پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
حزب التحرير-  ولايه افغانستان ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه فطر عيد مبارکي وايي!
بسم الله الرحمن الرحيم
حزب التحرير- ولايه افغانستان ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه فطر عيد مبارکي وايي!

د حزب التحرير – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر، د نېکمرغه فطر عيد د رارسېدو له امله، له کابل څخه تر حرمينو شريفينو، له کندهاره تر بيت المقدسه او له هراته تر اسلامبوله ټول اسلامي امت ته د زړه له کومي مبارکي وايي او الله سبحانه وتعالی ته د دعا لاسونه لپه کوي، ترڅو د ټولو مسلمانانو روژې، لمونځونه، قيام، طاعات، عبادات او صدقې په خپل دربار کې قبولې کړي.

عيد د خوشالۍ، شکر ادا کولو او د دوستانو او عزيزانو د بيا ليدلو ښکلی فرصت دی، مګر په افغانستان کې د عيد لمانځنه بل حال او هوا لري؛ ځکه جنګ او بې امنۍ، فقر او بيکارۍ او د بيو لوړوالي د خلکو ژوند خورا تريخ کړی دی. امريکايي بې پيلوټه الوتکې په عيد کې د مرګ او وحشت نغارې غږوي او کلي - کورونه له خاورو سره خاورې کوي. فحشا د فاسدو چارواکو په ورځنۍ سوداګرۍ بدله شوې. جنايي جرمونه د ټولنې د هر فرد ژوند تهديدوي. د معتادانو لښکرو د ښار شپې د خوځنده مړو په محشر بدلې کړې دي. دغو ټولو نادودو د ډيموکراتيک نظام او امريکايي اشغال تر سيوري لاندې د افغاني ټولنې لمن نيولې ده.  

بل پلو د "سولې پروسه" داسې ستره او مهمه ښودل کيږي، چې د ټولو دردونو علاج او د ټولو ناورينونو پای له همدغې پروسې سره تړلی دی؛ په داسې حال کې چې له څو ځلو خبرو اترو وروسته دا جوتيږي چې امريکا د سولې له غولوونکي سرليک لاندې هڅه کوي ترڅو د افغانستان په راتلونکي کې خپل رول او نفوذ خوندي کړي او غواړي خپلو اتباعو او نړيوالو ته داسې وښيي چې موږ د امريکا د تاريخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پاي ته رسولو په هڅه کې يو، حال دا چې امريکا د خپلې سياسي او نظامي ستراتيژۍ د ناکامۍ او ضُعف له امله د سولې خبرو اترو ته مخه کړې ده. په واقعيت کې سوله بل هغه تکتيک دی چې امريکا غواړي د هغې له لارې د افغانانو افکار له مشروع او بنسټيزو حللارو څخه نامشروع او موقتي حللارو ته واړوي او د خپلې ماتې او ناکامۍ د جبران لپاره نور وخت واخلي.

پورتنيو ټکو ته په پام، هغه وخت د عيد سمه لمانځنه کېدای شي، چې اوسنی نامشروع واقعیت چې د امريکايي استعمار او ډيموکراتيک سياسي نظام زيږنده دی، د نبوت پر منهج د راشده خلافت په بيا تاسيس او د شريعت په هراړخيز تطبيق سره بشپړ بدل شي. ان شاء الله ليرې نه ده چې راشده خلافت به د ډيموکراسۍ پر تابوت وروستۍ مېخ ووهي، ترڅو نه يوازې افغانان بلکې ټول نړيوال به د امريکايي ډيموکراسۍ له شر څخه خلاصون ومومي.

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ [الروم:4-5]

او په هغه ورځ به مؤمنان د الله د نصرت له امله خوشالېږي.

د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې