جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
یمن؛ هغه سوالونه چې ټول یې باید له ځانه وپوښتي!
بسم الله الرحمن الرحيم
یمن؛ هغه سوالونه چې ټول یې باید له ځانه وپوښتي!

(ژباړه)

څنګه کولای شو -د ویښ او باخبره وجدان په درلودو- هره ورځ خپلو بچیانو ته ښه خواړه تیار کړو، پاکې او سوتره جامې ور واغوندو او په مینه او ارامۍ یې د خوب ځای تیار کړو، خو په ورته وخت کې د دغه امت د ژغورلو لپاره په بې حسۍ او له فکر پرته، ۱،۸ میلیونه ماشومان ګورو، چې په یمن کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او په بې رحمۍ سره وژل کېږي؟ څنګه خوشالېدلی شو چې زامن مو په وده او روزنه کې دي، په داسې حال کې چې ښایي د اسلام پر ضد په نننیوجګړو کې په یمن کې ۵۰۰ زره ماشومان د زوکړې د راتلونکې کلېزې شاهد نه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى» (صحیح بخاری)

ژباړه: د محبت، شفقت او مهربانۍ له پلوه د مومنانو مثال د يو وجود په څېر دی، کله چې د وجود یو غړی په تکليف شي، نو په بې خوبۍ او تبه کې ټول وجود ورسره شريک وي.

آيا هغه وحشي حالت چې نن مسلمانان پکې واقع دي، موږ نه ځوروي؟ ایا نرم زړه نه لرو، چې د اسلامي امت د وروڼو، خویندو او زامنو درد او لوی غم حس کړي؟ ایا دې چلبازې دنیا موږ د ژوند په ډېرو کوچینیو ستونزو کې داسې ډوب کړي یو، چې هغه اسلامي امت چې اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي او بې ګناه، مظلوم مسلمان ماشومان، چې د یوې ټوټې وچې ډوډۍ خوب او خیال ویني، هېر کړي مو دي؟ په رښتیا که موږ دغه جنایتونه ووینو او درک یې کړو، نور به مو په  زړه او فکر کې ارامي نه وي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً إِذَا صَلُحَتْ صَلُحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ أَلَا وَهِيَ الْقَلْبُ» (صحیح بخاری)

ژباړه: د انسان په بدن کې د غوښې یوه ټوټه ده، که هغه جوړه وي د بدن نور غړي هم ورسره جوړېږي او که ناروغه شي د بدن نور غړي ناروغ او فاسدوي، هغه د غوښې ټوټه زړه دی.

د اسلامي امت لپاره د احساساتو لرل ډېر مهم او حتمي دي او همدارنګه د اسلامي امت د حالت په اړه معلومات لرل هم ضروري دي، خو یوازې د احساساتو او معلوماتو لرل د امت د درد درمان لپاره کافي نه دي؛ بلکې دغه دوه یې پیل او بنسټ دی او هغه وخت پوره کېږي چې همدغه احساسات او معلومات په عمل کې پلي کړو. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ، وَمِنْ قَلْبٍ لَا يَخْشَعُ، وَمِنْ نَفْسٍ لَا تَشْبَعُ، وَمِنْ دَعْوَةٍ لَا يُسْتَجَابُ لَهَا»

(صحیح المسلم)

ژباړه: اې زما ربه! له هغه علم څخه چې ګټه نه رسوي، له هغه زړه نه چې خشوع او خضوع نه لري، له هغه نفس څخه چې نه مړېږي او له هغه دعا څخه چې نه قبلېږي، تاته پناه دروړم.

په ښکاره وینو چې د اسلام دوښمنانو هېڅکله له اسلامي امت سره مرسته نه ده کړې او هغه ټوټه ټوټه او متفرق کوي او همدارنګه د دوی په منځ کې یې اختلافونه ډېر کړي او د خپلو شومو پلانونو د عملي کولو لپاره له دوی څخه ګټه اخلي.

همدارنګه ښکاره ده چې یوازې د نړیوال قدرت تغیر، چې د نبوت پر منهج د خلافت د دولت له تاسیس څخه عبارت دی، د اسلامي امت د نني ناوړه حالت د تغیر توان لري؛ ځکه یوازې هغه رهبر او حاکم له هرډول قحطۍ، ظلم او تاوتریخوالي څخه د امت ساتندوی او ژغورونکی وي، چې له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږي او تقوا غوره کړي.

ولې ډېر خلک اوس هم په دې باورمن دي، چې امریکا او یا یې شریکان له مسلمانانو سره د مرستې مینه‌وال دي؟ ځکه چې داسې فکري لیدلوری تر ټولو اسانه لاره ده، چې مسلمانانو یې  په وسیله ځان ته دوکه ورکړې او زړونه یې د الله تعالی په خاطر نه؛ بلکې د دنیا په خاطر اراموي. همدارنګه د دې لامل کېږي چې مسلمانان له دې څخه سترګې پټې کړي چې ننی نړیوال قدرت یا پانګوالي نظام د اسلام تر ټولو ستر دوښمن دی. په پای کې دا هغه لاره ده چې امت پاشي، زړونه یې سختوي او سترګې یې ړندوي.

نو پر دغه اساس دا زموږ په لاس کې ده چې کومه لاره ټاکو، دا چې موږ مسلمانان یو او د اسلام دښمنان خپل دوستان بولو، یا دا چې یوازې د دنیوي کارونو په اړه فکر کوو، یا دا چې په کمو مرستو خپل وجدان اراموو او یا دا چې د یوه مسلمان په توګه له ټولو بدبختیو څخه  د اسلامي امت د ژغورلو لپاره شپه او ورځ هڅه کوو یعنې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار او فعالیت کوو.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ۷]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که د الله تعالی له دین سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسو سره مرسته وکړي او قدمونه به مو ثابت کړي.

لیکواله: امانه عابد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړه: بشارت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې