شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یمن جګړه؛ د ګټو انډول
بسم الله الرحمن الرحيم
د یمن جګړه؛ د ګټو انډول

د ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۲۱مه، د الجزیرې د خبر لمخې په یمن کې د جګړې له پیل راهیسې نږدې ۸۵۰۰۰ ماشومانو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی.  دا له هغو خبرونو څخه یو خبر دی چې د یمن د وژونکي ناورین په اړه یو انځور وړاندې کوي. دغه ناورین د ننني عصر له خورا ستر انساني ناورینونو څخه ګڼل کېږي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په خورا ویاړ سره ویلي، چې د یمن جګړې ته هېڅکله هم په زیاته کچه نړیوال پام نه دی وراوښتی او نور نه ښايي چې دا جګړه یوه «هېره شوې جګړه» و بلل شي . خو د نړیوالو پاملرنه به څه ګټه وکړي؟ د نړیوالو پاملرنې هیڅ مثبت بدلون نه دی رامنځته کړی او نه يې دې ستونزو ته حللاره هواره کړې. خلک مري، هغوی بېړنیو مرستو او بېړنيو روغتیايي آسانتیاوو ته اړتیا لري، خو لاسرسی ورته نه لري.

دا ټول داسې مهال رامنځته کېږي چې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چمتو دي په جګړه کې ښکېلې ټولې غاړې د مذاکراتو مېز ته راولي. د یمن وګړي په سختو کړاوونو کې ژوند تېروي. دې کړکېچونو ته په ځواب کې د ملګرو ملتونو سازمان، چې د جګړې له بدبختیو نه د بشریت د ژغورلو دعوا کوي له هغه چا سره مذاکرات کوي، چې هره ورځ د یمن پر مظلوم ولس هوايي بریدونه کوي او په زرګونو خلک يې وژلي دي. په دې هوايي بریدونو کې هره ورځ ۱۳۰ ماشومان وژل کېږي او ملګري ملتونه هم دا مني، خو دوی يوازې پر دې خبره بسنه کوي، چې په روانه جګړه کې له ښکېلو غاړو سره په خبرو بوخت دي. (Save The Children)

ایا دا په ريښتیا هم يوه لاسته راوړنه ده؟ ایا د یمن د جګړې قربانیان همدې ته په تمه دي؟ ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې موږ پوه شو، چې دا نظام څومره له فساده ډک دی؟

د غربي نظام پلویان ښايي دا دلیل وړاندې کړي، چې د ملګرو ملتونو سازمان خپل محدودیتونه لري او نه شي کولی چې د يوه خپلواک دولت په چارو کې لاسوهنه وکړي، ایا دا د زرګونو خلکو د قتل لپاره یو دلیل کېدلی شي؟

د اوربند هڅې په يوه نامعلوم حالت کې  دي. په یمن کې د سیاسي وضعیت له امله بشري مرستې په خورا کمه کچه تر خلکو رسېږي. دا حالت د سعودي عربستان په ګډون د ۱۱هیوادونو د لاسوهنې له امله رامنځته شوی دی. امریکا متحده ایالات، فرانسه او برتانیا د سعودي عربستان د هوايي ځواکونو لپاره وسلې، الوتکې او استخباراتي معلومات برابروي. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د لوی کمیشنر په وینا چې په دې جګړه کې د یمن ۲/۳ برخه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. امریکا متحده ایالاتو هم  په دې جګړه کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي او دا يې هم منلې ده چې په یمن کې یې ځمکنې ځواکونه په دنده ګمارلي دي.

څه علت دی؟ امریکا متحده ایالات، برتانیا او فرانسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هیوادونه دي. دا شورا په ملګرو ملتونو کې خورا اغېزناک او ډېر صلاحیتونه لري. دې شورا په ۱۹۴۵م کال  کې تر خپل تاسیس راهیسې ګڼې شخړې هوارې کړي دي، خو په دې جګړه کې د ستراتیژیکو ګټو له امله نه غواړي چې دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. یمن د نړۍ د تېلو د صادرېدو په لار کې يو مهم او له ستراتيژیک اهمیت څخه برخمن هیواد دی.

برتانیا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی هیواد دی، په دې وروستیو کې يې د یمن د جګړې موضوع امنیت شورا ته وړاندې کړه او د ۱۴غړو هیوادونو په منځ کې د یمن د جګړې په اړه د یوې پرېکړې پر سر خبرې کوي. د سې بې ایس خبرې چینل په وینا دا پرېکړه له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي، چې اوربند وکړي، له حدیده بندر څخه محدودیتونه لرې کړي او د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي. دا پرېکړه همدا ډول په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي، چې په یمن کې پر ګڼو مېشتو ملکي سیمو بریدونه بند کړي، پر ګاونډیو او بېړیو چلولو سیمو هم د مزایلو له توغولو څخه لاس واخلي.

په ورته وخت کې د برتانیا ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دا لا تراوسه څرګنده نه ده، چې غړي هیوادونه به څه وخت د دې پرېکړې په اړه رایه اچونه کوي او غړي هیوادونه به څه وکړي؟ دا پرېکړه له دې امله هم مهمه ده چې دا به مذاکراتو او خبرو اترو ته لاره هواره کړي او تر دوو سختو اونیو وروسته به یو لنډ مهاله اوربند رامنځته کېږي.

د حیرانتیا خبره دا ده چې د دې پرېکړې په اړه خبرې ځکه وځنډېدلې، چې د سعودي عربستان شهزاده د دې پرېکړې د شرایطو په اړه ناخوښي څرګنده کړه. نړیوالې ټولنې هم دا منلې چې د دې پرېکړې تر منلو وړاندې به سعودي د پرېکړې په اړه د اصلاحاتو غوښتنه کوي. دا مذاکرات به بشري مرستې چې د یمن خلک ورته سخته اړتیا لري، وځنډوي. د بي بي سي د راپور له مخې د یمن ۱۷.۸ میلیونه وګړي د راتلونکي وخت په ډوډۍ پورې حیران دي او  ۸.۴ میلیونه وګړي يې د بشپړې لوږې له خطر سره مخ دي. همدا ډول ۴۰۰۰۰۰ یمني ماشومان چې عمرونه يې تر پنځه کلونو کم دي له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ولې د یو هیواد له ګټو څخه په دې پلمه ګټه واخیستل شي چې په یمن کې د کړکېچ مخه پرې نیول کېږي؟ ځواب يې ډېر ساده دی. نړيواله ټولنه د خپلو مالي ګټو لپاره په یمن کې د سلګونو زرو ځورېدلو خلکو ژوند له پامه غورځوي. امریکا متحده ایالات او برتانیا منځني ختیځ ته تر ټولو ډېره وسله صادروي او سعودي عربستان د دغو وسلو د نړۍ دویم ستر واردونکی هیواد دی. دغه راز، د برتانیې او متحده ایالاتونو ترڅنګ روسیه، فرانسه او چین هم نړۍ ته د وسلو د سترو صادرونکو هیوادونو په ډله کې راځي. (ګارډین)

دا شمېرې د اهمیت له امله باید په پام کې و نیول شي، لکه څرنګه چې نوموړي هیوادونه په بشپړي وړتیا سره کولی شي چې په لوېدیځې نړی کې بدلون رامنځته کړي. دا شمېرنې او حقایق څرګندوي چې په اسلامي نړۍ کې روان بحرانونه مالې او ستراتيژيکې مخینې لري. البته خلک باید په دې پوه شي، چې که رایه اچونه وشي او یا نه، هیڅ بدلون نه شي راتلی. په دې نظام کې هر هیواد د خپلو ګټو په لټه کې دی.

موږ باید دغه نظام ته بدلون ورکړو، نړۍ د هغو ملګرو ملتونو له منګولو خلاصه کړو، چې د دولت د ګټو ساتلو لپاره د یو بنسټ په توګه کار کوي او داسې ذهنیت رامنځته کوي چې لوېدیځ دولتونه ګواکې د بشریت د ژغورنې لپاره پوره علاقمندي لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِنَّ اللهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ

[الرعد: ۱۱]

ژباړه: « له شک پرته، الله سبحانه و تعالی د هیڅ یو قوم حالت نه بدلوي، تر څو هغوی خپل اوصاف نه وي بدل کړي».

د حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: فاطمه مصعب د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

ژباړه: حمزه خالد

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې