پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
الله سبحانه وتعالی څنګه د مومنانو زړونو ته ګوري؟
بسم الله الرحمن الرحيم
الله سبحانه وتعالی څنګه د مومنانو زړونو ته ګوري؟

(ژباړه)

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ اللَّهَ لاَ يَنْظُرُ إِلَى أَجْسَادِكُمْ وَلاَ إِلَى صُوَرِكُمْ وَلَكِنْ يَنْظُرُ إِلَى قُلُوبِكُمْ» وَأَشَارَ بِأَصَابِعِهِ إِلَى صَدْرِهِ» (رواه مسلم فی کتاب البر والصلة الأدب)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو بدنونو او څېرو ته نه ګوري؛ بلکې ستاسو زړونو ته ګوري او (رسول الله صلی الله علیه وسلم) د  لاس په ګوتو د خپلې سینې قفس ته اشاره وکړه.

الله سبحانه وتعالی زموږ زړونو ته ګوري؛ یعني زموږ ایمان، دین، اخلاقو، عمل او نیت ته ګوري او زموږ بدنونو ته نه ګوري. په دې ځای کې هدف د محبت نظر دی. الله سبحانه وتعالی د خپل نظر تر څنګ پر خپل شریعت له موږ څخه ژمنتیا او دوام غواړي، دا نظر یوازې د تعقیب او پوهېدلو لپاره نه دی؛ ځکه الله سبحانه وتعالی په هر څه پوه او عالم دی، هېڅ شی ترې پټ نه دي. پر همدغه اساس، دلته څرګندېږي چې الله سبحانه وتعالی له موږ څخه داسې عمل غواړي چې د اخرت خیر مو پکې وي. که فکر وکړو الله سبحانه وتعالی هغه بدنونه او ښایست چې د خیر هیله نه ترې کېږي غندلي او فرمایي:

﴿وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِنْ يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ﴾ [منافقون: 4]

ژباړه: ته که دوی ووینې، نو  بڼې او څېرې به یې ډېري روښانه درته ښکاره شي؛ که وغږېږي، نو خبرو ته به یې غوږ ونیسي.

پر زړه را ښکونکي جذابیت او ښې وینا سربېره بیا هم دوی پر دېوال د تکیه شویو لرګیو غوندې دي: ﴿كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَةٌ﴾ یعني دوی لکه تختې داسې دي چې پر دېوال تکیه شوي وي (بې ځانه او بې ایمانه، خالي جسدونه، بې نوره، پر دروازو او دېوالونو)؛ نور بدنونه یې قوي، اوږده او پنډ؛ چې نه هم په ستونو کې کارېږي او نه هم د چت په پوښلو کې. 

اې مسلمانانو ورڼو!

په دغه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي چې د انسانانو ترمنځ توپیر او ښه والی په څېرې پوري اړه نه لري، بلکې په هغه څه پورې اړه لري چې پر الله سبحانه وتعالی د ایمان د قوي ایمان درلودو له امله زموږ په زړونو کې ځای شوي او د شرعي احکامو په پیروۍ او له الله سبحانه وتعالی څخه په وېره پورې اړوند دي.

نو افسوس پر هغو مسلمانانو چې د پسونو غوندي په هر کنج او څنډه کې د حکامو او سختو دښمنانو له خوا قرباني او وژل کېږي. له مسلمانۍ او دا چې وایي رب مې الله سبحانه وتعالی دی، پرته بله هېڅ پلمه ورته نشته. همدارنګه افسوس پر هغو مسلمانانو چې کفار ورته د دین په لار کې فتنه جوړوي؛ هغه کفار چې له یوې زاویې څخه د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې جنګېږي. دا چې امت شپه او ورځ رګ پر رګ حلالېږي، هغه خلک چېرته دي چې د دغه اور مړه کولو، له منځه وړلو او د بریدونو مخنیوي لپاره اقدام وکړي؟

کومه دي هغه کسان چې د دغه واقعیت د بدلون لپاره قوي او لوی ګامونه اوچت کړي او د نبوت پر تګلاره د مسلمانانو راشده خلافت او اسلامي دولت د بیا را ژوندي کولو لپاره کار وکړي؟ هغه دولت چې د مسلمانانو حقوق تر لاسه او حق حقدار ته وسپاري. همدارنګه ټوله نړۍ د الله سبحانه وتعالی په احکامو روښانه او نوراني کړي.

د الله سبحانه وتعالی نظر داسې وي، دا یې مفهوم او معنی ده:  (ينظر إلى قلوبكم) موږ د رسول الله صلی االله علیه د صحابه کرامو په منځ کې بلال حبشي وینو چې یو تور پوستی انسان دی؛ خو الله سبحانه وتعالی یې ایمان ته ګوري؛ نه د ده څېرې ته.

دی جنتي دی لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

يا بلال! (إنی أسمع خشخشة نعليك في الجنة)

یعني اې بلاله! زه ستا د څپلیو  اواز په جنت کې اورم.

یا باري الله! د خلافت دولت د تاسیس وس راکړې چې هلته حکم په بما انزل الله سره وي او زړونه مو ستا د نظر او رحمت ځای وګرځوې! اللهمَّ آمين آمين!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې