جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کشمیر قضیه په لومړي سرکې نظامي حللاره لري
بسم الله الرحمن الرحيم
د کشمیر قضیه په لومړي سرکې نظامي حللاره لري

(ژباړه)

کله چې د اسلامي امت پر یوه کس او یا یوې ډلې د کوم ځواک یا دولت له لوري تېری کېږي، د هغوي قضیه یوازې نظامي حللاره لري او د امت پر ذمه واجبېږي، چې پر وړاندې یې نظامي موقف ولري او تېری کوونکی دولت يا ځواک د محارب حکم واخلي. په هېڅ صورت مسلمانانو ته جایز نه ده، چې پر امت د تېري قضیه پر یوه سیاسي قضیه، چې د خبرو له لارې یې حلوي، بدله کړي او همدارنګه جایزه نه ده چې هغه د ملګرو ملتونو سازمان او په هغه پورې اړوندو بنسټونو د جوږښتونو پر اساس، په نني مفهوم یوه انساني او یا ملي قضیه، چې یوازې د متجاوزعلیه په داخلي چارو پورې اړونده وي، وبولي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إنهم أمة واحدة من دون الناس... وإن المؤمنين بعضهم موالي بعض دون الناس... وإن سلم المؤمنين واحدة، لا يسالم مؤمن دون مؤمن في قتال في سبيل الله» (سيرة ابن هشام؛ ج۲، ص ۱۰۶)

ژباړه: هغوی په نورو امتونه کې واحد امت دي... او ځینې مومنان د ځينو نورو ملاتړي دي... او قطعاً د مومنانو سوله یوه ده او د الله تعالی په لاره کې هېڅ مومن په هېڅ جګړه کې د بل مومن په نظر کې نیولو پرته سوله نه کوي.

د اسلام مبارک دین د دې قضیې په اړه ښکاره موقف او مشخص حکم لري او پر ټولو په ځانګړي ډول حکامو او عالمانو د بدهیاتو له جملې څخه دي. په اشغال شوي کشمیر کې مسلمانان له ۲۰۰۹م راهیسې د هندو اشغالګرو ځواکونو سخت ازار او اذیت زغمي. په کشمیر کې د شهیدانو کاروان تل روان وي. د کشمیر خلک تل د هندو اشغالګرو له خوا ویشتل کېږي، چې په دغه نږدې وخت کې یې د یوه ماشوم سترګې د مور په مخ کې په نښه کړې او په مرمیو ویشتلې دي. له دغو ټولو سره بیا هم «د بجوا-عمران نظام هند ته د دوستۍ او سولې لاس اوږدوي.»

څو اونۍ مخکې د هندو اشغالګرو پر واړاندې مقاومت، په عامه توګه د مسلمانانو د حکامو او په خاصه توګه د پاکستان د حکامو د سترګو په وړاندې په کشمیر کې یوه بله قافله د شهیدانو له کاروان سره یو ځای کړه. په کشمیر کې زموږ په اهل پورې اړوند د بد چلند کوم تصویر چې رسنۍ وړاندې کوي، د فلسطین د مبارکې خاورې په حق کې د یهودي دولت د بد چلند، د سوریې د خلکو په حق کې د ظالم بشار د بدو کړنو او په شرقي ترکستان کې د ایغور مسلمانانو په حق کې د چین د بد چلند له صحنو سره کوم توپیر نه لري. د اسلامي خاورو په ځانګړي ډول د پاکستان نوي حکام، چې تل د مدینې د دولت په شان د دولت شعار ورکوي، هغه دولت چې د اشرف‌المخلوقات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په لاسونو جوړ شوی، تل دغه صحنې ویني او هېڅ غږ یې نه دی پورته کړی، وار خو د دې شو چې د کوم انقلاب لامل شي، دوی د امت له دوښمنانو سره د دوستۍ د زیاتوالي او د مدینې  دولت د لمسیانو وژلو پرته بل کار نه دی کړی.

تر ټولو بده دا چې د اسلامي خاورو او د میلیاردونو مسلمانانو حکام د کشمیر قضیه په خپل ځان او هغو کسانو پورې، چې حکومت پرې کوي، اړونده نه بولي. د امریکا غلام د پاکستان د اوسني نظام او د پاکستان د پخوانیو حکامو له موقف سره، چې کشمیر او خلک یې په دواړو لاسونو هندو اشغالګرو ته وسپارل، کوم توپیر نه لري، همدارنګه د «پروېز مشرف» او په خیانت کې ورسره شریک (نواز شریف) موقف، چې د «ګارګېل غونډیو» په نامه مشهورو عملیاتو کې یې د پاکستان نظامي ځواک د کشمير له ازادۍ څخه په داسې حال کې منعه کړل چې د کشمیر د ژر ازادېدو امکان و. همدارنګه د پاکستان د اوسنیو حکامو خاینانه موقف، چې د مړو غوندې چپ دي، هم کوم توپیر نه لري؛ بلکې د پاکستان اوسني حکام چې له هند سره د اړیکو ښه کولو او سولې د تړونونو هڅه کوي، د پروېز مشرف او نواز شریف له خیانت نه لوي خیانت کوي.

څنګه چې عمران خان لومړی وزیر شو، د رایه ورکوونکو له خوا ورکړل شوی فرصت یې غنیمت وګاڼه او له ځنډ پرته يې په پاکستان کې د تغیراتو او له ده څخه د مخکې حکامو د منهج د لغوه کولو، هغه څه چې امریکا یې د سیمې لپاره په نظر کې لري، اقدام وکړ، هغه بدلونونه چې د کشمیر، افغانستان، بنګله‌دېش او خپله پاکستان د مسلمانانو د قضایاوو مصرف، د هندو حزب «بهاراتیا جاناتا» د پیاوړتیا لامل کېږي.

په اسلامي خاورو په ځانګړي ډول پاکستان کې سیاسي حالت له وېرې، وحشت او تیارو نه ډک دی، د اسلامي خاورو د حکامو د خیانت تیارې، په ځانګړي ډول د پاکستان حکام هغه خیانتونه چې نوي له سره پیل شوي. د کشمیر قضیه یوه نظامي قضیه ده، چې حلاره یې د اسلامي پوځونو د هغه له ډلې د پاکستان د پوځ په لاس کې ده، چې د نړۍ له پنځو ځواکمنو پوځونو څخه شمېرل کېږي او په اټومي وسلو مسلح دي. که اسلامي پوځونه او د پاکستان پوځ د کشمیر د مسلمانانو ژغورلو ته، په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د کشمیر مسلمانانو ته تر ټولو نږدې پوځ دی او په لومړي قدم کې د کشمیر په ازادولو، حال دا چې بشپړ توان یې هم لري مکلف دي، بیړه ونه کړي، معمول دی چې د کشمیر د شهیدانو د کارون بار به تل تړلی وي او د مسلمانانو وینه به تل د هر ځواکمن پر خیانت، چې له دوی سره له مرستې ډډه کوي، لعنت وایي. رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایي:

«مَا مِنْ امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ وَمَا مِنْ امْرِئٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا نَصَرَهُ اللَّهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ نُصْرَتَهُ» (رواه ابوداود)

ژباړه: څوک چې مسلمانانو بې ابرو او عزت یې تر پښو لاندې کړي، الله سبحانه و تعالی یې په هغه ځای کې چې باید نصرت یې وشي، رسوا کوي یې او څوک چې په داسې ځای کې د مسلمانانو نصرت وکړي، چې بې ابرو او عزت یې تر پښو لاندې کېږي، الله تعالی به یې په داسې ځای کې نصرت وکړي چې نصرت ته اړتیا لري.

زموږ موخه دا ده چې دا غوره امت له دغه ذلیل حالت څخه لږ راووځي، هغه څه چې د اسلامي پوځونو د خاینو او ډارنو حکامو او رهبرانو په نظر خیال او ناشوني دي، هغه رهبران چې په کړکېچ کې یې ځان د امت د دوښمنانو په غېږ کې اچوی، د غربي څرمښکیو سوریو ته ننوځي، هغه امت چې فارس، روم، تاتار، مغول او صلیبیان یې مات کړل او امریکا یې جزیې ورکولو ته مجبوروله. اوس هم انګلیس ته د هندوانو د رژیم د شړلو توان لري، هغه رژیم چې انګلیسانو د خنجر غوندې د اسلامي امت په شرقي ورانه کې خښ کړ، هماغه شان چې د یهودو دولت یې د اسلامي خاورو په زړه کې تاسیس کړی دی. دغه دواړه رژیمونه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د روایت شوو صحیحو حدیثونو د زېري پر اساس د زوال په حال کې دي، خو دا باید هېره نه کړو چې د هغو زوال د نبوت پر منهج د خلافت په بیا تاسیس کې دی، هغه دولت چې د الله سبحانه وتعالی په خوښه به ډېر ژر تاسیس شي. هوکې هر غیرتي او هر څوک چې غواړي په دغه شرف او ویاړ کې برخه واخلي، باید له هغو کسانو سره یوځای شي، چې د هغه د تاسیس په هڅه کې دي؛ ځکه د قافلې پای به د پرهېزګارو مومنانو په ګټه پای ته ورسېږي.

سرچینه: الریه جریده

لیکوال: بلال مهاجر

ژباړن: زمری دوست

Last modified onجمعه, 25 جنوری 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې