سه شنبه, ۱۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د چین د وحشیانو تر سیوري لاندې د ختیځ ترکستان کړکېچ
بسم الله الرحمن الرحيم
د چین د وحشیانو تر سیوري لاندې د ختیځ ترکستان کړکېچ

(ژباړه)

هېڅ داسې ظلم او انساني جنایت نه دی پاتې، چې د چین ملحد دولت به پر ایغور مسلمانانو نه وي کړی. په ۱۱۷۴هـ.ق یا ۱۷۶۰م کال کې د چین په واسطه د ختیځ ترکستان له اشغاله، ددې خاورې له یو مېلیون ډېر مسلمانان په ډېر وحشایانه ډول وژل شوي دي. ان چین چې اوس په نړیوال موقف کې له امریکا سره سیالي او د نوي او پرمختللي دولت ادعا کوي، اوسنی حکومت یې له خپلو جنایتکارو نیکونو سره، چې له یوه مېلیون ډېر مسلمانان یې په وحشیانه توګه وژلي، هېڅ توپیر نه لري؛ بلکې د چین اوسنی حکومت پر وژلو سربېره، مسلمانان په خپل دین کې په فتنه کې اچوي.

په تېرو لسیزو په ځانګړي ډول په دغو وروستیو کلونو کې د چین دولت د الله سبحانه وتعالی له دین سره په جګړه، پر مسلمانانو په تېري او د مسلمانانو د حقونو په تر پښو لاندې کولو او له ښېګڼو یې په انکار، له ټولو سرو کرښو تېر شوی او د چین په ځانګړي ډول د ختیځ ترکستان د مسلمانانو په حق کې یې ډېر ظلم کړی دی. تر ټولو بد هغه قوانین دي، چې ددغو مسلمانانو پر وړاندې یې ظلم ته قانوني مشروعیت ورکوي:

۱ـ د روژې په مبارکه میاشت کې د فرضي روژې پر نیولو  بندیز.

۲ـ په ختیځ ترکستان کې د سړیو پر  ږیره او د ښځو پر حجاب بندیز.

۳ـ په نویو ماشومانو د هغو نومونو د اېښودلو بندیز، چې د مسلمانانو له دین او عقیدې سره اړوند وي لکه: د پيغمبر صلی الله علیه وسلم او حماسي نومونه چې د جهاد او مجاهد معنا ورکوي. ‍

۴ـ د هغو کسانو بندي کول، چې خپل زامن د اسلامي شعایرو لکه: لمونځ، روژې او اخلاقو زدکړې ته هڅوي.

۵ـ دکورنیو پر مشرانو دولتي ښوونځیو ته د خپلو زامنو لېږل او د کورنیو د تنظیمولو د سیاستونو زده کول، چې د مسلمانانو د ورک کولو په موخه په پام کې نیول شوي دي، لازمي دی.

۶ـ د دین پر اساس د ودونو پر کولو بندیز.

۷ـ د ختیځ ترکستان اوسېدونکي د دولتي چارواکو له خبر پرته د سفر او تګ راتګ د محدودولو لپاره، دولت ته د خپل پاسپورټ په سپارلو مکلف دي.

۸ـ د مسلمانانو له هغو کارونو د خبرېدو په موخه د مسلمانانو په کورنو کې د جاسوسانو ګمارل چې دوی یې له اسلامي ژوند سره په تړاو په خپلو کورنو کې ترسره کوي. ددې لپاره چې دولت وکولی شي د مسلمانانو له کړنو څخه خبر شي او له هغو سره سم اقدامات ترسره کړي. د چین د دولت له لوري نور نقض شوي موارد دا دي، چې چین د مسلمان اوسېدونکو پر وړاندې په عام توګه او د ختیځ ترکستان د مسلمانانو پر وړاندې په خاصه توګه اقدامات کوي.

هغه مسلمانان چې نن یې پر وړاندې جنګېږي، د اسلامي پيغام او غوره تمدن خاوندان دي. شخصیتونه یې داسې صیقل شوي چې د امانتدارۍ، رښتینولۍ، پاکۍ او د رحمت غوره شخصیتونه دي.له مسلمانانو سره د چین د دولت په ادعا چې شورشیان او اوباش یې بولي جګړه نه کېږي؛ بلکې ددې لپاره له مسلمانانو سره جګړه کوي چې دوی د غوره امت غوره انسانان دي او د بشر د لارښونې لپاره ټاکل شوي او حالت یې د لوط علیه سلام د قوم غوندې دی چې داسې به یې ویل:

﴿أَخْرِجُوهُمْ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ﴾

[اعراف: 28]

ژباړه: دوی له خپل ښار او کلي وباسئ، دوی داسې خلک دي چې پاکلمني غواړي(له موږ سره همغږي نه دي)

چینایان له مسلمانانو سره پر دین، صداقت او لویۍ باندې کینه کوي. پر مسلمانانو د چین د ملحد دولت زورواکي د دوی  په ادعا چې ترورېست دي نه ده؛ بلکې دوی چې پر شکنجه او عذاب باور لري دا زورګویي د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې له صلیبي یرغل پرته بل څه نه دي، هغه یرغل چې د زورواکۍ راس(امریکا) یې رهبري کوي.

پر دې سربېره چې د ختیځ ترکستان مسلمانان ترکي اصلیت لري، د اسلام او  مسلمانانو په تړاو د ترکیې د حکامو ظلم او نفرت د چین تر حکامو کم نه دي. د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې د ترکیې حکامو له امریکا سره لاس یو کړی دی. که د ترکیې حکامو له اسلام سره کومه وفاداري او دوستي لرلی او ان که د نژاد پرستي یو ارزښت هم پکې وی، د ترکیې خلکو او اردو  به د ختیځ ترکستان د مسلمانانو فریادونو ته د ځواب توان درلودلی. د ترکیې خلک او اردو یې چین، اسلام او مسلمانانو ته په احترام او ان جزیې ورکولو ته اړ کولی شي، هماغه شان چې پخوانیو یې داسې کړي وو.

همدارنګه د چین له پولو سره هستوي کاونډی دولت پاکستان، د ترکستان د مسلمانانو وضعیت یوه داخلي چاره بولي، د پاکستان اوسنی ولسمشر ووایي چې د پاکستان حکام پر هغه څه چې د چین ظالم حکام یې ترسره کوي، باور لري او د خپلو وروڼو او کاونډیانو د حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې یې د چین په جنایتونو غوږونه او سترګې پټې کړي دي. هو! د پاکستان دولت و چې کشمیر یې له هېڅ قېمت پرته په هغو کسانو وپلورلو، چې له چین څخه یې څو ځلې کم ځواک او کمزورې ارودو درلوده. داسې حکام څنګه چین له خپله ظلمه منعه کولی شي، په داسې حال کې چې دوی خپله د چین غوندې ظالمان دي.

د چین حکامو! پر مسلمانانو د مزدرو او ډارنو حکامو پر واقعیت مه غولېږئ او په خپله ګمراهې باندې ټنګار مه کوئ، ځکه د مېلیاردي امت واقعیت له خپلو حکامو سره توپير لري. په دغه امت کې تر اوسه خیر شته او په همدې دلیل د امریکا په مشرۍ د غربي کفارو ځواکونه په ټول سرعت د امت پر وړاندې جګړه پیل کړې ده او د مسلمانانو ټيټ پوړي چارواکي هم ورسره ملګري دي او تاسې هم د خپلې سیاسي ناپوهۍ او جهالت له مخې د هغه غوره امت پر وړاندې ودرېدئ، چې د خلکو د لارښونې لپاره ټاکل شوي دي. تاسو هغه زبر ځواک هېر کړی چې نه په اوږدمهال او نه په لنډ مهاله کې مو ګټې ګواښلې دي، په پوهۍ او ناپوهۍ سره د امریکا له موخو غافله شوي یاست، د هغه واقعي دوښمن له موخو چې په کمین کې درته ناست دی او شپه او ورځ چل او فریب درسره کوي، هغه دوښمن چې که هر وخت وغواړي، له خاورو سره مو خاورې کولی شي. خپلې جنګي بېړۍ په حرکت راولي او په اصطلاح د هغو پیسو په مقابل کې یې خپل غلامان ګرځولي یاست چې پرې د چاپ شوو مرکبونو ارزښت هم نه لري. ایا تاسې هماغه سیاسون یئ، چې ځان د صدارت او چوکۍ لایق ګڼئ. تاسې هغه کسان یې چې پر کمزور زورواکي او د مکارې کیدړې پر وړاندې ذلیلانه فرمان برداري کوئ یا شرم نه کوئ او له خپلې ګمراهۍ څخه نه اوړئ.

اې د چین حکامو! خبر اوسئ چې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت به د الله سبحانه وتعالی په خوښه ډېر ژر تاسیس شي چې درنه د څاڅکو څاڅکو توی کړیو وینو او هغو عزتونو چې تر پښو لاندې مو کړي، حساب اخلي. مخکې تر دې چې وخت له لاسه ورکړئ، له خپلو جنایتونو لاس واخلئ، ځکه خلافت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا د ځمکې پاچاهانو ته ویل:

«أسلموا تسلموا" فإن أبيتم فإنّ عليكم إثمكم وإثم من تبعكم من الغاوين»

ژباړه: اسلام راوړئ چې سالم پاتې شئ، که نه ستاسو او د هغو ګمراهانو مسئولیت مو پر غاړه دی، چې له تاسو پیروي کوي.

تاسو ته بل څه نه وایي. موږ مو د خپلو کارونو له پایلې خبروو. ستاسې له جنایتونه څخه یوازې یو جنایت بسنه کوي، چې د امت پر دین او عزت د تېری کوونکو پر وړاندې د اسلامي امت له خوا کورنۍ جګړه پیل شوې. تاسې باید د مسلمانانو له تاریخه درس واخلئ او په یاد ولرئ، چې زموږ خلیفه معتصم بالله د یوې ښځې د فریاد په خاطر چې رومیانو بندي کړې وه او د وامعتصما نارې یې وهلې، یو ښار فتحه کړ. خلیفه ولید بن عبدالملک د «دبیل» بحري غلو ته، چې د «داهر» پاچاهانو په خبر یې جنایت کاوه، خپل قومندان محمد بن قاسم ته یې د «سند» د فتحه کولو امر وکړ او په ۹۰هـ.ق کال کې دغه قومندان ۱۸ بېړۍ له غنیمتونو، لامبووهونکو(دریانوردان)، مسلمانو ښځو او سورلۍ سره وژغورلې. زموږ قومندان قتیبه بن مسلم باهلي مو هېرکړی، څوک چې تاسو اړ کړ څو خپل قسم پوره کړي او پادشاهان مو وټاکي او پرخاوره مو قدم کېښود او تاسو ذلیلانه جزیه ورکوله.

له الرایه جریدې اخیستل شوې

لیکوال: بلال المهاجر

ژباړن: زمری دوست

Last modified onشنبه, 02 مارچ 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې