شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په وینزویلا کې څه پېښ شوي؟ موږ ته یې اهمیت او په تړاو به یې د امریکا عمل څه وي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
په وینزویلا کې څه پېښ شوي؟ موږ ته یې اهمیت او په تړاو به یې د امریکا عمل څه وي؟

(ژباړه)

د وینزویلا د پارلمان رئیس «جوان ګوایدو» ځان د دغه هېواد د سرپرست ولسمشر په توګه اعلان کړ او د ۲۰۱۹م کال د جنوري په ۲۳مه یې د خپلو ملاتړو په مخ کې د فادارۍ لوړه وکړه، په داسې حال کې چې د وینزویلا پوځ د ګوایدو دا کړنه د ډیموکراسۍ پر ارزښتونو او اساسي قانون تېری بولي او له ولسمشر «نیکلاس مادورو» یې خپل ملاټړ اعلان کړ. همدا رنګه سترې محکمې هم له مادورو خپل ملاتړ اعلان کړ، خو د امریکا ولسمشر ټرامپ ګوایدو د وینزویلا د ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژانده او او خپل د بهرنیو چارو وزیر، پامپیو ته یې امر وکړ چې د وینزویلا د ولسمشر په توګه له ګوایدو څخه ملاتړ وکړي. همدارنګه ټرامپ د وینزویلا د چارو لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه، چې له دغه هېواد سره خپلې اړیکې ټينګې کړي او په همدې ترتیب یې د ۲۰۱۹م کال د جنوري پر ۲۶مه امنیت شوار ته وړاندیز وکړ، چې د ګوایدو په رسمیت پېژندو او ملاتړ لپاره بین‌المللي پرېکړه واخلي؛ خو روسیې او چین دغه موضوع رد کړه او دا مسئله یې د قدرت زورګویي او بهرنۍ لاسوهنه بللې.

«مادورو» له امریکا سره د ډېپلوماتیکو اړیکو د پرېکولو اعلان وکړ او په دې ترتیب یوولسو هېوادونو ګوایدو په رسمیت وپېژانده. د امریکایي دولتونو، د ملګرو ملتونو ریس او انګلیس ګوایدو ته ددې مسئلې مبارکي وویله. حال دا چې اروپا ګواښ وکړ او ویې ویل: که د اتو ورځو په ترڅ کې په وینزویلا کې ټاکنې ترسره نه شي، ګوایدو به په رسمیت وپېژني. همدارنګه امریکا د حالت د خرابېدو خبر ورکړی او ددغه بد حالت د پيراخېدو د مخنیوي لپاره د خبرو غوښتونکې شوه.

په وینزویلا کې د ټولو داخلي ستونزو او مشکلاتو لامل بهرنۍ په ځانګړي ډول د امریکا لاسوهنې دي، هغې امریکا چې په لاتینه امریکا کې د قدرت خاونده وه او دا سیمه ځانته ارامه استوګنځی بولي. دا باید درک شي چې امریکا د وینزویلا د تېلو ستره واردوونکې وه او د وینزویلا ۳۹ سلنه تېل دغه هېواد ته واردېږي. که امریکا د وینزویلا پر نفتو بندیز ولګوي، وینزویلا ته به د ستونزو د جوړېدو لامل شي، خو امریکا ته هم ناوړه پایلې لري او په امریکا کې د بیو د لوړېدو لامل کېږي، نو امریکا به د وینزویلا پر تېلو هېڅ بندیز ونه لګوي؛ بلکې د دغه هېواد د سرو زرو پر پېرلو به ځینې بندیرونه ولګوي.

د وینزویلا ۹۰ سلنه اقتصاد د نفتو پر عایداتو ولاړ دی او کله چې د یوه بیلر تېلو بیه ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې وه، د دغه هېواد اقتصادي حالت ډېر ښه و، خو کله چې د تېلو بیې ټيټې شوې او ټیټوالی په سلو کې ۱۴۷۰۰۰ ته ورسېد او بیې خورا لوړې شوې. پر همدې دلیل ۶۵ سلنه مخالف حزب پارلمان ته لاره پیدا کړه او حاکم حزب یې له ماتې سره مخ کړ. د ملګرو ملتونو د خبر پر اساس له درې مېلیونه ډېر وینزویلایان له دغه هېواده کډوال شوي او ددغه هېواد اقتصاد په ډېر سخت ډول وپاشل شو او د امریکا تر واک لاندې راغی.

په ۲۰۱۳م کال کې د «چاویز» له مړینې وروسته «مادورو» قدرت ته ورسېد او په ۲۰۱۸م کال د مې پر ۲۰مه دویم ځل ګټونکی شو، خو واشنګټن مادورو په ټاکنو کې په درغلۍ تورن کړ، هڅه یې وکړه چې هغه شخصیتي ترور کړي او پوځ ورسره مخالف کړي. مادورو د چاویز سیاست تعقیب کړ، چې پر وینزویلا د امریکا تسلط لرې او یا لږترلږه کم یې کړي.

څرګنده ده چې ټوله لاتینه امریکا د امریکا تر نفوذ لاندې ده او امریکا یې د خپلواکۍ خڼډ کېږي. امریکا په ۲۰۰۲م کال کې د چاوېز پر ضد انقلاب وکړ، خو چاویز خپل ځان ثابت وساته او منتخب ولسمشر هایتي یې په ۲۰۰۴م کال کې لرې کړ. امریکا په لاتینه امریکا کې د انقلاب ترسره کولو سیاست غوره کړی، چې د نظامي لاسوهنو په څنګ کې دا سیمه تر خپل نفوذ لاندې وساتي، لکه څرنګه یې چې نیمایي مکزیک اشغال کړ او د خپلې خاورې برخه یې وګرځاوه. لاتینه امریکا د «مونورو» د واک ته رسېدو له راهیسې، چې مخکې یې په ۱۸۲۳م کې اروپا ته ګواښ کړی و، د امریکا د نفوذ سیمه شمېرل کېږي، نو په دغه سیمه کې سیاسي کړنې د امریکا په انحصار او لاسوهنې بدلې شوې، څوک چې وغواړي قدرت ته یې رسوي او څوک چې وغواړي له قدرته یې لرې کوي، په همدې دلیل امریکا د وینزویلا د خلکو په وړاندې منفوره او بد نامه شوې ده.

امریکا د اوباما د حکومت په وخت کې هڅه وکړه، چې د وینزویلا له خلکو سره سوله وکړي او د خلکو پر وړاندې یې غلوونکې څېره په حقه وښیي، نو ځکه امریکا غواړي لومړی له وینزویلا سره او بیا له کوبا سره اړیکې ټینګې کړي.

لومړي وزیر بایدن ډېر امریکایي هېوادونه ولیدل او د ۲۰۰۹م کال د مارچ په ۲۸مه یې له تشیلي سره په لیدنه کې وویل: «اوس له لاتینې امریکا سره د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو او خبرو اترو وخت را رسېدلی دی.» او امریکا  د هغه هوکړه لیک د لاسلیک کولو غوښتونکې شوه، چې د بوش زوي په وخت کې د دوو امریکاوو تر منځ د تجارتي سیمې د رامنځته کولو لپاره تړل شوی و، هغه پرېکړه لیک چې په ۲۰۰۳م کې په میامې کې د شمالي او جنوبي امریکا په کنفرانس کې تړل شوی و؛ خو عملي نه شو او چاوېز دغه پرېکړه لیک د استعمار وسیله وبلله او امریکا یې تورنه کړه، چې امریکایي دولتونه یې د دوو امریکاوو تر منځ د تجارتي سیمې لاسلیک کولو ته اړ کوي او په پای کې هغه کنفرانس له کومې لاسته راوړنې پرته پای ته ورسېد او د شمالي او جنوبي امریکا اړیکې سړې شوې.

امریکا امریکایي دولتونو ته په بیا قناعت ورکولو ونه توانېده، چې بیا داسې پرېکړه لیک وتړي، لکه څرنګه یې چې په ۲۰۰۵م کال کې هڅه وکړه څو په ارجنټاین کې د دوو امریکاوو تر منځ کنفرانس جوړ کړي خو بریالۍ نه شوه.

په جنوبي وچه کې د امریکا یوه مهمه موخه دا ده چې دغه سیمه خپله تجارتي سیمه وګرځوي، چې د داسې پرېکړه ‌لیکونو تر نامه لاندې په خپله خوښه د دغه هېواد د شتمنیو لوټولو ته لاره خلاصه کړي، چې د شتمنیو په وړلو سره هغوي غریب کړي او تر خپل واک لاندې یې راولي. لکه څنګه چې په مکزیک کې امریکا په دغه پلان کې بریالۍ شوه او سخته ده چې مکزیک دې د امریکا د استعمار له دامه ځان وژغوري.

د اوباما ادارې هڅه وکړه چې دا استعمار د «پراخ شراکت» تر نامه لاندې په یوه بله طریقه پلی کړي، خو کله چې ټرامپ قدرت ته وسېد، د زورګویئ طریقه یې ونیوله او د امریکا د حکومت استعماري سیاست یې په ښکاره او بې ساري ډول تحمیل کړ او په ټولو هېوادونو کې یې خپله لاسوهنه په ډاګه کړه. همدارنکه ټرامپ د اشغال شویو هېوادونو حکام،که څه هم د امریکا تایع دي، په ښکاره توهین او تحقیر کړل. لکه څنګه چې ټرامپ د مکزیک، سعودي او ترکې حکام په ډاکه سپک کړل او د مادورو پر وړاندې یې خپله جګړه اعلان کړه.

مادورو وویل: «زه د امریکا پر ضد نه، بلکې د استعمار پر ضد یم. زه مې خپلې اړیکې د امریکا له ملت سره نه، بلکې د ټرامپ له حکومت سره پرېکوم. زه تیار یم چې نفت، کچالو، پیاز او چرګان پر امریکا وپلورم.» ددې په درک چې مادورو د ۲۰۱۹م کال د جنوري پر ۱۹مه نېټه دویم ځل د وفادارۍ د لوړې په وخت کې وویل: «اوس نوې نړۍ رامنځته شوې، چې هغو استعماري او دیکتاتوري نظامونو ته چې یو دولت او دولتونه یې تابع وي، پر دوي د حکومت کولو اجازه نه ورکوي.»

حقیقت دا دی چې پر مادورو ستونزې راغلې او له خارج او داخل څخه زیات فشارونه پرې وضعه شوي دي. سره له دې چې د وینزویلا پوځ یې ملاتړ کوي، په وینزویلا کې د چین او روسیې دخالت اغېزمن نه و، بلکې امریکا په وینزویلا کې اساسي رول لري. امریکا ده چې نن ورځ یې په خپلو لاسوهنو سره وینزویلا ګواښي لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ټرامپ ویلي دي: «د وینزویلا ټول واک یې له لاسه وتلی دی.»

همدارنګه اروپایي هېوادونه په وینزویلا کې کوم رول او ځای نه لري، هغوي استعماري دولتونه دي او هځه یې وکړه چې یو بل موقف ونیسي او اعلان یې وکړ که په راتلونکو اتو ورځو کې ټاکنې ترسره نه شوې، «غوادیر» ژر په رسمیت وپېژني. مادورو د امریکا له مخالفینو سره له سره خبرې پیل کړې، ځکه هغه د امریکا رول او ځواک درک کوي او په دغه هېواد کې به د ټاکنو ترسره کول ناشوني نه وي.

 له پورتنیو خبرو په ډاګه کېږي چې د لاتینې امریکا او وینزویلا خلک له سخت فقر څخه ځورېږي او له کړاوونو ډک ژوند تېروي. دا هېوادونه د امریکا تر استعمار او واک لاندې دي او غواړي له دې استعماره ځان وژغوري، خو نه یې شي کولی. د دغو هېوادونو نظامونه په بشپړه توګه فاسد دي، خو له دغه فساده د وتو لاره یې ورکه کړې، نو پر اسلامي امت چې غوره امت دی، لازمه ده چې راپورته شي، دغه خلک او ټول بشریت د امریکا د دولت له استعماره خلاص کړي، خلک او بشریت د ظالمو نظامونو له ظلم څخه، چې د استعمار تابع دي، وژغوري. د بشریت او دغو خلکو ژغورل له اسلامي امت پرته ناشونې ده. موږ چې حقه او پاکه ایډیالوژي لېږدوو، پر موږ لازمه ده چې خپل ګامونه او حرکت ګړندی کړو او د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړو، چې د وینزویلا خلک او ټول بشریت د استعمار له ظلمه وباسو او د اسلام تر بیرغ لاندې یې راولو.

له الرایه  جریدې اخیستل شوېٍ

لیکوال: اسعد منصور

ژباړن: زمری دوست

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې