پنجشنبه, ۱۴ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     4 ذولحجه 1440

میلادی نېټه :     دوشنبه, 05 آګست 2019 م

شمېره:      ۱۴۴۰/۲۶

ولایه یمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خبرو اترو لپاره متحده عربي اماراتو ته د حوثیانو بلنه

(ژباړه)

د حوثیانو په رهبرۍ عالي سیاسي شورا د ۲۰۱۹ م کال د جولای پر ۲۱مه له متحده عربي اماراتو وغوښتل چې له یمن څخه د دوی د ځواکونو د وتلو پر سر له دوی سره د خبرو مېز ته کېني. دا په داسې حال کې ده چې حوثیانو تر دې وړاندې امارات د بندرونو او د دوی د هوایي اډو په بمبارولو ګواښلي وو.  

دغې سیاسي شورا په هغه بیانیه کې چې له یمن څخه یې د متحده عربي اماراتو د ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته خپره کړه، وویل: «صنعا ته رسمي اعلامیه نه ده ورکړل شوې او تراوسه هېڅ خبرې نه دي شوي.» حوثیانو د  الثور په ورځپاڼه کې چې د ۲۰۱۹ م کال د جولای پر ۲۳مه خپره شوه، د متحده عربي اماراتو د استازو یادونه وکړه، چې د منځګړیتوب لپاره یې مسکو او تهران ته سفر کړی و او اماراتو غوښتنه کړې ده، چې له یمن څخه د ځواکونو د وتلو په بدل کې ایران او روسیه حوثیانو ته د متحده عربي اماراتو د ویشتلو اجازه ورنه کړي. حوثیانو متحده عربي امارات په درواغ ویلو تورن کړل او زیاته یې کړه چې له یمن څخه د وتلو اراده نه لري او نظامي خوځښتونه یې له رسنیزو بیانیو سره بشپړ په ټکر کې دي. همدارنګه اماراتو ته یې د سرې بحیرې په غربي سواحلو او پولو کې د پرمختګ په تړاو ګواښ وکړ او ویې ویل چې دغه هېواد د جګړې په کړۍ ساتي.

حوثیان نه غواړي چې متحده عربي امارات پر حدیده، چې له بهرنۍ نړۍ سره د نښلېدو پل دی، برید وکړي، بلکې پر دغه هېواد فشار راوړي چې خپل ځواکونه یې له یمن څخه وباسي او په همدغه ترتیب په هغه ایتلاف کې چې دوی ګډون کړی، له منځه یوسي او د یمن جګړه پای ته ورسوي.

پر متحده عربي اماراتو د حوثیانو ګواښونه پر دغه هېواد د امریکا له فشارونو سره یوځای شوي. هغه دا چې له یمن څخه ووځي او د پټو بندیانو  او د مسجدونو د خطیبانو د قاتلانو قضیې او دوسیې پرانیزي.  په بدل کې یې امریکا د هرمز په تنګي کې له نښتو څخه د متحده عربي اماراتو پښه لنډوي.

حوثیانو د ۲۰۱۹ م کال په لومړیو کې اعلان کړ چې امارات به خپل ځواکونه له یمن څخه وباسي او په همدغه ترتیب یې توپ د اماراتو خاورې ته وروغورځاوه. خو ایا متحده عربي امارات له یمن څخه وځي او په یمن کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره لار هواروي؟ په داسې حال کې چې د انګلیس له لوري دنده ورسپارل شوې چې حوثیان له یمن څخه او د امریکا پلوې عالي شورا فعالان او حسن بوام له صحنې بهر کړي.

حوثیان د داسې بریا په لټه کې دي چې له یمن څخه د انګلیس پېښې لنډې کړي او هلته امریکا ته ځای ورکړي. که څه هم هغوی ادعا کوي چې د قران له اوامرو سره سم مخته ځي، خو عملونو او له امریکا سره یې مرستې دغه ډله افشا کړې ده. په راتلونکي کې به د مسلمانانو پر وړاندې د دغې ډلې نور خیانتونه هم افشا او ښکاره شي او له جزا څخه د مخنیوي لپاره د تېښتې لاره نه ویني.

نو اوس هغه وخت نه دی رارسېدلی چې د دغو دواړو ښکېلاکګرو دولتونو نفوذ له منځه یوسو او د اسلام د پلي کېدو لپاره د نبوت پر تګلاره راشده ثاني خلافت تاسیس کړو؟

د حزب التحریر ـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې