سه شنبه, ۱۲ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     24 ربیع الاول 1445

میلادی نېټه :     دوشنبه, 09 اکتوبر 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۲/ ۱۴۴۵

الدنمارك
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فلسطین ازادي په رانیږدې کېدو ده

(ژباړه)

د مقاومت جنګیالي د غزې په تړانګه کې چې تر محاصرې لاندې ده، د سپکو وسلو او نسبتاً ساده لارو چارو په مرسته د صهیونیستی اشغال تش په نوم قدرت د توهم پر شنډولو بریالي شول. دې کار نه یوازې د صهیونیسټي اشغال کمزورتیا، بلکې هغه ناوړه مسلمان رژيمونه هم افشا کړل چې ګومان یې کاوه صهيونستان له پوځي پلوه ډېر پياوړي او د ماتېدو وړ نه دي او له همدې امله یې د اړیکو عادي کولو توجیه کاوه.

طوفان الاقصی عملیاتو په حقیقت کې په ډاګه کړه، چې که له اشغال سره مقابلې ته منظم پوځ واستول شي؛ د فلسطین ازادي ورځې نه، څو ساعتونه غواړي.

 د ډنمارک حکومت او رسنۍ یې د صهیونیستی اشغال پر وړاندې مبارزې ته «ترهګري» وايي؛ له دې سره یې یو ځل بیا خپل منافقت په ډاګه کړ؛ هممهاله پر هغې ترهګرۍ سترګې پټوي چې صهیونیستانو له څه باندې ۷۵ کلونو راهيسې د فلسطین ولس تر پښو لاندې کړی دی. ډنمارک ان د ترهګرې ادارې هوایی ځواک ته وسلې برابرې کړې، چې د غزې په تړانګه کې نارینه، ښځې او ماشومان پرې ووژني.

صهیونیستي اشغال به هڅه وکړي چې خپله کمزورتیا د هغه څه په کولو وپوښي، چې تر ټولو ښه یې کوي؛ په غزه کې پر بې دفاع ملکي وګړو بمباري. خو زیان پکې دوی ويني. دا ټولو په تېره بیا د اسلامي خاورو په ځواکونو کې مسلمانو پوځیانو ته په ډاګه شوه، چې د صهیونیستانو ماتول اسانه دي. له همدې امله اوس د فلسطين ازادي ډېره نیږدې شوې.

حزب التحریر پر ټولو مسلمانانو غږ کوي چې د نړۍ د مسلمانانو لپاره د سمې حللارې په توګه د خلافت دولت د تاسیس لږ بلنې سره یو ځای شي او په اسلامي نړۍ کې هغه ګوډاګي رژیمونه را نسکور کړي چې د صهیونیستانو ریښتیني ساتونکي دي. کله چې دې موخې ته ورسېدو،  نو د فلسطین بیا ازادیدل به له څو شیبو ډېر وخت ونه نيسي. هغه وخت به هیڅوک د صهیونیستانو تر څنګ ونه درېږي، ان د ترهګرۍ خواخوږی ډنمارک حکومت.

په ډنمارک کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۴مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر ۹مه

ژباړن: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې