جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بریالیتوب له الله سبحانه وتعالی پرته د بل هېچا لخوا نه دی
بسم الله الرحمن الرحيم
بریالیتوب له الله سبحانه وتعالی پرته د بل هېچا لخوا نه دی

(ژباړه)

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾

[انفال: 36]

ژباړه: هغوی چې کافر شوي، خپلې شتمنۍ د الله سبحانه وتعالی له لارې د خلکو په راګرځولو لګوي. دوی چې د دغه مال په تر لاسه کولو زیار اېستلی، په دې لار کې لګوي. خو د دوی د ارمان او غم لامل به شي. وروسته به ماتې وخوري او په اخرت کې به کافران ټول د دوزخ په لوري راټولیږي.

د قرآن کریم دا ایت د قریشو د حالت بیانوونکی دی. کله چې قریشو خپل ډېری مشران او رهبران د بدر په جنګ کې له لاسه ورکړي وو، وروسته د دې په لټه کې شول چې ډېره شتمني تر لاسه کړي، څو د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د ابن کثیر د تفسیر پر اساس، الله سبحانه وتعالی دا ایت کلي بیانوي او د ټولو هغه کافرانو لپاره دی، چې خپلې شتمنۍ له حق لارې د خلکو په راګرځولو لګوي. په داسې کړنو به یې یوازې پيسې مصرف شي او په پای کې به له افسوس او غم پرته بل هېڅ هم تر لاسه نه کړي. دوی د الله سبحانه وتعالی د نور په وژلو پسې دي. په خپل لاس جوړ شوي قوانین د الله سبحانه وتعالی له حکم څخه لوړ بولي. خو الله سبحانه وتعالی به خپل نور کاملوي، که کافران نفرت هم ورنه ولري. دغه راز به الله سبحانه وتعالی خپل دین پر نورو دینونو حاکم او بریالی کړي.

نو پورته ایت د اسلام او مسلمانانو له اوسني واقعیت سره سمون خوري. لکه اوسمهال چې کفري هېوادونه خپله زیاته اندازه شتمني له مسلمانانو سره په مبارزه کې لګوي. د بېلګې په توګه د چین ظالم دولت په سینکیانګ ایالت کې د بیا زده کړې په نامه مرکزونه جوړ کړي او د یوه اټکل پر اساس شاوخوا 3 میلیونه مسلمانان یې پکې زنداني کړي. په دغه کمپونو کې مسلمانان شکنجه کوي او ناوړه ګټه ترې اخلي. د خوګ غوښې خوراک او شرابو څښلو ته یې اړ کوي. د خپلو عقیدو ردولو ته یې مجبوروي. په داسې حال کې چې  دغه ټولې ترهګریزې پېښې د هغه نړۍ تر مخه تر سره کېږي، چې له چین سره په اړیکو ټینګولو خپلې شتمنۍ لګوي.

همداراز نړۍ د برما دولت لخوا د روهینګیایي مسلمانانو د ازار او اذیت د دوام شاهده وه، چې دا د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یوه بله جګړه وه. نړۍ نه یوازې خپلې سترګې پټې کړي؛ بلکې انګلیس د برما دولت ته د وسلې د پلورلو له لارې د 500 سوه زره پونډو په ارزښت مرسته وکړه. کله چې ګورو د هغه مسلمانانو شمېر زیاتیږي، چې یوازې د مسلمانۍ په خاطر شکنجه او ځورول کېږي. ممکن د ناهیلۍ احساس پر موږ زورور شي. په ځانګړې توګه کله چې هېڅ بدلون نه وینو او له بله اړخه احساسوو، چې دښمن ورځ په ورځ قوي کېږي. نو داسې احاساسات د کمزورۍ لامل ګرځي. دغه راز د دې لامل ګرځي، چې د دعوت په لار کې مو پر ځان باور له منځه یوسي، چې د نړۍ په لر او بر کې د مسلمانانو د حالت بدلوونکی دی او موږ په دغه لار کې فعالیت ونه کړو. نو موږ باید په داسې حال کې په قران او سنتو منګولې ولګوو، څو دا ډول احساسات راباندې زورور نه شي، باید ارامتیا په قران او سنتو کې ولټوو؛ ځکه الله سبحانه وتعالی علم الغیب لري او زموږ اوسنی حالت یې ډېر دقیق بیان کړی. تر څنګ یې له ستونزو د وتو دقیقه د حل لار راته وړاندې کړې ده.

 الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾

[آل عمران: 139]

ژباړه:سست او غمجن  کېږئ مه. که اېمان ولرئ نو تاسو غوره یاست!

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ﴾

[انفال: 2]

ژباړه: مومنان یوازې هغه کسان دي، چې کله د الله نوم واخیستل شي زړونه یې ویریږي او کله چې ایاتونه ورته ویل کېږي اېمان یې قوي کېږي، یوازې په خپل خالق توکل لري.

موږ باید قوي وو او کلک هوډ ولرو، یوازې په خپل خالق تکیه وکړو. په هغه بریا او نصرت باور ولرو، چې د الله سبحانه وتعالی لخوا راتلونکی دی؛ ځکه الله سبحانه وتعالی د هغو کفارو په مقابل کې له مسلمانانو سره مرسته کوي، چې له دوی سره جنګېږي او ظلم پرې کوي. نو پوه به شو، چې بریالیتوب یوازې د الله سبحانه وتعالی لخوا تر لاسه کېږي. دغه راز د الهي اوامرو پیروي زموږ دنده ده، چې له دمې پرته د مسلمانانو وروڼو او خویندو د ستونزو له منځه وړلو ته کار وکړو. هغوی ته د شتمنو کسانو او د اسلامي خاورې هېوادونو په پوځ انګېزه ورکړو. همدا شان خپلو مسوولیتونو ته د اسلامي امت متوجه کول دي، چې د اسلام لېږد او د کفارو ظلم او تیري ته د پای ټکی اېښودل دي. موږ باید خپل دعوت ته دوام ورکړو، ځکه الله سبحانه وتعالی موږ ته امر کړی، چې اسلام ته په دعوت سره د مسلمانانو حالت بدل کړو او الهي قوانین د منهج پر نبووت د خلافت په تاسیس سره پلي کړو.

﴿وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾

 [انفال: 10]

ژباړه: ولې الله سبحانه وتعالی دا یوازې ستاسو د خوښۍ او د زړه ډاډ لپاره درکړ؛ که بریا یوازې د الله سبحانه وتعالی له طرفه نه ده! الله سبحانه وتعالی توانا او حکیم دی!

لیکواله: یاسمین ملک

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې