جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د راشده خلافت له تاسيس څخه مه غافله کېږئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
د راشده خلافت له تاسيس څخه مه غافله کېږئ!

رجب حرامه میاشت زموږ امت ته د بيدارۍ، پرمختګ، عزت او نهضت پیغام لري. الله سبحانه وتعالی د ټولو اعمالو او پېښو لپاره ټاکلي وختونه مقدر کړي دي. ځينو ته يې په ځينو نورو باندې فضیلت ورکړی. له همدې امله د کال په اوږدو کې ځینې میاشتې دي چې تر نورو ډېر فضيلت لري. په هغو میاشتو کې نېک اعمال او بد د ثواب او جزا له مخې ډېر د پام وړ دي. همدا اوس موږ د الله سبحانه وتعالی له خوا د همدا ډول عظیمې میاشتې په بهیر کې قرار لرو، چې هغه د رجب مبارکه میاشت ده.

له نن څخه ۹۵ کاله وړاندې درپه يادوم چې په دغه له فضيلته ډکه میاشت کې د اسلامي امت ډال (خلافت) د وخت د کفري او ښکېلاکي زبرځواک بريتانيا او د هغې د نورو غربي صليبي ملګرو په واسطه را وپرځول شو. له هغه وروسته په ټول اسلامي امت کې د بېلابېلو کفري ځواکونو له خوا د مسلمانانو مقدسات، نواميس، خاورې، وينې او عزت په مختلفو ډولونو سره تر پښو لاندې شول او تر ننه دغه بهیر دوام لري. هره ورځ له پراخ سیاسي نوښت څخه په ګټه اخیستنې سره صلیبي ښکېلاکګران د اسلامي امت ترمنځ د تجزيې، نفاق، فسق او کفر تخم کري.

اسلامي امت که له يوې خوا په نړيواله سطحه د ويښېدو په حال کې دی او ورځ تر بلې په وضعي قوانينو او د غرب په مزدورو رژیمونو کې خپل ذلت احساسوي او په وړاندې يې په ژورو لارو چارو فکر کوي او په ترڅ کې یې پاڅونونه پیل کړي او دغه طاغوتیان یو پر بل پسې راپرځوي. بل خوا په افغانستان کې دغه مسلمان ولس د اسلامي نړۍ د ځینو نورو اشغال شوو سيمو په څېر د صلیبي کفارو په مستقیم اشغال کې شپې او ورځې تېروي. مزدور رژیم، د سېکولر ګوندونو، معاصر طاغوت (د پارلمان د دواړو مجلسونو) او نورو ټولو هغو مدني جوړښتونو په ملاتړ چې د غرب د مالي مرستې او فکري پروګرام پر بنسټ رامنځ ته شوي، له کافرو یرغلګرو سره ستراتيژيک تړونونونه امضا کړي دي. د هغوی اشغال ته يې د لاسلیک شوو اسنادو په توګه مشروعیت ورکړی. خو یرغلګر بيا هم له هغوی سره د تش په نامه تړونونو خیال نه ساتي او هره ورځ زموږ بې ګناه ښځې، ماشومان او سپین ږيري په بې رحمانه ډول په شهادت رسوي. بېشکه چې د یادو شوو ټولو ملاتړ کوونکو بنسټونو لاسونه زموږ د مسلمان ولس په وينو سره دي او د هغوی په جنایتونو کې شریک دي. د همدوی په مرسته دلته د استعمار ټول ډولونه شتون لري. استعمار خپل ناوړه افکار د هر افغان تر کوره ور رسولي او د نظام له پلوه يې هم په داسې فضا کې ساتلي چې اصلا نشي کولای د خپلو برخليک ټاکونکو قضيو او تاریخي مناسبتونو په اړه ژور فکر وکړي. 

دغو ړوند اندو ته په افغانستان کې د هرې ستونزې د حل لپاره غرب د بل مسلمان د تباهۍ مفکوره ورکوي، هغوی هم ورسره موافقه کوي او مرسته يې اخلي او په عمل لاس پورې کوي. له همدې امله پښتانه مسلمانان د دري ژبو مسلمانانو په ورکه کې خپل خیر ګوري او برعکس دري ژبي د پښتنو په تباهۍ کې. همداراز دې ته ورته په افغانستان کې د هرې ستونزې لامل ګاونډیان بلل کيږي. په داسې حال کې چې دغه ستونزې ټولې د دوی په څېر ړوند اندو او د پردیو لاسپوڅو چارواکو د خپلو بادارانو په اشارو را ټوکولې دي، نه د هغو هېوادونو عام اسلامي امت.

یوې خوا ته پښتانه هره ورځ د صلیبي یرغلګرو د ظلم، وحشت او ترور له امله د ډله ییزو وژنو د غم پر ټغر ناست دي او په ځوابي ډول هڅه کوي له ځان څخه د دفاع پر بنسټ وسله وال مقاومت ته دوام ورکړي، خو د هغې ترڅنګ دا تصور ورسره موجود دی چې د دغه ګوډاګي رژیم حاکميت او د غرب اشغال ته دري ژبو لاره اواره کړې ده. بل پلو په شمال کې د طالبانو د تېرو کړنو له امله هڅه کيږي چې د پښتنو په وړاندې حرام عصبیت ترویج او خپور کړي. د دې ترڅنګ په ټولنیز ژوند کې د غرب په مالي امکاناتو باندې را ټوکېدلې ميډيا شپه او ورځ هڅه کوي چې ډيموکراتيک، عصبي، هندي، بودايي، یوناني او دې ته ورته نور ناروا افکار د کورنيو تر فرد فرد پورې ورسوي. ترڅو اصلا یوه مسلمانه کورنۍ په خپل ورځني ژوند کې د اسلام پر بنسټ فکر او عمل ونه کړي.

دغو ټولو هڅو د افغانستان له مظلومو مجاهدو مسلمانانو څخه خپل شرعي مناسبتونه، په هغو کې پراته رازونه او د هغو پر اساس ژوند او د خپلو ستونزو لپاره د اسلام پربنسټ د حل لارې موندل هېر کړي دي. له همدې امله د خلافت د سقوط ۹۵مې دردوونکې کليزې په مناسبت د دغه لیکنې له لارې له شرعي پلوه د دغه میاشتې عظمت او مناسبتونه درپېژني، ترڅو له هغو څخه د اسلام پر بنسټ د خپل مسلمان او مجاهد ولس د بیدارۍ او نهضت لپاره الهام واخلو، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی د خپل دين د تحکيم او د بشر د آزموينې لپاره د یوه ټاکلي تقدير له مخې ځانګړي حالات او وختونه تعین کړي دي. نو رجب میاشت هم له دغو مناسبتونو څخه یوه ده چې په لنډ ډول يې یادونه کوم:

لومړۍ  پېښه: د اسراء او معراج پېښه، چې د باوري رايو او سرچينو پر بنسټ د رجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه واقع شوې ده. د دې پېښې نه وړاندې زموږ د ګران پیغمبر صلی الله عليه وسلم مرستندويه مېرمن حضرت بي بي خديجه رضى الله تعالى عنها او بيا د نبي كريم صلی الله علیه وسلم ملاتړ کوونکی تره ابي طالب له نړۍ سترګې پټې كړې دي، چې له دې وروسته د نبي كريم صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو ژوند تريخ او ستونزې يې لاډېرې شوې دي. نور په مكه مكرمه كې د نبي كريم صلی الله علیه وسلم د دعوت پرمختګ په ټپه درېدلی و، تر دې چې نور هېڅوک په اسلام باندې نه مشرف کېدل او د کفارو له خوا پر مسلمانانو باندې ظلم او زیاتی لازیاتېده. نو الله سبحانه وتعالی په اسراء او معراج سره خپل نبي کريم صلی الله علیه وسلم ونازاوه، لومړى يې په شپه كې له مكې څخه بيت المقدس ته او له هغه ځايه يې اسمان ته پورته كړ، چې هلته  نوموړي د خپل پالونكي جل جلاله بې شمېره  نښې او نښانې وليدې. په دې پېښې سره الله سبحانه وتعالی له يوې خوا اسلام او مسلمانانو ته عزت او سر لوړي ور وبښله او له بلې خوا يې نبي كريم صلی الله عليه وسلم ته ډاډ وركړ او دا يې ورته وښوده، چې د كفر ځواك په نړېدو او ستاسو برياليتوب را نږدې شوی دى.

دويمه پېښه: په دې مبارکه میاشت کې د بيت المقدس فتح ده، چې د ۵۸۳ ق.كال د رجب په ۲۷مه نېټه د مسلمانانو په برخه شوه. لكه څنګه چې په لومړۍ پېښه يعنې د اسراء او معراج په واقعه كې زموږ خلك له الله سبحانه وتعالی څخه د مرستې د غوښتنې له  ارزښتناك راز څخه ناخبره دي، همدارنګه د بيت المقدس د فتحې له لمانځنې او په هغه کې له مهم راز څخه هم ناخبره دي. هغه دا چې مسجد الاقصى د ۵۸۳ ق. كال په رجب كې فتح شو او له دې څخه وړاندې مصر په ۳۵۹ ق. كال كې د فاطميانو له خوا له اسلامي خلافت څخه بېل شوى و، په ۵۶۷ ق.كال کې بېرته له خلافت سره يوځاى كړاى شو. يعنې صلاح الدين او له هغه څخه وړاندې نورالدين تر هغه د فلسطين پر فتح كولو بريالي نه شول، ترڅو يې چې مصر له اسلامي خلافت سره نه و يو ځاى كړی.

كله چې د ناصر عباسي خليفه د خلافت په دوره كې صلاح الدين د مصر او شام والي و، الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته دا بريا ور په برخه كړه، چې فلسطين د صليبيانو له چټلو منګولو څخه را وباسي، خليفه ته د فتحې زېرى ور واستوي او ټول مسلمانان د الله اكبر او الحمد لله په ويلو سره د فلسطين د فتحې خوشالۍ او شكرانې ترسره كړي.

دريمه پېښه: د كفارو او ښكېلاګرو له خوا د اسلامي خلافت د له منځه تلو غميزه ده، چې هغه مهال د برتانيې په مشرۍ او خاينو متعصبو عربو او تركانو په مرسته ښكېلاګرو وكولاى شول، چې مسلمانان او اسلامي نړۍ د اسلامي خلافت له نعمت څخه محرومه كړي او د ۱۳۴۲ ق. كال د رجب د مياشتې په ۲۸ نېټه چې ۱۹۲۴م. كال د مارچ د مياشتې له ۳ نېټې سره سمون خوري، اسلامي خلافت را وپرځوي. درېیمه پېښه باید موږ د خلافت د تاسیس لپاره را ويښ کړي او لومړۍ او دویمه راته د لارې مشال او د الله سبحانه وتعالی د نصرت لپاره قوي هيلې وګرځي. ترڅو د اسلام هغه نظام (خلافت) چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه ځانګړې طریقه (تثقیف، تفاعل او طلب النصره) باندې تاسیس کړ، ورپسې اصحابو رضوان الله علیهم اجمعين د هغه پر تګلاره باندې په راشده توګه دوام ورکړ او بالاخره د اسلام دښمنانو خپله د اسلامي امت د منحطو بچیانو په واسطه ونړاوه، یو ځل بيا تاسیس کړو.

اې د افغانستان مظلومو او مجاهدو مسلمانانو!

د خلافت د نشتوالي له امله یوازې تاسې نه کړېږی، بلکې سوريه، فلسطين، عراق، یمن، برما، افغانستان، مصر، سوماليا، پاکستان، کشمیر، قبرس، چیچن، شرقي ترکستان، سوډان او بالاخره ټول اسلامي امت د اوسنيو جابرو چارواکو او د هغوی د بادارانو له ظلم، وژنو او تېريو څخه تر پوزې راغلي. په دغو ټولو سیمو کې هره ورځ په سلګونو مسلمانان شهیدان کيږي، په نوامیسو او مقدساتو يې تېری کيږي او شتمنۍ يې لوټ کيږي، خو د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانو خلفاوو په څېر کوم مدافع نه لري. نو اسلام او پیروان يې واحد امام، راعي او خلیفه ته اړتيا لري. اسلامي امت، عقیدوي، جغرافيوي او سیاسي وحدت ته اړتيا لري. پس را پاڅۍ او په دې لاره کې له خپلو مخلصو وروڼو (د حزب التحریر له شبابو) سره مرسته وکړئ، ترڅو له هغه امام سره بيعت وکړو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په اړه فرمايي: إنما الإمام جنة يقاتل من ورائه ويتقى به. یعنې: بېشکه امام هغه ډال دی چې تر شا يې جګړه کيږي او په هغه باندې د مسلمانانو ساتنه کيږي. تاریخ په دې شاهدي ورکوي؛ همدا خلافت و، چې د فارس او روم امپراطورۍ يې ماتې کړې. وروسته یې دا پراخې ځمکې ټولې د اسلام په مبارک دین سره روښانه کړې، چې تر ننه پکې اسلامي امت مېشت دی. که اسلامي خلافت او لښکر يې نه وای، دا کارونه به چا کول؟ نن چې خلافت نشته آیا مسلمانان هغه ډول اسلام تطبیقولی او رسولی شي؟

اې مسلمانانو! آيا ۹۵ كاله د اسلامي خلافت نشتوالی او د مسلمان خليفه د نه راوستلو ګناه مو بس نه ده، چې نور توبه ترې وايستل شي او د اسلامي خلافت د رامنځ ته كولو لپاره كار وشي؟ آيا نبي كريم صلی الله علیه وسلم نه دي فرمايلي چې:

«من مات و ليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية»

یعنې: څوك چې په داسې حال كې مړ شي، چې له چا سره يې بيعت نه وي كړی مړينه يې د جاهليت ده. آیا په رجب میاشت کې له پورتنيو یادو شوو دریو پېښو څخه د دې الهام نه اخلو چې امت باید وحدت ومومي او بيرته خپلې اشغال شوې سیمې د خلافت د پوځ له لارې آزادې کړي؟!

نو اې په افغانستان کې زموږ مجاهد او مظلوم ولسه! په دغه بلنه او مبارزه کې تاسو یوازې نه یاست. په اسلامي نړۍ کې د حزب التحرير له خوا د خلافت لپاره تر شپېتو کلونو مبارزه او دعوت شوی او الحمد لله په نړيواله سطحه په نبوي طریقه باندې د راشده خلافت تاسیس په خپل وروستي پړاو کې دی چې د الله سبحانه وتعالی له تقدير سره سم به ورسره مرسته وکړي او راشده خلافت به تاسیس شي. په دې اړه موږ او تاسو ته د الله سبحانه وتعالی دا وینا بس ده چې فرمايي:

‏ إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ. 

غافر، 51 

موږ خامخا له خپلو پیغمبرانو او مؤمنانو سره د دنيا په ژوند او هغه ورځ کې چې شاهدان را پورته کيږي، مرسته کوو.

سيف الله مستنیر

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې