جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
عبدالعزیز آل سعود د انګلیس نږدې ملګری او د عثماني خلافت کلک دښمن
بسم الله الرحمن الرحيم
عبدالعزیز آل سعود د انګلیس نږدې ملګری او د عثماني خلافت کلک دښمن

(د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت اسنادو ته کتنه)

(ژباړه)

عبدالعزیز آل سعود د سلطان عبدالحمید هغه غوښتنه چې له عثماني خلافت څخه ملاتړ و، رد کړه. د عثمانیانو پوځي قومندان حسن شکري د عبدالحمید ثاني لیک عبدالعزیز ته ورساوه، کومې فتنې چې په نجد کې کېدې د هغې خبرداری یې ورکړ او ورته ویې ویل: «په دغه سیمه کې د پردیو لاسوهنې دي.» حسن شکري عبدالعزیز ته وویل: عبدالحمید دا لیک د وینو د نه تویدو او په اسلامي خاورو کې د پردیو د نفوذ او لاسوهنې د مخنیوي لپاره رالېږل دی. خو عبدلعزیز آل سعود یې په ځواب کې وویل: «موږ ستاسو دا خیر او نصیت نه غواړو، نوره نه پرېږدو تاسو پر موږ حکومت وکړئ او ستاسو اطاعت هم په کار نه دی.»

د انګلیس د بهرنیو چارو وزیر «کرزون» د خلیج مشران او قومندانان چې په راس کې یې عبدالعزیز و او د دوی له هېواد سره عادت شوی و. انګلیس په کېښتۍ کې د لرې واټن ویشتونکي توپونو تر سیوري لاندې خپلې خبرې وکړې. د سیمې په امنیت کې یې د برېټانیا ونډه مهمه وګڼله او له دوی یې په سیمه کې د انګلیس د دښمنانو د پاکولو مرسته وغوښته. دا یې هم ورته معلومه نه کړه، چې د عثمانیانو، المانیانو، روسانو او یا هم فرانسویانو دښمنان واوسئ.

د عبدالعزیز آل سعود له قدرت ته رسېدو مخکې د انګلیس سیاست یوازې په عرب جزیره او د عمان سیند له څنډو تر کوېټه پورې لاسرسی و، خو کله چې د عبدالعزیز آل سعود په شان کسان واک ته ورسېدل، نو انګلیس خپل سیاست بدل کړ او له عبدالعزیز سره یوځای کېدل او د علي ابن رشید ـ چې عثماني دولت ته وفادار وـ د رول له منځه وړل یې خپله موخه وګرځوله. هغه ابن رشید چې د «رافدین» په جنوبي سیمه کې د انګلیس ځواکونو لپاره ګواښ و.

په ۱۹۱۰م کې عبدالعزیز ال سعود د انګلیس یو باوري شخص «ولیام هنري شکسپیر» ته لیک ولېږه. له دغه لیک څخه د عبدالعزیز موخه انګلیس ته ورنږدې کېدل و. شکسپیر په عربي پوهېده. له هماغه وخته د عبدالعزیز او شکسپیر ټینګه ملګرتیا پیدا شوه. دغه راز عبدالعزیز بل لیک په سیمه کې د انګلیس استازي «پیرسي کوکس» ته ولېږه. عبدالعزیز په دې لیک کې لیکلي و: «ښاغلي ته وایم چې زموږ پخوانۍ دوستۍ او تړونلیکونو ته فکر وکړي، زما د  ارواښاد نیکه فیصل د وخت دوستي او تړونونه، چې ۵۵ کاله یې کېږي او ۵۵ کاله نور پاتې دي. موږ د دغه تړونلیک د بیا تړون غوښتونکي یو.» دغه راز عبدالعزیز زیاته کړه: «ال سعود له مبارک الصباح څخه ښه دی، ځکه ال سعود له ترکانو سره هېځ معامله نه ده کړې او هېځکله یې د مبارک په شان د ترکانو بیرغ نه دی پورته کړی. هېڅکله یې د سلطان خلافت نه دی منلی.»

امیر شمر ابن رشید عبدالعزیز ته لیک ولېږه او ورنه یې وغوښتل چې سوله ورسره وکړي. خو عبدالعزیز له هغه سره سوله په دې شرط ومنله چې ابن رشید انګلیس ته تسلیم او عثماني دولت ته شا کړي. له هغه وروسته یې کوکس ته لیک ولیکه او پکې ویې لیکل: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، ابن رشید ماته لیک رالېږلی، غواړي سوله وکړي. خو مایې د لیک په ځواب کې ولیکل: په داسې حال کې له ما سره سوله او دوستي کولای شې، چې دوستي مو زموږ له دوست او همتړونه (انګلیس او د هغوی همتړونه کسانو سره اعلان کړي.» خو ابن رشید د عبدالعزیز دا غوښتنه رد کړه. عبدالعزیز له انګلیس سره پر پرته له قید او شرطه دوستۍ ټینګار وکړ او کوکس ته یې وویل: «زه د خپلې شخصي موخې لپاره هېڅکله له ابن رشید سره سوله نه کوم. سوله یوازې د انګلیس د ګټو لپاره منم.»

یوه شتمن ۷۰۰ اوښان وپېرودل، څو یې عثماني ځواکونو ته د انګلیس پر وړاندې جګړه کې د مرستې لپاره واستوي، خو عبدالعزیز د دغه اوښانو پر قافله حمله وکړه، هغه یې ونیول او انګلیس ته یې په ډالۍ کې کويټ ته واستل.

د ۱۹۱۳م د مارچ په میاشت کې عبدالعزیز له شکسپیر سره وکتل او په بالکان کې یې د عثماني دولت د کمزورۍ په وخت کې د احساء او قطیف د نیوو پرېکړه وکړه. وروسته یې د ۱۹۱۳م کال په اپرېل میاشت کې ناڅاپي حمله وکړه. د عقیر بندر یې ونیو، عثماني ځواکونه یې له هغه سیمې وشړل. د انګلیس له استازو شکسپیر او تریفور سره یې د بحرین په بندر کې وکتل، د یوبل ښه خدمت یې وکړ او ملي ګډاوې یې تر سره کړې.

د ۱۹۱۴م کال په مارچ کې شکسپیر ریاض ته ولاړ، پنځلس ورځې یې له عبدالعزیز سره په دې اړه خبرې وکړې چې څه ډول له امام یحی، محمد ادریس، د عسیر حاکم او د عربي جزیرې له نورو رهبرانو سره ـ چې په حقیقت کې د انګلیس مزدوران دي ـ اړیکې جوړې کړي. له دغه ناستې یې موخه د عثمانیانو پر وړاندې د یووالي جوړول و.

د ۱۹۱۴م د نومبر په ۲۸مه عبدالعزیز آل سعود یو لیک ولیکه: «د عبدالعزیز له طرفه د نجد امیر ته! ستاسو او د انګلیس ویاړلي حکومت د بریا په هیله. هیله من یم کارونه په زړه پورې پر مخ ولاړ شي او د عثمانیانو پر وړاندې په مقابله کې توافق ته ورسیږو.»

د ۱۹۱۴م د نومبر په ۲۴مه د عبدالعزیز او ابن رشید تر منځ د جراب په نامه جګړه پیل شوه. شکسپیر د عبدالعزیز پوځي سلاکار او د لرې واټن وهونکو توپونو دنده درلوده. بلاخره شکسپیر په دغه جګړه کې ومړ.

په لومړۍ نړیواله جګړه کې د هند قومندان کوکس، ابن سعود او شاح ته د ډېرو لاسته راوړنو او د انګلیس په ګټه کار کولو له کبله په غاړو کې د ویاړ مډالونه ور واچول. هغه څه چې د عراق د نیوو په حمله کې د انګلیس د زیات قوت لامل شول.

د ۱۹۱۵م د دسمبر په ۲۶مه کوکس له عبدالعزیز سره د دارین معاهده امضا کړه. دغه معاهده د انګلیس پاچاه مرستیال هم په هند کې تایید کړه. په دغه معاهده کې لاندې موارد راغلي و:

- د عبدالعزیز حکومت د عبدالعزیز او خپلې خاورې ګټې پر ځان لازمې بولي.

- عبدالعزیز آل سعود ژمنه کوي چې پرته له انګلیس څخه له نورو حکومتونو او دولتونو سره هېڅ ډول اړیکې نه نیسي او معاهدې هم نه لاسلیکوي.

- عبدالعزیز حق نه لري، چې خپله خاوره  چا ته په اجاره او ګرو ورکړي یا هم نورو هېوادونو ته یې د امتیاز په ډول د انګلیس له اجازې پرته ورکړي.

ـ عبدالعزیز ژمنه کوي چې په کویټ، عمان، بحرین، قطر او د دغه سیمو په سواحلو کې هېڅ ډول مداخله او حمله نه کوي. لکه څنګه یې چې پلار مخکې دغه ژمنه کړې وه. دغه راز عبدالعزیز حق نه لري په هغه شیخ نشینه سیمو کې چې د انګلیس او د هغوی د شریکانو تر مرستې لاندې دي، لاسوهنه وکړي.

ـ انګستان ژمن دی چې سعودي ته د کال ۵۰۰۰ استرلیني جنیه، زره میله ماشیندار او ټوپک، دغه راز سل زره مرمۍ معاش ورکړي.

د ۱۹۱۵م د دسمبر په ۲۹مه د انګلیس په اسنادو کې ذکر شوي، چې د عبدالعزیز شخصیت او نښو موږ ته د هغه موقف ثابت کړی او د جګړو له وخته کولای شو پر هغه باور وکړو.

کله چې عبدالعزیز ال سعود د حسین علي لخوا د خپل موقف د خطر احساس او وېره وکړه، کوکس هغه ته ډاډ ورکړ او ورته ویې ویل: «تشویش مه کړه! موږ ستا د خپلواکۍ ضامن یو او ژمنه در سره کوو، چې نه به شریف او نه هم بل کوم څوک پر تا حمله وکړي.»

له الرایه جریدې څخه اخیستل شوې

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې