جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     18 ذولحجه 1443

میلادی نېټه :     یکشنبه, 17 جولای 2022 م

شمېره:      د صدور ګڼه:۱۲/ ۱۴۴۳

بريطانيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
له هند څخه تر قدس پورې؛ خلافت تاسیس کړئ او ظلم پای ته ورسوئ!

دواړه کنفرانسونه، چې د دې اونۍ په پای کې د «حزب التحریر ـ بریټانیا» له لوري تنظیم شوي وو، په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل. مرکزي پیغام یې د داسې یو اقدام پر لور د مسلمانانو رابلل وو، څو له هندوتوا او صهیونیستي حکومتونو سره د عادي کولو پروسې او معاملې رد کړي؛ چې هره ورځ د مسلمانانو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي. مسلمانان باید د خپل وخت له دې ستر منکر (شر) څخه نهی وکړي، چې د اسلامي هېوادونو د واکمنانو تر سترګو لاندې ترسره کېږي او د مخنیوي لپاره یې ان د ګوتې پورته کولو جرات نه لري. د امرباالمعروف او نهی عن المنکر تر څنګ مسلمانو پوځونو ته باید یادونه وشي چې د دوی لومړۍ دنده له دغسې بریدونو څخه د امت ساتنه ده، نه د رسمي کارمندانو یا خاینو واکمنانو ساتنه. په پای کې تر ټولو لوی معروف دا دی چې د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره په کلکه مبارزه وشي.

ويناوال د ملتپالنې د ګواښ په اړه وغږېدل. مظهر خان ملتپالنه "په انساني ټولنو کې سرطان" وبلله او څرګنده یې کړه چې دا د ابلیس له کبرجن جرم څخه کمه نه ده، چې خلک یو له بل څخه ځان غوره یا ډېر مستحق بولي. دغه شر په میلیونونو خلک بې کوره کړي او له هند څخه تر قدس پورې د زرګونو کسانو د وژلو لامل شوی. هندوتوا او صهیونیزم دواړه ملتپاله سېکولر ایډیولوژیانې دي، چې په دین کې هېڅ ځای نه لري او مسلمانان باید هر ډول قومي، نژادي او قبیلوي تفرقه رد کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(صِبْغَةَ اللَهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ) [بقرة: ۱۳۸]

ژباړه: خدایي رنګ ومنئ! (یعنې د ایمان، توحید او اسلام رنګ) او له خدایي رنګ څخه به کوم رنګ غوره وي؟ موږ یوازې د الله سبحانه وتعالی عبادت کوو.

«روپون شاهد» بیا پر دې وغږېد چې اسلام په اوومه پیړۍ کې داسې خلکو ته راغی چې په بشپړ ډول متفرق وو، خو دوی یې متحد کړل او غوره امت یې ترې جوړ کړ. کله چې اسلام دین د اسلامي دولت په توګه نافذ شو، تاریخ یې له داسې بېلګو څخه یادونه کوي چې د نامسلمانو ساتنه یې پر غاړه واخیسته او د دوی د پرمختګ لپاره یې فرصتونه برابر کړل. دا د سېکولر هندوتوا، صهیونیست او په حقیقت کې غربي نظام اساسي دنده ده چې دوی په منظمه توګه پر لږکیو فشار راوړي. دا ډول نظامونه ټول خلک، هغه که اقليت وي او یا اکثريت، ناکاموي، په دې کار سره يوازې د خلکو اذهان مغشوشوي او له تبعیض څخه کار اخلي. په داسې حال کې چې د اشرافو یوه کوچنۍ ډله د خپلو ګټو لپاره ټول هېواد لوټوي.

د حزب التحریر د مرکزي رسنیو دفتر د ښځو څانګې مشرې ډاکټرې «نسرین نواز» څرګنده کړه چې د هند په لوېدیځه برخه کې د هندو پاچا «راجا دایر» ظلم د دې لامل شو چې اسلامي پوځونه دغه برخه د اسلامي عدالت پر مخ پرانیزي او یو شمېر هغه مسلمانې ښځې له بنده ازادې کړي چې دغه پاچا بندیانې کړې وې.

په اتمه پیړۍ کې «محمد بن قاسم» له دمشق څخه د هغوی د خلاصون لپاره ولېږل شو. د مسلمانو ښځو عزت تر نن ورځې تل د مسلمانانو لپاره سره کرښه وه. اوس چې یوه مسلمانه ښځه په ښکاره ډول وهل او ډبول کېږي، بې عزته کېږي او حتا وژل کېږي، خو د مسلمانانو تش په نوم واکمنان پرې سترګې پټوي. ډاکټر نواز له هند څخه تر قدس پورې پر مسلمانو ښځو د ظلم ډېری ټکان ورکوونکي مثالونه وړاندې کړل. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) [حجرات: ۱۰]

ژباړه: «مؤمنان سره وروڼه دي...»

او همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(...وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ...) [انفال: ۷۲]

ژباړه: «...هو، که هغوی د دین په اړه له تاسو څخه مرسته وغواړي، نو مرسته کول ورسره در باندې فرض دي...»

ملتپالنه هغه ناروغي ده چې له ملتونو او دولتونو انسانیت اخلي، د نسل وژنې پر مهال غلي او د خوځېدو وړ نه وي او له ملي ګټو پرته بله هېڅ سیاسي اراده نه لري.

تاج مصطفی حاضرینو ته د امت د پروژې په توګه د خلافت د تاسیس پر اړتیا وغږېد، چې دا یوه حیاتي مسله ده. سربیره پردې، باید د ملتپالنې کرښې لېرې کړو، چې د استعمار له لوري زموږ په زړونو کې اچول شوې دي. زموږ ذهن هېڅکله د داسې وېشونکو پولو له رامنځته کېدو سره جوړ نه دی. دا پولې د شګو هغه کرښې دي چې د غربي ښکېلاکګړو له خوا جوړې شوې او زموږ په خاوره کې د غرب د ملاتړو رژیمونو په مرسته ساتل کېږي؛ چې  باید له منځه یوړل شي. دوی هېڅ ډول قانوني ارزښت نه لري او یوازې زموږ په زیان دي.

وروستۍ کلمه دا چې موږ باید پر خپل میراث پام وکړو.

ايا زموږ ميراث به دا وي چې د خپل امت په حال اوښکې تویې کړو، ایا زموږ اوښکې به زموږ د وروڼو او خويندو د درد مخنیوي لپاره درمل شي؟ یا دا چې یوازې زموږ د امت د دردونو کمولو لپاره خیرات ورکړو، په داسې حال کې چې پونډ او ډالر زموږ پر وروڼو او خویندو د ګولیو او بمونو باران او ظلم پای ته نه رسوي؟

یا دا چې زموږ میراث باید د هغه ستر دولت او اسلامي رهبرۍ بیا تاسیس وي چې له نژاد، قومیت او د زیږېدلو له ځای په پام کې نیولو پرته د ټولو مسلمانانو ساتونکی وي، یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د خلافت دولت تاسیس.  

 (مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا) [فاطر: ۱۰]

ژباړه: «څوک چې عزت غواړي، باید وپوهېږي چې عزت ټول د الله سبحانه وتعالی دی.  

یحیی نسبت

د حزب التحریرـ بریټانیا مطبوعاتي استازی

 

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې