پنجشنبه, ۱۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اخلاص، زغم او ټينګار سره د ظالمو چارواکو پر وړاندې د حق خبره کول یو مکلفیت  او په ژوند او مرګ پورې تړلې موضوع ده
بسم الله الرحمن الرحيم
په اخلاص، زغم او ټينګار سره د ظالمو چارواکو پر وړاندې د حق خبره کول یو مکلفیت او په ژوند او مرګ پورې تړلې موضوع ده

د بصيرت څښتنانو او د عقل خاوندانو ته سلام، هغوی چې حق د حق په څېر بيانوي او د حق پر لاره ځي، باطل د باطل په څېر بيانوي او له باطل څخه خپل مخ اړوي او نور هم ورڅخه ژغوري. هغوی چې محمدي امت له تاريکيو څخه ژغوري او د ظالمانو او خپلسرو څخه يې ساتي، هغه ظالمان او خپلسري چې خلک له حق لارې او د ټولو جهانونو له رب څخه يې اړوي. هغو کسانو ته سلام چې اسلامي احکام پلي کوي، د اسلامي احکامو د پلي کېدو لپاره هلې ځلې کوي، اسلامي امت به رهبري کوي او ټول بشريت به د عدالت، خوښۍ، نېکمرغۍ، امنيت او پرتمين اسلام لوري ته رابولي.

يوازې موږ «غوره شوی امت» به دغه کار کوو! که موږ د زړه له تله له الله سبحانه وتعالی څخه وغواړو چې زموږ اوسني حالت ته بدلون ورکړي، نو موږ بايد تر هر څه وړاندې اوسني حاکمان محاسبه کړو، د دوی نيمګړتياوې، خيانتونه او چلونه امت او د ځواک څښتنانو ته بربنډ کړو او پر دوی غږ وکړو چې له هغه کاروان سره يوځای شي چې نېکۍ ته امر او له بدۍ څخه منع کوي، ترڅو اسلامي ژوند بيرته را ستون او د دوی په نصرت سره يې ملاتړ وشي. د ياد کار ترسره کول فرض او د مرګ او ژوند تر بريده بايد په پام کې ونيول شي. زموږ رب چې المنتقم (غچ اخيستوونکی) دی له موږ څخه غواړي چې په ځانونو کې بدلون راولو، ترڅو تاریکۍله منځه ولاړې او روښنايي راشي. دی سبحانه وتعالی په الرعد سورت کې فرمايي:

﴿إِنَّ اللَّـهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ

[الرعد: ۱۱]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی د هغه قوم حالت نه بدلوي چې دوی خپل حالت پخپله بدل نه کړي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«اﻟدِّﯾن ُ اﻟﻧﱠﺻِ ﯾﺣَﺔ ُ ﻗُﻠْﻧَﺎ ﻟِﻣَنْ  ﻗَﺎل َ ﻟلِهِ ِ وَ ﻟِﻛِﺗَﺎﺑِﮫ ِ وَ ﻟِرَﺳُوﻟِﮫ ِ وَ ِﻷَﺋِﻣﱠﺔ ِ اﻟْﻣُﺳْﻠِﻣِﯾن َ وَ ﻋَﺎﻣﱠﺗِﮭِم»

[امام مسلم]

دين نصيحت ( مشوره او اخلاص) دی. موږ وويل د چا لپاره؟ ده صلی الله عليه وسلم وفرمايل، د الله، د الله کتاب، د الله پېغمبر او د مسلمانانو مشران او د دوی د پيروانو لپاره

همد راز هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

« ٍأَﻓْﺿَل َ اﻟْﺟِ ﮭَﺎد ِ ﻛَﻠِﻣَﺔ ُ ﺣَﻖ ٍّ ﻋِﻧْد َ ﺳُﻠْطَﺎن ٍ ﺟَﺎﺋِر»

د الله سبحانه وتعالی په لاره کې غوره جهاد د ظالم حاکم پر وړاندې د حق خبره کول دي

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په یو بل روایت کې راځي:

«واﻟذي ﻧﻔﺳﻲ ﺑﯾده ﻟﺗﺄﻣرن ﺑﺎﻟﻣﻌروف وﻟﺗﻧﮭون ﻋن اﻟﻣﻧﻛر أو ﻟﯾوﺷﻛن اﻟﻠﮫ أن ﯾﺑﻌث ﻋﻠﯾﻛم ﻋﻘﺎﺑﺎ ﻣﻧﮫ ﺛم ﺗدﻋوﻧﮫ ﻓﻼ ﯾﺳﺗﺟﺎب ﻟﻛم.»

[ترمذي]

په هغه الله دې مې قسم وي چې زما روح يې په واک کې دی! تاسو نیکۍ ته امر او له بدۍ څخه منع کوئ، که نه الله سبحانه وتعالی به له خپل لوري پر تاسو عذاب نازل کړي، نو تاسې به هغه سبحانه وتعالی ته ږغ کوی، خو هغه سبحانه وتعالی به تاسو ته ځواب نه وایي

قيس بن ابوحازم رضي الله عنه له ابوبکر صديق رضي الله عنه څخه روايت کوي:

«أﯾﮭﺎ اﻟﻧﺎس إﻧﻛم ﺗﻘرءون ھذه اﻵﯾﺔ ﯾﺎ أﯾﮭﺎ اﻟذﯾن آﻣﻧوا ﻋﻠﯾﻛم أﻧﻔﺳﻛم ﻻ ﯾﺿرﻛم ﻣن ﺿل إذا اھﺗدﯾﺗم وإﻧﻲ ﺳﻣﻌت رﺳول اﻟﻠﮫ ﺻﻠﻰ اﻟﻠﮫ ﻋﻠﯾﮫ وﺳﻠم «ﯾﻘول إن اﻟﻧﺎس إذا رأوا اﻟظﺎﻟم ﻓﻠم ﯾﺄﺧذوا ﻋﻠﻰ ﯾدﯾﮫ أوﺷك أن ﯾﻌﻣﮭم اﻟﻠﮫ ﺑﻌﻘﺎﺑﮫ»

اې خلکو! تاسو دغه ايت تلاوت کوی، له ځانونو سره پام کوئ! که تاسو په دغه لارښود باندې عمل وکړئ، نو بې لارې خلک به تاسو ته هيڅ زيان ونشي رسولی.(۵:۱۰۵) په رښتیا سره ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويې فرمايل: کله چې خلک يو بدکاره وويني او دوی هغه له ناوړه کار څخه منع نه کړي، نو الله سبحانه وتعالی به دوی په عذاب اخته کړي.

ابن ماجه هم په لاندې الفاظو حدیث روایت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«إن اﻟﻧﺎس إذا رأوا اﻟظﺎﻟم ﻓﻠم ﯾﺄﺧذوا ﻋﻠﻰ ﯾدﯾﮫ أوﺷك أن ﯾﻌﻣﮭم الله ﺑﻌﻘﺎﺑﮫ»

[امام احمد]

که څوک يوه ګناه وويني او خلک ترې منع نه کړي، ژر به الله سبحانه وتعالی پر دوی ټولو باندې عذاب نازل کړي.

البته دا اسانه نه ده چې د خلکو حالت دې بدلون ومومي. د تاريخ په اوږدو کې پېغمبران او رسولان عليهم السلام او هغوی چې د دوی لاره يې تعقيب کړې، رټل شوي، ځورول شوي او له هر ډول ربړونو سره مخ شوي دي. موږ د قران کريم له ګڼ شمېر اياتونو څخه پوهېږو، چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم، اصحاب رضي الله عنهم او پخواني او اوسني دعوتګران هم له ګڼ شمېر ځورونو سره مخ شوي دي. له همدې امله دعوتګر او دعوتګره به د خپلې کورنۍ، ټولنې او حکومت له لوري له بې شمېرو کړاوونو او فشارونو سره مخ شي. دی یا دا بايد د يادو فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي، د خپل دعوت او خپلې تګلارې ریښتنولۍ ته بايد ژمن واوسي. ستر څښتن الله سبحانه وتعالی په ګڼو اياتونو کې فرمايلي چې دعوتګر به له کړاوونو سره مخ شي، خو په ورته وخت کې یې له ده يا دې سره په دې نړۍ کې د دوامداره بري او په اخرت کې د جنت ژمنه کړې.د بېلګې په توګه دی سبحانه وتعالی فرمايي:

لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا أَذًى كَثِيرًا ۚ وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ ذَٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ

[آل عمران:۱۸۶]

ژباړه: خامخا به تاسو په خپلو مالونو او خپلو ځانونو كې وازمایل شی او خامخا به تاسو له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى دى او له هغو كسانو نه چې مشركان دي، د خفګان ډېرې زیاتې خبرې واوری او که  تاسو صبر وكړی او پرهېزګاري غوره کړی، نو یقینًا دا د همت له كارونو څخه دي.

 

د يادونې وړ ده چې هيڅ ځای کې نه دي راغلي چې يو پېغمبر، رسول يا د دوی لارويانو دې خپله عقيده پرې اېښې وي، د رټلو، ځورولو، سپکاوي او ربړونې له امله دې خپل دعوت پرېښی وي.

 

د يوه دعوتګر ځانګړتياوي:

مسلمان دعوتګر بايد د الله نصرت او کامیابۍ ته په کتو سره ځينې اړينې ځانګړتياوي ولري. له يادو ځانګړتياوو پرته به دعوتګر لار ورکۍ او په خپل کار کې ناکامه  وي او ژمن به نه شي پاتې کېدلی.

1.    سالمه اراده:

د اسلام او امت سپر –خلافت د تاسيس په موخه امر په نېکۍ او له بدۍ څخه منع، د ژوند او مرګ تر بريده د هغه لپاره کار کول او په ټولو نورو دنیوي چارو کې د هغه لمړيتوب ورکولو ته سالمه اراده يا پاک نيت ويل کېږي. په دې برخه کې بری يا شهادت حتمي دی. هغه اراده چې پر مټ يې ياده موخه ترلاسه کېږي، بايد امت د سياسي کار او د دعوت پر طريقه او پر هغه پورې اړوندو شرعي حکمونو له لارې چمتو شي. په حقيقت کې د مکې مشريکانو له ګڼو طريقو څخه کار واخيست او بېلابېل وړانديزونه يې وړاندې کړل، ترڅو رسول الله صلی الله عليه وسلم منع او له خپلې موخې يې واړوي. خو هر ځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی وړانديزونه ردول، يو ځلې الله سبحانه وتعالی د دوی وړانديز د سورت الکافرون په نازلولو سره رد کړ او بل ځلې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل کاکا ته داسې وفرمايل:

«ﯾَﺎ ﻋَمّ، وَاَﻟﻠّﮫ ِ ﻟَوْ  وَﺿَﻌُوا اﻟﺷّﻣْسَ  ﻓِﻲ ﯾَﻣِﯾﻧِﻲ، وَاﻟْﻘَﻣَر َ ﻓِﻲ ﯾَﺳَﺎرِ ي ﻋ َﻠَﻰ أَنْ  أَﺗْرُكَ  ھَذ َا ا ْﻷَﻣْر َ ﺣَﺗّﻰ ﯾُظْﮭِرَه ُ اﻟﻠّﮫ ُ أَوْ  أَھْﻠِكَ  ﻓِﯾﮫ ِ ﻣَﺎ ﺗَرَﻛْﺗُﮫ»

اې کاکا! په الله دې مې قسم وي، که دوی زما په ښۍ لاس کې لمر او په چپ لاس کې مې سپوږمۍ کېږدي، زه به دغه کار پرېنږدم، ترڅو چې الله دغه دين غالب يا زه په دغې لار کې له منځه ولاړ شم.

2.     په خبرو او کړنو کې اخلاص:

دعوتګر بايد د الله سبحانه وتعالی له امرونو سره سمې خبرې وکړي او په خپلو کړنو کې د هغه سبحانه وتعالی امرونه په پام کې ونيسي، تل يې باید هڅه دا وي چې د الله سبحانه و تعالی رضایت ترلاسه کړي. له امامه الباهلي څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:

«ان الله لا یقبل من العمل الا ما کان له خالصا وابتغی به وجهه»

[سنن النسايي]

الله به هيڅ کړنه قبوله نکړي، پرته له هغې چې په سوچه(یوازې) توګه د هغه لپاره وي او پر مټ يې د هغه د رضا غوښتنه وشي.

د دعوت لېږد عبادت دی او د عباداتو هر اړخ د دعوت په لېږد پورې تړاو مومي. له همدې امله د دعوت لېږد بايد يوازې د الله سبحانه وتعالی د رضايت لپاره وي او اخلاص ورسره مل وي. دعوت په دې موخه بايد وشي چې د الله سبحانه وتعالی امر دی او پر مټ يې د هغه سبحانه وتعالی رضايت ترلاسه کېږي. هره کړنه پرته له اخلاص څخه د شرک له خطر سره مخ ده. له همدې امله دعوتګر بايد خورا ډېر يادې موضوع ته پاملرنه وکړي.

3.   د ستونزو پر وړاندې زغم درلودل:

په هره کچه چې د دعوتګر اخلاص، فعاليت او انرژي زياتېږي، ورسره جوخت د ستونزو شدت او د ربړونو کچه هم زياتېږي، نو په دې حالت کې دعوتګر زغم او مقاومت ته اړتيا لري. يو ریښتنی، مخلص او باثباته دعوتګر د ستونزو پر مهال له بشپړ زغم څخه کار اخلي. هغه بنده چې د ستونزو او کړاوونو پر وخت له زغم څخه کار اخلي، د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې د ډېر لوړ مقام څښتن دی. له عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

« يُؤْتى بَّالشهِيدِ يَّوْم اَّلْقِيامةِ فَّيُنْصبُ لَّلْحِساب، ويُؤْتى بَّالْمُتصدقِ فَّيُنْصبُ لَّلْحِسابِ، ثَّم يَّؤْتى بَّأهْلِ اَلْبلاءِ، ولا يَّنْصبُ لَّهُمْ مِّيزان ولا يَّنْشَّرُ لَّهُمْ دَّيوان، فَّيُصب عليْهَّمُ اَّلاجْرُ صبا، حتى إَّن أَّ لاَّلْعافِيةِ لَّيتمنوْن فَّي اَّلْموْقِفِ أَّ نأَّجْسادهُمْ قَّرِضتْ بَّالْمقارِيضِ مَّنْ حَّسْنِ ثَّوابِ الله لهُمَّ»

[طبراني او ابو نعيم]

يو شهيد به د قيامت په ورځ حاضر شي او ده ته به خپله بدله ورکړل شي. هغه چا چې په دنيا کې ډېر خيراتونه ورکړي دي، هغه به حاضر شي او ده ته به خپله بدله ورکړل شي. وروسته به هغه کس حاضر شي چې تل يې د ستونزو او کړاوونو پر وړاندې له زغم څخه کار اخيستی دی، خو ده ته به ډېرې زیاتې بدلې ورکړل شي ان مخکې له غروب څخه. هغو نورو چې مخکې لا ډېرې بدلې ترلاسه کړي وې، خپل جسمونه به د بدلو(مکافاتو) د لاسته راوړلو په مقابل کې ورکوي، چې دعوتګر ته يې الله سبحانه وتعالی ورکوي.

الله سبحانه وتعالی ژمنه کړې:

(إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ)

[ الزمر: ۱۰]

ژباړه: په رښتیا سره به صبر کوونکو ته خپل اجر بې حسابه ورکړل شي.

4.د دعوت په لېږد کې ټينګ هوډ:

د دعوت لېږد پر هر مسلمان باندې فرض دی او په دې لاره کې دوامداره پاتې کېدل واجب دي. د اسلام او دعوت دښمنان په اسلامي قوانينو او مفاهيمو کې د شک او شبهې پيداکولو او له اسلامي مفاهيمو سره د نا اسلامي مفاهيمو ګډولو له لارې د مسلمانانو ټينګ هوډ زيانموي او کمزوری کوي يې. د بېلګې په توګه دوی غواړي چې په دين کې شک او ترديد رامنځته کړي او د اسلامي دعوت ديموکراتيک کولو او د اسلامي مفاهيمو د تیتولو له لارې حق او باطل سره ګډوي او ځينې غربي مفاهيم لکه ازادي، ټولنيز عدالت او جنسيتي مساوات له اسلامي مفاهيمو سره ګډوي او په دې توګه په اسلام او دعوت کې شک او ترديد رامنځته کوي. دوی همدارنګه ژمن دعوتګران د بندي کولو، ربړولو، غربت او ان اعدام کولو له لارې وېروي او له ټولو وسايلو سره په  کار اخيستنې سره هر وخت د دوی پر وړاندې مبارزه کوي. هر هغه څوک چې د دوی په فتنه کې ښکېل شو هغه زيانمن دی او هر هغه څوک چې د اسلام د شريرو دښمنانو په موخو پوه شول، هغه بريالي دي. الله سبحانه وتعالی هغه چا ته چې د دعوت په لېږد کې ثبات نه لري، خبرداری ورکړی دی:

وَإِن كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ ۖ وَإِذًا لَّاتَّخَذُوكَ خَلِيلًا ﴿٧٣﴾ وَلَوْلَا أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا ﴿٧٤﴾ إِذًا لَّأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا

[الاسرا: ۷۳-۷۵]

ژباړه: اې محمده! دوی د په فتنه اچولو کې هېڅ راز سستي ونه کړه او هڅه یې وکړه له هغې وحیې  د واړوي چې موږ در لېږلې ده، ترڅو ته زموږ په نامه له خپل ځانه کومه خبره جوړه کړې. که تا داسې کړي وای، نو هغوی هرومرو ته په دوستۍ نیولې او لرې نه وه چې که موږ ته ټینګ کړی نه وای، نو ته به د هغوی لوري ته څه ناڅه ور مات شوی وای.

پايله: د اسلام او دعوت دښمنانو غوښتنو ته غاړه ايښودل، د دوی لوري ته ور دانګل، له دوی سره نرمي او خوږې خبرې کول، د کفري مفاهيمو، قوانينو او هغو نښو چې له اسلام سره خلاف دي نه ننګول، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د دوی د پروګرامونو او چلونو نه بربنډول، د دوی کړنو ته غاړه ايښودل او ورسره هوکړه کول، د دوی پر ظلمونو سترګې پټول او د دوی جنايتونه بخښل، د اسلامي قوانينو او مفاهيمو بد معرفي کولو پر وړاندې پټه خوله پاتې کېدل، د دوی د غوښتنو پيروي کول او همدارنګه د اسلامي احکامو د بدلون هڅه کول...

 ټول د ټينګ هوډ خلاف دي او په پای کې د دعوت پرېښودل د الله سبحانه وتعالی د قهر اوغوسې لامل ګرځي!

۵. الګو او بېلګه پاتې کېدل:

الله سبحانه وتعالی انسان له داسې فطرت سره پيدا کړی دی چې له محسوسو او فزيکي شيانو سره د نامحسوسو شيانو او مفاهيمو په پرتله ډېره ليوالتيا ښيي. د تاريخ په ترڅ کې هغه وخت چې اسلام د دولت یعنې خلافت له لارې پلی کېده، موږ وليدل چې څومره ډېر خلک اسلام ته دننه کېدل او اسلام يې مانه. خو کله چې اسلام بشپړ نه پلي کېده او په پای کې خلافت هم له منځه ولاړ، لږو خلکو اسلام مانه. له همدې امله الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته امر کړی چې خلافت تاسيس کړي. د خلافت د تاسيس پر مټ د اسلام واقعي او محسوس ښکاره کول د مسلمانانو مهمه دنده ګڼل کېږي، چې په دې سره به د مسلمانانو شمېر زيات شي. په اوسني وخت کې دا چې په نړۍ کې اسلام په واقعي توګه نه پلی کېږي، دعوتګر د اسلام يوازېنۍ محسوسه بېلګه او اولګو دی. له همدې امله دعوتګر بايد د اسلام يوه محسوسه الګو او سرلاری وي لکه څرنګه چې په هغه وخت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم اصحاب وو. دی/دا بايد په ټولو خپلو ويناوو او کړنو کې د اسلام استازی وي او بايد د شرعي کړنو په ترسره کولو کې ډېر لېوال وي او هغه کړنې ترسره کړي چې د شريعت له لوري ټاکل شوي وي.

سر بېره پردې، دی/دا بايد غوره ځانګړتياوي ولري لکه ښه اخلاق، صداقت، اخلاص، سړيتوب، زغم، ثبات، عاجزي، بشردوستي، له الله څخه وېره، له الله سره محبت، او له هغه شي څخه کرکه چې الله ترې کرکه کوي او د خلکو لپاره د ښېګڼې غوښتنه کول. دی/دا بايد د بدو عادتونو او اخلاقو مخنيوی وکړي. بخيل، متکبر، کينه کښ او ظالمان د دعوت د لېږد لپاره وړ خلک نه دي. الله سبحانه وتعالی دوی ته بری نه ور کوي او نه هم خلکو ته د دوی د لارې خیر رسوي، له همدې امله خلک په خپلو ويناوو او کړنو کې دوی د الګو په توګه نه نيسي.

د دعوت لېږد ډېر دروند مسووليت او ستړې چاره ده. الله سبحانه وتعالی به يوازې هغه دعوتګر ته بری ورکړي،   چې موخه یې جنت الفردوس لاسته راوړل، د اسلامي امت د ازادېدو وياړ تر لاسه کول او دوی له تيارو څخه روښنايي لور ته رهنمايي کول وي. له همدې امله دعوتګر او دعوتګره بايد له وېرې او د منتقدينو له تور پرته اسلامي مفاهيم او تګلاره په څرګنده، روښانه او سوچه توګه بيان کړي.

په پای کې زما وروڼو او خويندو، که تاسو د اسلام او دعوت د دښمنانو له ربړونې او ظلم سره مخ شئ، نو تاسو زموږ د خوږ پېغمبر رسول الله صلی الله عليه وسلم دعا در ياده کړئ، کله چې دی صلی الله عليه وسلم د طايف د خلکو له ربړونې سره مخ شو. محمد بن کعب الکروزی ياده دعا داسې روايت کړې ده:

«اﻟﻠّﮭمّ إﻟَﯾْك أَﺷْﻛُو ﺿَﻌْفَ ﻗُوّ ﺗِﻲ، وَ ﻗِﻠّﺔَ ﺣِﯾﻠَﺗِﻲ، وَ ھَوَ اﻧِﻲ ﻋَﻠَﻰ اﻟﻧّﺎسِ، ﯾَﺎ ّأَرْﺣَمَ اﻟرّاﺣِﻣِﯾنَ! أَﻧْتَ رَبّ اﻟْﻣُﺳْﺗَﺿْﻌَﻔِﯾنَ وَ أَﻧْتَ رَﺑّﻲ، إﻟَﻰ ﻣَنْ ﺗَﻛِﻠُﻧِﻲ؟  إﻟَﻰ ﺑَﻌِﯾدٍ ﯾَﺗَﺟَﮭّﻣُﻧِﻲ؟ أَمْ إﻟَﻰ ﻋَدُوّ ﻣَﻠّﻛْﺗَﮫُ أَﻣْرِ ي؟ إنْ ﻟَمْ ﯾَﻛُنْ  ﺑِك ﻋَﻠَﻲ  ْﻏَﺿَبٌ ﻓَﻼَ أُﺑَﺎﻟِﻲ، وَ ﻟَﻛِنّ ﻋَﺎﻓِﯾَﺗَك ھِﻲَ أَوْ ﺳَﻊُ ﻟِﻲ، أَﻋُوذُ ﺑِﻧُورِ وَ ﺟْﮭِك اﻟّذِي أَﺷْرَﻗَتْ ﻟَﮫُ اﻟظّﻠُﻣَﺎتُ وَ ﺻَﻠُﺢَ ﻋَﻠَﯾْﮫِ أَﻣْرُ اﻟدّﻧْﯾَﺎ وَ ا ْﻵﺧِرَةِ ﻣِن ْأَن ﺗُﻧْزِ لَ ﺑِﻲ ﻏَﺿَﺑَك، أَوْ ﯾَﺣِ لّ ﻋَﻠَﻲّ ﺳُﺧْطُكَ، ﻟَك اﻟْﻌُﺗْﺑَﻰ ﺣﺗّﻰ ﺗَرْ ﺿَﻰ، وَ ﻻَ ﺣَوْ لَ وَ ﻻَ ﻗُوّ ةَ إﻻّ ﺑِك»

[امام مسلم، امام احمد بن حنبل]

اې زما ربه! زه د خپلې کمزورۍ، نه ملاتړ او له هغه سپکاوي چې له ما سره کېږي، تا ته شکايت کوم. اې خواخوږیه او ډېر مهربانه! ته د کمزورو رب يې او ته زما رب يې، ته ما چا ته پرېږدې؟ هغه دښمن ته چې له ما سره دښمني کوي؟ يا هغه دښمن ته چې پر ما ځواکمن دی؟ تر هغه وخته چې ته له ما څخه راضي يې، زه پروا نلرم د هغه څه چې ورسره مخ کېږم. خو زه به ستا له مهربانۍ ډېر خوښ شم. زه له ټولو هغو تيارو څخه تاته پناه غواړم چې په دنيا او اخرت کې ستا د غوسې او قهر لامل ګرځي. زه تاته ځان تسليموم، ترڅو ستا رضا لاسته راوړم. هرڅه ستا له ملاتړ پرته ناشونې دي.

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: زهرا ملک

ژباړن: صديق احمدزی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې