پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     27 جمادی الاول 1445

میلادی نېټه :     سه شنبه, 12 ډسمبر 2023 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۸/ ۱۴۴۵

بريطانيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د مظلومانو د ملاتړ لپاره غږ پورته کول جرم نه دی!

(ژباړه)

یکشنبه، د ۲۰۲۳م کال، د ډسمبر په ۱۰مه، ډېلي مېل پر خپله وېب پاڼه تر «حکومت پر افراطي اسلامي ډلې، حزب التحریر، چې د اسرایلو ضد لاریون په ترڅ کې یې د جهاد غوښتنه کوله، د بنديزونو لګولو په اړه غور کوي" سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ. په راپور کې ویل شوي: «د کورنیو چارو وزیر، جیمز کلیورلي د دغو بندیزونو پر وضع کولو غور کوي. دا به په تېرو ۱۷ کالو کې پر یوه بریتانیايي اسلامي ډله لومړنی بندیز وي.» راپور زیاته کړې، «ښکاري چې چارواکو دا سپارښتنه وروسته له هغې کړې چې خلکو د مصر سفارت مخې ته د اکتوبر میاشتې لاریونونو پر وړاندې سخت غبرګون وښود او دا چې د حزب التحریر مشران د اسرایلو پر وړاندې د جهاد غوښتنه کوي».

حزب التحریرـ برېټانیا غواړي په انګلستان کې دننه او بهر خلکو او ورځپاڼو ته لاندې مسایل روښانه کړي:

۱. حزب التحریر په ۱۹۵۳م کال کې په القدس (بیت المقدس) کې تاسیس شوی دی؛ چې وروسته د اردن –چې هغه مهال د برېټانیا تر حاکمیت لاندېو - برخه شو. هغه وخت هم حزب له برېټانوي دولت څخه جواز نه و غوښتی، بلکې حزب التحریر خپل کار اجازې یا جواز ته له تم کېدو پرته پیل کړ. هغه دعوت چې حزب یې کوي، د اسلامي ژوند د بیا احیا او د اسلامي دولت رامنځته کولو لپاره یو اسلامي دعوت دی؛ تر څو هغه څه تطبيق کړي، چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي. د دغه غږ د پورته کولو لپاره د کوم هیواد یا ادارې جواز یا اجازې ته اړتیا نشته. د اسلام منل او هغه دعوت مخته وړل د هیچا او هېڅ سازمان رسمي یا نا رسمي جواز ته اړتیا نه لري.

۲. د د صهونیستي دولت د جنایتونو او ټول‌وژنو د غندلو لپاره د میلیونونو خلکو د هڅو په منځ کې د حزب التحرير وروستۍ هڅې، کوم جرم نه دی! بلکې د نړۍ ټول خلک، که مسمانان وي او که نامسلمانان، باید د یهودي صهیونیستي دولت هغه وحشتونه وغندي چې له تېرې دوو میاشتو راهیسې یې د نړۍ د حکمتونو -چې د بشري حقونو د درناوي ادعا کوي- د سترګو پر وړاندې کوي. د جرم ردوونکی، مجرم نه دی! په هرصورت، د هغه چا لپاره شرم دی، چې د وحشي اشغالګرو پر وړاندې له مظلومانو څخه د دفاع په برخه کې پاتې راغلي؛ هغه مظلومان چې دغو وحشي اشغالګرو یې بدنونه څيرې کړي او پر ځمکه یې غورځولي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءتْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ] [مائده: ۳۲]

ژباړه: «له همدې امله موږ پر بني اسراییلو دا فرمان ليکلی و: «چا چې یو انسان د وينې له بدلې یا پر ځمکه له فساد خپرولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسې وګڼه لکه چې هغه ټول انسانان ووژل او چا چې څوک له مرګه وژغوره، داسې وګڼه لکه چې هغه ټولو انسانانو ته ژوند وروبښه.» خو د هغو حال دا دی چې زموږ پیغمبران پر له پسې له روښانه څرګندو لارښوونو سره ورته راغلل؛ سره له دې هم د هغو ډېری کسان پر ځمکه زیاتي کوونکي دي.»

۳. هغه هیوادونه چې د صهیونیستي دولت تر څنګ ولاړ دي او په وسلو او پیسو يې ملاتړ کوي هم د دوی په جنایتونو کې شریک دي. دوی باید دا له شرم څخه ډک ملاتړ ودروي او د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې له هغو مظلومانو سره ودریږي چې نه یې سرونه خوندي دي، نه کورونه، نه ښوونځي او نه روغتونونه؛ بلکې هر څه یې له منځه وړل شوي. نه یې ماشوم پرېښی، نه ښځه او نه بوډا! د کورنیو چارو د وزیر دنده دا نه ده چې خپل ذاتي انسانیت ته له پابندو کسانو سره د حساب کولو پر ځای، له حکومت سره د دغه وحشت او اشغال په اړه پر خپل ناوړه دريځ بحث وکړي؟ دا د کورنیو چارو د وزیر مسولیت و چې په ۱۹۱۷م کال کې د بالفور اعلامیې په پایله کې خپل تاریخي جرم او ګناه په اړه له خپل حکومت سره بحث وکړي چې له مسلمانانو بښنه وغواړي او خساره یې ورکړي.

۴. د خپلو ځوریدلو وروڼو پر وړاندې د حزب التحریر د شرافتمندانه دریځ او د هغوی د دعوت –چې ټول بشر ته د هیلو څراغ دی- په سبب پر حزب د بندیز غوښتنه، په اسلامي نړۍ کې د غرب د لاسپوڅو استبدادي دولتونو وېره او نهیلي ښيي. دا د غرب اجنټان دي، چې حق او اسلام ته د دعوت پر وړاندې خنډونه جوړوي. سره له دې، هېڅ ډول بندیز یا تعذیب د دغه غوره مسولیت د ترسره کولو مخه نه شي نیولی. حزب التحریر ان د آلمان او روسیې پشان استبدادي حکومتونو کې فعالیت کوي.

۵. موږ پوهیږو چې د آزادۍ او بشري حقونو د درناوي په اړه د برېټانیا په ګډون د غربي دولتونو ادعا، پر دوه ګوني معیار ولاړه ده. دوی یوازې له هغو اصولو دفاع کوي، چې د دوی ګټې په پام کې نيسي؛ پر هغو اصولو سترګې پټوي، چې د دوی د ګټو خلاف وي. دا د فلسطین په سپېڅلې خاوره کې د مظلومانو د روانې ټول‌وژنې په اړه د دوی دریځ کې له ورایه ښکاري.

۶. موږ پر ټولو هغو کسانو چې شرافت او بشریت ته په درنه سترګه ګوري، غږ کوو چې د اسلام عظمت مطالعه کړي او عمل پرې وکړي. اسلام داسې عالي الهي ارزښتونه لري چې انسانان له هغو ټولنو وباسي، چې هلته کمزوري د ځواکمنو له لوري خوړل کېږي. اسلام پرته له دې چې د تور او سپین او یا د عرب او عجم تر منځ توپیر وکړي، پر ټولو خلکو عدالت پلی کوي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ * قُلْ إِنَّمَا يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ] [انبیأ: ۱۰۷- ۱۰۸]

ژباړه: «[اې محمده (صلی الله علیه وسلم)!] موږ چې ته لېږلی یې، دا په اصل کې د نړیوالو په اړه زموږ رحمت دی. (موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلی یې.) دوی ته ووایه! ما ته چې کومه وحیې راځي، هغه دا ده چې ستاسو معبود یو معبود دی، نو ایا تاسو اسلام راوړونکي یئ؟»

د حزب التحريرـ برېتانیا مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۲۸مه

۲۰۲۳م کال، د ډسمبر ۱۲مه

ژباړن: محمد حامد

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې