چهارشنبه, ۱۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
محی الدین کبیري او د تاجکستان راتلونکې
بسم الله الرحمن الرحيم
محی الدین کبیري او د تاجکستان راتلونکې

د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند(IRPT) مشر محي الدین کبیري یو ځلې بیا تایید کړه، چې ګوند یې د سیکولریزم له افکارو سره جوړ راتلی شي. دی په دې باور دی چې تاجکستان باید یو سیکولر دولت وي او دین باید له دولت او ژوند څخه بېل شي. ده په یوه مرکه کې ژورنالیستې انا سوسلیکایا ته چې له Fergana.ru معلوماتي ادارې سره کار کوي وویل: «د تاجکستان راتلونکې باید څه ډول وي؟ موږ څه ډول دولت غواړو؟ ټول په دې خوښ دي چې تاجکستان باید په ریښتنې توګه دیموکرات، پر قانون ولاړ او یو سیکولر دولت ولري». دا  لومړۍ ځل نه دی چې محی الدین کبیري دا ډول څرګندونې کوي، بلکې مخکې هم په وار وار د هیواد د سیکولر راتلونکې په اړه غږېدلی دی.

باید یادونه وشي چې د تاجکستان د اسلامي نهضت د زېږیدنې تاریخ د تېري پېړۍ ۷۰یمو لسیزو ته ورګرځي او دا هغه مهال و، چې شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا خلک تر خپل ښکېلاک لاندې راوستي وو. ګوند د ځوانانو د خوځښت په اډانه کې را وټوکېد - «نهضت اسلام» یانې د اسلام بیا را ژوندي کول، چې هغه مهال یې په اشغال شوي تاجکستان کې شتون غیر قانوني اعلان شو. د شوري اتحاد د سختې الحادي بنسټ پالنې تر سیورې لاندې د دې ګوند بنسټ ایښودنکو، لکه سید عبدالله نوري دوې موخې وټاکلې؛ د اسلام سوچه افکارو خپرول او خلکو ته د مذهبي روحیې ورکول. کله چې دغه ګوند په ۱۹۹۱م کې په تاجکستان کې رسمیت واخیست، د دې ګوند ډېر غړي او ملاتړ کوونکي هغه مهال په زندانونو کې وو. د نویمې لسیزې په لمړیو کې دغه ګوند په ډاګه د تاجکستان دولتي نظام او خلکو په اړه خپله اسلامي نظریه په ورایه څرګندوله او شاوخوا ټولو ملاتړو یې د دې نظریې ملاتړ کاوه. بیا له «کورنۍ جګړې» وروسته، چې د تاجکستان د دولت او د تاجکستان متحد اپوزیسیون تر منځ د سولې د یوې هوکړې په لاس لیک سره پای ته ورسېده او د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند هم د یاد اپوزیسیون غړی و. دې ګوند په پارلماني ټاکنو کې ونډه واخيسته او څو څوکۍ یې په پارلمان کې ترلاسه کړي.

په دې ډول، دا ګوند له خپل اصلي دريځ څخه پر شا شو. خو له دې سره سره بیا هم د تاجکستان خلکو پر اسلامي نهضت ګوند باندې ډېر باور درلود او ملاتړ یې کاوه، ځکه د دې ګوند له نوم له سره اسلام تړلی دی. څو ځله د ګوند مشرتابه د دولت د هغو پرېکړو ملاتړ کړی چې پر بېلابېلو اسلامي حرکتونو او ګوندو یې د فشار راوړلو لپاره کړي. د بېلګې په ډول د ۲۰۰۵م په فبرورۍ کې محی الدین کبیري د جنګ او سولې راپور ورکولو انسټیټوټ ته وویل: «په تاجکستان کې مخکې له مخکې اسلامي ګوند شتون لري او دې ډول بل ګوند ته اړتیا نه شته». عبدالله نوري د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند مشر له نهضت ورځپاڼې سره په مرکه کې دا نظر څرګند کړ: «د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند په دې باور دی، چې د نړیوالې ټولنې د دیموکراتیکې آزادیګانو منل له اسلامي افکارو او احکامو سره په ټکر کې نه دي. کبیري همداراز ویلي:« دا د پلي کېدو وړ نه ده چې حزب التحریر په دیموکراتیکه بڼه جوړ شوی دولت ردوي او یو «غربي پدیده» یې ګڼي او د دې ملاتړ کوي ترڅو نړیوال اسلامي خلافت جوړ شي.

ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الْمُؤْمِنُ مِرْآةُ الْمُؤْمِنِ وَالْمُؤْمِنُ أَخُو الْمُؤْمِنِ مِنْ حَيْثُ لَقِيَهُ يَكُفُّ عَلَيْهِ ضَيْعَتَهُ وَيَحُوطُهُ مِنْ وَرَائِهِ»

ژباړه: یو مومن د بل مومن لپاره هنداره ده، یو مومن د بل مومن ورور دی. دی باید هغه ته ضرر ونه رسوي او خامخا باید د هغه له شا نه د هغه ساتنه وکړي.

یوه هنداره یو شي ته په هغه ډول انعکاس ورکوي لکه څه رنګه چې هغه شی ښکاري، کوم عیب او نقص نه پټوي او دغه راز د هماغه شي په ښایست کې کمی هم نه راولي. د هندارې لپاره ټول انعکاسونه یو ډول دي. هنداره د چا لوری نه نیسي او د چا په غوسه کېدلو سره هغه نه شي ساتلای. د هندارې لپاره هر څه یو ډول دي. په هنداره کې د شتمن او بې وزله، ځوان او بوډا، ښکلو او نورو لپاره بېلې برخې نه شته. د هندارې دنده همدا ده، چې هر څه ته یو ډول انعکاس ورکړي.

مسلمان باید په هر حالت کې یو ډول وي. دی باید د خلکو سره په راکړه وکړه کې د چا لوری ونه نیسي او له هر چا سره باید ریښتنی او مخلص وي. د پورته حدیث او همداراز د شریعت د نورو احکامو په ړنا کې دا اړینه ده چې د تاجکستان اسلامي نهضت او نورو وروڼو تېروتنې په نښه شي او دوی هغې لارې ته سم شي چې الله سبحانه تعالی د هغه رسول صلی الله علیه وسلم او مومنان پرې خوښ دي.

نن ورځ لوېدیځ د خپلو ځانګړو ګټو لپاره په کمه کچه د تاجکستان پر رژیم ځینې فشارونه اچوي، ترڅو د روسیې نفوذ تر سوال لاندې راولي او دې چارې د تاجکستان د اسلامي نهضت مشرانو ته پناه ځای برابر کړی او بهرنیان له دې لارې پر دوی خپل شرطونه تپي. کبیري د لوېدیځ پر ژمنو باور لري او هیله من دی چې دا ډول شرطونه به پوره کړي، خو کله چې لوېدیځ خپلو موخو ته ورسېږي او د تاجکستان له اسلامي نهضت سره ګډ کار کول ورته بې ګټې وبرېښي، نو تاسو به ډېر ژر شا ته پرېږدي، لکه څرنګه چې ورته کړنه یې له نورو ګوندونو او حرکتونو سره پخوا هم کړې، لکه له اخوان المسلین ګوند سره. سیکولریزم او اسلام په مطلق ډول یو له بل سره اړخ نه لګوي او یو له بل سره په ټکر کې دي. اسلام غوښتنه لري چې د ژوند ټول نظامونه دې د خالق له احکامو سره همږغي شي، خو سیکولریزم دین په ټولنه کې له ژوند او دولت څخه بېلوي.

اسلام موږ ته له عقیدې او شرعي حکمونو سره یو ځای را لېږل شوی دی او اړتیا نه لیدل کېږي چې د وخت په تېرېدو سره یې د بشپړتیا لپاره هڅه وشي او یا  له سره پرې غور وشي او دا هم د منلو وړ نه ده چې شرعي قانون د له واقعیتونو سره تعدیل شي. دا د پېغمبر صلی الله علیه وسلم تګلاره نه ده، نه هم د صحابه وو، نه هم د تابعینو او تبع تابعینو او نه هم زموږ د رېښتینو امامانو لکه؛ سلمان فارسي، بخاري، ابو حنیفه او نورو....

الله سبحانه تعالی فرمایي:

﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينً﴾

[المائده:۳]

ژباړه: نن ما ستاسو لپاره دین  بشپړ کړ او خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ او ستاسو لپاره مې اسلام ستاسي د دين په توګه غوره کړ.

همداراز الله سبحانه تعالی فرمایي:

﴿وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ﴾

[البقره:۱۲۰]

ژباړه: يهودان او عيسويان به هیڅكله له تا څخه خوشحاله نه شي، تر څو ته د هغوی په لاره (دین) لاړ نه شې. دوى ته په كلكه ووايه چې سمه لاره يوازې هماغه ده چې الله سبحانه تعالی  ښودلې ده.  او كه ته له هغه علم څخه وروسته چې درکړاى شوی دى، د هغو په غوښتنو پسې ولاړ شې؛ نو ستا هیڅ دوست او مرستندوى نشته چې د الله له نيونې څخه د وژغوري.

موږ له محی الدین کبیري څخه  په کلکه غوښتنه کوو، چې د لوېدیځ بېلا بېلو ژمنو ته سر ټیټ نه کړي او اسلام واقعیت ته ور ټېل نه وهي. موږ غواړو چې دی خپل اساس او بنسټ ته را وګرځي، چې هغه د اسلامي افکارو خپرول او خلک د اسلام په زده کړو پوهول دي او دا ټول یوازې هغه مهال شونې دي چې اسلام ژوند ته را وګرځي او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم په ژمنتیا سره ترسره شي. ستر څښتن الله سبحانه تعالی به په هغه سره راضي شي او الله سبحانه تعالی دې موږ ټول سمې لارې ته هدایت کړي.

له الرایه جریدې  څخه اخیستل شوی

لیکوال: فردوس صالح زاده

ژباړن: عبدالله لطفي

Last modified onچهارشنبه, 05 ډسمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې