سه شنبه, ۱۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
متقیان څوک دي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
متقیان څوک دي؟

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ

[بقره: ۱۸۳]

ژباړه: اې مومنانو! په تاسو باندې د پخوانیو قومونو غوندې روژه فرض ده، د دې لپاره چې متقیان شئ.

موږ په ژوند، کار، دنده، کور، خپلو ماشومانو او د ژوند په نورو چارو کې ځانګړې موخې لرو. مګر د روژې په مبارکه میاشت کې باید زموږ موخه څه وي، چې د ژوند پاتې برخې ته ځانګړی رنګ ورکړي؟ په پورته مبارک آیت کې الله سبحانه و تعالی موږ ته ویلې دي چې د روژې موخه تقوا ده. مګر تقوا څه ده؟ او څنګه متقیان شو؟

په اصل کې د هر مومن اصلي موخه باید دا وي چې متقي شي، ځکه الله سبحانه و تعالی له متقینو سره مینه لري او الله ژمنه کړې چې له متقیانو سره مرسته کوي، رحم ورباندې کوي، بښنه ورته کوي، په جنت کې لوړ مقام ورکوي او همدارنګه له حرامو کارونو یې ساتي او هدایت ورته کوي. الله سبحانه و تعالی په دې اړه داسې فرمایلي دي:

(إِنَّ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ)

[ملک: ۱۲]

ژباړه: هغه کسان چې د الله له عذاب څخه په غیب ویره لري، د دوی لپاره مغفرت او ډېر لوی اجر دی.

همدارنګه الله سبحانه و تعالی فرمايلي دي:

(لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ)

[عمران: ۱۵]

ژباړه: د متقیانو لپاره له رب سره داسې جنتونه دي چې ویلې پکې بهیږي او دوی په په دې جنتونو کې د تل لپاره وي او همدارنګه دوی پاکې مېرمنې دي او د الله رضایت او خوښي او الله خپل بندګان ویني.

(بَلَى مَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ وَاتَّقَى فَإِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ)

[عمران:۷۶]

ژباړه: هو! که څوک پر خپله ژمنه ودرېدل او تقوا یې وکړه، نو پرته له شکه الله له متقیانو سره محبت لري [جنت ته یې بیایي].

(وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا)

[طلاق: ۲-۳]

ژباړه: که چا تقوا وکړه، نو الله به ورته له ستونزو څخه د وتلو لار پرانیزي او له هغې لارې به روزي ورکړي چې فکر یې هم نه کاوه او څوک چې پر الله توکل وکړي، نو همدا الله ورته کافي دی، الله پر خپلو چارو کې برلاسی دی، الله هر څه ته ځانګړې کچه ټاکلې ده.

(إِنَّهُمْ لَن يُغْنُوا عَنكَ مِنَ اللَّهِ شَيئًا وإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ)

[جاثیه: ۱۹]

ژباړه: دوی نشي کولی چې تا له هغه څه وساتي چې الله یې پرېکړه کړې ده او ظالمان یو د بل ولیان دي او الله د متقیانو ولي دی.

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ)

[حدید: ۲۸]

ژباړه: اې مومنانو! له الله څخه وویرېږئ [تقوا وکړئ] او پر رسول یې ایمان راوړئ، چې هغه درباندې دوه چنده رحمت وکړي او تاسو ته داسې رڼا راوړي چې د هغه له برکته به تګ کوی او تاسو ته مغفرت وکړي او الله بښوونکی او مهربانه دی.

له پورته ایتونو څخه څرګندېږي چې د هر رښتیني مومن هیله او امید دا دی چې متقي شي. نو متقیان څوک دي او د دوی څرنګوالی او مشخصات څه دي؟

کېدی شي موږ به سوچ کوو چې تقوا دې ته وایي چې څوک خپل زیات وخت په لمانځه او یا مسجد کې تېر کړي او یا هم زیات ذکر او دعا کوي، یا زیاته روژه نیسي، یا زاړه کالي اغوندي او یا په خورا کمو امکاناتو سره ژوند کوي. مګر که موږ د تقوا په موخه دا یاد شوي کارونه کړي وي، نو تقوا مو نه ده کړې. په هر حال راځو دې ته چې اسلام موږ ته تقوا څنګه ښودلې ده؟

یو ځل عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه له ابی بن کعب رضی الله تعالی عنه څخه داسې پوښتنه وکړه: ستا له انده تقوا څه ده؟ ابی بن کعب داسې ورته وویل: کله هم په یوه اغزنه لاره تللی یې، چې اوږده کالي دې اغوستي وي او ځړېدلي وې درپسې؟ عمر رضی الله تعالی عنه ورته وویل: هو!. ابی بن کعب رضی الله تعالی عنه پوښتنه ترې وکړه: نو په داسې یوه حالت کې تا څه کړي دي؟ عمر رضی الله تعالی عنه ورته وویل: ما مې خپل کالي راپورته کړي دي او پر ځان پورې مې جوخت نیولي دي، چې اغزي پکې لاړ نشي او په ډېر احتیاط مخکې تللی یم. ابی ورته وویل: همدا تقوا ده.

نو تقوا دا ده چې موږ او تاسو د خپل ژوند پر مسیر په خورا احتیاط او هوښیارۍ سره تګ وکړو او خپل ځانونو په ګناهونو کې له لوېدلو وساتو. موږ ته دا د الله سبحانه و تعالی له لوري یوه لویه خبرتیا ده چې خپل ټول عملونه او چارې سمې کړو او د الله اوامر پلي کړو او له نواهیو یې ځانونه لرې وساتو.

د تقوا کلمه له (وقایې) اخیستل شوې ده، چې وقایه په ژبپوهنه کې د خپل ځان ساتلو ته وايي. په دې اړه حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه وايي چې تقوا دې ته وايي چې څوک د خپل ځان او د الله د عذاب ترمنځ یو حایل ودروي.

نو پر دې بنسټ؛ متقي مومن هغه څوک دی چې تل هوشیار وي او داسې کارونه کوي چې خپل ځان د الله له عذاب او عضب څخه وساتي او خپل ځان له همدې ویرې د الله بندګۍ ته وقف کوي او د ژوند په ټولو چارو کې د الله د اوامرو اطاعت کوي او له حدودو یې ځان لرې ساتي.

الله سبحانه و تعالی په دې اړه د عمران په سورت کې داسې فرمایلي دي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ)

[عمران: ۱۰۲]

ژباړه: اې مومنانو! له الله څخه داسې وویرېږي لکه څنګه چې ښايي او په داسې حالت کې له دنیا لاړ شئ [مړه شئ] چې مسلمانان وئ

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ایت تفسیراوه، نو له الله څخه ویره لرل یې داسې بیان کړل: أَنْ يُطَاعَ فَلَا يُعْصَى، وَيُشْكَرَ فَلَا يُكْفَرُ، وَيُذْكَرَ فَلَا يُنْسَى یعنې اطاعت وکړې او سرغړونه ونه کړې، شکر وکړې او ناشکري ونه کړې او الله یاد کړې او هیر یې نه کړې.

پخوانیو علماوو په دې اړه ویلي دي چې  متقیان هغه کسان دي چې هغه کارونه چې الله سبحانه و تعالی خلک ترې منعه کړي دي، کله یې هم نه کوي او هغه کارونه سرته رسوي چې الله یې د کولو امر کړی دی. الله سبحانه و تعالی د حشر په سورت کې په دې اړه داسې فرمایلي دي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ)

[حشر: ۱۸]

ژباړه: اې مومنانو! له الله څخه وویرېږئ او هر څوک دې انتظار وکړي [هغې ورځې ته] چې څه یې تقدیم کړې دي، له الله څخه وویرېږئ، پرته له شکه الله په هغو کارونو خبر دی چې تاسو کړي دي.

د دې ایت په اړه ابن کثیر وايي چې الله سبحانه و تعالی موږ ته امر کړی دی چې تقوا وکړو، د دې معنا دا ده چې هغه کارونه وکړو چې الله یې امر کړی او له هغو کارونو لرې واوسو چې الله موږ ترې منعه کړې یو. همدارنګه حسن بصری رحمة الله علیه په دې اړه داسې ویلي دي: (متقیان هغه کسان دي چې د الله په اوامرو باندې عمل کوي او له نواهیو یې خپل ځان لرې ساتي). همداراز عمر بن عبد العزیر رحمة الله علیه په دې اړه داسې فرمایلي دي: (تقوا دا نه ده چې څوک د ورځې روژه ونیسي او د شپې تهجد او قیام وکړي، بلکې تقوا دې ته وايي چې څوک حرام کارونه ونه کړي او پر هغو کارونو چې الله امر ورباندې کړی دی عمل وکړي او که چا دا کار وکړ، نو الله به ورته ښه بدله ورکړي.)

نو متقیان هغه کسان دي چې خپلو کارونو ته متوجه وي او خپل ځان په خپله څاري او د ژوند په ټولو چارو لکه؛ اقتصادي، اجتماعي، سیاسي، اخلاقي او معنوي کې د الله سبحانه و تعالی د احکامو پیروي کوي. عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه یو ځل یوه کس ته چې لمونځ یې کاوه وکتل او داسې یې وویل: (ستاسو هغه ملګري چې ډېری وخت خپل سرونه ټيټوي او پورته کوي [لمونځ کوي] ماته چل نشي راکولی، رښتینی کس هغه څوک دی چې د الله په دین کې خورا محتاط او دقیق وي او خپل ځان له هغو کارونو لرې وساتي چې الله منعه کړي دي او د الله د اوامرو او نواهیو مطابق ژوند وکړي.)

که خبره راټوله کړو، نو متقي هغه چا ته نه ویل کېږي چې یوازې روژه نیسي او لمونځ کوي او له خپلې کورنۍ، مور او پلار او خپلوانو سره غوره رویه کوي او د دوی حقوق د اسلام مطابق ورکوي.

همدارنګه تقوا دې ته نه ویل کېږي چې څوک تل قیام کوي، قران کریم تلاوت کوي او د الله ذکر کوي او یا هم ډېر لمونځونه کوي، بلکې تقوا دا ده چې څوک خپل ځان په اسلامي ټولنیز ژوند باندې ملبس کړي او د مخالف جنس سره یې اړيکې د اسلام پر بنسټ وي.

همداراز تقوا دې ته نه وايي چې یوازې صدقه ورکړل شي، بلکې تقوا دې ته وايي چې څوک خپله سوداګري او د پيسو د لاسته راوړلو طریقه د اسلام پر بنسټ برابره کړي او له سود خوړلو ځان وساتي او او په خپلو مالي چارو کې د اسلام په اقتصادي احکامو ټينګ ودرېږي.

همداراز تقوا دا نه ده چې یوازې لمونځ کوي او تل مسجد ته ځي، مګر په سوریه، فلسطین، میانمار او په نورو ټولو سیمو کې چې هلته د مسلمانانو وینې تويېږي غلی وي او خپل غږ د ظالمو حکامو پر وړاندې نه پورته کوي او د دوی پر وړاندې د الله د امر مطابق نه درېږي.

همدارنګه دا تقوا نه ده چې څوک هغه کسان محاسبه کوي چې لمونځ نه کوي او روژه نه نیسي، بلکې تقوا دا ده چې څوک د مسلمانانو حکام محاسبه کوي، د دوی د فساد پر وړاندې خپل غږونه پورته کوي او د دوی د کفري نظامونو د لرې کولو په موخه مبارزه کوي او تقوا دا ده چې څوک د الله د دین لپاره دعوت کوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج پر بنسټ دویم راشده خلافت تاسیس شي، لکه څنګه چې الله یې د تاسیس امر کړی دی.

پایله دا چې؛ تقوا هغه کیلي ده چې د الله د رضایت او جنت دروازه پرانیزي. مګر لکه نورو کیلیو غوندې دا هم باید داسې یوه کیلي وي چې هر غاښ یې د دروازې د قلف سره سمون ولري. سر بېره پر دې؛ د جنت دروازه هغه مهال ورباندې پرانیستلی شو چې کله د الله سبحانه و تعالی اطاعت وکړو او د هغه د قوانینو مطابق ژوند وکړو. دا یوازې هغه وخت شونې ده چې د الله سبحانه و تعالی رانازل شوی شریعت پلی کړو او دا هغه وخت امکان لري چې دویم راشده خلافت تاسیس کړو، هغه خلافت چې ټول اسلامي قوانین پلي کوي او په دې سره به موږ وکولی شو چې په بشپړه توګه د خپل رب اطاعت وکړو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ، إِلاَّ مَنْ أَبَى»‏‏.‏ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَنْ يَأْبَى؟ قَالَ: ‏«مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الْجَنَّةَ، وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى»

ژباړه: زما ټول امتیان به جنت ته لاړ شي، مګر هغه کسان نشي تللی چې (ابا) یې کړې وي. دوی [اصحابو] وویل چې هغه کسان څوک دي چې (ابا) یې کړې وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: چا چې زما پیروي وکړه جنت ته ځي او که چا سرغړونه وکړه، نو دغه کس ابا وکړه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې د ښځو د څانکې د ریاست لیکنه

ژباړه: انجنیر احرار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې