شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روژې میاشت؛ د متقیانو او پرهېزګارانو لپاره ښه موکه
بسم الله الرحمن الرحيم
د روژې میاشت؛ د متقیانو او پرهېزګارانو لپاره ښه موکه

دم ګړۍ مسلمانان له ګڼ شمېر وحشتونو او کړاوونو سره مخ دي. موږ یې وینو چې په ټوله نړۍ کې د بې ګناه مسلمانانو وینې توېږي، کفار د اسلامي خاورو اشغال ته دوام ورکوي، مسلمانان يې له بې عدالتۍ سره مخ کړي دي او د اسلامي نړۍ دوه مخي واکمنان مو امت او دین د ناڅیزه بیې په بدل کې پلوري. موږ وینو چې مسلمانې ښځې او ماشومان له ګڼو ستونزو، لکه: تاوترخوالي، ځورونو او لوږې سره مخ دي، خو پر وړاندې یې هیڅ کوم عملي ګام نه اخلو، يوازې د ياد وحشت او ناورين ننداره کوو! که د مسلمانانو په زړونو کې تقوا نه وي، نو ياد حالت به په همدې ډول روان وي.

روژه هغه مياشت ده چې الله سبحانه و تعالی هر تن ته د نفس د تزکيې او ګناهونو د بښنې موکه ورکوي، ترڅو له متقینو او پر هېز ګارانو څخه شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿فَمَن تَابَ مِن بَعدِ ظُلمِهٖ وَاَصلَحَ فَاِنَّ اللّٰهَ يَتُوبُ عَلَيهِؕ اِنَّ اللّٰهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

[المائدة: ۳۹]

ژباړه: نو چا چې له ظلم وروسته توبه وكړه او ځان اصلاح کړي، له شکه پرته الله یې توبه قبلوي. الله ډېر بښونكى او زیات مهربان دى.

له ابو هریره څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله عليه و سلم فرمایي:

«مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

 چا چې په روژه کې په اخلاص او صداقت سره په دې هيله لمونځونه ادا کړل، چې د الله سبحانه و تعالی رضايت ترلاسه کړي، نه د ريا لپاره الله سبحانه و تعالی به د ده ټول ګناهونه وبښي.

الله سبحانه و تعالی پر خپلو بنده ګانو له حده زیات مهربان دی او د هغو توبه کوونکو توبه قبلوي، چې له بيا ګناه کولو څخه مخ اړه وي. الله سبحانه و تعالی په قرآن کې فرمایي:

﴿وَاللّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ

[النساء: ۲۷]

ژباړه:الله سبحانه و تعالی په رحمت سره تاسو ته پاملرنه کوي.

رسول الله صلی الله عليه و سلم فرمايې، چې له يوې روژې څخه تر بلې روژې پورې بښنه ده.

ابوهريره رضی الله عنه له رسول صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي:

 «الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمْعَةُ إِلَى الْجُمْعَةِ، وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ، مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ»

(امام مسلم)

د پنځو لمونځونو ترمنځ، د يوې جمعې له لمانځه څخه د بلې جمعې تر لمانځه پورې او له یوې روژې تر بلې روژې پورې ټول ګناهونه بښل کېږي، چې لوی ګناهونه نه وي شوي.

رسول صلی الله عليه و سلم تل زارۍ کولې او ویل یې:

«اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي رَجَبٍ وَشَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَانَ»

 اې الله! د رجب او شعبان مياشتې موږ ته مبارکې وګرځوې او موږ د بلې روژې تر مياشتې پورې ورسوې!.

 د رسول صلی الله علیه وسلم اصحابو به د روژې له مياشتې څخه شپږ مياشتې مخکې تياری نيولو او له الله سبحانه و تعالی څخه به يې بښنه غوښتله او کله چې به د روژې مياشت را ورسېدله، نو د دوی د ايمان درجه به تر ټولو لوړه وه. د روژې تر پای ته رسېدو وروسته په راتلونکو شپږو مياشتو کې به دوی له الله سبحانه و تعالی څخه د خپلو عملونو د قبلېدو غوښتنه کوله. 

په پورته نصوصو کې د رسول صلی الله عليه و سلم او د ده د اصحابو د تقوا بېلګې له ورایه ښکاري، ځکه دوی د تقوا په اصلي مفهوم پوهېدل. له هغه چا سره چې جنت ته د تللو ژمنه شوې وي او بیا هم د الله سبحانه و تعالی له وېرې د بخښنې په لټه کې وي، هغوی ریښتیني متقين دي. د روژې میاشت د ټولو مسلمانانو لپاره ده، چې په دې مبارکه مياشت کې دوی کولای شي ځانونه متقيان کړي او د جنت د لاسته راوړلو لپاره الله سبحانه و تعالی ته ځانونه نږدې او رضايت یې ترلاسه کړي. دا  له الله سبحانه و تعالی څخه د بښنې، له هغه څخه د وېرې، د شرعي حکمونو د عملي کولو او د غیر شرعي فکرونو د پرېښودلو مياشت ده. دا مياشت ښايي ستا لپاره اخرنۍ روژه وي، نو اعظمي ګټه ترې واخله. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَاِذَا سَاَلَـكَ عِبَادِى عَنِّى فَاِنِّى قَرِيبٌؕ اُجِيبُ دَعوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ فَليَستَجِيبُوا لِى وَليُؤمِنُوا بِى لَعَلَّهُم يَرشُدُونَ 

[البقرة: ۱۸۶]

ژباړه: او (اې پېغمبره!) كله مې چې بنده ګان زما په اړه درنه پوښتنه کوي، هغوی ته ووایه چې زه ورته ډېر نږدې یم. د دعا كوونكي دعا قبلوم، كله چې له ما نه دعا وغواړي، نو دوى د زما حكم ومني او پر ما دې ایمان راوړي، ښایي سمه لار ومومي.

 موږ باید له الله سبحانه و تعالی څخه د مخکنیو متقینو په څېر د بښنې غوښتنه وکړو. دنیا مو باید معیار نه وي ګرځولې، باید جرئت ولرو او د بې عدالتۍ پر وړاندې له چوپتیا څخه ګټه وا نه اخلو. مسلمانان نه يوازې د خپل ځان مسولیت لري، بلکې د ټول امت مسولیت یې په غاړه دی. د امت د ازادۍ يوازینۍ لار خلافت دی. راشئ! چې د نبوت پر طريقه د خلافت د بيا تاسيس لپاره مټې را ونغاړو، هيله ولرو چې الله سبحانه و تعالی به را ته بښنه وکړي او د قیامت په ورځ به مو له جنتيانو څخه وګرځوي!  

ليکواله: امانه عابد

ژباړن: صديق احمدزی

Last modified onپنج شنبه, 07 جون 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې