سه شنبه, ۱۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ادلب ښار ته درواغجن ملاتړي او دښمن دواړه په کمین کې ناست دي
بسم الله الرحمن الرحيم
ادلب ښار ته درواغجن ملاتړي او دښمن دواړه په کمین کې ناست دي

(ژباړه)

له هغې وروسته چې د بشار اسد جنایتکار نظام د انقلابیونو تر کنترول لاندې پر ډېریو سیمو تسلط پیدا کړ، په داسې حال کې د ادلب د جګړې خبره د ورځې ګرمه تبصره ده، چې دغې اساسي قضیې ته ګواکې حللاره پیدا کوي. ځینې خلکو ته ډاډ ورکوي، چې ادلب د نور ښارونو په څېر نه دی دا ښار د ترکیې د دولت تر ملاتړ لاندې دی او ترکیې د نظام او انقلابیون په ټولو لیکو کې څارونکي ځای پر ځای کړي دي. په داسې حال کې چې دا څارونکي د شام د خلکو په حق کې د روسي الوتکو د جنایتونه هېڅ مخنیوی نه کوي.

ځینې کسان حللاره، د یوه وفادار نظامي ځواک په رامنځته کولو کې بولي، چې د خاېنو رهبرانو له ګوښه کولو وروسته، د چارو واګی په لاس کې واخلي او د نظام پر وړاندې خپلو عملیاتو ته سرعت ورکړي، خو د دې حللارې وړاندې کوونکي په «حمیمیم» کې د چنګښو له فعالیتونو څخه، چې له روسیې سره د خبرو په حال کې دي او تر دغه شعار لاندې «د وینو له تویولو څخه مخنیوی» په ښکاره ډول او بشپړه ټوګه د وسلې تسلیمول او پر ځمکه اېښودل غواړي، په داسې حال کې چې مجاهدین همدا اوس د تیري کوونکو په مخنیوي کې بوخت دي، هغه پېښه چې د شام په ډېرو سیمو کې ښکاره شوې ده.

د ادلب د جګړې په اړه بحث او تبصره د اهمیت وړ ده، ځکه دا نښته د انقلاب وروستۍ دفاعي کلا ده او په اوس وخت کې ټول له ډنډ څخه د انقلاب د ژغورلو د حللارې په لټه کې دي، چې مردارو سیاسي پیسو ورته را منځته کړی دی. ټول د هغو رهبرانو له منګولو څخه د انقلاب د ژغورلو په لټه کې دي، چې د خپلو وروڼو نصرت ته، چې نصرت یې له خپل ځان سره نصرت دی، ور ونه دانګل. هغه رهبران چې خپل ورورنه یې ووژل، د مجاهدینو صفونه یې ړنګ کړل او کورنۍ وژنې یې پیل کړې، له نړیوالو او سیمه‌ییزو استخباراتي دستګاوو سره یې اړیکه ونیوله، د هغوی د امرونو ترسره کولو ته یې ملا وتړله، جنګي لیکې یې ودرولې او د اوربند او مذکراتو په کندو کې یې وغورځول.

د انقلاب د ژغورلو د حللارو په اړه له خبرو څخه مخکې: باید وپوهېږو چې نړۍ د شام د انقلاب پر وړاندې له دې امله توطئه نه ده کړې، چې دغه انقلاب د یوې مړۍ ډوډۍ او یا د وزارتي مقام په تمه او د کوم قانون د اصلاح لپاره رامنځته شوی وي؛ بلکې دا انقلاب غواړي پانګوالي، چې یوازې د غرب ګټې ساتي، له منځه یوسي او پر ځای یې د اسلام نظام حاکم کړي. نړیوالې توطیې له دې کبله دي، چې د شام خلک جغرافیایي تابعیت(مرز) ردوي، په خپل دین کې ذلت نه مني او په لوړ غږ وایي او دا شعار ورکوي: «یوازې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مو تر ابده رهبر دی، یوازې الله تعالی ته سر ټیټوو، مرګ غواړو نه ذلت؛ هوکې د شام د خلکو د وژلو، ویجاړولو او ړنګولو دلیل همدا و. دغه د شام د خلکو عظیم الجثه(سترې) قربانۍ دي، هغه قربانۍ چې د اسلام ارزښت لري.

باید وپوهېږو، چې د شام انقلاب چې نن ورځ په هر حالت کې دی، پکې لوی خیر پروت دی؛ ځکه الله سبحانه وتعالی په دې وسیله د صادقینو صفونه پاک کړل او څوک چې په مردارو پیسو پورې تړلي و، له منځه یووړل. هغه کسان چې اسلامي شعارونه یې ورکول او د مسلمانانو په وینو یې لاسونه رنګ وو، پر هغوی یې مالیات وضعه کړل هغوی یې مزاکراتو او تسلیمۍ ته اړ کړل او همدارنګه په دې وسیله الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو صف بېل کړ، چې خیالي او فرضي خلافت یې اعلان کړ، ددې کړنې موخه لکه څنګه چې ټولو ته ښکاره ده، د خلافت د څېرې بدنامول وو؛ هغه تانده څېره، چې د مسلمانانو په ذهنونو کې له خلافت او خلفاوو څخه په ځانګړي ډول راشده خلفاوو څخه پیدا شوې وه. د دغه خلافت له اعلان څخه موخه د خلافت بدنامول او ترې د خلکو په ذهنونو کې بد انځور جوړول و. داسې چې که نن خلکو ته د خلافت نوم واخیستل شي له ځنډ پرته یې په ذهنونو کې ترې ناوړه څېره پیدا کېږي. ان خلک له هغه او له مخلصو دعوتګرانو څخه تښتي، هغه مخلص دعوتګر چې تل د دښمن د توطئو د بربنډولو په هڅه کې دي او د مردارو سیاسي پیسو له اخیستلو او ګواښونو یې تل خبرداری ورکاوه؛ دوی هغه کسان دي چې د ترکیې، سعودي او ورته دولتونو رول، چې د دوستۍ او رښتینولۍ ادعا کوي، په ډاګه کوي.

همدارنګه باید پوه شو چې د صادقینو او کاذبینو د صفونو د توپیر تر موضوع، مهمه موضوع د پلانونو توپیر دی، د هغو غربي پلانونو توپیر چې د ټولو ډلو رهبران او سیاسي ځواکونه یې لېږدوي. د نبوت پر منهج د خلافت برنامه، چې حزب  التحریر یې لېږدوي، دغه حزب هېڅ وخت خلک نه نیولي او نه شکنجه کړي؛ بلکې ځوانان یې نیول کېږي او شکنجه کېږي. هېڅ وخت یې له نړیوالو او سیمه‌ییزو استخباراتي کړیو لکه: ترکیې، قطر او یا کوم بل دولت سره ناستې نه دي کړې. د تړلو دروازو تر شا په ناستو او د «الموک او الموم» په توطئو کې یې هېڅ برخه نه ده لرلې، هېڅ اوربند او مذاکرې یې نه دي منلي؛ بلکې په اړه یې خبرداری ورکړی دی. په نړبوالو کنفرانسونو کې یې ګډون نه دی کړی او په بدل کې یې، په هغه کې د ګډون خطرونه بیان او له هغو یې خبرداری ورکړی او هېڅ وخت د ډلو تر منځ د کورنیو وژنو د تحریک لامل نه دی شوی؛ بلکې له هرې مشروع وسیلې څخه په ګټه اخیستنې سره یې هڅه کړې، څو ترې مخنیوي وکړي.

که پر انقلاب باندې وارد شویو ټولو عبیونو ته وګورو، وینو چې حزب التحریر پکې هېڅ رول نه درلود؛ بلکې وینو چې د دغو عیبونو په له منځه وړلو کې یې په ټوله ځيرکۍ او اخلاص سره د هېڅ کار له کولو څخه درېغ نه دی کړی. هغه ځیرکي، چې د نښتو د طبیعت له درک او پېژندلو، د نښتو له موخو او د دغو موخو له تګلارو او کړنلارو څخه اخیستل شوې؛ هغه اخلاص چې د حزب د کړنو له محور، عقیدې او احکام څخه زېږېدلی او بس. حزب التحریر یو مبدئي حزب دی او د واقعیتو د تغیر پر وړاندې یې خپل ثبات ساتلی دی. له همدې امله غرب تل په هڅه کې دی، چې د حزب کار بې ارزښته وښيي او خلک له دې لارې وغولوي. ددې تر څنګ غرب ټولې رسنۍ او غیر رسمي سپیان د حزب پر وړاندې د مبارزې، د څېرې د بدنامولو، کمولو، سپکولو او استهزا لپاره ګمارلي دي.

هو، تر دې مخکې چې د انقلاب د ژغورلو پر لاره خبرې وکړم، باید ذکر شوي موارد له یاده ونه باسو، ځکه ډېر د یوه الهي ځواک د دخالت په تمه دي، چې اوسنی حالت له منځه یوسي او په یوه وار سره مسلمانانو ته بریا راوړي؛ په داسې حال کې چې شک نشته، چې که الله سبحانه وتعالی وغواړي حتماً داسې دخالت کولی شي، خو دغه دخالت پر ځینو شرطونو  لکه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم او اصحابو رضی الله عنه په شرطونو سره مشروط دي. په لنډه توګه: نن ورځ مسلمان باید د الله سبحانه و تعالی د دخالت لپاره لاندې درې شرطونه رعایت کړي:

۱ـ د ږیرورو او ږیر کلیو په ګډون ټول مسلمانان باید دغه سیکولریستي او د خلکو نظامونه پرېږدي او د شوراوو له لارې خپل استازي او انساني ځواک د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره وګماري، هغه نظام چې الله سبحانه وتعالی یې تاسیس پر موږ واجب کړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د تاسیس زېری ورکړی دی، هغه امر چې راتګ یې مبارک دی او خورا لوی کار دی.

۲ـ  امت باید له هرې مشروع لارې څخه خپل غږ د خلافت نظام له ملاتړه پورته کړي؛ چې دغه کار په حقیقت کې د خلکو او الله تعالی تر منځ تړون دی. په دې وسیله خلک خپل خالق ته وایي: «اې زموږ خالقه! له تا څخه پرته له هېځ شي نه ډارېږو، سپېڅلی قدرت دې له موږ سره کړه او موږ ته دې په خپل نصرت سره نصرت راکړه» له خلافت څخه ملاتړ خپله د الله سبحانه وتعالی د نصرت د ترلاسه کولو په معنی دی.

۳ـ امت باید د شوراګانو له لارې خپل استازي او انساني ځواک وغواړي، ځو د انقلاب رهبري داسې کس ته وسپارل شي، چې هغه د سیاسي رهبرۍ توان ولري او مخلص نظامیان باید د دغې ځيرکې او مخصلې رهبرۍ، مرستې ته ور ودانګي.

هو، دا شرطونه هغه وخت حقیقت مومي، چې پر قادر الله تعالی باندې توکل وکړو؛ پر هغه خالق چې هېڅکله وعده خلافي نه کوي او باید پر دې ایمان ولرو، چې عزت د الله تعالی، رسول صلی الله علیه وسلم او مومنانو دی، چې دا د الله تعالی له لوري د نصرت ضامن کېږي.

خو د عملیاتو په خونو کې تمه او کیناستل او د دفاعي کارونو لپاره د نقشې ایستل مخلصه او ځيرکه سیاسي رهبرۍ نه رامنځته کوي؛ ځکه دا موقفونه د تکراري خیانتونو د تکرار سناریو او د ښکار په دام کې لوېدل دي او سترې قربانۍ ضایع کوي، په داسې حال کې چې مومن له یوه سوري دوه ځله نه چیچل کېږي.

په دې کې شک نشته، چې الله سبحانه وتعالی به خپل دین ته نصرت ور نه کړي او ډېر ژر به د الله تعالی په خوښه د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زېری ورکړی او د احمد طیالسي او نور په روایتونو کې داسې فرمایي:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: ... وروسته له هغې به د نبوت پر منهج خلافت راشي.

زموږ په لاس کې له ټول ځواک او امکاناتو سره، د دغه دولت د تاسیس لپاره هڅې پر موږ واجب دي. موږ باید له ټولو وسایلو او اسبابو څخه په ګټه اخیستنه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه د هغه د تاسیس لپاره کار وکړو، څو اسلامي امت په بشپړ ډول د ذلت او خوارۍ له وخته خلاص شي، له داسې وخته چې پایله یې د داسې نظامونو زغمل دي، چې له قتل، فقر او ابرو تویولو پرته یې بل څه امت ته نه دي راوړي او د عزت او کرامت وخت ته یې بوځي، هغه وخت چې د نظام منلو پایله یې انسان ته خوشبختي راوړي، داسې څېزونه یوازې د الله سبحانه وتعالی د حکم تر سیوري لاندې حقیقت پیداکوي. هو، په داسې چارو کې باید د الهي رحمت مشتاقان له یو بل څخه مخکې شي.

له الرایه جرېدې څخه اخیستل شوی

لیکوال: منیر ناصر

ژباړن: شجاع بشارت

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې