سه شنبه, ۱۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مشورتي لویې جرګې ترشا سیاسي اهداف څه دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د مشورتي لویې جرګې ترشا سیاسي اهداف څه دي

محمد اشرف غني تیره ورځ (غويي ۹مه ۱۲۹۸) د مشورتي لویې جرګې غونډه د لویې جرګې په خیمه کې پرانسته چې ویل کیږي شاوخوا ۳۲۰۰ کسانو د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په کې ګډون کړی. د ولسمشر غني په خبره، دغه جرګه په دې موخه جوړه شوې تر څو حکومت ته له طالبانو سره د سولې د خبرواترو چارچوکاټ او حدود وټاکي چې افغان حکومت د هغې په رڼا کې له طالبانو سره مذاکرات مخته یوسي.

 دغه جرګه په داسې حال کې روانه ده چې له استاد سیاف پرته، نورو ټولو سیاستوالو په کې خپل د نه ګډون اعلان کړی او تحریم کړې ده. افغان سیاستوال ولسمشر غني د سولې په مخ کې خنډ بولي او وایي چې غني خپلو سیاسي موخو ته د جرګې له لارې مشروعیت ورکوي او دا یوه فرمایشي جرګه ده.

جرګه د څه لپاره او ولې جوړه شوه؟

د اشرف غني په مشرۍ حکومت قانوني موده د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نیټه پای ته رسیږي او  په همدې وخت کې، د امریکا له خوا له طالبانو سره په روانو خبرواترو کې سخت څنډې ته ساتل شوی دی، دا ځکه چې طالبان نه غواړي له حکومت سره خبرو ته کښیني. ولسمشر غني د لاندې مسایلو لپاره مشورتي لویه جرګه جوړه او تمه یې ترې دا ده:

۱ – ولسمشر غني او په غربي ثقافت روزل شوی ټیم یې غواړي چې یوه دوره بیا په قدرت کې پاتې شي او د فقیر او مظلوم ملت بیت المال چور او تالان کړي، لکه څنګه یې چې په تیرو څلورو کلونو کې وکړ.

۲ – ولسمشر غني او ټیم یې له درې لورو څخه سخت تر فشار لاندې دی او کابو دغه درې لوري ورته یو خوا ته شوي دي: ۱) امریکایي حکومت، ۲) طالبان، ۳) او افغان سیاستوال او سیاسي احزاب. نو له دې درې لورو سره د مبارزې په موخه، اړینه وه چې یوه لویه جرګه جوړه کړي او خپلو سیاستونو او اهدافو ته ولسي مشروعیت ورکړي. اوس به هم امریکا، هم افغان سیاستوالو او حتی طالبانو ته ووایي چې: څه چې زه کوم، هغه د ولس پریکړه ده، نه زما شخصي خبره.

۳ – په ډیر احتمال چې لویه جرګه به اشرف غني ته و وایې چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د افغان ولس رسمي او مشروع استازی افغان حکومت دی او بل هیڅوک حق نه لري چې دغه خبرې مخته بوځي، چې په دې سره به له یوې خوا د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو لړۍ کمزورې او حتی بې بنسټه شي او له بل لوري به افغان حکومت تر ډیره بریده له اوسنۍ انزوا څخه و وځي.

۴ – جرګه به اشرف غني ته  له طالبانو سره د خبرواترو سرې کرښې او حدود وټاکي، چې په ډیر احتمال هغه به دا وي: د جمهوري نظام ساتنه، د ښځو د اوسنیو حقوقو ساتنه، د اساسي قانون بدلون په داسې ډول چې په خپله قانون کې یې وړاند وینه شوې، تر ټاکنو پورې په واک کې پاتې کیدل، د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کیدل او د تیرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو ساتنه. دا هغه څه دي چې اشرف غني یې غواړي او په همدې موخه یې جرګه رابللې.

۵ – جرګه به پریکړه وکړي چې له حکومت پرته، هیڅوک له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د مخته وړلو ولسي او قانوني مشروعیت نه لري او یوزانۍ قانوني او ولسي مرجع افغان حکومت دی او بس. چې دا به د اشرف غني له خوا په خپلو افغان سیاستوالو یو سخت ګزار وي.

۶ – اشرف غني او ټیم به یې امریکایي حکومت ته و وایې چې موږ د افغان ولس د ارادې ممثلین یو، او له دې لارې به خپلو غوښتنو ته یو ډول ولسي مشروعیت او قوت ورکړي چې په امریکایې لوري هم قوي فشار راوړل شي، تر څو یې خبرو ته غوږ کښیږدي. تر جرګې مخکې، د اشرف غني په ټیم کې دغه ځانګړنه نه وه چې دا به د جرګې له لارې تر لاسه کړي.

۷ – اشرف غني او ټیم یې پوهیده چې که له طالبانو سره د سولې خبرې مخته لاړې شي، نو نه یې په خبرو کې ځای شته، نه په موقت یا سرپست حکومت کې، نه په ولس کې او نه هم د سولې د احتمالي تړون وروسته. ځکه چې ټولې خواوې ورسره په سخته تربګنۍ کې دي او د ټولو زړونه یې ور تور کړي دي.

۸ – بالاخره به د سولې مشورتي جرګه د اشرف غني د سیاسي عمر بقا تر ډیره بریده تضمین کړي، هغه څه چې له جرګې پرته یې تضمین ډير لرې او حتی ناممکن وو. خو دا باید و وایم، چې که امریکا له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې جدي وي، نو بیا دا ټولې مسئلې بې معنا  او بې اغیزې دي.

لویه جرګه به ولس ته څه ورکړي

تر ټولو مهمه او بنسټیزه خبره د افغان ولس خیر او مصلحت دی. خو دا باید واضح او روښانه وي چې نه جرګه په دې موخه را غوښتل شوې چې د افغان ولس ناخوالو ته یوه د وتلو لار پیدا کړي او نه هم اشرف غني د دې مسئلې په غم کې دی. بلکې اصلي خبره د اشرف غني او د هغه د ټیم دسیاسي قدرت د بقا تضمین دی او بس. د افغانستان په نږدې ۲۰۰ کلن تاریخ کې، دا ډول فرمایشي او ننداریزې لویې جرګې ډیرې جوړې شوې دي، چې یوازې د وخت د حاکمانو سیاسي ګټو ته یې توجیه او مشروعیت ورکړی او بس. نو دا جرګه خو تر هغو ډيره-ډیره سمبولیکه، فرمایشي او د ښکیلاک تر چتر لاندې جوړه شوه، چې طبعا پایلې به یې تر هغو ډيرې خطرناکې او د واکمن ټیم په خدمت کې وي.

خالد مشعل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې