شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تنګه کرچ پېښه د اوکراین په کړکېچ کې د روسیې د کمزورۍ دلیل دی
بسم الله الرحمن الرحيم
د تنګه کرچ پېښه د اوکراین په کړکېچ کې د روسیې د کمزورۍ دلیل دی

                                                                    (ژباړه)                                                            

د اوکراین ولسمشر پټروپروشنکو د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر پر ۲۸مه د اوکراین د نظامي مقرراتو په اړه یوه مقرره لاسلیک کړه چې د دغې مقررې په پایله کې اوکراین د ۳۰ ورځو لپاره د دګانه سیمې په نظامي احکامو کې شامل شو. د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر پر ۲۵مه د روسیې مرزي ادارې د اوکراین درې نظامي کښتۍ د «تنګه کرچ» په سیمه کې له وسلو سره یوځای ونیولې؛ د روسي چارواکو د ادعا له مخې په دغو کښتیو کې ۲۴ کسان ونیول شول او له درېیو تر شپږو کسانو پورې ټپیان شول.

امریکا او اروپايي ټولنې د دغې پېښې په اړه عادتي غبرګون وښود او ویې غوښتل چې راپورته شوې شخړې ارامې کړي. په همدغه دلیل یې روسیه د اوکراین ملګرۍ او دوستۍ ته راوبلله، خو المان او فرانسې پر روسیه د ډېرو بندیزونو غوښتنه کوله. 

د اروپایي دولتونو دریځونه په تېرو څلورو کلونو کې ښکاره وو. فرانسه او المان له اقتصادي او سیاسي فشارونو ستړي شوي؛ نو د همدغو شخړو د له منځه وړلو لپاره چټکې هڅې کوي. په ورته وخت کې امریکا د «ازوف» سیند د لارې له امله پر روسیې د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه؛ څنګه چې د امریکا ځانګړي استازي «کورت فولکر» دغه اعلان تصریح کړ. همداراز د امریکا ولسمشر ټرامپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر پر ۲۹مه د شلو صنعتي هېوادونو په ناسته کې د روسیې له ولسمشر پوتین سره لیدل لغوه کړل.

د دغو شخړو عوامل ډېر دي: لکه د اوکراین پر وړاندې د جګړې اور ته د لمن وهلو لپاره د «پوتین» هڅې. د بېلګې په توګه د نوموړي احمقانه استدلالونه: «د اوکراین ولسمشر پورشینکو د اوکراین د راتلونکو ټاکنو د بدلون لپاره خوځوونکي اقدامونه پیل کړي دي.» واقعیت دا دی چې دغه پېښه د دغه هېواد په خاوره کې د روسیې په واسطه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیې جزیرې طبیعي کولو پایله ده. دا مسئله د فرانسې استازي د نومبر پر ۲مه د شلو نړیوالو سازمانونو په ناسته کې یاده کړه. پرته له دې چې جزیاتو ته دننه شو، دغې موضوع ته په څو برخو کې اشاره کولی شو:

ـ د «کرچ» پېښه د روسیې او اوکراین د ځواکونو تر منځ لومړنۍ وسلواله نښته وه. روسیې دا موضوع په داسې حال کې یاد کړه: چې د دغو دوو هېوادونو تر منځ د څلورکلنې شخړې په دوام کې روسیې د شنو جنبشونو او عادي ځواکونو له لارې د رخصتیو په دوام کې په داوطلبانه ډول هڅه کوله څو په اوکراین کې نفوذ پیدا کړي. د څلورو کلونو په اوږدو کې دا لومړی ځل و چې اوکراین د روسیې پر وړاندې د نظامي بندیزونو او مقررو اقدام وکړ؛ پر دې سربېره چې تر دې وړاندې یې له روسیې سره سختې شخړې درلودې.

ـ اوکراین له دې وېرېده چې روسیه خوځوونکی اقدام پیلوي او هڅه کوي څو د اوکراین په ختیځ کې ټیکاو پیدا شي؛ خو اوس دغه حالت له منځه تللی او له کریمیې تر څنګ د «تور» او «زوف» سیندونو شخړې راپورته شوې دي. همداراز په تېرو دوو کلونو کې روسي چارواکو پر اوکراین د فشار راوړلو لپاره د اروپایي شریکانو پر غوښتنه تمرکز ډېر کړی دی؛ تر څو د اوکراین رهبري د منسک د «سولې هوکړې» په اړه خبرو ته اړ کړي. 

دغه ټول موارد چې یاد شول، په تېرو دووکلونو کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د کمزورۍ ښودل و. اوکراین او د اوکراین اورپایي تړون کوونکي د دغه هېواد د کړکېچ د حل لپاره ستراتیژیکې هڅې کوي او د «اوزف» وروستۍ پېښه د دغه حقیقت ښودونکې ده. د یادې پېښې د احتمالي پایلو څو څیزونه بیانولی شو:

ـ د دې امکان شته چې امریکا ډېر ژر پر روسیه د بندیزونو فشارونه ولګوي او اورپايي ټولنې له یو لړ شرطونو سره له امریکا سره په دغه برخه کې همغږې ده. امریکا به له اوکرایني سرتیرو سره خپلې نظامي مرستې ډېرې کړي.

ـ د روسیې د کمزوري کېدو او د نړیوالو فشارونو پیاوړي کېدو له امله به مسکو له داسې پېښو سره مخ شي چې نړیوال قانون به نقض کړي؛ د بېلګې په توګه، د «کرچ» په تنګه له وروستۍ پېښې وروسته، روسیې په سیندونو کې نړیوالې هوکړې تر پښو لاندې کړې او ډېر ژر به اوکراین په نړیواله محکمه کې د روسیې پر وړاندې یو لړ شکایتونه مخکې کړي.  

ـ روسي چارواکي په دغو چلندونو کې د نورو دولتونو له لوري رهبري کېږي؛ ځکه د روسیي خوځېدونکي اقدامونه په ډېرې اسانۍ د منلو وړ دي او روسیه هېڅ ستراتیژيک فکر نه لري او له سیاسي مانورونو څخه د ګټې اخیستلو وس نه لري. روسیې تل هڅه کړې چې خپلې ستونزې له نظامي لارې حل کړي.

ـ د اوکراین له کړکېچ وروسته روسیې هڅه وکړه څو د زمري له غږ او د سیاسي تګلارو پر ځای له وسلو کار واخلي، څنګه چې الکسندر ویلي وو: «په نړۍ کې د روسیې پر وړاندې دوه دښمنان دي: اردو او جنګي ماڼوګان».

نو پر همدغه اساس، د روسیې د رهبرۍ په غاړه کې د سیاسي او اقتصادي فشارونو رسۍ به پر روسیه فشار راوړي؛ دې ته په کتو چې روسیه د سیاسي اقدامونو په برخه کې وروسته پاتې ده او یوه لاره لري چې په اوکراین کې لاسوهنه وکړي؛ خو په ۲۰۱۴ میلادي کې چې په اوکراین کې یې د لاسوهنې لپاره ډېر امکانات په لاسه کې وو، لاسوهنه یې ونه کړه. نن دغه کار کول ډېر کم تر سترګو کېږي، له همدې امله هر کله چې روسیه نظامي لاسوهنه وکړي، له ماتې پرته به نوره پایله ونه لري. 

له الرایه جریدې اخیستل شوې

لیکوال: فضل «امضایف»

د حزب التحریر ـ د اوکراین مطبوعاتي دفتر رییس

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

Last modified onدوشنبه, 31 ډسمبر 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې