جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     16 رمضان 1441

میلادی نېټه :     شنبه, 09 می 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۱۰

کینیا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
دولت د کرونا ویروس ترڅنګ لوږه هم زیاتوي

له کرونا ویروس څخه د مخنیوي په یوه نوي ګام کې دولت د مسلمانانو دوه لوی سوداګریز مرکزونه د نایروبي په ایستلي او د مومباسا په زوړ ښار کې په مکمل ډول وتړل. دولت ویلي چې د دغه ګام د پورته کولو موخه د دغو ښارونو د اوسېدونکو ځورول نه، بلکې په دغو سیمو کې د کرونا د ډېرو مثبتو پېښو له ثبت وروسته له دغه ویروس څخه د کینیا خوندي کول دي.

د دغو ګامونو پورته کول به اقتصادي حالت له نورې ویجاړۍ سره مخ کړي؛ ځکه په ډېریو ښارونو کې خلک د خپل ورځني ژوند د پر مخ وړلو لپاره په وړو کاروبارونو بوخت دي. د پولیسو د ګڼو قواوو پواسطه د ښار د تړلو څخه ۱۵ ورځې  تېرېږي، دغه حالت دا څرګندوي چې دوی یوازې په همدغو دوو سیمو کې خلکو ته د اقتصادي سزا ورکولو هوډ کړی دی. دولت په دې ډول غواړي د کرونا ویروس له ویرې سره یو ځای د خلکو ترمنځ د لوږې وېره هم خپره کړي. د حیرانتیا ځای دا دی چې کله لوټمارانو په زاړه ښار حمله وکړه، نو هغه وخت بیا په سیمه کې هېڅ امنیتي پرسونل نه و! دولت ادعا کړي چې د ګرځبندیز له لارې به د ویروس د خپرېدو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې هغه خلک لا هم بې کوره او بې برخلیکه ګرځي چې د سېلابونو له امله بې کوره شوي دي. په خواشینۍ سره باید ووایو چې د سېلابونو د راوتلو له امله تر اوسه ۱۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

حقیقت دا دی چې پانګوال نظامونه خپلو اقتصادي ګټو ته د خلکو د روغتیا په پرتله ډېر ارزښت ورکوي، همدا دلیل وو چې د کینیا دولت په چین کې د کرونا د خپرېدو په لومړيو کې له دغه هېواد څخه پروازونو ته اجازه ورکړې وه. دولت نن ورځ د خپلو خلکو د ملامتولو لوبه پرمخ وړي، په داسې حال کې چې لاهم له بهر څخه هېواد ته د ویروس د راتګ اجازه ورکوي.

هو په لومړي سر کې ازموینه د ستاینې وړ ده، خو د خلکو لپاره د دې کړنې له پامه غورځول دا په ډاګه کوي چې دوی پر چارواکو باندې خپل باور له لاسه ورکړی او د چارواکو لخوا تشې وعدې ورته معمول ګرځېدلي دي. د روغتیایي پاملرنې خراب سیستم او د عامه ټولنیزو کمزورو خدمتونو خلک پر دولت باندې بې باوره کړي دي. راپورنه ښیي چې خلک د دولت د قرنطین له مرکزونو څخه تښتي؛ ځکه دوی په قرنطین کې شته حالت نه شي زغملی او د ځان وژنې هڅه کړي!

په حقیقت کې کرونا ویروس امت ته دا څرګنده کړه چې نه یوازې کینیا، بلکې ټوله نړۍ د خپلو چارو د تنظیم لپاره ریښتینې سرپرستي نه لري. همدارنګه روان حالت نه یوازې په کینیا، بلکې په ټوله نړۍ کې د سیکولر واکمنانو د پرله پسې ماتو ریکارډ ثبتوي، دغو ماتو د دوی او د دوی د رعیت ترمنځ فاصلې پراخې کړې دي. په همدې خاطر باید ټوله نړۍ له حزب التحریر سره د هغه تر ټولو غوره دولت په رامنځته کولو کې کار وکړي، چې رهبر به یې په پوره توګه له دې څخه خبر وي چې د پاچاهانو د پاچا پر وړاندې به د خپلې رهبرۍ او کړنو په اړه محاسبه کېږي. دا د نبوت پر منهج د خلافت دولت دی چې رعیت به ورباندې د خپلو چارو د تنظیم په اړه پوره ډاډه وي.

شعباني ماوالیمو

د حزب التحریر-ولایه کینیا مطبوعاتي مسؤل

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې