جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

الواقیه تلویزیون: خبرې اترې (د مدني واده موضوع او په اسلام کې د هغې حکم!)

استاد قدیر احمد القصص

د ولایه لبنان – حزب التحریر غړی

دا خبرې اترې په طرابلس کې د کتاب د نندارتون په ترځ کې تر سره شوې

چهارشنبه ۱۴۴۰ د شعبان ۱۴ مه / ۲۰۱۹ د اپرېل ۲۴مه

د نورو جزییاتو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ

د مطلب ادامه...

الاقصی جومات: سیاسي تحلیل (په سوډان کې دوه انقلابونه، لمړی یې امریکايی دویم یې هم!)

وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابوحمزه)  بیت المقدس - مبارکه ځمکه (فلسطین)       چهارشنبه، ۱۴۴۰ د شعبان ۱۱مه  ۲۰۱۹ د اپرېل ۱۷مه

د مطلب ادامه...

د رژیم د ریښو له منځه وړل یوازې د یاد نظام د جوړښت، سازمانونو، قوانینو او جرړو په له منځه وړلو سره شونې دي

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

په یوه بیانیه کې د سوډان لومړي مرستیال ولسمشر او دفاع وزیر جنرال ایواد بن اوف اعلان کړه، چې موږ رژیم له منځه وړی او بشیر مو له هغه خوندي ځایه بیرته نیولی چې ور تښتېدلی و.  همدارنګه خپل ځان یې د نظامي شورا د مشر او رییس په توګه وټاکه. دا هغه ارګان و چې غړي یې نه وو ټاکل شوي او وړاندې کمال ابو معروف پر دغه پوسټ ګمارل شوی و او ده د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه لوړه کړې وه.    

ابن اوف په ۲۰۰۵م کې د حکومت لنډمهاله تشکیل وځنډاوه او د درېیو میاشتو لپاره یې بیړنی حالت اعلان کړ. دغه اعلامیه د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپرېل پر ۱۱مه د ابن اوف له لوري اعلان شوه.

انقلابیون پوهېدلي وو چې دغه یوازې یو چل او ګمراهي وه چې د دوی غوښتنې په دوکې او فریب سره له منځه وړي. نو دوی دا څرګنده کړه چې د پوځ د مشر تر ټاکل کېدو وړاندې به غونډه کوي. انقلابیون د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو پورې له شته جرړو سره د رژیم د له منځه وړلو لپاره د لاریونونو پر دوام ټینګار کوي.

موږ حزب التحریر ـ ولایه سوډان پر انقلابیونو غږ کوو، که غواړئ چې انقلاب له داسې غلو او فاسدو خلکو، لکه څرنګه یې چې په یمن، تانزانیا او مصر کې فساد رامنځته کاوه، پاک شي، نو باید لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:

لومړی: دغه رژیم له جرړو، بنسټونو او تګلارو سره یو ځای له منځه یوسئ، کوم چې زموږ مقدساتو ته سپکاوی کوي، زموږ وینې بهوي او خلک یې په نامشروع ډول بوخت کړي دي. په یو خوندي ځای کې د بشیر نیول د رژیم د ریښو له منځه وړل نه دي، بلکې په بشپړه توګه د یو ورته فاسد سیسټم  تولید دی.

دویم: ټولیزه موخه باید دا وي چې یوازې داسې سیسټم پلی شي چې د الله سبحانه وتعالی عادل قانون پلی کړي او د اسلام پر بنسټ د خلکو چارې سمبال کړي. دا یوازې د نبوت پر تګلاره د اسلام او راشده خلافت په بیا راتګ سره تر لاسه کېږي.

درېیم: د دې لپاره چې پر ښکېلاکګرو دولتونو او هېوادونو تکیه ونه کړو، په ځانګړي ډول د اوسني رژیم پر تولیدوونکې امریکا، نو اړتیا ده چې د ټولو ښکېلاکګرو هېوادونو له استازو سره اړیکې پرې کړو. دا ډېره مهمه ده چې پر الله سبحانه وتعالی او تر هغه وروسته د امت پر مخلصو بچیانو تکیه وکړو او له دوی سره څنګ په څنګ د راشده خلافت د تاسیس لپاره هڅې وکړو.

څلورم: موږ باید له داسې مخلصې رهبري سره کار وکړو چې نه په امریکا او نه هم په اروپا پورې تړلې او ټول ردوي او همداراز خپلو خلکو ته هم دروغ نه وایي، چې هغه حزب التحریر دی. یاد حزب هغه ایډیولوژیکه او سیاسي رهبري ده چې له امت سره یو ځای کار کوي او د اسلام پر بنسټ د بدلون راوړلو هوډ لري.  

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله او د هغه د پیغمبر بلنې ته ښه هرکلی ووایئ او ویې منئ. دا هغه څه دي چې تاسو ته ژوند درکوي. پوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی. تاسو به د الله سبحانه وتعالی لوري ته ور غونډ کړای شئ.

د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند

ابراهیم عثمان ابو خلیل

د مطلب ادامه...

په سېئون کې د یمني پارلمان غونډه او ترې د بریتانیا ملاتړ؛ حوثیانو ته سیاسي ضربه ده

  • خپور شوی په یمن

تر څلورو کلونو ځنډ وروسته، بریتانیا د سیئون په ښار کې د یمني پارلمان د بیا راغونډلو هرکلی وکړ. دا پارلمان په سنا کې د حوثیانو د کابو کولو له امله تړل شوی و، بریتانیا د پارلمان د ویاند او معاوینینو ټاکل مهم او مثبت قدم بولي. په یمن کې د بریتانیا سفیر مایکل آرون، وروسته له اوږدې مودې په سیئون کې د پارلمان غونډه یوه لویه بریا بولي. د منځني ختیځ له مخې مایکل آرون وایي: «پارلمان د دولتي بنسټونو یو مهم بنسټ دی، زه فکر کوم چې دا غونډه ډیره مهمه ده، د ولسمشر په توګه د سلطان البورکاني او د هغوی درې معاوینینو ټاکنه یوه ستره پرېکړه ده. دا یو مثبت قدم دی.» د حوثیانو ویاند او د خبرو اترو په غونډه کې د حوثي ډلې مشر محمد عبدالسلام په لوړ اواز ویل چې د ملګرو ملتونو د یو خنثی منځګړي په توګه پاتې شوی، خو بیا هم د خپل هېواد موضوع د ملګرو ملتونو په اډانه کې پلې کوي. د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په یو لیک سره ولسمشر هادي او د پارلمان غړو ته د پارلماني غونډې له امله، چې د دې هېواد په ختیځ ښار سیئون کې تر سره شوه مبارکي ویلي. په دې کار سره د حوثیانو غوسه را وپارېده او په هغه یې تور پورې کړ، چې غواړي د خپل هېواد پلان د ملګرو ملتونو په اډانه کې پلی کړي. د امریکا متحده ایالاتو هم د پارلمان د غونډې ملاتړ کړی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مورګان اورتاګوس په هغې اعلامیه کې چې تېره ورځ خپره شوه ویلي؛ د امریکا متحده ایالات د یمن د پارلمان غړو ته د غونډې له امله، چې له ۲۰۱۴م راهیسې لومړۍ غونډه وه مبارکي وایي. د پارلمان دا غونډه د بریا لپاره یو مهم قدم دی او په دې سره د یمن مشروع حکومت ته ځواکمنتیا ور په برخه کوي. په ورته وخت کې مورګان اورتاګوس له یمني پارلمان سره د امریکا متحده ایالاتو د ادرې پوره ملاتړ اعلان کړ. دې د یمن د حکومت دا ګام د یمن حکومت ته د مشروعیت ورکولو لپاره یو اړین ګام وباله او د ملي خبرو اترو د کنفرانس د پایلو نتیجه یې وبلله او دا سولییز بهیر یې د خلیج د همکارۍ شورا، یو نوښت وګاڼه.

بریتانیا خپله وروستۍ سیاسي پاڼه، چې حثیانو پرې باور درلود واړوه، د یمن  په پلازمینه سنا کې پارلمان ته د بریتانیا تر کنترول لاندې مشروعیت ورکول او په داسې حال کې چې په سئیون کې پارلماني غونډه تر سره کیږي، دوی د پارلمان تشې څوکۍ په خپله خوښه ډکوي. حوثیان، بریتانیا د خپل لومړي دښمن په توګه بولي او د ملګرو ملتونو استازی په طرفدارۍ تورنوي او په دوی تور لګوي، چې بریتانیا غواړي د ملګرو ملتونو پر مټ د خپل هېواد پلان پلی کړي. بریتانیا د ټرمپ د ادارې له هغې پالیسۍ څخه ګټه پورته کړه، چې له مخې یې په سیمه کې د ایران رول کم او سپاه پاسداران یې د ترهګرۍ په تور لیست کې شامل کړل او سعودي عربستان ته یې په سیمه کې، په ځانګړې توګه په یمن کې د رول درلودلو برخه پراخه کړه، په دې ډول اېران اړ کیږي، چې پر حوثیانو  فشار راوړي، تر څو په سیمه کې د امریکا متحده یالاتو له پلان سره سم حرکت وکړي. که څه هم امریکا غواړي چې د یمن په حکومت کې حوثیانو ته ونډه ورکړي، خو حوثیان دا مني چې سعودي عربستان به د یمن په موضوع کې بریا ته ورسیږي. سره له دې چې امریکا متحده ایالات هڅه کوي، چې حدیده او سنا کې چې د امریکا لپاره سرې کرښې دي، پر حثیانو باندې د بریتانوي غلامانو، د هادي او متحده عربي اماراتو مرګونو بریدونو مخنوی وکړي، خو بیا هم نه غواړي، چې دا ډله په یمني حکومت کې مشروعیت ولري، ځکه چې د دې ډلې په ځواکمنتیا سره، په عربستان کې د امریکا غلام ته په ګواښ بدلیږي. له همدې امله امریکا هڅه کوي، چې د پیسو او زېرمو په زور خپلې موخې په سیمه کې تعقیب کړي. په دې ډول د یمن پارلمان د هادي ولسمشرۍ تر سیوري لاندې په رسمیت پېژندل د سعودي عربستان په ګټه دي او په دې ډول په یمن کې خپلې جګړې ته مشروعیت ورکولی شي. دا هغه څه دي چې په یمن کې د امریکا او بریتانیا دریځ په دې بهیر کې څه ناڅه سره ورته لیدل کیږي، خو په واقعیت کې د انګلیس او امریکا شخړه هغه وخت را بربنډه کیږي، چې بریتانیا او د هغه غلامان په یمن کې په نظامي حللارې لاس پورې کوي، مګر امریکا، ورسره د بشري وضعیت پر بهانه مخالفت کوي.

امریکا په رښتینې توګه غواړي، چې په یمن کې جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې د هغې غلام سعودي له شرمیدونکي حالت سره مخ دی، په داسې حال کې چې حوثیان د «ستوکهولم» له هوکړې څخه په ګټه اخیسته خپل غږ پورته کوي او د سیاسي حللارې له مخې د ډېرې ونډې غوښتنه کوي. خو بریتانیا د نظامي حللارې له ګواښ څخه خپله ګټه پورته کوي. دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه، چې د څلورو میاشتو اوږدې مودې لپاره د «ستوکهولم» هوکړې ته په تمه وه، اوس حوثیان د دغې هوکړې په عملي کولو کې ګرمه بولي، چې د دې هوکړې لومړی پړاو چې نظامي یووالی دی، په څو راتلونکو ورځو کې به پیل شي، چې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارتین ګریفیدس هم په دې اړه خبرې کړي.

اې د یمن خلکو! اې د ایمان او عقل خاوندانو! د انګلیس او امریکا شخړې ستاسې هېواد کمزوری کړ، ستاسې زامن یې در ووژل، ستاسې ویاړ یې له منځه یووړ او تاسې یې له لوږې او بدبختۍ سره مخ کړئ، نور به تر کله د هدیرې په څېر خپلې چوپتیا ته ادامه ورکوئ او پر اشغالګرو ملګرو ملتونو به تکیه کوئ، ترڅو ستاسې ستونزې حل او اور او ګولۍ زیاتې کړي؟  ستاسې د ستونزې یوازینۍ حللاره دا ده چې د خپل رب، الله سبحانه وتعالی شریعت ته په کار کولو سره  راشده خلافت تاسیس کړئ، چې هم د دنیا او هم آخرت ګټه پکې نغښتې ده.

حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

روژه او خلافت دواړه ډال دي

  • خپور شوی په سیاسي

روژه له ډال سره ورته والی لري، موږ هر یو په ځانګړي ډول د جهنم له اوره ژغوري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

»الصِّيَامُ جُنَّةٌ مِنَ النَّارِ كَجُنَّةِ أَحَدِكُمْ مِنَ الْقِتَالِ«

(ابن ماجه)

روژه د اور په مقابل کې داسې ډال دی لکه؛ د جګړې پر مهال چې له موږ هر یوه سره ډال وي.

خو د روژې  په میاشت کې موږ د زړه له اخلاصه فرض ترسره کوو، له الله سبحانه و تعالی څخه د ثواب، بخښنې او رحمت  ترلاسه کولو په لټه کې یو او له غضب څخه یې د ځان ژغورنې هڅه کوو. د دې ترڅنک خلافت هم ډال ته ورته دی، نه په فردي ډول بلکې په ټولیزه توګه په ټول امت پورې تړاو لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

»إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ«

له شک پرته چې امام ډال دی چې د هغه تر شا جګړه کېږي او په هغه سره ساتنه کېږي

پر دې سربېره دا یوازې یو ځانګړی شرعي حکم نه دی، بلکې له دې سره نور حکمونه هم تړلې دي. دا یوه سرچینه ده چې اسلام په بشپړه توګه پلی کوي، اسلام خپروي او له اسلام څخه ساتنه کوي.

په رښتیا سره، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دورې وروسته خلافت د دښمنانو پر وړاندې د امت لپاره سپر و. د روژې د میاشتې په ترڅ کې اسلامي خلافت به پوځونه د فتوحاتو او بریاوو ترلاسه کولو په موخه لېږل او هغه مهال به له وحشي دښمنانو سره مخ کېدل. په ۱۳ هـق کال د روژې په میاشت کې  د بویب په جګړه کې فارسي امپراطوري د خلافت له لاسه له ماتې سره مخ شوه، بنسټونه یې ولړزېدل او له خاورې سره خاورې شوه. په ۹۲ هـق کال د روژې په میاشت کې خلافت اندلس(هسپا نیه) فتحه کړه، د پېړیو لپاره یې د اروپا دروازه د اسلام د واکمنۍ پر مخ پرانیستې پرېښوده. همداراز  په ۹۲هـق کال محمد ابن قاسم د هندوستان نیمه لویه وچه فتحه کړه او د پېړیو لپاره یې پر هندو مشرکینو اسلامي واکمني وغځوله. په ۲۲۴ هـق کال د روژې په میاشت کې خلافت د اموریه سیمه فتحه کړه، سره له دې چې د رومي امپراطورۍ لپاره ستر ویاړ ګڼل کېده. په ۶۵۸هـق کال کې خلافت له تاتاریانو سره د عین جالوت په جګړه کې ښکېل او بریالی شو، په داسې حال کې چې د اسلامي هیوادونو لویه برخه د دوی تر ښکېلاک لاندې وه. دا ټولې لاسته راوړنې د روژې د میاشتې له برکته وې، د روژې په هره میاشت کې مسلمانانو د اسلام پلې کېدو، خپراوي او دفاع ته ځانګړې پاملرنه کوله. 

له ډال(خلافت) پرته اوس زموږ وسلوال ځواکونه د یهودي دولت له منګولو څخه د مسجد اقصی له ازادېدو ډډه کوي او د اشغال شوي کشمیر مسلمانان د هندو مشرکینو له وژل کېدو، زخمي کېدو او ړندېدو څخه نه ژغوري. ترڅنګ یې د دې پر ځای چې پوځونه مو ژغورنې ته چمتو شي، مشران مو د خپلو خاورو د ښکېلاک غځولو له لارې یو په بل پسې د امتیازاتو لاس ته راوړلو په لټه کې دي. د روژې په را روانه میاشت کې عرب واکمنان د یهودي دولت په مخکې د «اړیکو رغونې» تر نامه لاندې سر ټیټوي او همداراز پاکستاني واکمنان مو د هندو دولت په مخکې خپل سر ټیټوي. د واشنګټن بادارانو د خوښۍ لپاره پاکستاني چارواکو شپه او ورځ پر ځان یوه کړې ترڅو په کلتوري، اقتصادي، نظامي او سیاسي برخو کې د هندوستان سره جوړ جاړی وکړي او په بدل کې یې د مسلمانانو اړتیاوې له پامه غورځوي. په رښتیا سره د باجوه-عمران رژیم زموږ د امن لپاره څاه کیندي او په عملي توګه د اخاند بهارت(لوی هندوستان) دید ته نوی رنګ او یاد یې راتازه کوي لکه ورته کړنلاره چې عربي چارواکي د ایریټز اسراييل(لوی اسراییلو) لپاره پر مخ بیايي.     

د روژې په راتلونکې میاشت کې مسلمانان باید روژه د یوې فریضې او مکلفیت له دیده ونیسي او د خلافت بیاځلې راتګ لپاره هم د یوې فریضې او مکلفیت په توګه هڅه وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: مصعب عمیر

د مطلب ادامه...

قرضدار ته د وخت ورکولو فضیلت

(ژباړه)

«وعنْ أبي هُريرَة، رضي اللَّه عنْه، قَال: قَالَ رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «من أَنْظَر مُعْسِراً أوْ وَضَعَ لَه، أظلَّهُ اللَّه يَوْمَ القِيامَةِ تَحْتَ ظِلِّ عَرْشِهِ يَوْمَ لا ظِلَّ إلاَّ ظِلُّهُ»

(رواهُ الترمذيُّ وقَال: حديثٌ حسنٌ صحيح)

ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې چاته په سختو حالاتو کې د خپل قرض موده وغځوي، الله سبحانه وتعالی یې د قیامت په ورځ د عرش سیوری په نصیب کوي.

د حدیث توضیح

له شک پرته چې اسلام په اسماني دینونو کې بهترین او کاملترین دین دی. تر ټولو زیات فطرت او سیلم عقل ته نږدې دی. له اسلام پرته په بل دین کې دومره ښه والی نشته. اسلام هغه دین دی، چې انسانانو ته له نیکمرغیو او ارامۍ ډک ژوند ورپه برخه کوي. نو په پورته حدیث کې مسلمان خپل مسلمان ورور ته د فقر پر مهال د وخت ورکولو په تړاو دی. په داسې حال کې چې د قرض ورکولو توان ونه لري. د دې ډول مرستې او همدردۍ اجر د محشر په ورځ دی، چې د الله سبحانه وتعالی د عرش تر سیوري لاندې دی. دا سیوری د هغې ورځې تر ټولو لوی نعمت دی. هغه نعمت چې د ارامۍ او الله سبحانه وتعالی ته د ورنږدې کېدو له پلوه په هغې ورځ کې تر ټولو لوی او کافي نعمت دی.

اې مسلمانانو! په دې اساس د مسلمان له لوري خپل مسلمان ورور ته د اړتیا پر مهال د قرض ورکولو د مودې غځول، یو شرعي، ښه او پر ځای عمل دی. خو له بده مرغه د اسلامي خلافت له ړنګېدو وروسته د امت تر منځ دغه حکم درېدلی. زموږ پر حاکمانو د پانګې ټولونې فضا اغيز کړی. امت په شدید فقر او ناوړه حالت کې دی، په داسې حال شوی چې ټول د قرض په حالت کې ژوند کوي، قرض اخلي او د بېرته ورکړې توان یې نه لري. فقر د قرضدارۍ د پیل کلمه ده. سره له دې موږ ټول وایو: یوازې اسلام مسلمانان د فقر او تنګلاسۍ پر وړاندې صبر ته رابولي او ورته تشویقوي یې. دغه راز یې د قرض ورکولو او د قرض وسایلو ته تشویقوي. په داسې حال کې چې د دغو بدمرغیو په راس کې حاکمان دي. له دې بدمرغیو د ژغورلو لار، د خلافت ایجاد ته په کار کولو سره کېدای شي. یوازې د هغه نظام په چوکاټ کې د اسلام پلي کولو فکر کیږي او امکان لري. الهي! ډېر ژر د نبووت پر منهج خلافت زموږ نصیب وګرځوه، څو په دې تیت پرک حالت کې د مسلمانانو وارث وګرځي. الهي! ځمکه دې د خپل کریم ذات په نور رڼا کړه! الهي آمین آمین!

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې