یې لري.

له بله پلوه دا هم باید له یاده ونه ایستل شي چې ترکیه په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې د امریکا د استعماري اجنډا په پلي کولو ښکېله ده، له دې امله امریکا له ترکیې پرته نور سیاسي لوبغاړي لري چې په افغانستان کې خپل استعماري او غربي اجنډا په ښه توګه پلي کړي. هو امریکا د سوريې او عراق په موضوع کې ترکیه وکاروله، لیکن ترکیه په افغانستان کې هماغه پایله نشي درلودلای. ځکه افغانستان او ترکیه ډېر لږ دوه اړخیزې او ګډې سیاسي اړیکې لري، له همدې امله به ترکیه د افغانستان د سولې خبرو اترو کې کوم ښه رول ونشي لوبولی.

مسلم بغلانی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې