جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
دوهم عرب پسرلی
بسم الله الرحمن الرحيم
دوهم عرب پسرلی

شمالي افريقا د عرب پسرلي د پيل ټکی و، چې په پايله کې د اونيو لاريونونو په ترڅ کې اوږد مهاله ديکتاتوران را وپرځېدل. د ۲۰۱۱م په پیل کې ډېری د عرب پسرلي د پايلې په تړاو زړه نازړه وو.  تونس کې واک له پخواني رژيم څخه د نهضت ګوند ته انتقال شو چې نوموړی د اسلامي نظام راتګ ته هيله مند نه و او نن ورځ ښی لاسی بن علي بياځلې په واک کې دی. په مصر کې اخوان المسلمين اسلامي نظام تاسيس نه کړ، عامه رايه یې پر خلاف  او ناکامي يې په برخه شوه او په پایله کې د پوځي کودتا لامل شوه او پوځ بياځلې واک ته ورسېد. يمن، سوريه او ليبيا د بهرنيو جګړو او لاسوهنو له امله ويجاړ شول. اوس مهال شمالي افريقا يوځلې بيا د ډېرو لاريونونو شاهده ده، چې لاريونوال د واقعي بدلون غوښتوونکي دي او د هغو ديکتاتورانو چې هيواد يې لوټ کړی، د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

په ۲۰۱۱م کې په سوډان او الجزاير کې خلک لارو کوڅو ته راووتل او د بدلون غوښتنه يې کوله، خو په دواړو هيوادونو کې لاريونونه په محدود شمېر کې وو، خو په سوډان کې لاريونوال له ځپوونکي حالت سره مخ شول. په تېر عرب پسرلي کې شته نظامونه د پوځي مشرانو پر مټ وساتل شوه او يوازې څېرې بدلې شوې. اوس مهال په ۲۰۱۹م کې داسې ښکاري چې له تېر عرب پسرلي څخه درسونه اخیستل شوي دي.

الجزاير په افريقا کې د مساحت له اړخه دويم لوی او ګڼ نفوس لرونکی هيواد دی او همدارنګه له شپږو عربي صحراوو سره پوله لري. دا هيواد د انرژۍ ارزښتمنې سرچينې لري چې له لسيزو راهيسې جنوبي اروپا ته صادرېږي او همداراز د مديترانې سمندرګي له لارې لوېديځې اروپا ته هم صادرېږي. خو له دې ټولو ګټو سره سره بیا هم الجزاير د پوځ په ولکه کې دی او د دغه هيواد شتمني يې منحصره کړې ده. د الجزاير پرله پسې حکومتونو د انرژۍ سرچينې د شخصي ګټو لپاره کارولې دي او خلک له فقر او غربت څخه ځورېږي، په داسې حال کې چې د دې هیواد له ۴۰ مېليوني نفوس څخه ۱۲ میليونه یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. اوږد مهاله ديکتاتور عبدالعزيز بوتفلیقه په ۲۰۰۸م کې په اساسي قانون کې تعدیل راووست چې د ولسمشرۍ دوې دورې يې تر څلورو دورو پورې وغځولې. د ۲۰۱۳م له لاريون وروسته نوموړی په عام محضر کې نه دی ليدل شوی، خو د ۲۰۱۹ د مارچ په مياشت کې يې د ۲۰۱۹ د اپريل لپاره خپل د کاندیدېدو ټکټ په رسمي توګه اعلان کړ. خلکو بله لاره نه لرله پرته له دې چې لارو او کوڅو ته راووځي او په لاريون پيل وکړي او په دې سره شمېر نور هم لوړ شو.

په سوډان کې عمر بشير د خپلو شخصي ګټو لپاره د قومي توپيرونو څخه ډېر وخت ګټه اخيستله، ترڅو  د واکمنۍ پر خلاف یې يو ګډ اپوزيسيون جوړ نه شي. بشير ټول امريکايي پروګرامونه د سويلي سوډان د بېلېدو په ګډون مخ ته يووړل. امريکا بشير ته کله مکافات او کله مجازات ورکول، ترڅو یې په واک کې وساتي. سره له دې چې په سوډان کې ګن شمېر طبيعي سرچينې او کانونه شته، خو وګړي يې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. خو د سويلي سوډان د محاصرې له امله د تېلو ساحې هم اغېزمنې شوي دي او هغه هوکړه چې له تېلو څخه به په ګډه کار اخلي د سويلي سوډان د بېلېدو له امله لغوه شوه. په ۲۰۱۸م کې حکومت هڅه وکړه چې ناوړه اقتصادي حالت پټ کړي، سره له دې چې امريکا بنديزونه لرې کړه. خو د پولي واحدونو د کمښت له امله د ډوډۍ بيه لوړه او انفلاسيون مخ په زياتېدو شول او آن له کنترول ووتل. حکومت هڅه کوله چې خلکو ته د ستونزې حللاره ور په ګوته کړي، خو حالت نور هم له بدو بدتره شو. د ۲۰۱۸م په ډيسمبر کې د سوډان په بېلابېلو ښارونو کې خلکو د نرخونو د لوړوالي له امله لاريونونه ترسره کړل. لاريونوالو د اقتصادي اصلاحاتو پرځای د عمر بشير پر لېري کېدو ټينګار کاوه. د ۲۰۱۹م په فبروري کې عمر بشير بېړنی حالت اعلان کړ، مرکزي او محلي حکومتونه يې منحل کړل او د دوی پرځای يې پوځي او استخباراتي ادارو ته دنده ورکړه. دې ته په غبرګون کې لاريونونه نور هم پسې پراخ شول.

په الجزاير او سوډان دواړو کې د يادو هيوادونو پوځونو اقدام وکړ او چارواکي يې له دندو ليرې کړل، ترڅو لاريونوال ارام کړي. په الجزاير کې لوی درستيز احمد ګايد صالح ولسمشر ګوښه کړ او ويې ويل چې د روغتيايي ستونزو له امله دی نوره خپله دنده مخ ته نشي وړلی. په داسې حال کې چې په سوډان کې د ۲۰۱۹م د اپريل پر ۱۲ مه د سوډان د انتقالي پوځي شورا مشر عوض ابن عوف د عمر بشير استعفا اعلان کړه. په دواړو حالاتو کې پوځونو هغه له کاره لوېدلي مشران لېري کړل، ترڅو لاريونوالو ته وښيي چې پوځونه له دوی سره دي او په انتقالي دورو کې پوځونه چارې مخ ته وړي. دغه د مصر هغه ماډل دی چې په ۲۰۱۲م کې یې حسنې مبارک څنډې ته کړ او پوځ واک په لاس کې واخيست. په دواړو هيوادونو کې مسلمانان بايد خپل پاڅونونه په داسې توګه همږغي کړي، چې بهرني ځواکونه يا همدغه د دوی پوځونه چې د يادو بهرني ځواکونو د ګټو ساتونکي دي، په خپله ګټه ونه کاروي. دوی بايد خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي او د بشپړ نظام د بدلون لپاره کار وکړي. دوی بايد د اسلامي نظام د واکمنېدو لپاره کار وکړي. په دغې لړۍ کې هره نيمګړتيا به دواړه هيوادونه د مصر او تونس په برخليک اخته کړي.

په سوډان کې لا له وړاندې د عمر بشير له ګوښه کېدو سره جوخت، خلکو د پوځ له ګمارل شويو څېرو سره مخالفت څرګند کړ. په الجزاير کې د خلکو اساسي غوښتنه د عبدالعزيز بوتفلیقه د پنځم ځل نوماندۍ او د لومړي وزير احمد اويحیا ګوښه کېدل دي. سره له دې هم د الجزاير د خلکو غوښتنه له حکومت څخه واکمنې ډلې چې «لي پوور» ياني د ځواک څښتنان نومېږي، په بشپړه توګه ګوښه کول دي. که په اسلامي هيوادونو کې بنسټيز بدلون راغی، نو دا په دې مانا چې له لومړي عرب پسرلي څخه درس اخیستل شوی دی.

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: عدنان خان

ژباړن: صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې