پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
پر حرص برلاسي کېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
پر حرص برلاسي کېدل

(ژباړه)

﴿وَأَمَّا مَن بَخِلَ وَاسْتَغْنَىٰ وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَىٰ فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَىٰ وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ إِذَا تَرَدَّى

[لیل: ۸- ۱۱]

ژباړه: چا چې بخیلي وکړه او ( له خپل خدای څخه یې) بې پروایې وکړه او نیکي یې دروغ وګڼله، هغوی ته به موږ سخت ځای ( دوزخ) ته د ورتګ لار اسانه کړو، هغه مهال به يې مال څه په درد ورته وخوری، کله چې تبا شي او په کنده کې ولوېږي.

د یوه خوشحاله ژوند لپاره څه شی بسنه کوي؟ کېدای شي دغې پوښتنې ته سلګونه ځوابونه ورکړو. په حقیقت کې دا ځواب ډېر اوږد او بنسټيز دی او ستاسې بېلابېلې او نوې ازادي ګانې ښکاره کوي. اسلام د یو کس لپاره د الله سبحانه وتعالی له رضا سره د خپلو هيلو ارتباط ورکول ډېره اسانه کړي دي. الله سبحانه وتعالی موږ ته حق راکړی د هغه څه په لاس ته راوړلو کې چې حرام نه وي، هڅه وکړو.

موږ په خپل تاریخ کې داسې کسان لرل چې غټې پانګې یې درلودې او د هغو له ګټو برخمن وو؛ خو داسې حالت راغی چې یوه شېبه یې هم فکر ونه کړ، چې هغه د الله سبحانه تعالی په لار کې نفقه کړي؛ خو دا کار هغه وخت شونی دی چې یو مسلمان دا درک کړې وي، چې سعادت یوازې د الله سبحانه وتعالی په رضا کې دی او یوازې هغه څه چې موږ یې بايد حریص وو، د دنیا او اخرت بریالیتوب دی.

په حقیقت کې د مسلمانانو د انحطاط بنسټ همدا حرص او خیانت دث. دا حرص د پانګوالي نظام دی، چې خلک یې د پیسو لاسته راوړلو په ماشين اړولي دي. هغه حرص چې ابو العزیز ابن سعود یې اړ کړ چې امت او خپل اخرت پر کفارو وپلوري، هغه حرص چې لاسپوڅي چارواکي یې اړ کړل چې پر خپلو بې ګناه خلکو ناوړه ظلمونه وکړي او دا حرص و چې د ترکيې دولت د سوریې خلک پرېښودل چې مړه شي. هغه حرص چې د پاکستان اوردو د کشمیر له ازادولو منع کوي، هغه حرص چې ال سعود یې تر ټولو ډېر جذب کړی او هغه حرص چې د مسلمانانو حکامو واک او پانګه یې نا توانه کړې.

د مسلمانانو خلیفه عمر بن عبدالعزیز الله رحمة علیه فرمایلي دي: «زما زړه د دنیا هېڅ مال نه غواړي، چې زړه پرې بايلم؛ خو د غوره څيز هیله کوي، زما زړه جنت غواړي که ترلاسه شي په دنيا کې تر هغه غټ څه نشته.» که حاکم داسې وي، نو رعیت به یې څنګه وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها فقال قائل ومن قلة نحن يومئذ قال بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم وليقذفن الله في قلوبكم الوهن» فقال قائل يا رسول الله وما الوهن قال: «حب الدنيا وكراهية الموت»

ژباړه: ستاسو د دښمنانو له زړونو څخه به هغه وېره ووځي چې له تاسې څخه يې لري او ستاسو په زړونو کې به وهن پیدا شي. یوه وپوښتل: اې د الله رسوله! وهن څه ته وایي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له دنیا سره مینه او  مرګ له یاده اېستل.

له دنيا سره مينه چې زموږ په بدن کې پيچکاري شوې د دنيا له مادياتو څخه ده چې زموږ په ټولنه کې شته. موږ يې په روشن فکره او غښتلو کسانو بدل کړي يو او د نورو د مالونو لاسته راوړلو مينه چې خلک يې حرامو ته اړ کړي دي.

په دې وروستيو کې په پاکستان د واده مراسمو نمانځلو نوی ډول، چې د واده مراسمو د نمانځلو اوږد نوم لري پيدا شوی. دا لمانځنه يو کال دوام کوي او لويه ننداره رامنځته کوي.  په حقیقت کې دا د پانګې ښودنه ده، چې پر حسادت سربېره، په نورو کې د پانګې لاسته راوړلو حرص ډېروي، که دا کار د خلکو غولونې او يا په دام کې اچولو له لارې وي، بايد ترلاسه شي. زموږ په یاد دي، چې همدا حرص و چې یهودان یې الله سبحانه وتعالی ته ذلیل کړل او هغوی یې اړ کړل چې د الله سبحانه وتعالی نافرمانی وکړي.

﴿وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَى حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذَابِ أَن يُعَمَّرَ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ

[بقره: ۹۶]

ژباړه: ته به هغوی (یهودان) له بل هر چا څخه د ژوند حریصان ومومې، ان تر دې چې دوی په دې کار کې له مشرکانو څخه هم وړاندې شوي دي، هر یو دا غواړي چې زر کاله ژوند وکړي، په داسې حال کې چې اوږد عمر هغوی له عذابه نشي ژغورلی، څه عملونه چې دوی کوي الله سبحانه وتعالی خو هغه ویني.

موږ مسلمانان باید په دې پوه شوو چې دا حرص موږ د الله سبحانه وتعالی نافرمانۍ ته اړ کوي او د دنیا لاسته راوړلو هیلې مو ګمراه کوي. موږ باید د انفاق لارې زده کړو او باید د خپلو وروڼو او خویندو د حق لپاره خپل غږ پورته کړو، هغه حق چې نن ورځ ظالمو چارواکو غصب کړی دی.

لیکواله:‌ اخلاق جهان

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

Last modified onدوشنبه, 31 جولای 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې