پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
راتلونکي نسل ته الګو شئ!
بسم الله الرحمن الرحيم
راتلونکي نسل ته الګو شئ!

(ژباړه)

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ﴾ [تحریم: ۶]

ژباړه:  اې مومنانو ! خپل ځانونه او خپلې کورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ، چې د سون توکي به یې انسانان او تیږې وي.

په پورتني آیت کې مور او پلار د هغه مسوولیت او مهمې ژمنې، چې په دنیا کې یې د خپل اولاد د روزنې په وړاندې لری اندېښمنوي. په ځانګړي ډول په دغه وخت کې، چې سیکولري نظام په چټکۍ د پراختیا  په حال کې دی. نو پر دغه اساس په مور او پلار لازمه ده، چې خپل اولاد د الله سبحانه وتعالی له معرفته خبر کړي.

کله چې دغه آیت ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ﴾ نازل شو، له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه، چې څنګه ځان او خپل اهل د جهنم له اوره وساتو؟ هغه وفرمایل:

«تَاْمُرُنَهُمْ بِطاَعَةِ اللهِ و تَنْهَوْنَهُمْ عَنْ مَعَاصِیِ اللهِ»

ژباړه: د الله سبحانه  وتعالی پر اطاعت امر ورته وکړئ او د هغه له نافرمانۍ یې منع کړئ.

نو ځکه موږ باید د خپل اولاد د روزنې په اړه ډېر اندېښمن وو ،تل په ښه کار امر ورته وکړو، له بده یې منع کړو او تل یې په ښو او بدو پوه کړو. دا لړۍ په کور پورې محدوده ده. مور او پلار هغه وخت خپل اولاد مکتب ته لېږلی شي، چې له دې نه یې پوره ډاډ یې ترلاسه کړی وي، چې اولاد یې د کایناتو له رب سره مینه او علاقه پیدا کړې او په ژوند کې یې موخه  یوازې د الله سبحانه وتعالی رضا ده. لکه څنګه چې نن ورځ د فرهنګي تعلیم په نامه، د ډرامو، موسیقۍ او نڅا سازمانونه جوړ شوي او ډېرې توصیې هم ورته کېږي. تر دې چې په پاکستان کې موسیقي، نڅا او د شپې تر ناوخته کنسرتونه جوړول پر یوه عادي کار بدل شوي دي.

د (NGO) راپور ښیي چې په اسلام اباد کې له (۴۴ - ۵۵) سلنه پورې غوره خصوصي زده کوونکي په نشه يي توکو اخته دي. نو پورتنی آیت باید موږ یوازې اندېښمن نه کړي، بلکې موږ ته باید د فاسد او سیکولر نظام په وړاندې د درېدو توان را کړي. د الله سبحانه وتعالی د آیتونو لوستل، نه یوازې موږ د الله سبحانه وتعالی رضایت ته چمتو کوي؛ بلکې موږ تشویقوي، چې راتلونکي نسل ته الګو هم وو.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

یاسمین «ملک»

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې غړې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې