جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
﴿...وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ...﴾
بسم الله الرحمن الرحيم
﴿...وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ...﴾

ژباړه: (... هغوی خپل ټول مکر وکاراوه....) نو څه باید وکړو؟

(ژباړه)

هغه خوځښت چې له تونسه پیل او مصر، لیبیا، یمن او د شام خاورې ته ورسېد، د اسلامي امت د واحد عمل څرګنده نښه ده. امت د هغو ټو اقدامونو او ناوړه سیاستونو پر وړاندې ودرېد چې د غربي ښکېلاګرو کفارو په ملاتړ مزدورو دولتونو درلود؛ هغه سیاستونه چې د امت لاسونه او وزرونه یې تړلي او د بیدارۍ او عزت د بیا راتګ لپاره یې خنډ شوي وو. دا هغه سیاستونه وو چې امت یې د غرب په لومو کې ښکېل کړی او د دوی د پانګو، سرچینو او تولید لوټلو لامل دي. امت له لویو جمعیتونو سره د دولتونو پر وړاندې ودرېد او لوی لاریونونه یې پیل کړل. په پیل کې داسې انګېرل کېده چې د امت غوښتنې یوازې د ظالمو دولتونو پر سیاستونو نیوکه ده او دا یوازې د خلکو د راټولېدو دلیل دی، تر هغې چې خلکو ته څرګنده شوه چې امت د خپل هویت پیدا کېدو په لټه کې دی. دا هم څرګنده شوه چې امت ذلت پرېښود او نور د ښکېلاک او مزدورو دولتونو سیاستونو ته نه تسلیمېږي او د خپل رښتیني هویت په لټه کې دی، چې اسلامي هویت بلل کېږي.

د خلکو دغه خوځښتونه او له حالت سره تفاعل هره ورځ ډېرېده. که څه هم سرښندنې ډېرېدې، خو د دوی غوښتنې مخ پورته روانې وې. پر همدغه بنسټ غربي کافرانو دغه حالت په وحشت بدل کړ او له کینه‌ګرو جنایتکارانو سره یې یو ځای ډول ډول عذابونه، لکه وژل، بندي کول او د هغې موخې د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې، چې امت یې د تر لاسه کولو په لټه کې و.

غربي دولتونو هره دروازه وټکوله، ډېر کنفرانسونه یې ونیول، ډول ډول دسیسې یې جوړې کړې، نقشې یې برابرې کړې، اسلامي امت ته یې دامونه کېښودل، ډېرې ناستې او سازمانونه یې تشکېل کړل، تر څو امت له دغې موخې وګرځوي؛ ځکه دغو خوځښتونو په اسلامي خاورو کې د غربي دولتونو نفوذ له ګواښ سره مخ کاوه؛ تر دې چې د عربي پسرلي د انقلابیانو مهارول یې پیل کړل. دغه انقلاب یې له بنسټیزې موخې په شا کړ، د هغې موخې لپاره یې هڅې پيل کړې چې د جنایتکارو ظالمانو پر وړاندې یې کولې او هغه ظالمان چې اسلامي امت یې له وژلو، ویجاړۍ او ورانۍ سره مخ کړی او د ژوند ترخه عذابونه یې پرې څکلي وو.

هو، د هغه څه دلیل چې جنایت کوونکي غرب ته یې د دې موکه ورکړه چې د عربي پسرلي انقلاب له خپلې بنسټیزې موخې وګرځوي، د الله سبحانه وتعالی د کتاب او رسول الله صلی الله علیه د سنتو پر بنسټ د برنامې نشت و؛ هغه برنامه چې د امت له بنسټیزې عقیدې یې سرچینه اخیستې وه او امت د هغه څه لپاره تل قرباني ورکړې چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت حاکمولو له لارې یې خپل عزت تر لاسه کولو ته رساوه؛ خو دغو انقلابیانو داسې برنامه نه درلوده. د انقلابیانو د انحراف یو بل لامل دا و چې د انقلاب لپاره ځانګړي ضوابط نه وو ټاکل شوي. د بېلګې په توګه، انقلابیانو د یوې عملي تګلارې پر بنسټ عمل نه کاوه او د هغې تګلارې لپاره یې چې امت په رښتینې توګه ګام کېږدي، هېڅ لارښوونه نه وه ټاکلې او امت یې همدې بنسټیزې موخې ته د رسېدو لپاره نه و ډاډمن کړی، چې د همدغو ارزښتونو لپاره قرباني ورکړي. د انقلاب د ضوابطو د تصویب او د دغه ډول پرګرام نشت هغه څه وو چې جنایتکار غرب پر دې وتوانېد چې انقلاب په تونس، لیبیا، مصر او یمن کې نسکور کړي او امت د ناوړه نظامونو په لومو کې ښکېل کړي؛ هغه نظامونه چې د الله سبحانه وتعالی شریعت پکې تر پښو لاندې شوی او د هغو دعوتګرو پر وړاندې جګړه کوي چې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلي کول غواړي.

د غرب له سیوري بهر لوی لاریونونه او د پیاوړو شعارونو په دلیل د شام سپېڅلي انقلاب موخه تر نورو انقلابونو څرګنده وه او غرب د دغه انقلاب له منځه وړلو او خڼد سره مخ کولو لپاره تر هرڅه ډېرې هڅې کړې دي.

د دغه انقلاب شعارونه دا وو: « يا الله ما لنا غيرك يا الله (اې الله سبحانه وتعالی! له تا پرته نور څه نه غواړو)، لن نركع إلا لله (له الله سبحانه وتعالی پرته هېچا ته نه یو تسلیم شوي.)، وهي لله هي لله لا للسلطة ولا للجاه (زموږ غوښتنه یوازې د الله سبحانه وتعالی رضا ده، نه قدرت او څوکۍ). پر دغو شعارونو سربېره ډېر نور شعارونه هم ورکول کېدل، چې موخه یې ښه څرګندوله؛ لکه: « قائدنا للأبد سيدنا محمد (زموږ رهبر د تل لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم دی)، الشعب يريد خلافة إسلامية (خلک اسلامي خلافت غواړي)، و في بلدي قد نطق الحجر لا أريد سوى عمر (زموږ په خاوره کې حتی تیږې هم له عمر پرته بل کس نه غواړي.)»

دغه ځواک چې کوم شعارونه ورکول او هغه لوی خوځښتونه یې چې پیل کړي وو، نړۍ یې حیرانه کړې وه او موږ لیده چې نړۍ په دې برخه کې لار ورکې او ګډوډه ده؛ تر دې چې امریکا د دغه انقلاب د ماتولو او له منځه وړلو لپاره سیمه ییز دولتونه په دوو ډلو ووېشل. ځینو دولتونو یوازې مرسته کوله، چې د انقلابیانو پر وړاندې یې ګواښوونکی رول ولوباوه. د بېلګې په توګه: ترکیه، قطر، سعودي او یو شمېر نور سیمه ییز هېوادونه لکه ایران او په لبنان او سوریه کې د ایران حزب، چې دنده یې د شام وژنه، ظلم او جنایت و. په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې انقلاب پر دې ونه توانېد چې د شام د خاورې لویه برخه ازاده کړي او د دمشق دروازو ته ورسېږي؛ هغه ځای چې جنایتکارې مزدورې امریکا ځان هلته پټ کړی و. هغه څه چې ایراني او امریکایي چارواکو هم اعتراف پرې وکړ او وروستۍ څرګندونې یې دا دي چې څه وخت وړاندې لاروف وکړې: «پر تندلارو د باور په وسیله له بهر څخه د نظام بدلون په بشپړه توګه یوه نابریالۍ هڅه وه. نېږدې و چې سوریه سره وپاشل شي او تروریستي خلافت په دغه خاوره کې تاسیس شي، تر دې چې د سوریې د دولت په غوښتنه د مرستې او د استانې د ناستو په چوکاټ کې د ډیپلوماسۍ اقدامونو پر بنسټ روسیې په اغېزمن ډول د دغې وژونکې سناریو مخه ونیوله.»

د شام انقلاب پرمختګونو امریکا له داسې وېرې سره مخ کړې وه چې د انقلابیانو د بېلارې کولو لپاره یې له هر ډول کنفرانسونو او برنامو جوړلو څخه درېغ ونه کړ او دغه دسیسې د هغې ماتې لامل شوې چې د امریکا ولسمشر یې دې ته اړ کړ چې د سپینې ماڼۍ له پرېښودو وړاندې څرګندونې وکړي: «د وېښتانو ډېره برخه مې د شام د انقلاب په اړه ناستو سپینه کړه.» همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري ورته څرګندونې وکړې، نوموړي وویل: «د ډیپلوماسۍ د ژوند په اوږدو کې یې داسې دوسیه نه وه لیدلې لکه د سوریې.» هو، دغه موارد د شام د انقلاب د قوت نښه په ډاګه کوي.

د شام د انقلاب منحرفولو لپاره د غرب د مدیریت نقشه دا وه چې انقلاب له ولسي کېدو څخه په سیاسي څېرو او بې شمېره نظامي ډلو بدل کړي، تر څو یې انحراف او مدیریت ورته اسانه شي.  پر همدغه بنسټ، غرب خپل مزدوران راټول کړل او د ډلو مشران یې په ککړو سیاسي پیسو واخیستل؛ په بدل کې یې د دوی هوډونه تر لاسه کړل. هغوی یې جوړو شوو اوربندونو او خبرو ته اړ کړل، تر څو نظام له نسکورېدو وژغوري او انقلابیان د شخړو کمېدو تر نامه لاندې دسیسو منلو ته اړ کړي؛ چې د همدې په وسیله د انقلابیونو تر واکمنۍ لاندې سیمې جنایتکار نظام ته تسلیم کړي. په همدې وسیله یې د مرګ پر پوله نظام د امبولانس په مرسته وژغوره، د پلازمېنې شاوخوا یې امن کړه، ګواښونه یې ترې لېرې کړل او انقلاب یې په لېرې سیمو کې کلابند کړ.  

یوازې حزب التحریر هغه رهبري ده چې تګلاره یې سمه ده او څوک چې باور ورباندې وکړي، هېڅ وخت به زیان ونه کړي. د شام د انقلاب د پیل په اړه یې د غرب د دوکې او فریب په اړه انقلابیانو ته ګواښ کړی و. امت ته یې هغه نصیحت و چې عزت تر لاسه کولو ته تږی وو او په ټول زړه سوي یې هغوی ته نصیحت کاوه. هغه ټولې ستونزې چې د شام انقلاب ورسره مخ شو، د غرب د دسیسو په ښکاره کولو کې حزب التحریر هم ورسره مخ شو. یوه سیاسي رهبری یې ورته وړاندې کړه، چې برنامه یې د اسلامي امت له عقیدې او د الله سبحانه وتعالی له کتاب او د رسول لله صلی الله علیه وسلم له سنتو اخیستل شوې. دغه برنامه یې د شام د انقلاب سیاسي فعالانو، استازو، د ډلو متنفذینو ته وړاندې کړه. پر همدې یې بسنه ونه کړه، بلکې تل یې په ځانګړو ضوابطو ټینګار کاوه، چې پر بنسټ یې انقلاب خپله تګلاره بشپړه کړي او د الله سبحانه وتعالی په خوښۍ سره امن او سولې ته ورسېږي. لوی لاریونونه او کمپیانونه یې پیل کړل او امت ته یې نصیحت کاوه، تر څو دغه ضوابط د خپلې موخې لپاره د بنسټ په توګه ومني.

حزب التحریر له انقلابه غوښتل چې د نظام له سقوط او رېښو له منځه وړلو پرته بل څه ونه مني او خپلې مبارزې د دمشق، مرګاګاه لور ته وخوځوي. له دغو مزدورو دولتونو سره خپلې اړیکې پرې کړي او د نفوذ مخه یې ونیسي، په ځانګړي ډول هغه چټلې پیسې او مرستې چې د ډلو هوډونه یې مات او هغوی یې د نظام له نسکورېدو په خپلو ځایونو کې وساتل. د دغو چټلو پیسو یوازنی رول د ملاتړو خوښي او د نورو انقلابي ډلو پر لور د جګړې د جهت بدلون و.

هو، د یو سیاسي نظام په توګه د اسلام له منلو پرته چې پر اسلامي امت حکومت کوي او د نبوت پر تګلاره د خلافت په تاسیس سره زموږ سرښندنې نه بې ځایه کېږي او د هغو مورګانو د زامنو قاتلینو ته سزا ورکول کېږي چې بې ګناه یې وژني. هغه کسان چې خپل کورنه یې د غرب په دوکو او چلونو سره وران کړي، د شام خلک له هغې برنامې پرته چې حزب التحریر یې وړاندې کوي، بله حل لاره نه لري؛ د هغې برنامې موخه تر لاسه کوي، چې امت یې د لاسه ته راوړو لپاره تر ټولو غوره سرښندنې ورکړې دي.

لیکوال: استاد محمد الحمصي ابوذر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

Last modified onچهارشنبه, 05 ډسمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې