جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل او د سولې خیال
بسم الله الرحمن الرحيم
له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل او د سولې خیال

په افغانستان کې له دوو لسیزو جګړې وروسته امریکايي سرتېرو په ښکاره هوډ کړی چې دغه وحشت ته د پای ټکی کېږدي او په بې ساري توګه هلې ځلې کوي څو د سولې خبې یوې ځانګړې پایلې ته ورسوي. د سولې خبرې اوسمهال په یوه اساسي ټکي ولاړې دي او تر دې مهاله یې په اړه د طالبانو او د امریکا د ځانګړي استازي تر منځ بېلابېلې غونډې شوې دي.

له طالبانو سره د سولې د تړون لپاره د امریکا هڅو په خلکو کې دا هیلې ټوکولې چې د دغې خاورې له کلونو اشغال او د بې ګناه مسلمانانو له وژلو وروسته ښايي سوله راشي. خو د پام وړ ټکی بیا له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل دي. هغه موضوع چې په بېلابېلو ناستو کې څو څو ځلې پرې خبرې شوې او هم سولې ته د رسېدو لپاره اساسي شرط بلل شوی دی.  

بېلابېلو امریکايي چارواکو هم له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو په اړه خبرې کړې. لکه څنګه چې په قطر کې د طالبانو او د امریکا د استازو په ناسته کې زلمي خلیلزاد په څرګندو ټکو وویل، چې امریکا غواړي له افغانستان څخه ووځي. همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، په خپل ټويټر کې ولیکل: «امریکا د سولې په هڅو کې جدي ده، څو له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي او هم په دغه هېواد کې د تروریستانو د پټنځایونو مخه ونیسي.» بل خوا د وتلو خبرې هغه مهال رامنځته کېږي چې د امریکا مقابل لوری هم له دغه هېواد څخه د امریکايي سرتېرو ایستل غواړي او هغه اتلس میاشتینی وخت یادوي چې د «رند» په طرحه کې یاد شوی و.

خو پوښتنه دا ده چې امریکا به په خپله ژمنه ودریږي او خپل سرتېري به وباسي او که نه؟

په ځواب کې باید وویل شي چې امریکاهېواد د تاریخ په اوږدو کې خپلې ژمنې ته هېڅ وفادار نه دی پاتې شوی او د امریکايي سرتېرو وتل یوازې یوه سیاسي غولونه ده او بس. د هغه امریکا لپاره چې په میلیاردو ډالر یې لګولي او خپل زیات شمېر عسکر یې له لاسه ورکړي، ناشونې ده چې د افغانستان د جګړې کتاب دومره ژر وتړي. که څه هم چې د وتلو خبرې روانې دي، خو تر ډېره نمایشي او تاکتیکي اړخ لري؛ ځکه لا تر اوسه افغانستان د امریکا لپاره یوه ستراتیژیکه سیمه ده، څو په واسطه یې خپلو سیمه ییزو موخو ته ورسېږي او د چین او روسيې په څېر هېوادونه کنټرول کړي.

د دې ترڅنګ که چېرې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو مسله وړاندې کړي، خو دا وتل به په یو ځل نه وي، بلکې په تدریجي ډول به وي. همدارنګه  د «رند» څېړنیز بنسټ په طرحه کې هم د امریکايي سرتېرو وتل د شرایطو په پام کې نیولو سره په درېیو پړاوونو (۶، ۱۲او ۱۸ میاشتو) کې یاد شوي دي.

له شکه پرته چې امریکا به د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره یوازې د «رند» طرحه په پام کې ونه نیسي، بلکې داسې شرطونه به هم وړاندې کړي چې نه منل به یې په افغانستان کې د سرتېرو پاتې کېدو ته پلمه جوړه کړي. همدارنګه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو لپاره د «رند» څېړنیز بنسټ په طرحه کې ځینې شرطونه لکه د انتقالي حکومت او د اساسي قانون د لویې جرګې جوړېدل یاد شوي دي؛ خو دا احتمال هم شته چې یاد شوي شرایطونه پوره نشي او امریکا په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړي. دا احتمال هم شته چې د ژمنو تر پلي کېدلو پورې وضعیت داسې په خپله ګټه وڅرخوي، چې مقابل لوری له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې پاتې راشي او د امریکايي سولې په لړۍ کې ذوب شي.

خو د دې ترڅنګ که چېرې امریکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، یوازې نظامي شتون به یې پای ته ورسیږي؛ خو سیاسي، اقتصادي او فکري لاسوهنې به یې په ټول ځواک سره دوام لري. بل خوا، که امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ووځي، خو دا تضمین هېڅ نشته چې له افغانستان څخه به د امریکایي استخباراتو لاس لنډ شي. همدارنګه د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلې وینا پرمهال وویل: امریکایي استخبارات به په افغانستان کې پاتې وي. د دې ترڅنګ نورو امریکایي لوړپوړو چارواکو هم څو څو ځله دا خبره کړې ده؛ یعنې دا چې امریکا به په افغانستان کې په دوامداره توګه پاتې وي. 

دا باید له یاده ونه باسو چې د وتلو موضوع یوازې د دغه هېواد د نظامي ځواکونو وتل دي او د ټولو اشغالګرو ځواکونو لکه نظامي، ملکي او ستخباراتي وتل امکان نه لري. موږ په عراق کې د ورته موضوع شاهدان یو، چې له وتلو وروسته امریکا خپل استخبارات په عراق کې څه ډول وساتل، څو دا هېواد په خپل استعمار کې وساتي. د دې ترڅنګ د سولې په اړه د امریکا په هڅو باید ونه غولېږو، ځکه د امریکا د دسیسو جوړوونکو استخباراتي سازمانانو په شتون کې سوله او د هغه هېواد د سرتېرو وتل یو خیال دی. په افغانستان کې رښتینې سوله هغه مهال رامنځته کېدای شي چې د استعمار او اشغال ریښې په بشپړه توګه له دغه هېواد څخه وایستل شي او د افغانستان خلک د اسلامي ارزښتونو پر اساس داسې اسلامي سیاسي نظام جوړ کړي چې د ژوند په ټولو برخو کې اسلام پلی کړي.

سهیل صالحی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې