جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ولې افغان سیاستوال تل په پردۍ دایره کې لوبېږي!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ولې افغان سیاستوال تل په پردۍ دایره کې لوبېږي!؟

د افغانستان مسلمان ولس د اسلامي عقيدې پر بنسټ د سپېڅلي جهاد له لارې په ډېره مېړانه د انګريزانو د سترو بريدونو پر وړاندې سخته جګړه وکړه او په نظامي ډګر کې يې د نړۍ د وخت تر ټولو ستر ابر قدرت بريتانيا ته شرموونکې ماتې ورکړه. خو له ماتې وروسته به چې کله د مذاکراتو پر مېز سره کېناستل، بېرته به يې د هغوی فکري، سياسي او فرهنګي راګرځېدو ته غاړه کېښوده.

کټ مټ دې ته ورته افغانانو د وخت د ملحدې ايډيولوژۍ سوسيالېزم د تر ټولو ستر ځواک شوروي له يرغل سره سخته جګړه وکړه او د دوی سرښندنو نه يوازې د افغانستان اشغال ته د پای ټکی کېښود؛ بلکې د سوسياليزم ايډيولوژي او د هغوی سياسي نظام کمونيزم يې د نړۍ له مخ څخه ورک کړ. مګر د دغه سپېڅلي جهاد په اوږدو کې د امريکايي او غربي تمويل له لارې د هغوی فکري، سياسي او فرهنګي نفوذ ته لاره اواره شوه او د هغوی د ګوډاګيانو په لمسون يې کورنيو جګړو ته لمن ووهله. تر هغه چې د کمونيستي الحاد په ايستلو او له منځه وړلو سره يې بلې اسلام دښمنه ايډيولوژۍ کپيټلېزم (پانګوالۍ) او د هغې سياسي نظام ډيموکراسۍ ته د راتګ لاره اواره کړه.

همداراز د افغانستان مسلمان ولس ۱۸ کاله د امريکا او ناټو د اشغال پر وړاندې د سختو قربانيو له ورکولو سره – سره کفري نظام ډيموکراسۍ ته غاړه کېنښوده او اجازه يې ور نه کړه، ترڅو د هېواد په ګوټ-ګوټ کې کپيټاليزم او ډيموکراسي د اسلام ځای ونيسي. آن تر دې چې د امريکا پوزه يې د هغې د تاريخ په تر ټولو اوږده جګړه کې پر خاورو ومښله، چې په ډېر مجبوريت يې د خبرو اترو مېز ته پنا يووړه. اوس غواړي د مذاکراتو د مېز پر سر هغه څه تر لاسه کړي چې ۱۸ کاله يې د جګړې له لارې ترلاسه نشو کړای. هغه په افغانستان کې د امريکايي او غربي استعمار دوام دی. ترڅو د امريکا او غرب فکر، سياسي نظام او فرهنګ پر موږ واکمني وکړي او زموږ د خاورې له جيو پوليټيک موقعيت، سترو کاني زېرمو او نشه يي توکو څخه بشپړه ګټه پورته کړي.

راځئ اوس له دغه لنډې سريزې وروسته دا پوښتنه مطرح کړو چې ولې د افغانستان مسلمانان، د هغوی مشران، سياسي ګوندونه او نظامي ډلې له دومره سرښندنو او مېړانې وروسته بيا هم د کفارو په ترسیم شوې دايره کې را څرخيږي!؟ دغه پوښتنې ته ځواب او د دغه ستونزې حللاره به د لاندې ټکو د روښانولو په بهير کې در سره شريکه کړو:

لومړی: کفري اشغال تر هغه له يوې اسلامي خاورې څخه نه وځي، ترڅو چې له خپلو لاسپوڅو سياستوالو څخه نه وي ډاډه شوی، چې نور هغوی د دې وړتيا پیدا کړې چې د کفارو د ګټو د تامين لپاره د اسلامي امت هر راز مشروع ګټې تر پښو لاندې کوي او د هغوی پر وړاندې هر راز جګړې او جنايت ته دوام ورکولی شي.

د ټولې اسلامي خاورې پر سر په ملي دولتونو کې حاکم واکمنان د کفري نړۍ استازي دي. هغوی موږ وژني، پر موږ واک چلوي، موږ خپلو کفري قوانينو ته ذليلوي، زموږ مالونه لوټوي او زموږ د هر هغه عمل او مبارزې پر وړاندې دسيسې جوړوي چې زموږ په حالت کې مثبت او مشروع بدلون راولي. دا زموږ تور نه دی، بلکې دوی خپله د ملي ګټو پر اساس هر وخت يو او بل په ګوډاګيتوب او فساد تورنوي او د يو او بل پر وړاندې شواهد وړاندې کوي. ځکه دوی ټول د اسلامي امت په ځپلو او د هغوی د مالونو او زېرمو په لوټمارۍ او فساد کې سره شریکان دي.

له همدې امله په افغانستان کې اوسنۍ د سولې امريکايي پروسه يوه هغه ده چې د افغان مسلمانانو د تېرو ۱۸ کلونو جهاد او سرښندنې نبايد د هغوی لپاره د مثبت بدلون پیلامه شي، بلکې باید د هغو پر وړاندې دسيسه وکړي او که ظاهراً په يوه دروازه اشغالګر وځي، باید په بله د بېرته راتګ اجازه ولري او دې ته ورته باید د هغوی فکري، سياسي او فرهنګي اغېز تل پاتې شي.

دويم: ولې افغان سياستوال دومره پر ځان او پر خپل دين بې باوره دي، چې نشي کولای په یوه خپلواک او مشروع اسلامي فرېم یا چارچوکاټ کې ولوبيږي. همېشه ځي په هغه چارچوکاټ کې ځان ته ځای مومي، کوم چې کفارو زموږ په خاوره کې د خپلې سياسي لوبې د برياليتوب لپاره جوړ کړی وي. له هغوی پوښتنه کوم: آیا امريکا د الله سبحانه وتعالی په څېر پر ټولو امورو مسلطه ده!؟ العیاذ بالله که په دې باور وئ؛ په افغانستان کې د هغوی جګړې دا ثابته کړله، چې هغوی له ستر اقتصاد او پیاوړې ټکنالوژۍ سره-سره بيا هم نشي کولی پر هرڅه واکمن شي. هغوی هم زموږ په څېر عاجز انسانان دي.

خو که په دې باور نه وای او دا ډول دريځ لرئ؛ بيا نو تاسو د امريکا په دغه مرداره جګړه کې تاجران او سوداګران شوي یاست، پیسې پیدا کوئ او ګټې کوئ!؟ که د امريکايي چارچوکاټ خلاف ګام پورته کړئ، نو له ګټو پاتې کيږئ یا مو ګټو ته تاوان رسیږي او آن کېدای شي تروریستان ونومول شئ. خو لږ په دې هم غور وکړئ، چې آيا تاسو د کمونيستانو په وخت کې اشرار نه وی نومول شوي!؟ آیا د هغوی نومولو ستاسو حیثیت زیانمن کړ!؟ که د کفارو له دغه چارچوکاټ څخه ځانونه خلاص نه کړئ؛ نو له شک پرته چې دنيا ته مو ترجيح ورکړې او آخرت مو هېر کړی دی. له داسې سياستوالو د بدلون او تغيير تمه ډېر اوږد کار، پياوړی هوډ او سخته مبارزه غواړي. کوم چې حزب التحرير ورته ملا تړلې ده.

دریم: د اسلام مبارک دين د يوې الهي ايډيولوژۍ په توګه د دې وړتيا لري، چې د خپلې عقيدې پر بنسټ د بشري ژوند ټولو ستونزو ته داسې حللارې ورکړي چې له انساني فطرت سره سمون ولري، بشري عقل پرې قناعت وکړي او د انسانانو زړونو ته همېشنی ډاډ او امنیت ورکړي. مګر ولې زموږ سیاستوال، سياسي ګوندونه او وسله والې ډلې له اسلام څخه دا ډول فهم او درک ناليدلی نيسي!؟ ولې د يوه کافر او يا د هغه د لاسپوڅي له غېږې ځي د بل کافر او بل لاسپوڅي په غېږه کې څملي!؟ مګر د خپل مسلمان ورور نصيحت او اسلامي آجنډا ته شا کوي!؟ ولې او ...!؟

لکه څنګه چې د مسکو په غېږه کې پر امريکايي آجنډا سره راټول شول، آيا نشي کولای د اسلامي عقيدې پر اساس پر سوچه اسلامي آجنډا سره ټول شي!؟ له خپلو تېرو کړنو توبه وباسي. له یو او بل سره کړو دښمنيو ته د پای ټکی کېږدي او یو بل وبښي. د اشغال او استعمار هر ډول پروګرامونه په فکر او عمل کې رد کړي او يوازې د سوچه اسلامي فکر پر بنسټ د نظام جوړولو لپاره مټې بډوهي.

حزب التحرير ستاسو په منځ کې دی او له اسلام څخه د داسې فهم په ترویج او تفهیم بوخت دی چې په پېړيو يې اسلامي امت د نړۍ لومړۍ ځواک ګرځولی و. هغه مهال اسلامي دولت د بشريت په منځ کې د خير خورولو يوازينۍ سرچينه وه. راشئ د اشغالګرو او استعمارګرو له فرېمونو او چارچوکاټونو ځانونه آزاد کړئ او د خپلې عقيدې پر بنسټ په اسلامي فرېم يا چارچوکاټ کې ځانونه ځای پر ځای کړئ او په هغه ډګر کې ولوبېږئ چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم درته ټاکلی دی. هغه مهال به تاسو خپل له لاسه ورکړئ عزت او قدرت بیامومئ او له اوسني ذلت څخه به ځانونه او خپل ولسونه خلاص کړئ. ګني د تېر په څېر به همېشه په هغه دايره کې راڅرخېږئ، کومه چې کفارو در ته ترسیم کړې ده. د دنيا ذلت او د آخرت خواري به نه يوازې ستاسو، بلکې ستاسو د کورکورانه مقلدينو او پیروانو په برخه هم وي.

له همدې امله لکه څنګه چې لاتر اوسه افغان مسلمان او مجاهد ولس امريکا او د هغوی کفري ايډيولوژۍ او نظام ته نه دی تسليم شوی، دې ته ورته نن سبا په سوډان کې د لاسپوڅي حاکم نظام پر وړاندې امت سپېڅلی انقلاب کړی، د الجزایر ولس د خپل جابر واکمن او نظام پر وړاندې راپاڅېدلی، د سوريې پاڅون لا په مړ ژواندي توګه دوام لري، د مصر فرعون د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره د بې ګناه مسلمانانو وينې تويوي او هره ورځ ډله – ډله ځوانان اعداموي. د پاکستان او منځنۍ آسيا جابر چارواکي او کفري نظامونه د خلافت دولت د تاسيس لپاره دعوت کوونکي تښتوي او محاکمه کوي يې. دا ټول د امت په ويښتيا او د خاينو چارواکو پر وارخطایئ دلالت کوي.

د اسلامي امت په يو نيم زر کلن عمر کې ستاسو د ظالمو او کفري نظامونو دوره ډېره لنډه ده. د تاريخ په اوږدو کې چې کله امت د اسلام تطبیق او نړيوالو ته د دعوت او جهاد له لارې د هغه لېږدول پرې اېښي له دا ډول برخلیک سره مخ شوی دی. صليبي جګړې او د مغولو يرغل يې غوره بېلګې دي. اوس هم امت هوډ لري ترڅو بېرته اسلام ته رجوع وکړي او د هغه سیاسي نظام خلافت بيا تاسيس کړي او الله ته توبه وباسي او د همدغه موخې د لاسته راوړلو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپېڅلې طریقه مبارزه کوي. ترڅو دغه خاين چارواکي او کفري نظامونه رانسکور کړي او پر ځای يې راشده خلافت تاسيس کړي. هغه به له ټولو اسلامي خاورو اشغالګر او ښکېلاکګر وشړي، د هغوی لاسپوڅې به د شرعي محکمې مېز ته کښېنوي او د امت د سپېڅلو تويې شوو وينو انتقام به ورڅخه واخلي. شتمنۍ او زېرمې به يې بېرته د خپل امت غېږې ته ورستنې کړي او د هغوی د ګټو لپاره به يې وکاروي. اسلامي امت به بېرته د نړيوالو تر منځ خپل اصلي مقام او هيبت ترلاسه کړي؛ تر هغه چې نړۍ ته به د اسلام رسالت د نور او هدایت په توګه ورسوي.

له همدې امله موږ ته د اشرف غني، عمران خان، اردغان، بشار، بشیر او سيسي کوم توپیر نشته. دوی ټول په اسلامي خاورو کې د کفارو د پروګرامونو په تطبیق بوخت دي. اشرف غني په افغانستان کې د کفري نظام ستنې پیاوړې کوي، عمران خان طالبان امريکا او کشمير هندوانو ته تسليموي، اردغان د سوريې مجاهدين بشار اسد ته تسليموي او پر روهنګيا او شرقي ترکستان باندې دروغجنې اوښکې تويوي. دغه خاین چارواکي د کفارو په لاسپوڅو نظامونو کې د هغوی د پروګرامونو د تطبيق يوازې سپک او اجير ممثلين دي. اسلامي امت اوس دوی ټول پېژندلي له همدې امله شپه او ورځ د تغيير، ويښتيا او پاڅون په هڅه کې دي.

"إنَّا كنَّا أذلَّ قوم، فأعزَّنا الله بالإسلام، فمهما نطلب العِزَّة بغير ما أعزَّنا الله به أذلَّنا الله"

« موږ ذلیل قوم وو، چې الله سبحانه وتعالی د اسلام په واسطه عزت راکړ او هر وخت چې دا عزت په بل ځای کې ولټوو، الله متعال به موږ خوار او ذلیل کړي».

 

سیف الله مستنير

Last modified onجمعه, 01 مارچ 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې